02/11/2023
درود برمحمد(ص)
اسلام زمونږ تګلاره ده
02/11/2023
درود برمحمد(ص)
08/12/2020
په ژوند کې دبې ارزښته خلکو له لرې کولومه ويريږى!!!
ځينې وختونه يوازې يوکس درته دزرګونوخلکوځاى نيسي؛
خپل چاپيريال مودځورونکوملګرونه خالي کړى،
په ځان مغرور او مطلبي ملګري مودځانه وشړئ!!!
حضرت يحي بن معاذ وفرمايل: مال او پيسې لړمان دي، که يي ستاسې دم نه وي زده لاس مه وروړى! ځکه هغه تاسې خوري او وژني مو
پوښتنه وشوه: دهغه دم څشى دى؟
هغه وويل: په حلاله طريقه ګټل او په حلاله طريقه کې يي مصرفول•
کله چې ميړه خپلې ميرمنې ته ښه په دقت وګوري، نو دمېرمنوعکس العمل:
اروپايي مېرمن: ګرانه، دغسې کتل دډيرخوند راکوي.
امريکايي مېرمن: دغسې عاشقانه کتل دې ترهرشي راته زيات ارزښت لري، زړګو
افغان مېرمن: څه کيسه ده؟ بيامې چاشيطانت درته کړى دئ؟
ملامت ندي چې ژر ژر زړيږي!
31/10/2020
زلزله:
که چيرته زلزله او دځمکې ښويدنې پيښې ډيرې واى، ځمکه به تل دښوريدو په حال کې واى، اوکه چيرته لږ واى نوپه سمندرونوکې به ژوي له خوراکي توکوڅخه محروم پاتې وى او له منځه به تللي واى،
30/10/2020
حافظه نن دې دادهيلواوميدونوغوټۍ ګل ته رسي
چې دعالم لاس دسپينې پګړۍ ول ته رسي؛
زمونږ وراره سبحان الله دقرانکريم حافظ شوـ
څوارلس پيړۍ وړاندې الله ج قرانکريم راوليږه، دغه کتاب انسان عقل دحق لوري ته سيخوي اوټول بشرته دا ورزده کوي چې دسپيڅلې وحې په ارزښتونوپوه شې، دوحې له وخته ترقيامته پورې به دغه دانسان دلارښوونې لپاره ديوې بې سارېءوسيلې په توګه پاتي شي•
لکه چې الله ج فرمايي: وٙماٙ هٌوٙ اِلاّٙذِکرٌٌلِلعلٙمِنٙ؛
ژباړه: اونه دى داقران مګر يوپند دى دعالميانو لپاره،
29/10/2020
دالله ج په توکّل سره واده وکړى چې ايمان موکامل شي!!!
13/07/2020
پر صحيح وخت لمونځ ادا کول دالله ج ډير خوښ دي:
بيهقي دحضرت عمر(رض)څخه روايت کوي: يوسړى رسول(ص) ته راغى او پو ښتنه يې وکړه:
ماته داوواياست! چې دالله ج کوم عمل زيات خوښ دى؟
رسول الله(ص) ورته وفرمايل: پر صحيح وخت دلمانځه اداکول، چاچې لمونځ پريښود دهغه هيڅ دين نشته او لمونځ ددين ستن ده•
دځينو علماوو اوحديث شريف هم دى چې کوم سړى دلمانځه پابندي کوي الله ج هغه ته پنځه شيان ورکوي:
1_ غربت يې ورختموي
2_ دقبرعذاب نه ورکوي
3_عمل نامه يې په راسته لاس ورکوي
4_ پر پل صرات يې دبرق په شان تيروي
5_جنت ته به بې حسابه داخليږي•
ددنيا دمذمت اوبدۍ بيان:
ځينې ذاهدان(ددنيا ترک کونکي) فرمايي: اې خلکو! اوس لافرصت دى نيک عملونه وکړئ دالله ج څخه وويريږئ! په اوږدو اوميدونو سره مه دوکه کيږئ! مرګ مه هيروئ! دونيا ته ميل مه کوئ! ځکه چې دا فريب کونکې ده ځان يې تر او تازه کړى دى اد ددې آرزوګانې تاسې په فتنه او تکليف کې اچوي او دخپلو عاشقانواو بلونکو دپاره يې ځان داسې ښايسته کړى وي؛ لکه هغه ښايسته ناوې؛سترګې ورته ګوري, زړونه ترې قربانيږي•
25/06/2020
درود شريف په حضرت محمد (ص)