14/06/2026
د عربي ژبې مسلکي استاد ته عاجله اړتیا!
ایا تاسو په عربي ژبه بشپړ علمي تسلط لرئ او د تدریس تجربه مو شته؟ زموږ اداره د یوه وړ، بااستعداده او ژمن عربي ژبې استاد د ګمارنې لپاره غوښتنلیکونه مني.
شرایط:
۱: په عربي ژبه بشپړ علمي مهارت او د تدریس قوي وړتیا ولري.
۲: لږ تر لږه ۴ کلنه تدریسي تجربه ولري.
۳: د ادارې د اصولو، نظم او انضباط مراعات ته ژمن وي.
۴: د عربي ژبې د قواعدو، مفاهیمو او مهارتونو د اسانه، علمي او معیاري تدریس وړتیا ولري.
۵: د زدهکوونکو سره ښه چلند او د ښوونې او روزنې لوړ احساس ولري.
هغه نوماندان چې پورته شرایط پوره کوي، خپله CV دې د لاندې واټساپ شمېرې له لارې راواستوي.
0781717778
30/05/2026
د درسونو د بیا پیل خبرتیا!
د سلام اکاډمۍ اداره په ډېر درنښت خپلو قدرمنو استادانو، اداري کارکوونکو او ګرانو زدهکوونکو ته خبر ورکوي، چې د لوی اختر رخصتي پای ته رسېدلې ده.
له همدې امله، د اکاډمۍ ټول درسي او اداري فعالیتونه به سبا، د جوزا میاشتې د ۱۰مې نېټې، د یکشنبې ورځې څخه بېرته د پخواني مهالوېش له مخې په منظم ډول پیل شي.
له ټولو قدرمنو استادانو، اداري کارکوونکو او زدهکوونکو څخه هیله کېږي، چې په ټاکلي وخت خپل حضور یقیني کړي، څو چارې د پخواني مهالوېش له مخې په منظم ډول پرمخ ولاړې شي.
په درنښت
د سلام اکاډمۍ اداره
27/05/2026
لوی اختر مو مبارک شه!
د سلام اکاډمۍ مشرتابه، اداري او تدریسي کارکوونکي د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په ویاړ، چې د الهي رحمت، مغفرت، بندګۍ، ایثار او د حضرت ابراهیم خلیلالله د سترې قربانۍ، سرښندنې او مینې اختر دی، د افغانستان مسلمان ولس او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د زړه له کومې مبارکي او نېکې هیلې وړاندې کوي.
موږ هیلهمند یو چې دا مبارک اختر زموږ د ګران هېواد او عزتمند ولس لپاره د سولې، سوکالۍ، یووالي، برکت او الهي رحمت پیغام راوړونکی وي.
لوی اختر مو مبارک؛ عبادتونه، قربانۍ، نېکې هیلې او دعاګانې مو د لوی الله تعالی په دربار کې قبول شه.
په درنښت
د سلام اکاډمۍ اداره
11/05/2026
.
ایا غواړئ خپل علمي ظرفیتونه لوړ کړئ او په نړیواله کچه ځان سیال کړئ؟
د چینائي ژبې زده کړه د معاصرې نړۍ له مهمو مهارتونو څخه ده چې تاسو ته د پراخو فرصتونو دروازې پرانیزي.
د چینائي ژبې د زده کړې له لارې تاسو کولی شئ:
د چین د معتبرو نړیوالو پوهنتونونو د لوړو زده کړو پروګرامونو ته لاسرسی ومومئ
له نړیوال اقتصادي ځواک، چین سره مستقیم، مؤثر او مسلکي سوداګریز تعامل رامنځته کړئ
چین ته په اسانه سفر وکړئ او د دې هېواد له بډایه فرهنګي، تاریخي او تمدني میراث سره اشنا شئ
په نړیوالو ادارو، شرکتونو او پروژو کې د کار او مسلکي ودې فرصتونه ترلاسه کړئ
:
• چینائي ژبه د نړۍ له تر ټولو پراخو ویونکو ژبو څخه ده چې په نړیوالو اړیکو کې مهم رول لري
• دا ژبه د نړیوال اقتصاد، سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او صنعت له مهمو وسیلو څخه شمېرل کېږي
• د نوې ژبې زده کړه د ذهني پراختیا، انتقادي تفکر، حافظې پیاوړتیا او تحلیلي مهارتونو په وده کې مهم اغېز لري
• د چینایي ژبې زده کړه تاسو د څو ژبیزو او بینالمللي مسلکي چاپېریالونو لپاره چمتو کوي
!
