Abdul Rahman Shinwari

Abdul Rahman Shinwari

Share

علمي او تفريخې ليکنو لپاره دلته راسره يو ځاي شي.

13/12/2021
13/01/2021

کوم يادونه کوم ملګري او کوم وختونه يې در ياد کړه

13/01/2021

معاذابن جبل رضی الله عنه فرمايي: چې يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم زه د لاس ونيولم او ويي فرمايل : أي معاذه ! يقيناً په ما باندې ګران يي . معاذ وويل‌: أي ده الله رسول موراو پلار مې دى له تا قربان شي ، ته هم په ما باندې ګران يي “‌. ويي فرمايل : تا ته وصيت کوم چې دا دعا د هرفرض لمانځه نه وروسته مه پريريږده :
(اللهم أعني علی ذکرک وشکرک وحسن عبادتک )
أي الله جل جلا له ! زما سره کومک وکړه تر څو زه د ستا په ذکر او ياد کې ووسم او ستا شکر ادا کړم او ستا سم عبادت وکړم ]

16/12/2020

خوږ غږ يې دي

09/11/2020

هر څوک که په یوه اداره کې په manegerial position باندې کار کوي باید لاندې ټکي په پام کې ونیسي.

(1) د Unity of commond اصل ته باید زیاته پاملرنه وشي ځکه که د یو مدیر په صفت دغه اصل درنه پیکه شو نو همزمان په اداره کې درته یو رقم بله موازي اداره ایجادیږي چې ستاسو په ورځني منیجمینټ اغیز کوي او د ادارط smooth functions په تمامه مانا متاثره کوي.

(2) په local administration کې یو منیجر باید مامورینو سره د روزمره میټینګ پرځاې باید Open communication ته ترجیح ورکړي ، ددې کار یوه فایده داده چې مامور باجرآته کیږي او هر وخت کولی شی تاته د کاري ستونزو په اړه ډاډه وغږیږي او د کار اړوند لازم پیشنهادات او وړاندیزونه درسره شریک کړي.

(3) عمومأ په ولایتونو کې په مؤ سساتو کې د Rule based administration پر ځای باید friendly based adminstration څخه کار واخیستل شي دا ځکه چې د ادارې اکثره کارمندان د ادارې په علمي اړخ نه پوهیږي که چیرته یو منیجر له دا ډول همکارانو سره د اصولو په اساس مخکې لاړ شي مقابل لورې کینه او عقده پیدا کوي او په پوره درایت سپارل شوي مسؤلیتونو نه اجرا کوي او کوشش کوي د مسولیتونو څخه تیښته وکړي، اما برعکس که یو منیجر friendly base مخکې لاړ شي نو په دې صورت کې د مامور motivation زیاتیږي او په هر وخت کې د ادارې د اهدافو لپاره په ورین تندي کار کوي.

(4) په local ادارو کې Human relation اصل زیاد مهم دی هر مامور ټولنیزې اړیکي او ضرورتونه لري, ټول یې باید درک شي او د working relation څخه باید اجتناب شي ، ددې کار فایده داده چې ته مامور ته دا روحیه ورکوې چې ماته له کار ته زیاد ارزښت لرې نو هر وخت چې دغه روحیه مامور ته پیچکاري شي بیا مامور هر وخت په کاري لحاظ له ادارې او منیجر ځان قربانوي.

(5) که غواړې د ادارې اهداف په ښه شکل لاسته راشي نو manager یا Team leder ته پکار نده چې هر وخت مامور ته د خپل ځان او موقف یادونه وکړې بلکې زیاد ترکیز پدې وشي چې موږ او تاسو ټول د یو ټیم غړي یو او باید د ټیم په شکل کار وکړو ، معلومې موخې لرو او دغو موخو ته رسیدل زموږ او ستاسو ګډمسولیت دی.

