21/04/2026
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ
په دې هیله چی ټول به روغ او جوړ وی
نن د 1405 هـ ل کال د حمل میاشتې 31 نېټه دریاضیاتو کانګرو نړیوالې ازموینې په افغانستان کې آتمه دوره وه او دنړی په سطحه 28 دوره ازموینه وه.
د ازموینې په پرانیستو کې د ښار دپوهنې آمر مولوي عبدالقدوس فاروق او دپوهنې ریاست مرستیال مولوي نجیب الله سعید دخصوصي ښوونځیو دټولنې ریس نصرت الله سلطان زوی او د ټولنې ټولوهمکارانو ګډون درلود.
مولوی صاحب نجیب الله سعید دازموینې په اړه خورا قیمتي خبرې وکړې او دازموینې اهداف یې بیان کړل او د خصوصي سکتور ددغه فعالیتونو څخه یې منندویي وکړه.
او ازموینه د خصوصي ښوونځیو دټولنې لخوا په خورا شفاف او عادلانه توګه سره واخیستل شوه.
په دې ازموینه کې تقریبا 1200 نفرو شاو خوا زده کوونکو ګډون درلود.
خوشبختانه چی یون خصوصي ښوونځي هم پکې د 52 تعداد اناث او ذکور زده کوونکو ونډه واخیسته.
29/03/2026
نن د 1405هـ ل کال د د یکشنبی ورځ دحمل میاشتې 9 نېټه دیون خصوصي ښوونځي د ادارې له لوري له والدینو سره جلسه تر سره شوه چې مهمې او اړینې پریکړې او وعدې پکې وشوې او هغه ستونزې چې په ښوونځي یا دښوونځي په اداره کې رامینځ ته کیږي دهغې حل لاره روښانه شوله.
په غونډه کې زیاتره والدینو ونډه اخیستې وه .
غونډه دقرآنکریم په مبارکو آیتونو سره پیل شوه او دښوونځي دمدیر مسؤل لخوا دغونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل شول او موضوع یی روښانه او تشریح کړه شته ستونزې یی له والدینو سره شریکې کړې.
همدا رنګه دښوونځي تدریسي مدیر سیداحمدشاه سادات دټولو ګډونووالوڅخه مننه وکړه او ټولو ته یی ښه راغلاست وویل او ویی ویل چی زده کوونکي هغه وخت ښه پوهه او تربیت ترلاسه کولای شي چې والدین د ادارې سره همکاره او همغږي وي او د ښوونځي دتدریسي او تربیتی کیفیت څخه یی والدینو ته پوره ډاډ ورکړ.
والدینو وویل چې موږ له ښوونځي څخه هر اړخیز ملاتړ او همکاري کوو.
او دا یی وویل چی هیڅکله به زموږ بچیان بغیر له یو معقول او شرعی عذر څخه غیر حاضري نه کوي که چیرته کوم زده کوونکی کوم عذر ولري نو موږ به اداره په جریان کی اچوو. او دضرورت یا ناروغی روقعه به د اداری په تائیدولو سره نګران استاد ته سپارو.
او موږ به دخپلو بچیانو فیس مخکی له مخکی بغیر د اداری له خبر څخه تر لسمی نیټې پورې تحویلوو .
که چیرته کوم زده کوونکي د اداری په خبر تیا سره سره بیا هم فیس ډیر زیات وځنډول نو اداره حق لري چې په هغه ورځ زده کوونکي د ښوونځي څخه اخراج کړي.
او کومې فورمې چې زده کوونکو ته ورکول کیږي والدین باید تر یوې هفتې پورې ډکې او ادارې ته یی وسپاري که چیری ونه سپارل شي مسؤلیت یی د والدینو پرغاړه دی .
والدین حق لري چې هر وخت دخپلو بچیانو پوښتنه وکړي او ستونزی یی له ادارې سره شریکې کړي.
ټولو والدینو له ادارې څخه منندویی او خوشحالي څرګند کړه .
په درنښت
دیون خصوصي ښوونځي مدیریت
21/12/2025
زمونږ له فرصتونو څخه ګټه واخلئ.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
از فرصت های ما استفاده کنید.