د علم، مهارت او نړیوالو فرصتونو په لور یو مهم ګام پورته کړئ او خپل راتلونکی په یو قوي بنسټ ودروئ.
د نوم لیکنې لپاره همدا اوس له موږ سره اړیکه ونیسئ!
0781717778
20/04/2026
د خلاقیت نړۍ ته ښه راغلاست !
که غواړئ د خپلې وړتیا او خلاقیت په مرسته د نړۍ په هر ګوټ کې د ځان لپاره کاري فرصتونه پیدا کړئ،
نو سلام اکاډمي ستاسو لپاره د ګرافیک ډیزاین مسلکي ټولګي پیل کړي دي.
📌 په دې کورس کې به تاسو:
✅ د ډیزاین د نړیوالو پروګرامونو کارول زده کړئ
✅ عملي پروژې ترسره کړئ
✅ د مسلکي ډیزاین اصول او معیارونه زده کړئ
✅ خپل راتلونکی د یوه مهارت لرونکي ډیزاینر په توګه جوړ کړئ
فرصت له لاسه مه ورکوئ، راشئ او د خپلو خلاقو افکارو نړۍ ته رنګ ورکړئ!
• Adobe Photoshop 2025
• Adobe Illustrator 2025
• CorelDRAW 2025
What you will learn:
· Logo Design
· Flyer Design
· Flex Design
· Business Card Design
· ID Card Design
· Brochure Design
· Poster Design
· Banner Design
· Social Media Post Design
· Invitation Card Design
· Certificate Design
· Letterhead Design
· Packaging Design
· Book Cover Design
· T-Shirt Design
· Sticker Design
· Menu Design
· Photo Editing
· Vector Tracing
نن ګډون وکړئ او د ډیزاین نړۍ ته داخل شئ!
Join us:
شمېره: 0781717778
آدرس: جلال اباد ښار، تالاشئ چوک، مالوچو کوڅه.
19/04/2026
جرمني ژبه
د خویندو لپاره جلا درسي ټولګي موجود دي!
نوي پیلېدونکي ټولګي:
A1-A2-B1_B2_C1
وختونه:
6:00 AM
9:00 AM
2:00 PM
4:00 PM
د اړیکو شمېره:0781717778
ادرس: جلال اباد ښار، تالاشئ چوک، مالوچو کوڅه
12/04/2026
هغه ستونزه چې کلونه درسونو نه ده حل کړې،
د Let's Talk په ۱۰۰ ورځنې برنامه کې په آسانۍ او ډاډمنه توګه حل کېدای شي.
لنډه پېژندنه:
د انګلیسي ژبې دا ځانګړی پروګرام د هغو زدهکوونکو لپاره طرحه شوی، چې غواړي په لنډ وخت کې خپله ژبه له بنسټه تر روانو خبرو، لوستلو، لیکلو او اورېدو پورې پیاوړې کړي. دا پروګرام د نړیوالو تدریسي معیارونو پر بنسټ جوړ شوی او د سلام اکاډمۍ باتجربه استادان یې تدریس کوي.
د پروګرام موخې:
1: د زدهکوونکو د ژبې څلور بنسټیز مهارتونه تقویه کول.
2: زدهکوونکو ته د عملي خبرو، لیکلو، لوستلو او اورېدو تجربه ورکول.
3: د معیاري تلفظ او روانې وینا تمرین.
4: د علمي او مسلکي انګلیسي بنسټ ایښودل.
5: د IELTS، TOEFL او نورو ژبنیو ازموینو لپاره تیاری برابرول.
شمېره: 0781717778
ادرس: جلال اباد ښار، تالاشئ چوک، مالوچو کوڅه