محمد زید خصوصي ښوونځی

محمد زید خصوصي ښوونځی

Share

اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمنه اداره!

22/03/2026

د درسي بهير د پیل خبرتیا!

محمد زيد خصوصي ښوونځي ګلالېو زده کوونکو؛
پدې هيله چې کوچنی اختر به مو د خپلو کورنيو سره په خير او خوشالۍ تير کړی وي.
دا چې د اختر رخصتي نن پای ته رسيږي او سبا دوشنبه چې ۱۴۰۵/۱/۳ نيټې سره برابره ده درسونه د معمول په څېر پیل کېږي. له تاسې څخه په خورا درنښت هيله کېږي چې خپلو درسونو ته په سهار اته بجو راشئ. تر څو د زده کړې د ستر نعمت څخه بې برخې نه شئ او ناسوب ونه شمېرل شئ.

په درنښت
د محمد زيد خصوصي ښوونځي اداره

19/03/2026

درنو هېوادوالو!
اختر مو مبارک شه 💐
د محمد زيد خصوصي ښوونځي د بنسټګر او اداري او تدريسي پرسونل اختریز پیغامونه

Photos from ‎محمد زید خصوصي ښوونځی‎'s post 18/02/2026

چهار نيما ازموينې نتايج غونډه
د هلکانو څانګې د نتايجو د اعلان غونډه ترسره شوه.
ياده غونډه د قاري صيب عتیق الرحمن اسلمي لخوا د قرانکريم د مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه ، ورپسې د ښوونځي مؤسس مدير استاد حشمت الله رحمتي د پرانيستې وينا وکړه، ښاغلي رحمتي ميلمانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د تېرو لاسته راوړنو او اينده برنامو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
ددې ترڅنګ د محمد زيد خصوصي ښوونځي معاون څارنوال سيد احسان الله سادات د چهار نيما ازموينې د شفافيت او عدالت په اړه خبرې وکړې، ښاغلي سادات والدينو ته ډاډ ورکړ چې ازموينې په پوره شفافيت سره اخيستل شوي او د درې کسيز هيئت په حضور کې پارچې کتل شوي، ددې نه بعد د ښوونځي يو تن استاد محمد زبير شينواري د زده کړې په پروسه کې د والدينو په رول ډير مفصل او ارزښتمند بحث وکړ، د غونډې په جريان کې ممتاز او خواريکښ اداري او تدريسي پرسونل هم
وستايل شو.
استاد طارق صحتي د دريځ د چارو د مخ ته وړلو مسوليت په ډير احسن شکل ترسره کړ.
همدارنګه، د زده کوونکو لخوا اماده شوې مقالې،ترانې او شعرونه هم وړاندې شول، او په پای کې ممتاز زده کوونکي ته اطلاعنامې ، ستاينليکونه، مډالونه او کپونه هم ورکړل شوه.

محمد زيد خصوصي ښوونځي اداري او تدريسي پرسونل ټولو زده کوونکو ته د دوی د بريا په پار د رب متعال دربار ته لاسونه لپه کوي

اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمنه اداره.

Photos from ‎محمد زید خصوصي ښوونځی‎'s post 17/02/2026

د ستر ذات په فضل مو د انجونو څانګې د چهار نيما ازموينې نتايج په ډير خوندي،ارام او مناسب چاپيريال کې اعلان کړل.

09/01/2026

دا يو ( خو) دې په يواځې ځان يو ټن وزن لري!
يو ځوان يو بوډا مرشد ته ورغی، ورته ويې ويل: ژوند يو بار دی، د اوږو يو دروند بار چې په ځمکې پورې ميخ شوی دی.
بوډا مرشد په مينه ناکه موسکا ورته وويل: بچيه، ژوند لکه بڼکه وبوله، بار يې مه ګڼه.
ځوان وويل: استاده احترام دې په خپل ځای خو دلته تيروتی يې، ځکه زه عملآ وينم چې ژوند يو دروند بار دی او ورځ په ورځ مې له پښو غورځوي، که څه مشوره راکولی شې، مهرباني !
بوډا چې هماغسې موسل، ورته وويل: دا موږ يوو چې بارونه وړو کنه نو ژوند لکه بڼکه....
ځوان يې خبره ورغوڅه کړه، ويې ويل : خو ...
مخکې تر دې چې نوره خبره وکړي بوډا وويل : دا يو (خو) دې په يواځې ځان يو ټن وزن لري.
#ځنګل

28/09/2025

په اولادونو تعلیم کول د‌ هېواد په ابادۍ کې پانګونه ده!
له تاسې مننه چې سالمه پانګونه کوۍ🙏
داخله وړيا جريان لري.

26/09/2025

د يتيمانو د سالمې روزنې لپاره !
دا اعلان د نورو سره شريک کړئ

🤲يتيمان وړيا جذبوو.
د وړکتون څخه تر نهم ټولګي پورې.
آدرس: عربانو ګولايي، لغمان هډه، التقوی پوهنتون ، تيلو پمپ ترڅنګ

09/09/2025

داخله جريان لري!
وړکتون څخه تر نهم ټولګي پورې.
آدرس: عربانو ګولايي، تيلو پمپ ترڅنګ.

Photos from ‎محمد زید خصوصي ښوونځی‎'s post 06/09/2025

موږ د لاندې ځانګړتیاو په لرلو سره، تاسې ته ځانګړي تخفيفونه په نظر کې نيولي دي.

داخله وړيا جريان لري!

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address

Next To Al_Taqwa University
Jalalabad
2601