17/11/2025
د ۱۴۰۴ هـ ل ښوونیز کال غوره زده کوونکي
ګران او زړه ته رانږدې زده کوونکي مو د۱۴۰۴ ښوونیز کال دغوره زده کوونکي ازموینی تر عنوان وروسته په تحفو او ډالیو باندې وستایل ترڅو زموږ خواږه زده کوونکي نهایې ازموینو ته چمتو اوتشویق شي.
هیره دنه وي چې زموږ خواږه زده کوونکي ډیر بااستعداده اوتکړه دي او په دغه ازموینه کې یې ښې نمرې ترلاسه کړي دي.
یون درڼا په لور
یون مو ماشومان دعلم او پوهې په رڼا کې دبریا ترڅوکو رسوي.
01/09/2025
په ژوره خواشینۍ سره، د یون خصوصي ښوونځي رهبري، استادان او ټول اداري او تدریسي غړي د نننۍ دردناکې زلزلې د غمیزې له امله د متاثره کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي او تسلیت څرګندوي.
موږ د الله (ج) له دربار څخه د شهیدانو لپاره جنت الفردوس او د ټپیانو لپاره عاجله شفا غواړو، او له الله تعالی څخه هیله لرو چې د پاتې شویو کورنیو زړونه په صبر او حوصله ټینګ کړي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
با نهایت تأثر و اندوه، رهبری، استادان و تمام اعضای اداری و تدریسی مکتب خصوصی یون فاجعۀ غمانگیز زلزلۀ امروز را به خانوادههای آسیبدیده تسلیت عرض میدارند.
ما از درگاه خداوند متعال برای جانباختگان جنت فردوس و برای مجروحان شفای عاجل مسئلت مینماییم و از بارگاه ایزد منان میخواهیم تا به بازماندگان صبر و شکیبایی عطا فرماید.
08/08/2025
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ
یون خصوصي ښوونځي د 1404 هـ ل ښوونیز کال دڅلورنیم میاشتنۍ ازموینو نتائج اعلان کړل چې زیادتره زده کوونکو ښې نمرې اخیستې وې او ډیری زده کوونکي په (الف) ګروپکې راغلي وو . دیون خصوصي ښوونځي اداره ګلالیو زده کوونکو او ددوی کورنیو ته دزړه له تله مبارکي وايي همدارنګه دبااستعداده او زحمت کښه استادانو څخه نړۍ مننه او قدرداني کوي چې په لږ وخت کې یې ګلالیو زده کوونکو ته ډیر څه ښودلي او ور زده کړي دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ
مکتب خصوصی یون نتائج امتحان های چهارنیم ماهه سال 1404 هـ ش را اعلان کرد.
لله الحمد اکثریت شاګردهای مکتب خصوصی یون نمرات بلند اخذ کردند و زیادتر شان در ګروپ (الف) آمده اند.
اداره مکتب خصوصی یون برای شاګردان والدین وتمام خانواده های آن را پیام تبریکی میدهد.
وهمچنان از استادهای ورزیده و ارزشمند جهان سپاس ګزاری مینمایند که در وقت بسیار کم شاګردهای ازتقاضای والدین و اداره بهتر وبیشتر را دانسته اند.
#یون-ښوونځی
#استادان
#زده-کوونکي
#یون-درڼاپه-لور
#یون-موماشومان-دعلم-اوپوهې-په-رڼاکې-دبریاترڅوکورسوي.
31/03/2025
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ!
﷽
تَقَّبْلْ الله مِنَّا وَمِنْکُم صَالِحُ الْاَعْمَال:
دنیکمرغه کوچني اختر د را رسیدو په مناسبت تاسو او ستاسو درنې کورنۍ ته دزړه له کومې د کوچني اختر مبارکی وړاندې کوم.
ربﷻ مو ټول ځاني او مالي عبادات په خپل عالي دربار کې قبول کړه.
اختر مومبارک او بختور شه.
*****
با قلب آکنده از شادی و ایمان، فرارسیدن عید سعید فطر را که پاداش یک ماه عبادت، بندگی و تزکیهٔ نفس است به شما و خانوادهٔ محترمتان تبریک عرض میکنم.
از درگاه خداوند متعال آرزو دارم که طاعات و عبادات شما را قبول فرموده، قلبهایتان را سرشار از آرامش، خانههایتان را مملو از برکت، و زندگیتان را آمیخته با سعادت و موفقیت گرداند.
*عیدالفطر مبارک*
*Eid Mubark*
اداره مکتب خصوصی یون