12/12/2024
Ibrahimzaye S.A.High School - شهيدعبدالمتين لېسه
په دې پاڼه کې به د لېسې اړوند ټول مسائل ستونزي او پرمختګونه تر تاسو در رسوول کيږي.
12/12/2024
01/06/2024
خبرتیا:
هغه زده کوونکي چې په ۱۴۰۲ ښوونیزکال کې د شهیدعبدالمتین لیسې له دولسم ټولګې څخه فارغ شوي دي، دکانکور ازموینې دګډون کارتونه يي ادارې ته رارسیدلي .
ګران زده کوونکي کولای شي چې یک شنبه او دوشنبه خپل کارتونه ترلاسه کړي.
یادونه: د ادارې له لوري په دوشنبه۱۴۰۳/۳/۱۴ ھ.ش نیټه په نوموړي لېسه کې دکانکور دلارښووني په پار سیمینار وړاندې کیږي، هیله لرو چې فارغ زده کوونکي پکې ګډون وکړي.
په درنښت؛
دادارې له لوري
خبرتیا!
دد ه یک ولسوالی پوهنې آمریت اړوند شهیدعبدالمتین لیسې د1402ښوونیز کال دولسم ټولګی فارغ زده کوونکوته خبرورکول کیږي،چې دکانکور دفورموپه پاره چې مخکې موهم خبردرکړی وه،خوله بده مرغه ځینې زده کوونکي پاته دي، اوس یوازی پنج شنبه او شنبه وخت لرۍ،چې اداری ته 400افغانۍ وسپارﺉ،چې بیا دشکایت حق نه لری اونه دکانکورفورمه ورکول کیږی.
27/12/2023
18/12/2023
د ولس دخوښۍ خبر:
دغزني ولایت پوهنې ریاست ده یک ولسوالي پوهنې آمریت اړوند شهیدعبدالمتین لیسې په روان ۱۴۰۲ ښوونیز کال کې لسمه دوره د دوولسم ټولګي ۲۳ تنه فارغېن ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل.
چې په ویاړ یې پرتمین اوشانداره مراسم جوړ شوي وو، ددولتي چارواکوترڅنګ ګڼ شمیرعالمانو، مخورو، دزده کوونکو والدینو،دمعارف همکارې شورا غړو، دمدرسو طالب العلمانو، ځوانانو، اوزده کوونکو ګډون کړي وه، دغونډې لومړۍ برخه دالله(ج) دپاک کلام قران کریم ختم ته ځانګړي شوي وه،چې د ابراهمزوجامع مسجد امام مولوي صیب حمدالله (مسعود) په ښکلي غږ ترسره شو.
دوهمه برخه کې ویناوالو خبري وکړي اوپه ولسونو یې غږ وکړ چې د خپلو اولادونو تعليم ته پام واړوي ځکه علم په هر نارینه اوښځینه فرض ده ، ترڅو له دې لارې ګران هېواد او هېوادوالو ته په پوره اخلاص خدمت وکړو.
که غواړو چې ښه اوهوسا ژوند ته ورسیږو نو لامل یې علم اوپوهه ده چې په معصومو بچو داسلامی زده کړو ترڅنګ عصري زده کړي وکړو.
دنړۍ هېوادونه چې جوړ او دژوند ټول امکانات نن ورځ لري دا دعلم او اتفاق برکت ده که مونږ دهمغږۍ په پار په یو محور راټول شو او هرافغان خپل ورور وګڼو ژر ده چې خپلو نسلونو ته یو ودان،بسیا او سوکاله هېواد په میراث پريږدو.
د لېسې آمر محترم محمد حسن شيرزوی له خلکو وغوښتل چې تعليمي مراکزو ته خپل اولادونه وليږي،
او د همدي مرکزونو ساتنه او پالنه وکړي.
