مشعل خصوصي عالي لېسې پکتیا څانګه

مشعل خصوصي عالي لېسې پکتیا څانګه

Share

مشعل خصوصي عالي لېسې

22/06/2026

د #پلار ورځ !
هر ورځ د پلار د احترام او قدردانۍ ورځ ده.
ځانګړې د پلار ورځ د نړۍ د هغو سپېڅلو انسانانو د درناوي، قدر او احترام ورځ ده، چې د کورنۍ د هوساینې، روزنې او ثبات لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.

د #مشعل لېسې اداره ټولو پلارانو ته د دې ورځې په مناسبت د زړه له کومې مبارکي وایي. ستاسو زحمتونه، قربانۍ او لارښوونې زموږ د ټولنې د پرمختګ بنسټ جوړوي.

محترمو والدینو، د خپلو بچیانو داسې #تربیه او روزنه تر سره کړئ چې د کال هره ورځ ستاسو د لمانځنې او قدردانۍ ورځ وګرځي.

د کال هره ورځ د مور او پلار د احترام ورځ …

Photos from ‎مشعل خصوصي عالي لېسې پکتیا څانګه‎'s post 22/06/2026

د تېرې ورځې د ټیسټ د #پایلو اعلان!
اتومات چک سیسټم په برکت، د جوزا میاشتې اخیستل شوې آزموینې نتایج نن ورځ په شفاف، دقیق او چټک ډول اعلان شول.

د تېرې ورځې اخیستل شوې ټیسټ آزموینې د #نتایجو اعلان مراسم په ډېره منظمه او ښکلې بڼه ترسره شول،
چې #ممتاز زده کوونکي د غوره مقام په تر لاسه کولو سره د ادارې لخوا په ځانګړي ستاینلیکونو او ډالیو سره وستایل شول او هغوی د لا زیاتو هڅو، بریاوو او خپلمنځي سالم #رقابت لپاره وهڅول شول.
موږ ژمن یو چې د معیاري او عصري زده کړو د وړاندې کولو لپاره به د ټکنالوژۍ له نوو امکاناتو څخه لا اغېزمنه ګټه اخلو.
#مشعل، د سیال، عصري او تعلیمي افغانستان هیله او امید…
یادونه :عمومي اول مقام زده کوونکي محمد عثمان ولد عبدالغازي ته د ادارې لخوا 500 افغانۍ نقدي جایزه ورکړل شوه .

22/06/2026

په ډېرې خواشینۍ سره مو د افغانستان د ویاړلي فضانورد، عبدالاحد مومند د مړینې خبر واورېد. د هغه مړینه د افغان ولس او د علم او پرمختګ د لارې لپاره یوه لویه ضایعه ده. مرحوم مومند د خپل زحمت، جرئت او لاسته راوړنو له امله د هېواد د ویاړ سمبول و.

الله تعالی دې مرحوم ته جنت الفردوس ورپه برخه کړي، کورنۍ، دوستانو او ټولو خواخوږو ته دې صبر جمیل ورکړي.

إنا لله وإنا إليه راجعون

درنښت!
د مشعل لېسې اداره

Photos from ‎مشعل خصوصي عالي لېسې پکتیا څانګه‎'s post 21/06/2026

د جوزا میاشتې ټېسټ په بریالیتوب سره ترسره شو
د مشعل پکتیا څانګې له زده‌کوونکو څخه د تعلیمي پلان له مخې د جوزا میاشتې ټېسټ واخیستل شو.
زده‌کوونکو ته د سوالونو د فورم تر څنګ د اتومات چیک ځانګړې د کیلۍ پاڼې هم ورکړل شوې، چې د آزموینې د پایلو په ارزونه کې لا زیات دقت، شفافیت او چټکتیا تضمینوي.
د آزموینې ټولې پاڼې د اتومات سیستم له لارې کتل کېږي، نو د همدې پروسې پر بنسټ به د زده‌کوونکو پایلې هم ان‌شاءالله ډېر ژر اعلان شي.
موږ ژمن یو چې د نوې ټکنالوژۍ په مرسته خپلو زده‌کوونکو ته لا غوره، معیاري او اغېزمن تعلیمي خدمات وړاندې کړو.
د یوه تعلیمي، پرمختللي او سیال افغانستان لپاره زموږ هڅې دوام لري.
مشعل پکتیا څانګه�د علم او نوښت کور

21/06/2026

د سیمینارونو لړۍ!
د #مشعل خصوصي عالي لېسې پکتیا څانګې د یوولسم ټولګي زده‌کوونکي عبدالرحمن له لوري نن ورځ د #ریاضي په مضمون کې د "مستوي او مستقیمې کرښې تر منځ نسبي حالت" تر عنوان لاندې یو ارزښتناک #سیمینار وړاندې شو.
په یاد سیمینار کې د مستوي او مستقیمې کرښې تر منځ نسبي حالت، د دوو مستقیمو کرښو خپلمنځي نسبي حالت، او همدارنګه د دوو مستویاتو تر منځ نسبي حالت په هر اړخیز ډول تشریح او بیان شول.
دغه ډول علمي سیمینارونه د زده‌کوونکو د علمي کچې د لوړوالي ترڅنګ، د هغوی د وینا، څېړنې او وړاندې کولو وړتیاوو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

