07/06/2026
صفا مروه د روغتيايي علومو انسټیټیوټ تدریسي بهیر په منظم شکل سره دوام لري د ټولو محصلينو څخه هيله کيږي چې په ټاکلي وخت په درسونو کې ګډون وکړئ، تر څو درسي بهیر مو ضايع نه شي او غېر حاضر ونه شمېرل شئ.
په درنښت
صفا مروه د روغتيايي علومو انسټیټیوټ اداره
27/05/2026
د صفا مروه روغتیایي علومو انسټیټیوټ د رهبرۍ له طرفه د نېکمرغه لوی اختر مبارکۍ پېغام!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت، د صفا مروه روغتیایي علومو انسټیټیوټ مشرتابه او رهبري ټولو درنو هېوادوالو، قدرمنو استادانو او ګرانو محصلینو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وايي.
الله تعالی مو عبادات، قربانۍ او ټول نېک عملونه قبول کړه، اختر مو مبارک، او دا نېکمرغه ورځې د سولې، ورورولۍ او پرمختګ زېری وګرځوي.
د یو هوسا، سولییز او ودان افغانستان په هیله!
11/04/2026
د روښانه راتلونکي پر لور حرکت!
د ۱۴۰۵ هـ ش کال د پسرلني کانکور ازموینه د صفا مروه روغتیايي علومو انسټیټیوټ د نویو محصلینو څخه واخېستل شوه.
یاده ازموینه د (عالي نرسنګ، فارميسي، طبي ټکنالوژي، تغذي او د غاښونو پروتېز) څانګو لپاره د پسرلني سمستر د نویو زدهکوونکو په ګډون ترسره شوه، چې د عامې روغتیا وزارت محترم هیئت هم پکې حضور درلود.
ازموينه د قرآن عظیمالشأن د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پېل شوه، ورپسې د انسټیټیوټ رئیس ډاکټر صدیقاللّٰه سلطانزي وینا وکړه د انسټیټیوټ پر لاسته راوړنو یې رڼا واچوله او ډاډ یې څرګند کړ چې د هېواد د ځوانانو مسلکي روزنه به په پوره صداقت او ایماندارۍ سره پر مخ وړي.
وروسته د انسټیټیوټ علمي او تدريسي مرستیال ډاکټر زلمي رحمتزي نویو شامل شوو محصلینو ته ښه راغلاست تر څنګ د طبابت د علم پر ارزښت یې لنډه وینا وړاندې کړه.
په دې مراسمو کې د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست د نظارت مسؤل ډاکتر فرهاداللّٰه صافي، د خصوصي انسټیټیوټونو ریاست استازي، مدیر فریحاللّٰه عزيزي، مدیر عبدالروف بشري، او د انسټیټیوټ اداري او تدريسي کارکوونکو هم ګډون کړې وو.
په پای کې ډاکټر سلطانزي د عامې روغتیا وزارت د خصوصي انسټیټیوټونو محترم هیئت او د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست د نظارت مسؤل څخه د تلپاتې همکارۍ له امله مننه وکړه.
همدارنګه د صفا مروه د روغتیايي علومو انسټیټیوټ له لورې یاد هیئت د دوی د مثبتو کړنو په پار په ستاینلیکونو ونازول شول غونډه د استاد ضياءاللّٰه سلطانزي په اختتامیه دعا سره پای ته ورسېده.
په درنښت
د نشراتو او عامه اړیکو څانګه
10/04/2026
خبرتيا!
صفا مروه د روغتیایي علومو انسټیټیوټ اداره، ټولو محترمو وروڼو ته چې د 1405 هـ ش کال پسرلني کانکور ازموینې لپاره یې نومليکنه کړې وه، خبر ورکول کيږي چې سبا (شنبه) سهار 8:30 بجې د کانکور ازموینې ورکولو په پار د انسټیټیوټ انګړ ته مراجعه وکړئ.
په درنښت
د نشراتو او عامه اړيکو څانګه
10/04/2026
لا هم فرصت شته!
ټول هغه محصلین چې تر اوسه د پسرلني کانکور ازموینې لپاره نومليکنه نه ده کړې، لا هم فرصت لري!
تر سبا سهار 9 بجو پورې نومليکنه کولای شئ تر څو د کانکور ازموینې ګډونوال شئ.
🗓 د کانکور ازموینې نېټه: د حمل 22 مه
د نوم لیکنې شرايط:
۱- دوه عدد عکسونه
۲- د هویت تذکرې کاپي
۳- شهادتنامه یا درې کلنې نمرې
ځای:دم کلی، اسد اباد، کونړ
📞 - 0777333310 / 0700886262
د نشراتو او عامه اړيکو څانګه
09/04/2026
يواځې دوه ورځې تر کانکور ازموينې...
لا هم فرصت شته!
هغه محصلین چې غواړي نيمه طبي لوړې زده کړې وکړي کولای شي د پسرلني کانکور لپاره همدا نن نوم لیکنه وکړي.
د نوملیکنې شرطونه:
دوه عدد عکسونه
د هویت تذکرې کاپي
درې کلنې نمرې یا شهادتنامه
کانکور زموینې نېټه: د حمل مياشتې 22 مه
ځای: دم کلی، اسداباد، کونړ
اړيکو شمېرې: 0777333310 / 0700886262
د نشراتو او عامه اړیکو څانګه
09/04/2026
يواځې دوه ورځې تر کانکور ازموينې...
فرصت لا هم شته!
هغه محصلین چې غواړي نيمه طبي لوړې زده کړې وکړي کولای شي د پسرلني کانکور لپاره همدا نن نوم لیکنه وکړي.
د نوملیکنې شرطونه:
دوه عدد عکسونه
د هویت تذکرې کاپي
درې کلنې نمرې یا شهادتنامه
کانکور زموینې نېټه: د حمل مياشتې 22 مه
ځای: دم کلی، اسعداباد، کونړ
اړيکو شمېرې: 0777333310 / 0700886262
د نشراتو او عامه اړیکو څانګه
09/04/2026
لا هم فرصت شته...
د 1405 هـ ش کال د پسرلني کانکور ازموینې لپاره نومليکنه روانه ده.
فرصت له لاسه مهورکوئ!
🗓 د کانکور ازموینې نېټه: حمل مياشتې 22 مه
د نشراتو او عامه اړیکو څانګه
08/04/2026
د 1405 ه ش کال د پسرلني کانکور لپاره نوم ليکنه جريان لري...
په لاندې تحصيلي څانګو کې د دولسم ټولګيو فارغان قبلوي
عالي نرسنګ (۳ کلن)
فارميسي
تغذیه (Nutrition)
رواني روغتیا
طبي لابراتوار
غاښونو پروتېز
کانکور ازموینې نېټه: 1405 ه ش کال حمل مياشتې 22 مه
ځای: دم کلی، زړو بازار شاته، اسداباد، کونړ
اړیکې: 0777333310/0700886262