(5) په local organization کې د ادارې مشر باید له مامور سره په work measurement حساب ونکړي بلکې د ادارې مشر ته لازمه ده چې د امکان ترحده زیاد کارونه په مستقیم شکل په خپله وکړي او یا هم په زیاده اندازه باید په ټولو کارونو کې په غیر مستقیم شکل دخیل وي، ددې کار یوه فایده داده چې د ادارې منیجر د پروژې په ټولو فعالیتونو حاکم وي او د ضرورت په وخت کې یې یو چاته په ښه شکل تشریح کولې شي ، بیا هم تکرارآ وایم چې په local organization کې د مامورین د کار په علمي اړخ ډیر حاکم نه وي, مامور به ډیر خه کار کړی وی ولې د ضرورت په وخت مقابل لورې ته قناعت نه شي ورکولی نو ددې لپاره چې د پروژې ټول فعالیتونه په علمي او اداري ادبیاتو یو چاته تشریح شي خه خبره داده چې منیجر باید د فعالیتونو په ټولو جزیاتو حاکم او برلاسې اوسي..
کافی

09/11/2020

پنځه کارونه هره شپه وکړئ او ویده شی!

یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت علي رضی الله تعالی عنه ته وویل چې اې علي د شپې پنځه کارونه وکړه، بیا وېده شه.
۱.څلور زره دیناره صدقه ورکړه، بیا ویده شه.
څلور ځلې سورت فاتحه لوستل د څلور زره دینارو صدقې برابر ثواب لري.
بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ ﴿١﴾ الْحَمْدُ لِلَّـهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿٢﴾الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ ﴿٣﴾ مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ ﴿٤﴾ إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ ﴿٥﴾ اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ ﴿٦﴾ صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ ﴿٧﴾
۲.یو ځلې ټول قرآن کریم ولوله، بیا ویده شه
دري ځلې د سورت اخلاص لوستل د یو ځلې قرآن کریم برابر ثواب لري.
قُلْ هُوَ اللَّـهُ أَحَدٌ ﴿١﴾ اللَّـهُ الصَّمَدُ ﴿٢﴾ لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ ﴿٣﴾وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ ﴿٤﴾
۳. د جنت قیمت ورکړه، بیا وېده شه.
درې ځلې درود شریف لوستل د جنت د قیمت برابر دی.
اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَآلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَآلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ.
۴. ددوو جګړه مارو ترمنځ سوله وکړه، بیا وېده شه.
لس ځلې استغفار ویل ددوو جګړه کوونکو ترمنځ د سولې برابر ثواب لري.
اسْتَغْفِرُ اللّهَ رَبِّىْ مِنْ كُلِّ ذَنْبٍ اَذْنَبْتُه عَمَدًا اَوْ خَطَاً سِرًّا اَوْ عَلَانِيَةً وَاَتُوْبُ اِلَيْهِ مِنْ الذَّنْبِ الَّذِىْ اَعْلَمُ وَ مِنْ الذَّنْبِ الَّذِىْ لا اَعْلَمُ اِنَّكَ اَنْتَ عَلَّامُ الغُيُبِ وَ سَتَّارُ الْعُيُوْبِ و َغَفَّارُ الذُّنُوْبِ وَ لا حَوْلَ وَلا قُوَّةَ اِلَّا بِاللّهِ الْعَلِىِّ العَظِيْم .
۵. یو ځلې حج وکړه، بیا وېده شه
څلور ځلې درېیمه کلمه لوستل د حج برابر ثواب لري.
سُبْحَان لِلّه وَ الْحَمْدُ لِلّهِ وَ لآ اِلهَ اِلّا اللّهُ، وَ اللّهُ اَكْبَرُ وَلا حَوْلَ وَلاَ قُوَّة ِلَّا بِاللّهِ الْعَلِىّ الْعَظِيْم.
نوټ: دا د روحي سکون، ښه خوب او خوشحالۍ تر ټولو غوره درملنه هم ده.
هېله ده دا پرنټ کړئ او د خپل خوب په خونه کې يې په دېوال نصب کړئ.
د ثواب لپاره یی د ملګرو سره شریک کړی صدقه جاریه به بعد د مرګ نه زمونږ او ستاسو پکاریږی.

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address

Jalalabad