Geology and Mine Faculty L.U پوهنځی جيولوجي و معادن

Geology and Mine Faculty L.U پوهنځی جيولوجي و معادن

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Geology and Mine Faculty L.U پوهنځی جيولوجي و معادن, Education, Logar, Baraki Barak.

لوګر پوهنتون د جيولوجي او کانونو پوهنځی د‌مسکلي کادرونو د‌ روزلو، د‌کانونو په برخه کې د‌علمي څېړنو پراختیا او د هېواد په کچه غوره علمي مقام لاسته راوړلو په برخه کې د تلپاتې راتلونکې په لور ګام اخلي.

12/05/2026

روښانه راتلونکي ته د رسېدو په موخه له موږ سره یوځای شئ !
برای رسیدن به آينده درخشان با ما یکجا شوید !

30/04/2026

د ۱۴۰۵ کال د کانکور ګډونوالو د پام وړ !

23/04/2026

د‌جيولوجی‌ او کانونو‌ پوهنځي يو تن محصل د لوړو زده کړو وزارت لخوا د‌ لوګر پوهنتون په کچه د ممتاز محصل په توګه وستایل شو.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ۱۴۰۵ کال د وري مياشتې په (۲) نېټه په يوه رسمي ستاین غونډه کې‌‌ چې‌ په کابل پوهنتون کې ترسره شوه او پکې د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو ممتاز محصلين وستايل شول. په دغه غونډه کې ښاغلی انجينر عیسی (ظاهر) د محمد عادل زوی د لوګر پوهنتون په استازيتوب ګډون وکړ او د خپلو علمي لاسته راوړنو له امله وستايل شو.
د يادونې وړ ده چې نوموړی محصل د لوګر پوهنتون د رهبرۍ په هدايت، د پوهنځيو په سطحه د شفاف، عادلانه او سالم رقابت په پايله کې د يوې ځانګړې مسلکي کميټې له لوري ټاکل شوی او ياد مقام ته معرفی شوی ؤ.

07/03/2026

*د پسرلني سمستر د پيل خبرتيا!*
د جيولوجي او کانونو پوهنځي ټولو قدرمنو محصلانو ته خبر ورکول کېږي، چې د ۱۴۰۵ کال پسرلني سمستر درسونه د روان ۱۴۰۴ کال د کب/ حوت مياشتې په ۱۶مه نېټه چې د شنبې ورځ سره سمون لري د لوړو زده کړو وزارت له هدايت سره سم پيلېږي.
په همدې اساس ټول قدرمن محصلان بايد له ټاکلې نېټې سره سم خپلو درسونو ته حاضر شي؛ تر څو د حاضري په کتابونو کې غير حاضر نشي او خپل اړونده درسونه په ښه توګه تعقیب کړي.
---------------------------------------
*اطلاعيه!*
به تمام محصلين گرامی پوهنځی جيولوجي و معادن رسانيده می شود که دروس سمستر بهاری سال ۱۴۰۵ خورشیدی به تاريخ ۱۶ ماه حوت سال جاری ۱۴۰۴ که مطابق به روز (شنبه) می باشد، آغاز می گردد.
بنآ به تمام محصلين گرامی اطلاع داده می شود تا به تاريخ مذکور به درس های خویش حاضر شوند، تا در کتاب های حاضري غير حاضر نه شوند.
*والسلام!*

17/11/2025

څنګه د کانتور کرښې ولولو او رسم کړو؟
دا ۴ اصول به درسره مرسته وکړي:

لومړی اصل: د کانتور کرښې هره نقطه یو شان لوړوالی لري
دويم اصل: د کانتور کرښې د لوړ او ښکته لوري ترمنځ جلاوالی ښيي.
دريم اصل: د کانتور کرښې هیڅکله یو بل نه قطع کوي او نه سره تېرېږي.
څلورم اصل: هر پنځم کانتور په تور ډبل رنګ ښودل کېږي.

17/11/2025

مقاله علمی یک تن استاد پوهنځی جيولوجي و معادن در یکی از ژورنال های معتبر بین المللی نشر گردید:
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مقاله علمی محترم پوهنیار عباس آگاه استاد پوهنځی جيولوجي و معادن پوهنتون لوګر تحت عنوان(طراحی احتمالاتی محدوده نهایی روباز با سطوح مختلف ریسکپذیری مدیریتی در شرایط عدم قطعیت عیار و قیمت ماده معدنی )مطالعه موردی: معدن مس عینک افغانستان) یا Probabilistic Pit Limit Design with Different Levels of Managerial Risk Tolerance, Considering the Uncertainty of Ore Grade and Final Product Price (Case Study: Afghanistan’s Ainak Copper Mine) در ژورنال بین المللی Journal of Analytical and Numerical Methods in Mining Engineering(روش های تحلیلی و عددی در مهندسی معدن) به نشر رسید. در این تحقیق به بررسی طراحی نهایی معدن مس عینک افغانستان با فرض وجود عدم قطعیت همزمان عیار و قیمت ماده معدنی پرداخته شده است. با استفاده از داده های اکتشافی نحوه توزیع عیار ماده معدنی در بلوکهای مختلف تعیین شده و در ادامه قیمت مس معدن با داده های تاریخی محاسبه شده و برای آن یک تابع توزیع لاگنرمال فرض شده است. با در نظرگیری توزیع عیار و قیمت محصول نهایی معدن، 9 عدد پیت مختلف طراحی شدند. در هرکدام از این پیت ها قیمت و عیار به صورت خوشبینانه، منطقی و بدبینانه فرض شده است. در ادامه با استفاده از تحلیل قابلیت اعتماد مرتبه اول ( FORM ) و فرض یک هدف سوددهی برای هرکدام از پیت های معدنی احتمال موفقیت و یا شکست پیت موردبحث در دستیابی به اهداف مدیریتی محاسبه شدند.

