17/05/2026
د پټان راډیویي ښوونځي د PRS پوښتنبانکونو د لویې علمي سیالۍ د پایلو ابلاغ غونډه ترسره شوه.
پد پټان راډیویي ښوونځي د (PRS) پوښتنبانکونو د لویې علمي سیالۍ د پایلو ابلاغ غونډه د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه. چې پکې د سیمې د بېلابېلو تعلیمي مرکزونو استازو، استادانو، قومي مشرانو، زده کوونکو او د هغوی د کورنیو غړو په پراخه کچه ګډون کړی درلود.
دا لویه علمي سیالي چې یوه میاشت وړاندې د پټان راډیویي ښوونځي د ادارې لخوا په لاره اچول شوې وه، چې موخه یې د زده کوونکو د علمي ظرفیت لوړول، د هغوی هڅونه او په ټولنه کې د مطالعې د دود ژوندي کول وو. په یاده دغه سیالۍ کې په سلګونه تنو زده کوونکو برخه اخیستې وه، چې له ډلې یې شاوخوا ۳۰۰ تنه زده کوونکي بریالي اعلان شول او د غونډې د مسوولینو لخوا په ځانګړو مادي او معنوي ډالیو ونازول شول.
د مراسمو په جریان کې د سیمې تعلیمي مرکزونو استازو، د پټان راډیویي ښوونځي د دغه بېساري ګام او پرله پسې هڅو ستاینه وکړه او د دا ډول علمي برنامو دوام یې د نسلونو په روزنه کې حیاتي وګاڼه.
• د ځواک خصوصي ښوونځي مدیر، ګلاب دانش د پټان راډیویي ښوونځي روزنیزې او علمي برنامې د پکتیا او شاوخوا سیمو د ځوانانو لپاره د پوهې د رڼا سرچینه وبلله. نوموړي زیاته کړه چې دغه راډیویي د خویندو لپاره ګټور تمام شوی دی.
د غونډې په دوام، د سیمې نورو تعلیمي شخصیتونو لکه د افغان دانش خصوصي ښوونځي مدیر خان محمد افغان، د بګیاړو منځني ښوونځي مدیر عبدالبصیر پردېس او دڅمکنیو کثیرالرشتوي انسټېټیوټ مدیر جاوېد مشال هم ویناوې وکړې او په داسې شرایطو کې یې د راډیویي ښوونځي د ارزښتمنو تعلیمي خدمتونو ستاینه او ننګه وکړه.
• د پټان غږ راډیو مسؤل مدیر بخت زائیل څمکني ټولو بریالیو زده کوونکو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ، د یادې سیالۍ د رڼې پروسې په اړه د بشپړ شفافیت ډاډ ورکړ. همدا شان د پټان راډیویي ښوونځي مسؤل نسیم حقمل او عبدالخالق عاطف هم زده کوونکي او د هغوی کورنۍ وستایلې او په خپلو خبرو کې یې د دې سیالۍ پر روڼتیا او عادلانه والي ټینګار وکړ.
• د پټان غږ راډیو رئیس رحمت الله هېوادمل په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې دا د پټان راډیویي ښوونځي لخوا دویمه لویه علمي سیالي وه چې د ولسونو له تود او پراخ هرکلي سره مخ شوه. نوموړي ژمنه وکړه چې د پټان راډیویي ښوونځي اداره به په راتلونکي کې هم د پوهې او رڼا د خپرولو لپاره خپلو هڅو ته په کلکه دوام ورکړي.
دا لومړی ځل نه دی چې پټان راډیویي ښوونځی داسې سترې او برخلیک ټاکونکې علمي سیالۍ په لاره اچوي، بلکې له دې وړاندې یې هم یوه لویه علمي سیالي په بریالیتوب سره پای ته رسولې وه.
پټان راډیویي ښوونځی چې له نن څخه دوه کاله وړاندې د مسلکي ښوونکو په شتون او د غښتلو او پرمختللو رسنیزو وسایلو پر مټ، د وخت او سیمې د اړتیاوو پر بنسټ رامنځته شو، ډېر ژر وتوانېد چې خپل ځانګړی تعلیمي سیستم تر ټولې پکتیا، لوګر او خوست ولایتونو پورې وغځوي او د زرګونو تږو زده کوونکو علمي تنده ماته کړي.
16/05/2026
دا وګړي ډېر کړې خدایه!
کله چې نیت سپېڅلی وي، نو داسې سپیڅلي ځوانان/ خدایيخدمتګاران به دې ملګري کېږي.
دا پۀ زرمت تعمیر بازار کې د سعادت بنجاره پلورنځی زرمت
دی. عکسونو کې چمتو شوې ډالۍ د PRS پوښتنبانکونو اړوند سیالۍ هغه زدهکوونکو ته ورکول کېږي، چې د زرمت او یا روحاني بابا دي او پۀ دې ستره علمي سیالۍ کې یې سل - سل نمرې او د پټان راډیویي ښوونځی - Patan Radio School ځانګړې جایزې ګټلې دي.