18/06/2026

#اوونیز حدیث!
د د اتم ټولګي زده‌کوونکي د دې اوونۍ په اوونیز حدیث کې د #ګاونډي د حقوقو په اړه معلومات وړاندې کړل.
په یاد #حدیث کې ټینګار شوی، چې د ګاونډي حق په #اسلام کې ډېر مهم او لازم دی، او هر #مسلمان ته پکار ده چې د خپل ګاونډي حقونه په ښه ډول ادا کړي، له هغوی سره نېکي، مرسته او ښه #چلند وکړي.

16/06/2026

د #مور د ورځې په مناسبت ځانګړې غونډه!
پرون ورځ د په انګړ کې د مور د ورځې په مناسبت یوه لنډه او ارزښتناکه غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د #ښوونکو او زده‌کوونکو له لوري د مور د مقام، مینې او ارزښت په اړه هر اړخیزې #ویناوې، ترانې او شعرونه وړاندې شول، چې د مور ستر #مقام یې په ښکلي ډول انځور کړ.
همدارنګه ښوونکو زده‌کوونکو ته ټینګار وکړ، چې د مور درناوی یوازې یوې ورځې پورې محدود نه دی، بلکې د مور ورځ هره ورځ ده، او د هغې قدر، #خدمت او اطاعت د هر انسان مهمه دنده ده.

14/06/2026

د #سمینارونو لړۍ!
د د یوولسم ټولګي زده‌کوونکي میرویس له لوري نن ورځ د #اسلامیاتو په مضمون کې د "لمانځه د تل پاتې فریضې" تر عنوان لاندې ګټور او ارزښتناک سیمینار وړاندې شو.
په یاد سیمینار کې د لمانځه پېژندنه، #قرآني دلایل، د #احادیثو له مخې د لمانځه اهمیت، د لمانځه #درجې او بېلابېلې #ګټې په تفصیل سره بیان شوې.
دغه ډول علمي او دیني سیمینارونه د زده‌کوونکو د #علمي کچې لوړولو ترڅنګ د هغوی د اسلامي #پوهاوي په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
مشعل خصوصي عالي لېسې پکتیا څانګه
#اسلامي اخلاق، #معیاري زده کړې، #روښانه راتلونکی.

Photos from ‎مشعل خصوصي عالي لېسې پکتیا څانګه‎'s post 13/06/2026

مشعل د نوې او پرمختللې نړۍ په فکر روان دی!
د مشعل خصوصي عالي لېسې پکتیا څانګې پرمختللی OMR سیستم یو ځل بیا په نوې او عصري بڼه اپډېټ شو
د زده‌کوونکو د ازموینو د ارزونې او اغېزمن مدیریت په موخه، مشعل پکتیا څانګې خپل OMR سیستم په نوې او پرمختللې بڼه اپډېټ کړ. دا سیستم د عصري ټکنالوژۍ پر بنسټ جوړ شوی او لاندې ځانګړتیاوې لري:
✅ د کانکور د آمادګۍ ازموینو د پارچو چټک او دقیق چیک
✅ د اونیزو او میاشتنیو ازموینو اتومات او چټک چیک
✅ د هر زده‌کوونکي لپاره د ځانګړو او مشخصو پارچو جوړول
✅ د زده‌کوونکو لپاره د پارچو چاپ د بشپړو او اړینو مشخصاتو په درلودلو سره
✅ د نمرواو د نتایجو پایلو اتومات ثبت، تنظیم او مدیریت
✅ د هر زده‌کوونکي د ټولو ازموینو بشپړ ریکارډ ساتل
✅ زده‌کوونکي د خپل استعداد او انتخاب له مخې پوهنځیو ته معارفي کول
✅ والدینو ته د ازموینو د پایلو او نمرو اتومات لېږل
✅ د انساني تېروتنو کمول او د پایلو دقیق کول
✅ د وخت سپما او د اداري چارو لا اسانتیا
✨ مشعل د نوې او پرمختللې نړۍ له غوښتنو سره سم د عصري ټکنالوژۍ په مټ د زده‌کړو د کیفیت د لوړولو او غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د مشعل خصوصي عالي لېسې پکتیا څانګې د نشراتو څانګه

Want your school to be the top-listed School/college in Gardez?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address

پکتیا ولایت کردیز ښار، بلند منزل بریښنا ریاست لودیځ لوری دولتي پارک شمال لوری پنځم تعمیر
Gardez