متن کامل این مقاله را در لینک ذیل خوانده میتوانید:
https://anm.yazd.ac.ir/article_3622_en.html

22/10/2025

ويل کیږی چې د عینک مسو کان د استخراج لپاره د cut and filling ."کټ او فیلنګ" استخراج ميتود انتخاب شوی دی.
دلته د کان کیندنې ددغه میتود په اړه لنډ معلومات لوستلی شئ:
____________________________________
د زیرزميني کان کيندنې له ګڼو میتودونو څخه، يو یې (Cut and Fill) يعنی کیندل او بېرته ډکول دي چې دغه د استخراج سیستم د خپلې انتخابي کيندنې او د ځمکې سطحې د ساتلو له اړخه ځانګړی مقام لري، چې دا میتود په ځانګړي ډول د پېچلو او لوړ عیار لرونکو کانونو لپاره ارزښتناک ګڼل کېږي.

🔹 کټ او فیلنګ کان کيندنه څه ده؟
په دې میتود کې، معدني جسم د افقي طبقو (یا کټونو) په بڼه راایستل کېږي، چې له لاندې نه پیل کېږي او پورته طرف ته دوام کوي. وروسته له دې چې یوه طبقه استخراج شي، خالي شوی ځای بېرته په بیکاره ډبرو، فاضله موادو، یا سیمنټ‌ په مرستې سره ډکېږي. دا مواد د تحکیماتو رول لري، تر څو معدن چیان راتلونکی طبقه استخراج کړي.

دا یوه ساده سایکل يا دوره لري: کيندنه → ډکول → تکرار.

💡 د کټ او فیلنګ میتود مهمې ګټې:

✅ د ځمکې د سطحې عالي ثبات او د کارګرانو خوندیتوب
✅ لوړ انتخابیت او کم رقیق‌والی
✅ د پېچلو معنی اجسامو له جیومتریو سره سازګار
✅ د کمزورو یا درز لرونکو احجارو لپاره مناسب
✅ د معنی جسم د لاس ته راوړنې لوړ نرخ (85–95٪)
✅ د چاپېریال ساتنې له اړخه نسبتاً مؤثر.

د انځور منبع:
Atlas copco

Photos from ‎Geology and Mine Faculty L.U پوهنځی جيولوجي و معادن‎'s post 20/10/2025

په دغه بروشور کې د‌ کانونو پلټنې او اکتشاف څانګې په اړه هر اړخيز معلومات لوستلی شئ!

Photos from ‎Geology and Mine Faculty L.U پوهنځی جيولوجي و معادن‎'s post 20/10/2025

په لاندې بروشور کې د کانونو استخراج څانګې په اړه هر اړخيز معلومات لوستلی شئ!

05/10/2025

لوګر پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي زده کړیالانو د لوګر (مس عینک) کان ته علمي سیر ترسره کړ!
یکشنبه: د ۱۴۰۴ کال میزان/ تلې ۱۳مه او د ۱۴۴۷ ربیع الثانی ۱۲مه نېټه.
لوګر پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د پنځم ټولګي د کانونو د پلټنې/اکتشاف څانګې د نهم سمستر زده کړیالانو د عملي زده کړو، مسلکي تجربو ترسره کولو او تولیدي پرکتیک په موخه د لوګر (مس عینک) کان مرکزي برخې ته علمي سیر ترسره کړ.
یادو زده کړیالانو د خپلو دو تنو لارښودو استادانو په رهبري دغه علمي سیر ترسره کړ، چې ورسره د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اړوندې څانګې د پنځم ټولګي زده کړیالان او لوړ رتبه لارښود استادان هم مل وو.
د یاد سیر په لومړیو کې د مس عینک کان دننه د (اېم سي سي) قراردادي شرکت اړوند د چاپېریال ساتنې څانګې د ناستو په تالار کې ټولو زده کړیالانو او استادانو ته د کورنیو او بهرنیو انجنیرانو لخوا کاني او هدفي ځایونو ته د ورتګ لپاره اړیني او مسلکي لارښوونې او اصول بیان شول. ورپسې په یاد کان کې د جیولوجي څانګې لخوا زده کړیالانو ته د مس عینک کان په جغرافیوي موقعیت، ارزښت او تاریخي مخینې معلومات وړاندې شول او تر دې وروسته ټولو زده کړیالانو د مس عینک کان د اړوندو برخو له کارځایونو او د پلټنې له ساحو لیدنه وکړه.
ورته مهال یاد زده کړیالان او لارښود استادان په نوموړي کان کې د قراردادي چینایي شرکت د مسؤلینو لخوا له تاوده هرکلي سره مخ شول او د یادو مسؤلینو لخوا ورته په اړوندو مسلکي او څېړنیزو برخو کې د تل لپاره د لازمې همکارۍ ډاډ وړاندې شو.
که څه هم په هیواد دننه د مس عینک کان لرغونې او تاریخي مخینه لري؛ خو د دې تر څنګ د لوګرپوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د زده کړیالانو لپاره د عملي زده کړو او مسلکي څېړنو په ترسره کولو کې د پام وړ ځای بلل کیږي.

Want your school to be the top-listed School/college in Baraki Barak?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address

Logar
Baraki Barak
1550