عکسونو کې ښکاریدونکې ډالۍ د هېوادپال، علم پرور او نهایت دورند ځوان سمیعالله سعادت لخوا ورکول کېږي.
کۀ لۀ یوې خوا دا کار لۀ تعلیم سره د نوموړي مینه څرګندوي، لۀ بلې خوا د پټان راډیویي ښوونځي لۀ فعالیتونو د ولس رضایت او ملاتړ هم ښیي.
پټان غږ راډیو او پټان راډیویي ښوونځي اداره د نوموړي احساس ته سلام کوي او پۀ کاروبار کې د برکت دعا ورته کوي.
پۀ فکر، ځوانۍ او کار مو برکت شه!
15/05/2026
ستاسې راغلي لیکونه او زموږ ځوابونه
د زده کوونکو پوښتنې، غوښتنې، نېوکې، اندېښنې او ډېرې نورې کیسې
شعرونه، نثرونه او نور ادبي ژانرونه
موږ یې لولو، تحلیلوو یې او ځواب ورکوو!
هره جمعه [د مازدیګر لۀ پنځو-شپږو بجو پورې] د پټان راډیویي ښوونځي پر ټولو همکارو راډیوګانو!
کۀ د پټان راډیویي ښوونځي پۀ تړاو پوښتنه، غوښتنه، نیوکه او یا نظر لرئ د لیک لۀ لارې یې راسره شریک کړئ!
دا خپرونه د تفریح ترڅنګ، د علم حاصلونې بډایه خزانه ده.
نو مۀهیروئ، لیک را ولېږئ او ځواب ترلاسه کړئ!
ستاسې راغلي لیکونه او زموږ ځوابونه!
د رحمت الله هېوادمل او بختزائېل څمکني پۀ کوربتوب
15/05/2026
ارزونه
د پټان راډیویي ښوونځي زدۀکړییز بهیر، د اونیز جاج غوره خپرونه
هره جمعه مازدیګر لۀڅلور- پنځو بجو پورې پۀ یوه ژوندۍ خپرونه کې لۀ خپلو زدۀکوونکو سره پر بیلا بیلو مسایلو مخامخ غږیږو.
د پټانراډیویي ښوونځي راتلونکي پلانونه، پرمختګونه او ننګونې، لۀ زدۀکوونکو څخه د تیرې اونۍ درسونو پۀ تړاو آسان خو اهم سوالونه او د هغو موضوعاتو بیاځلي تشریح چې د اونۍ پۀ جریان کې زموږ ګرانو زدۀکوونکو، د وټساپ، مسینجر، کال سنټر او یا د پوښتنې پۀ ساعت کې لۀ استاد سره شریک کړي وي.
اوس پۀ کور کې پۀ ډاډه زړۀ، ډاډمنې زدۀکړې وکړئ!
دا او د پټان راډیویي ښوونځي ټولې خپرونې پر دې راډیویي څپو اوریدلی شئ.
پټانغږ راډیو- پکتیا
ختیځه پکتیا: ۸۹،۹ اېف اېم
مرکز ګردېز: ۹۴،۹ اېف اېم
اتحاد راډیو- لوګر
۹۱.۹اېف اېم
---------------
پټان راډیویي ښوونځی
زدۀکړې ته آسان لاسرسی
د خپرونې نښلوونکې شمارې:
0771757948
0711787279
0747677177
15/05/2026
د PRS پوښتنبانکونو جوایزغونډې روایت د تصویر پۀ ژبه
البوم ۱
14/05/2026
د PRS پوښتنبانکونو سترو جایزو ګټونکي:
دیني پوښتنبانک:
خورکۍ بنت اولمیر حقبین پکتیا ولایت، څمکنیو ولسوالۍ مداخېلو راغۀ اوسېدونکې د کالیو ګنډلو ماشین ګټونکې شوه.
پښتو پوښتنبانک:
خورکۍ بنت اولمیر حقبین د پکتیا ولایت، څمکنیو ولسوالۍ، مداخېلو راغۀ اوسېدونکې کمپیوټر وګاټۀ.
انګلیسي پوښتنبانک کې لاندې درې زده کوونکې د مبایلونو ګټونکې شوې:
۱-خورکۍ بنت فضلالدین فیضاني پکتیا زرمت ولسوالۍ څخه
۲-خورکۍ بنت یوسف ستانیکزی لوګر ولایت، پل علم، پادخواب شانه څخه
۳- خورکۍ بنت حیات الله خاکسار پکتیا ولایت، څمکنیو ولسوالۍ، سلطانګۍ کلي څخه
یادونه: پاتې ټولو زدهکوونکو ته لاسي ساعتونه ورکړل شول/ به ورکړل شي.
بشپړ راپورونه وروسته...
14/05/2026
غونډه څو شېبو کې رسماً پیلېدونکې ده.
لۀ انتظار مو مننه!