Spinghar Stomatology Faculty-SIHE

Spinghar Stomatology Faculty-SIHE

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Spinghar Stomatology Faculty-SIHE, Medical school, لمړی ناحیه، مستوفیت څلور لاری، قبایلو ریاست ته غزیدلی سرک ښی لاسته ته (۳) کوڅه جلال اباد، ننګرهار افغانستان, Jalalabad.

25/05/2026

د غاښ پېژندنې او Periapical Tissues په اړه سمینارونه وړاندې شول

دوشنبه، ۱۴۰۵/۳/۴
سپین غر پوهنتون د غاښونو طب پوهنځي د اتم سمستر دوه تنو محصلانو هر نصرت الله نېکمل او محمد ادریس جبارخېل د خپلو علمي او مسلکي زده کړو د پیاوړتیا په موخه د استاد پوهنیار دوکتور ریاض سالارزي په لارښوونه معلوماتي سمینارونه وړاندې کړل.

لومړی نصرت الله نېکمل د غاښ پېژندنه، د غاښ برخې، د عمر په لحاظ د غاښونو ډولونه، د غاښونو هستولوژي، مینا (د غاښ اصلي کلک نسج) ډینټین او ډولونه یې، سیمنټم (د غاښ د ریښې پوښونکی کلک نسج)، پلپ، د پلپ دندې، ساختمان او د غاښ سطحې موضوعات په مفصل ډول تشریح کړل.

همدارنګه محمد ادریس جبارخېل د پری اپیکل نسجونو (هغه نسجونه چې د غاښ د ریښې د څوکې شاوخوا موقعیت لري) پېژندنه، جوړښت، ډولونه، دندې، مهمې ځانګړتیاوې، الویولر هډوکی (غاښونه په کې ځای پر ځای شوي وي) او د هډوکي بیا جوړونه / د هډوکي ترمیمي بدلونونه موضوعات په تفصیل شکل ګډونوالو محصلانو ته تشریح کړل او هم یې د هغوی پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د یادونې وړ ده چې د غاښ پېژندنې او پری اپیکل نسجونو موضوعاتو سم درک د کلینیکي تشخیص او درملنې په برخه کې اساسي ارزښت لري او د غاښونو طب پوهنځي محصلان باید په دې برخه کې مسلکي وړتیاوې ولري.

د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت

Photos from ‎Spinghar University سپين غر پوهنتون‎'s post 24/05/2026
Photos from ‎Spinghar University سپين غر پوهنتون‎'s post 24/05/2026

د Odontogenic Keratocyst تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو

یکشنبه، ۱۴۰۵/۲/۲۷
سپین غر پوهنتون د غاښونو طب پوهنځي دوه تنو محصلانو عبدالله احمدزي او عمران ګردیوال د پوهنځي د رئیس دوکتور عبدالله رحماني په لارښوونه او څارنه سمینار وړاندې کړ.

په پیل کې ښاغلي رحماني د محصلانو له لوري د علمي سمینارونو وړاندې کولو په ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې د محصلانو علمي وړتیاوو پیاوړتیا او د څېړنیز فکر وده د پوهنځي له موخو څخه یوه ده او په مسلسله توګه د دې او ورته موخو لپاره کار کېږي، څو د محصلانو مسلکي مهارتونه پیاوړي شي.

ورپسې دواړو محصلانو د Odontogenic Keratocyst ناروغۍ د پېژندنې، اهدافو، تاریخچې، ځانګړتیاوو، لاملونو، کلینیکي نښو، د سیسټ دوباره منځته راتللو اسباب، تشخیص او درملنې اړوند مهم معلومات وړاندې کړل او هم یې د ګډونوالو محصلانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت

24/05/2026

د محصلانو ترمنځ د کرکټ لوبلړۍ؛ غاښونو طب پوهنځي لوبډلې اتلولي خپله کړه

شنبه، ۱۴۰۵/۲/۲۶
سپین غر پوهنتون د عمومي طب، غاښونو طب او طبي ټکنالوژۍ پوهنځیو محصلانو ترمنځ د نشه یي توکو زیانونو او فساد سره د مبارزې تر عنوان لاندې د کرکټ دوه ورځنۍ لوبلړۍ پای ته ورسېده.

یادې سیالۍ د محصلانو چارو معاونیت د پلان له مخې د سپورت او بدني روزنې کمېټې له لوري د جلال آباد ښار اړوند سراج العمارت بڼ په ختیځ روح‌ الله تره ‌خېل کرکټ اکاډمۍ کې ترسره شوې.

په لوبلړۍ کې څلور لوبډلو (پوهنتون شموله، عمومي طب، غاښونو طب او طبي ټکنالوژۍ) ګډون کړی وو، چې د مهالوېش له مخې یو د بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووتلې. پایلوبه کې د غاښونو طب پوهنځي لوبډلې، پوهنتون شموله لوبډلې ته ماتې ورکړه او د ټورنمنټ اتلولي یې خپله کړه. د لوبلړۍ غوره لوبغاړی د غاښونو طب پوهنځي لوبډلې لوبغاړی محمد آصف شېرزاد ونومول شو، چې په پایلوبه کې یې ۸۴ منډې جوړې او دوه ویکټې یې هم ترلاسه کړې.

د ټورنمنټ په پای غونډه کې د محصلانو چارو آمر او د سپورت او بدني روزنې کمېټې مسؤل هدایت الله سعید او د غاښونو طب پوهنځي رئیس دوکتور عبدالله رحماني په خپلو خبرو کې د لوبغاړو ستاینه وکړه او اتلې او دویم مقام ګټونکې لوبډلو ته کپونه او نورو ګډونوالو لوبغاړو ته اېوارډونه ورکړل شول.