دغونډې دریمه برخه ډاليو او ستاینلیکونو ته ځانګړې شوي وه،
دفارغ زده کوونکو پلرونو ته له دې امله ډالۍ ورکړل شوې چې په خپلو خولو تویولو او زحمت یې اولادونه زده کړو ته وقف کړي وه تر څو دعلم او پوهې له لارې دهېواد او خلکو خدمت وکړي.
قدرمنو ښوونکو ته هم د دوی د زحمتونو ګاللو له امله ډالۍ ورکړل شوې.
له څلورم ټولګې څخه تر دولسم ټولګې پوري اول نمره زده کوونکو ته هم خبر پاڼي ورکړل شوې ،چې دلیسې عمومی اول نمره سید اکبر دسیدامین زوی دشاطورو اوسیدونکي ته هم دخبر پاڼې سربیره ستاینلیک ورکړل شو.
همدارنګه راغلو چارواکو،میلمنو او فارغ زده کوونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شول، او جوړشوي مجلس د دوعایې په لوستلوسره پای ته ورسید.
نوټ:
دغونډې د جوړولو لګښت ادارې، زده کوونکو، او ځینو علم پاله ملګرو چې نومونه یې په لاندې ترتیب ذکر کوو په غاړه اخستې وه.
1:مطیع الله د روستم بابا قلعه 2000 افغانی.
2:سیف الله عمرخیل دمهترګډلو 12000کالداری.
3:داکترصیب عبدالحلیم لیوال دلیل بابا قلعه 6000افغانی.
4:اسدالله بهادری یاروباباقلعه 4000کالداری.
5:امان الله غزنوی دعزیز ګډلو 4بوجې وریځې مرسته کړی.
6:بخت نور دملا باباقلعه 1000افغانی.
7:مارزک کاکادجانی بابا قلعه 3000کالداری.
8:داکترصیب عبدالله جانی بابا قلعه 500کالداری.
په درنښت
21/11/2023
دغزنی ولایت ده یک ولسوالي شهیدعبدالمتین لیسې ګرانوزده کوونکو ته د ۱۴۰۲ ښوونېز کال دکلنۍ ازموینې په اړوند معلومات ورکړل شول.
د دوی دلابریاوو په هیله.
19/09/2023
دغزني ولایت ده یک ولسوالي ابراهمزوشهیدعبدالمتین لیسې یو تکړه اوبااستعداده زده کوونکې کشمیر اندړ چې د١٢ټولګې له فراغت وروسته دخوست پوهنتون ژورنالیزم پوهنځي څخه په اعلٰی درجه سند ترلاسه کړی،نوموړی ښه لیکوال اوشاعردی.
شاعري يي دجنید له لورې په دوهمه کټګوري کې راغلي چې ٣٠٠ډالر یې دجنید کلنۍ جایزه ګټلې، ګران اندړصیب،ددوی شریفي کورنۍ،دلیسې ښوونکو اودشیخ زاهد پوهنتون ادارې ته یې مبارکې وایو اودلابریا په پار دُعا ورته کوو.
09/09/2023
دغزني ولایت ده یک ولسوالي د پوهنې آمریت اړوند شهیدعبدالمتین لیسې د1401 پوهنیز کال فارغ زده کوونکو دکانکور په ازموینه کې ښه بریا ترلاسه کړي، په همدې مناسبت د دوی زيارکښه ښوونکو،
ګرانوزده کوونکو، او د دوی کورنيو ته مبارکي وایم.
دلابریاپه هیله مو.
29/06/2023
دهېواد ټولوقدرمنوښوونکو،زده کوونکو،مسافرو اوهېوادوالو نیکمرغه لوی اخترمومبارک شه،الله(ج)موعبادات،قربانۍ،اوخیراتونه قبول کړه،
20/06/2023
د ولس هيلې زرغونيږي .🤲👍🌄
17/06/2023
په شرائطو برابر کسانو ته د خدمت ښه چانس دی،
Click here to claim your Sponsored Listing.