Chemistry Facts by Subhani

Chemistry Facts by Subhani

Share

Making chemistry simple, useful, and interesting.
کیمیا په ساده، ګټور او د پوهېدو وړ ډول وړاندې کوو.

01/05/2026

ګالیم (Ga) ډېر نرم فلز دی چې د انسان د لاس په عادي تودوخه کې هم ویلې کېدای شي. دا ځانګړنه یې له نورو فلزاتو بېلوي او د نوې ټکنالوژۍ په برخه کې یې ددې فلز ارزښت زیات کړی دی.

په ځانګړي ډول، که ګالیم د لمریزې برېښنا په تختو کې وکارول شي، د لمر د انرژۍ د جذب وړتیا تر ۴۰ سلنې شاوخوا پورې لوړېږي. دا په داسې حال کې ده چې د سیلیکان پر بنسټ اوسني سولر پینلونه عموماً شاوخوا ۲۰ سلنه انرژي جذبوي.

له همدې امله، د ګالیم کارونه د لمریزې انرژۍ د موثریت د لوړولو لپاره یو مهم او هیله بخښونکی بدیل بلل کېږي.

24/04/2026

د درود شریف ويل او سورة الکهف تلاوت مو هېر نه شي.
اللّٰهم صل وسلم علی نبينا محمد 💝

23/04/2026

کله چې موږ د پخلنځي ګاز بل کړو، شمع روښانه کړو یا لرګي وسوزوو، په حقیقت کې دا یوه کیمیاوي پروسه ده چې سوځېدل بلل کېږي.
سوځېدنه هغه تعامل دی چې پکې يوه ماده له اکسیجن سره یوځای کېږي او تودوخه او رڼا تولیدوي. که اکسیجن نه وي، اور هم نه بلېږي.
له همدې امله د اور د مړ کولو لپاره اکثراً هوا بندېږي یا اوبه ورباندې شیندل کېږي.
Chemistry Facts by Subhani

21/04/2026

سوډیم کلوراید (NaCl) چې د خوړو مالګه بلل کېږي، یوازې د پخلنځي عادي ماده نه ده بلکې مهمې طبي او فزیولوژیکي دندې لري.
دا مرکب د غذایي موادو په جذب او لېږد، د وینې فشار په تنظیم، د بدن د مایعاتو په توازن او د اعصابو او عضلاتو په فعالیت کې مهم رول لري.
مالګه یو غیر عضوي مرکب دی چې د سوډیم او کلوراید ایونونو له یوځای کېدو څخه د سپینو بلوري دانو په بڼه جوړېږي. بدن د سم فعالیت لپاره مالګې ته اړتیا لري، خو زیات یا ډېر کم استعمال یې روغتیا ته زیان رسوي.
کله چې د خوړو مالګه په اوبو کې حل شي، د مالګې محلول یا سالین جوړوي چې د زخمونو د پاکولو، د ستوني او پوزې د مینځلو او په روغتونونو کې د سېروم په ډول د بدن د مایعاتو د توازن لپاره کارول کېږي.

18/04/2026

اوبه (H₂O) یو ساده خو بې ساری کیمیاوي مرکب دی چې قطبي جوړښت یې د دې لامل کېږي څو ډېری مواد پکې حل شي، له همدې امله د “نړیوال محلل” په نوم یادېږي.

د بدن د میتابولیزم، انزایمي تعاملاتو، غذایي موادو لېږد او د حرارت تنظیم ډېری کیمیاوي بهیرونه د اوبو په شتون ترسره کېږي.
د ورځې کافي اندازه اوبه څښل د روغتیا ساتنې اساسي برخه ده.

17/04/2026

صابون ولې غوړ او خِيري پاکوي؟ 🤔

اوبه د قطبي مالیکولونو (polar molecules) څخه جوړې دي، خو غوړ او تېل غیرقطبي (non-polar) دي.
نو وايو چې اوبه او غوړ سره نه ګډېږي.

#صابون ځانګړي مالیکولونه لري چې دوه برخې لري:
🔹 Hydrophilic head – اوبه خوښوي
🔹 Hydrophobic tail – له غوړو سره نښلي
کله چې لاسونه په صابون ومینځو، د صابون لکۍ غوړ ځان سره نیسي او سر یې له اوبو سره ګډېږي.
اوبه دا ټول له ځان سره وړي او لاسونه پاکېږي.

17/04/2026

درنو دوستانو!
کیمیا د ساينسي علومو مهمه څانګه ده چې زموږ د ورځني ژوند سره نږدې تړاو لري.
دلته به د کیمیا اړوند علمي او عملي معلومات په ساده ډول شریکېږي، تر څو په ورځني ژوند کې ترې ګټه واخیستل شي.

Dear friends,

Chemistry is an important branch of science that is closely connected to our daily life.
Here, we will share scientific and practical information related to chemistry in a simple and easy-to-understand way, so that it can be beneficial in everyday life.🥰

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Address

Afghanistan, Nangarhar
Jalalabad