د یادونې وړ ده چې دا سیالۍ د نشه یي توکو زیانونو او فساد سره د مبارزې په هکله د عامه پوهاوي رامنځته کولو په موخه تر سره شوې، څو ځوانان د نشه يي توکو له استعمال څخه ډډه وکړي او فساد سره د مبارزې لارې ملګري جوړ شي.

د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت

24/05/2026

د غاښونو طب پوهنځي محصلانو ترمنځ علمي رقابتي سیالي ترسره شوه

چهارشنبه، ۱۴۰۵/۲/۲۳
سپين غر پوهنتون د غاښونو طب پارا کلینیک ډیپارټمنټ له لوري د محصلانو چارو معاونیت په همغږۍ او همکارۍ د غاښونو طب پوهنځي دویم کال دویم سمستر A اوB سکشن محصلانو ترمنځ په فارمکالوژي مضمون کې علمي رقابتي سیالي ترسره شوه.

د سیالۍ د ترسره کېدو پر مهال د پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال فضل الرحمن زیارمل، د غاښونو طب پوهنځي رئیس دوکتور عبدالله رحماني، د ژوري هیئت غړو، استادانو او لسګونو تنو محصلانو برخه لرله، چې د پرانیستې وینا پر مهال ښاغلي زیارمل د سیالۍ د ترسره کېدو موخو ته په اشارې په خپلو خبرو کې دا ډول برنامې د محصلانو ترمنځ د ظرفيت لوړونې، د علمي نظریاتو تبادلې او سالم رقابت لپاره مؤثرې وبللې، چې په وینا یې د محصلانو علمي پوهې کچه ورسره تقویه کېږي.

ورپسې د پوهنځي رئیس دوکتور عبدالله رحماني د سيالۍ له تنظیموونکو، ژوري هئیت غړو او مسؤلو همکارو خواوو څخه مننه وکړه، ګټونکی ټیم یې د ترلاسه کړیو نمرو پر بنسټ اعلان کړ او د سیالۍ ټولو ګډونوالو محصلينو ته ډالۍ ورکول شوې.

د یادونې وړ ده چې، د دې علمي رقابتي سيالۍ پوښتنې د ګډونوالو په شتون کې د يوې شفافې پروسې له مخې ترتيب شوې وې، چې له هر ګروپ څخه شپږ شپږ پوښتنې ترسره او د ځوابونو پر بنسټ ورته د ژوري هیئت غړو له لوري نمرې ورکول شوې.

د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت

Photos from ‎Spinghar University سپين غر پوهنتون‎'s post 24/05/2026

سپین غر پوهنتون د غاښونو طب پوهنځي د لسم سمستر دوه تنو محصلانو هر یو عطاء الرحمن رحماني او نصرت الله اماني د خپلو علمي او مسلکي زده کړو د پیاوړتیا په موخه د استاد دوکتور ریاض سالارزي په لارښوونه معلوماتي سمینارونه وړاندې کړل.

Photos from ‎Spinghar University سپين غر پوهنتون‎'s post 04/05/2026

د غاښونو «Scaling and Root Planing» مهارتونو په هکله علمي سيمينار وړاندې شو

27/04/2026

د غاښونو د راډیوګرافۍ مسلکي مهارتونو په اړه سمینار وړاندې شو

د غاښونو د راډیوګرافۍ مسلکي مهارتونو په اړه سمینار وړاندې شو

یکشنبه، ۱۴۰۵/۲/۶
سپین غر پوهنتون د غاښونو طب پوهنځي محصلانو ته د غاښونو د راډیوګرافۍ مسلکي مهارتونو تر سرلیک لاندې علمي سمینار ترسره شو.

دا سمینار د مسلکي پرمختیا آمریت د ۱۴۰۵ لمریز کال ظرفیت لوړونې برنامو کلني پلان له مخې تنظیم شوی و، چې د یاد پوهنځي استاد دوکتور احمدالله صافي وړاندې کړ.

د سمینار په پیل کې د غاښونو طب پوهنځي رئیس دوکتور عبدالله رحماني د سمینار موخې بیان کړې او زیاته یې کړه، چې په پرمختللو هېوادونو کې د غاښونو او خولې روغتیا خوندیتوب لپاره په مسلکي برخه کې له عصري ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستل کېږي، چې خوشبختانه سپین غر پوهنتون خپلو محصلانو ته په دې هکله ډېر مؤثر پروګرامونه وړاندې کړي، څو محصلان د وخت او اړتیاوو سره سمه روزنه ترلاسه کړي.

ورپسې ښاغلي صافي، د غاښونو د راډیوګرافۍ مسلکي مهارتونو تاریخچه، د غاښونو "فورتیبل ايکسرې" ماشين پېژندنه، د غاښونو مربوط ایکسرې ډولونو پېژندل، د شعاع ګانو زیانونه، Dental radiography preparation، Tooth-Specific Angulation in Dental Radiography، له شعاع څخه ځان ساتل، د ډیجیټل ایکسرې پېژندنه، په فلم باندې پټ تصویر راښکاره کول او د ښې ایکسرې اخیستلو اړتیاوې، موضوعات په ډېر تفصیلي شکل وړاندې کړل او هم یې د محصلانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Address

لمړی ناحیه، مستوفیت څلور لاری، قبایلو ریاست ته غزیدلی سرک ښی لاسته ته (۳) کوڅه جلال اباد، ننګرهار افغانستان
Jalalabad
25000

Opening Hours

Monday 07:00 - 15:00
Tuesday 07:00 - 15:00
Wednesday 07:00 - 15:00
Saturday 07:00 - 15:00
Sunday 07:00 - 15:00