Dr Muhammad Omer Durrni

Dr Muhammad Omer Durrni

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr Muhammad Omer Durrni, College & University, Helmand, Gereshk.

07/12/2025

د یوولسمی دوری NMLE ازموینی لپاره نوملیکنه هم پیل سول

@Durrani Curative Medicin 🇦🇫 20/11/2025

د نن ورځی ترټولو ښه خبر
د حوت میاشتی په وروستی اوونی کی به د اګزیت راتلونکی یوولسمه دوره ازموینه وی

@Durrani Curative Medicin 🇦🇫 د NMLE ازموینی د ترټولو نوی او دقیق ریفرینس څخه برخمن سی

Durrani Curative Medicin 🇦🇫 16/11/2025

خبرتیا!
د ۱۴۰۵ کال عمومي او دینې زده کړو کانکور نوملیکنه،
د ۱۴۰۵ کال لپاره د اکمال تخصص ازموینې نوملیکنه،
د ۱۴۰۴ کال ایگزیټ ازموینې د پایلو او د ازموینو ملي ادارې لاسته راوړنو په اړه د معلوماتو لپاره، نن یکشنبه سهار ۱۰:۱۵ بجې د افغانستان ملي راډيو ټلویزیون ملي نیوز برخې سره ووسئ!
----------------

اطلاعیه!
ثبت‌نام کانکور عمومی و علوم دینی سال ۱۴۰۵
ثبت‌نام امتحان اکمال تخصص برای سال ۱۴۰۵
معلومات بیشتر در مورد اعلان نتایج امتحان ایگزیت سال ۱۴۰۴ و دستاوردهای اداره ملی امتحانات، امروز یک ‌شنبه ساعت ۱۰:۱۵ صبح با بخش ملی نیوز رادیو تلویزیون ملی افغانستان همراه باشید!

Durrani Curative Medicin 🇦🇫 د NMLE ازموینی د ترټولو نوی او دقیق ریفرینس څخه برخمن سی

27/10/2025

*Panic Attack*
څه شی دی ؟
د ناڅاپه او شدیدی ویری او ناراحتی یوه حمله ده چه د انزایټی ناروغیو تر عنوان لاندی لوستل کیږی او د څوثانیو څخه تر یو ساعت پوری دوام کوی.
چه په لاندی اعراضو پیژندل کیږی
غیری منظم او په زیاته اندازه د زړه ضربان , *خوله کول ،د سینی درد او ناراحتی،ګنګسیت* او د اطرافو میږي میږي کیدل، سالنډی ، او پرځان د کنترول نه لرلو احساس.
د ډیپریشن یاروحی تشویش ،اجتماعی اضطرابی ناروغی، درمل او ځنی نور عوامل یی سبب کیدای سی
تداوی:درمل لکه د ډیپریشن او اضطراب ضد، روحی تداوی او دناروغ تسکین کول،په خپله ځنی کړنی چه د ناروغ د ارامی سبب ګرځی لکه عمیق تنفس اخیستل،ورزش او فزیکی فعالیت
د نه ارامید په صورت کی باید و معالج ډاکټرته مراجعه وسی

26/10/2025

سلامونه
ډاکټرصاحبانو دغه یو ماشوم دی لس کاله عمر لری یو کال مخکی ورته دغه افت پیدا سوی اصلی شکل یی د ډرماټوفایټونو پواسطه منځ ته راغلی او Tinea Capitis ورته وایی
تقریبا کلنیکی منظری یی ډیر تغیر شکل کړی دی دا په دی خاطر چه پر وخت نه دی تشخیص سوی او نور Topical کریمونه او ملهمونه باندی کار سوی دی او اوس خونو په ثانوی ډول ډیر منتن سوی دی تخریبات یی ډیر زیات دی
تدا وی یی په لاندی ډول ده
Terbinafin 125mg Dilayد فنګس لپاره
Tabe Cefixim 200mg Dilayد ثانوی انتان په خاطر
Citrizen 5mg د خارش په خاطر
او د ماوفه ناحیی وچ او مرطوب ساتل
او دوامداره فالواف

