13/08/2020
!
دا چې د کوېډ ۱۹ (کرونا) ناروغۍ لۀ کبله پۀ هېواد کې شخصي او دولتي ښوونځي تړل شوي وو او دا دی اوس بیا د کابینې د پرېکړې پۀ اساس دولتي ښونځي لۀ یولسم تر دولسمه، شپني ښوونځي لۀ اووم تر دولسمه او شخصي ښوونځي لۀ لومړي تر دولسمه ټولګي پورې د روان(۱۳۹۹ لمریز) تعلیمي کال، د وږي(سنبلې) میاشتې پۀ لومړۍ نېټه پیل کېږي.
د هدف خصوصي عالي لېسې اداره خپلو ټولو شاګردانو او مراجعینو ته خبر ورکوي، چې یاده لېسه خپل تدريسي پروګرامونه، د روان(۱۳۹۹ لمریز) تعلیمي کال، د وږي(سنبلې) د میاشتې پۀ لومړۍ نېټه پیلوي، نو ګران زدکوونکي او مراجعین کولی شي، چې د تدریس د بیا پیل پۀ خاطر لۀ شنبې تر پنځشنبې، د سهار لۀ اتو(۸) بجو نه د ماذدیګر تر څلورو(۴) بجو پورې، د هدف خصوصي عالي لېسې ادارې ته مراجعه وکړي!
درک: ګردېز ښار، خوست لین، خوست اډې ته څېرمه، هدف خصوصي عالي لېسه.
اړیکې:
0775022000
0795022000
0777743646
01/04/2020
!
درنو هیوادوالو!
لکه څرنګه، چې د کورونا ویروسي ناروغۍ د مخنیوي او دددې ناروغۍ څخه د زده کوونکيو د ساتنې پۀ موخه ټول ښوونځي رخصت دي، نو پۀ همدې خاطر، چې ټول زده کوونکي د بې ځایه ګرځېدو څخه منع شوي وي او د راتلونکیو درسونو لپاره یې بشپړ تیاری نیولی وي، نو د زده کوونکیو لۀ والدینو او کورنیو څخه هیله کیږي، چې خپل اولادنه درسونو ته وهڅوي او په کورونو کې د زده کړې د تمرین اسانتیا ورته برابره کړي. دغه راز کورنۍ وظیفه ورکړي، چې هر ورځ د پنځو څخه تر لسو مخونو پوري نوټ ولیکي. همدا شان ټولو زده کوونکیو ته لارښوونه کېږي، چې د خپل ځان او کورنۍ د روغتیا پۀ خاطر لۀ بې ځایه ګرځیدو، تګ راتګ او ناستې څخه جداً ډډه وکړي او کوښښ وکړي، چې پۀ خپلو کورونو کې د درسونو تمرین ته ادامه ورکړي!
د هدف خصوصي عالي لېسې مدیر عبدالقیوم "قانع"
29/02/2020
د !
ستاسو د اولادونو روښانه راتلونکې په پار ګټور ګام
قدرمنو هیوادوالو او د زده کړې ټولو مینه والو ته د زیري په ډول خبر ورکول کیږي چې د #هدف خصوصي عالي لېسې تازه د پوهې په ډګر کې د اغیزمنې زده کړې تر لاسه کولو په موخه پوهنیز خدمت پیل کړی او ستاسو د اولادونو د سالمې روزنې او ښې پوهونې تکل لري.
د هدف خصوصي عالي لېسې ځانګړتیاوې او اسانتیاوې په نوي او پرمختللي میتود زده کړه، د اسلامي علومو، کمپیوټر، انګلیسي ژبې او ساینسي علومو تدریس د لوړ معیار او مناسب چاپیریال په لرلو د مسلکي او کدري استادانو په شتون کې. نو د خپلو بچیانو د ښې او هر اړخیزې روزنې او غوره پالنې په موخه زر تر زره یاد ښوونځي ته ورشئ او اولادونه پکې شامل کړئ.
پته: ګردیز ښار خوست لین خوست اډې ته څېرمه هدف خصوصي عالي لېسه.
29/02/2020
#هدف مو راتلونکی هدف څاري!
26/02/2020
د هدف خصوصي عالي لېسې ژمنه اداره ستاسې په خدمت کې!
پته: ګردېز ښار خوست لین، خوست اډې ته مخامخ
0771773037 // 0777743646
14/01/2020
راځئ، چې د علم پر وړانګو دونیا روښانه کړو!
07/01/2020
علم لۀ مال او دولت څخه غوره دی!
22/12/2019
نن ورځ، چې(۱-۱۰-۱۳۹۸ هـ ش) تاریخ سره سمون خوري، د هدف خصوصي عالي لېسې ژمني کورسونه، د قرانکریم پۀ ختم شریف سره پیل شول.
#اداره
18/12/2019
موږ مخ پر وړاندې.
مراجعین کولی، چې اوس د هدف خصوصي عالي لېسې دفتر ته تشریف راوړي.
#پته: ګردېز ښار، خوست لین، خوست اډې ته څېرمه، هدف خصوصي عالي لېسه.
10/12/2019
د هدف خصوصي عالي لیسې ژمني کورسونه
نوم ليکنه روانه ده!
د کورس ډایریکټر: د پوهنتون استاد محمد رفیق (صادق)(0778007457)
د لېسې مسئول: د پوهنتون استاد خان محمد (خیالزی)(0775022000)
پته: ګردېز ښار، خوست اډې ته څېرمه
07/12/2019
د هدف خصوصي عالي لېسې ودانۍ.
تر دې دمه مو، تقریباً (۷۰) سلنه کارونه بشپړ کړي دي.