16/05/2026
اختريزې ډالۍ
۱۴۰۵/۰۲/۲۶
د قادري ښوونيز مرکز اداري، تدريسي او خدماتي پرسونل ته د اختر په مناسبت ډالۍ ورکړل شوې.
دغه ډالۍ د دوی د نه ستړې کېدونکو هڅو، صادقانه خدمتونو او غوره فعالیتونو د قدردانۍ په موخه وړاندې شوې.
قادري ښوونيز مرکز تل د خپلو کارکوونکو هڅې ستايي او د دوی ارزښتناکو خدمتونو ته درناوی لري.
نظام قادري خصوصي ښوونځی
نظام قادري خصوصي ښوونځی
04/05/2026
زمونږ شاګردان، زمونږ ویاړونه!
قادري ښوونیز مرکز هره ورځ خپل زده کوونکي ستايي او د هغوی وړتیاوې لا پسې را څرګندوي. موږ باور لرو چې هر زده کوونکی ځانګړی استعداد لري، او زموږ هڅه دا ده چې هغه استعدادونه وروزو او وځلوو.
قادري ښوونیز مرکز هغه ځای دی، چیرې چې د ډېرو ځوانانو د علم تنده ماته شوې ده، او الحمدلله نن ورځ تر بل هر وخت زیات معیاري او اغېزمن خدمات وړاندې کوي.
دلته زده کړه یوازې یو بهیر نه دی، بلکې د بریا پر لور یو سفر دی.
قادري ښوونیز مرکز — ستاسو د بریا باوري پته!
22/06/2025
خبرتيا !
قادري ښوونيز مرکز د زدهکړو مينهوالو ته ښه زېری لري،موږ خوښ يو چې د لاندې کلاسونو د پيل خبر له تاسو سره شريکوو:
⬅️انګلیسي ژبه، محاوره، کمپیوټر، خطاطي، پښتو لیک لوست او ریاضي ټولګي د تجربه لرونکو استادانو پر مټ.
🖋️داخله روانه ده
د قادري ښوونيز مرکز ځانګړتياوې:
غوره او پراخ چاپېریال
نړيوال نصاب
ځانګړي نوي ميتودونه او مهارتونه
عملي زده کړې
د انګليسي ژبې د خبرو جرأت لوړونې لپاره بېلې برنامې
سیمنارونه مختلفو ټولګیو کې په دوامداره توګه
قادري ښوونيز مرکز سره يوځای شئ او د ښه راتلونکي لپاره مو ګامونه چټک کړئ!
26/10/2024
قادري ښوونيز مرکز
چې يو دايمي ښوونيز مرکز دی نن ورځ پکې د يو کلاس څخه فائنل امتحان واخيستل شو چې له دي سره به نوي کتاب شروع کيږي
د انګليسي ژبې مينوال کولاي شي د نړيوال معياري نصاب سره خپله انګليسي ژبه معياري کړي
15/08/2024
زيـــــري:
په قادري ښوونيز مرکز کې د انګليسي ژبې اړوند دوه نوی کلاسونه د ګرامر ځانګړی کلاس(English Special Grammar Class) او د انګليسي محاورې ځانګړی کلاس (English Special Conversation Class) شروع کيږي، چې د مجربو استادانو لخوا تدريس کيږي.
ټول د انګليسي ژبې مینوال دې خبر وي.