14/09/2025

اسلام علیکم ورحمت وبرکاته
ستاسی ټولو قدرمنو ډاکټرصاحبانو دکامل صحت په هیله؛
دنوی ریفرینس مطابق
د راتلونکی -NMLE- ازموینی انلاین دوه میاشتنی وړیا تشدیدی پروګرام!
چه هر ډاکټرصاحب کولای سی چه په وړیا ډول ګروپ ته داخل سی
ځانګړتیا وی:
1-د کلینیک او پارا کلینیک دواړو هم مهاله جریان
2-دماښام له طرفه ددواړو مضامنو دریفرینس شریک کیدل هر یو جلا جلا
3-دغرمی له خوا پر *2:00pm*د کلنیک دبرخی ازموینه اخیستل د MCQsپه بڼه
4-د ماښام له طرفه پر *9:30pm*د پاراکلینیک دبرخی ازموینه اخیستل داهم د MCQs په بڼه
3-د هر کویز څخه وروسته دډاکټرصاحبانو دتشویق لپاره د ازموینی د لومړی دری ډاکترصاحبانو ستایل
4-د اوونی په پای کوی د اوونی دری غوره ډاکټرصاحبان ستایل
5-د جمعی په ورځ دازمایښتی اګزیټ ازموینی اخیستل
6-دتیرو نهو دورو دفورمونو د تکرار لپاره ځانګړی ټولګی
لینک

Telegram: Contact @O55m23

15/08/2025

دراتلونکی 'NMLE'ازموینی داماده ګی وړیا تشدیدی پروګرام:
ځانګړنی!
1-دریفرینس نوی برخی لومړی تکراره ول.
2-هره موضوع دیوه ځانګړی نوټ په شکل ترازموینی ده مخه شریکول.
3-د غرمی له خوا دجراحی کویزونه اخیستل.
4-دماښام له خوا دداخلی کویزونه اخیستل.
5-دجمعی په ورځ عمومی ازمایښتی "NMLE" ازموینه اخیستل.
5-دډاکټرصاحبانو دتشویق په موخه دهرکویز وروسته دبااستعداد ډاکټرصاحبانو ستایل.
6-هرډاکټرصاب کولای سی چه بی له کوم تکلیفه وړیا ټولګی ته داخل سی.
لینک یی دملګرو سره شریک کړی ترڅو نور ډاکټرصاحبان هم تری برخمن سی

Telegram: Contact @O55m23

Photos from Dr Muhammad Omer Durrni's post 12/07/2025

( په ماشومانو کی وایروسی تڼاکی)

په ماشومانو کی زیاته رامنځ ته کیدونکی ناروغی ده چه زیاته ساری ده او په اسانی له یوه ماشوم څخه بل ته انتقالیږي که چیری یو ماشوم په اخته کیږی باید ژر تر ژره یی علاج وسی نوموړی ماشوم له اوبو څخه ډکی تڼاکی چه اکثره د روښانه اوبو سه ډکی وی او دسځیدنی تڼاکو ته ورته وی او په اسانی سره تخریبیږی لری اکثره ماشومان تبه او درد هم لری که چیری پر وخت تداوی نسی دنورو مکروبونو دمداخلی له کبله تغیر شکل کوی چه بیابه یی تشخیص سخت وی له یوه ماشوم څخه بل ماشوم ته تنفسی څاڅکو ،لاړو،او دپوستکی سره دنژدی تماس دلاری انتقالیږي سببی وایروسونه یی Heprs Type1او هیرپ انجیا(Herpangia) دی
تدوای:حفظ الصحه مراعاتول ،په ناروغی اخته ماشوم سره تماس نه نیول ،موضوعی سټیرویید کریمونه استعمالول،د ثانوي میکروبونو دمخنیوي په خاطر انټی بیو تیک توصیه کول،او که اړتیا پیښه سی سیستمیک سټیرووید توصیه کول.
"ډاکټر محمد عمر درانی"

25/03/2025

سوئ هاضمه څه شی ده

چه Dyspepsiaهم ورته وایی
په اوسنی وخت کی یو عام شکایت دی او زیات خلک ورڅخه ورڅخه کړیږی
کله چه د هضم پروسه خرابه سی او ناروغ دپخوا په شان غذا نسی تحمل کولای سوئ هاضمه ورته وایی
اسباب یی:زیات غوړ خواړه خوړل
،زیات پروټینی خواړه خوړل لکه غوښی، قهوه یا کافی استعمالول،سګریټ څکول،فزیکی فعالیت نه کول ،سره سوی خواړه زیات استعمالول.
عمده شکایتونه:ژړ مړیدل ،ارږمی کښل،زړه بدوالی،دنس بادونه او دنس په لوړه برخه کی ددرد او ناراحتی احساس کول
مخنیوی:په قراره سره خوراک کول او خوراک په منځ کی زیات مایعات نه څیښل ،سبزیجات زیات استعمالول،دسګریټ او نسوارو څخه پرهیز کول،منظم فزیکی فعالیت کول او دومداره مایعات اخیستل.
طبی تداوی یی: انټی اسیډ،ډومیپرایډون،او امپرازول او لانسو پرازول استعمالول.
Dr Muhammad Omer Durrani

Want your school to be the top-listed School/college in Gereshk?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address

Helmand
Gereshk