Bashpar Educational Center بشپړ ښوونيز مرکز

Bashpar Educational Center بشپړ ښوونيز مرکز

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Bashpar Educational Center بشپړ ښوونيز مرکز, Education, Jalalabad.

23/10/2025

Professional English Language Course (PELC)

ستاسو د انګلیسي پرمختګ لپاره مسلکي او معیاري انتخاب!

ایا غواړئ خپله انګلیسي لاښه او روانه کړئ؟
ایا تازه له سره پیل کول غواړئ؟
ایا مخکې مو څه زده کړي او اوس یې لا نور پیاوړي کول غواړئ؟

PELC (Professional English Language Course) ستاسو لپاره غوره حل دی
دا دوه میاشتنی مسلکي کورس د هر هغه چا لپاره جوړ شوی چې غواړي:
د انګلیسي ژبې ټول مهارتونه (اورېدنه، خبرې، لوستل، لیکل) په یوه معیاري چاپېریال کې زده کړي.
خپله خبرې کول، لیکل او پوهېدل لاپسې روان او مسلکي کړي.
ځان د تحصیلي، مسلکي او ټولنیزو اړتیاوو لپاره بشپړ چمتو کړي.

په PELC کې موږ ستاسو له مهارتونو او اړتیاوو سره سم پرمختللي درسونه، تمرینونه او چاپېریال برابر کړی دی، څو تاسو له هرې کچې څخه په مسلکي توګه پورته شئ او د خپلې خوښې پایلې ترلاسه کړئ.

ولې باید دا کورس انتخاب کړی؟

دوه میاشتنی چټک او اغېزمن کورس
د ټولو کچو زده‌کوونکو لپاره خلاص
د انګلیسي ژبې ټول مهارتونه په یوه ځای
تجربه لرونکي استاد عابد الله نظامي لخوا تدرسیږي
یو معیاري چاپېریال د زده کړې لپاره

راتلونکې مو په معیاري انګلیسي رڼا کړئ!

Photos from ‎Bashpar Educational Center بشپړ ښوونيز مرکز‎'s post 06/10/2025

د ښوونکي نړیواله ورځ په مناسبت

‎بشپر ښوونیز مرکز په درنښت سره خپلو ټولو استادانو ته د ښوونکي د نړيوالې ورځې مبارکي وایي
‎استاد د رڼا څراغ دی، د پوهې لارښود دی او د راتلونکي جوړوونکی دی

موږ ستاسو زحمتونه هېڅکله نه هېروو
‎ستاسو د هڅو او مینې په برکت موږ هره ورځ د پرمختګ په لور روان یو

‎Happy Teachers’ Day!

22/09/2025

Join our courses and feel the difference!

02/09/2025

درنو هېوادوالو!

بشپړ ښوونیز مرکز او د هغې ټول علمي، اداري او تدریسي پرسونل د کونړ، ننګرهار او لغمان د وروستۍ زلزلې د غمجنې پېښې په وړاندې د ژورې خواشینۍ او همدردۍ څرګندونه کوي. موږ دا درد یوازې د ځپل شویو کورنیو نه، بلکې د ټول افغان ولس ګډ غم بولو.

د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د شهیدانو د لوړو درجونو دعا کوو، ټپیانو ته عاجله او بشپړه شفا غواړو او د پاتې شویو کورنیو د زړونو د سکون لپاره د صبر جمیل غوښتنه کوو.

په داسې سختو حالاتو کې زموږ مسؤلیت یوازې د تسلیت په وینا نه بشپړېږي، بلکې یووالی، ورورولي او د یو بل لاسنیوی زموږ ملي او انساني وجیبه ده. افغان ولس په تاریخ کې بیا بیا ښودلې چې د ستونزو پر وړاندې یو موټی ولاړ دی، او دا ځل به هم دغه زخم د ګډې حوصلې او مرستې په برکت ټکورېږي.

انا لله و انا الیه راجعون

بشپړ ښوونیز مرکز

Photos from ‎Bashpar Educational Center بشپړ ښوونيز مرکز‎'s post 28/08/2025

د بشپړ ښوونیز مرکز ځانګړی فعالیت

بشپړ ښوونیز مرکز د خپلو زده کوونکو د بریالیتوب لپاره نه یوازې د درسي کرکولم پلي کولو ته ژمن دی، بلکې د کرکولم څخه بهر ګټورو فعالیتونو ته هم پوره پاملرنه کوي. موږ یوازې د نیمګړتیاوو په اصلاح بسنه نه کوو، بلکې د زده کوونکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره هم هڅه کوو.

📚 نن ورځ پنجشنبه، په بشپړ ښوونیز مرکز کې د Showcase Quiz ځانګړې ازموینه ترسره شوه.
په دې ازموینه کې د انګلیسي زده کوونکو لپاره د انګلیسي لغتونه، او د پښتو زده کوونکو لپاره د پښتو لغتونه ورکړل شوي وو. زده کوونکو ته وخت ورکړل شو تر څو دا لغتونه زده کړي، او وروسته یې د همدې لغتونو پر اساس ازموینه ورکړه.

دا ډول فعالیتونه زموږ زده کوونکي نه یوازې هڅوي، بلکې د هغوی د زده کړې په بهیر کې نوښت، خوښي او ریښتینی پرمختګ راولي.

بشپړ ښوونیز مرکز د خپلو هیوادوالو د هیلو او راتلونکي رښتینی خدمتګار دی.
راځئ له موږ سره یوځای شئ او په خپلو زده کړو، پوهه او شخصیت کې مثبت بدلون تجربه کړئ.

بشپړ ښوونیز مرکز – د رڼا، زده کړې او بدلون کور

27/08/2025

Quick Quiz, Smart Mind!
Your brain craves a challenge!
Think you’ve got flawless spelling skills? Prove it!
Only ONE of these words is correct — can you spot it instantly?
Comment your answer below and tag a friend to join the fun!

Photos from ‎Bashpar Educational Center بشپړ ښوونيز مرکز‎'s post 21/08/2025

بشپړ ښوونیز مرکز – د زده کړو له Curriculum هاخوا فغالیتونه!

بشپړ ښوونیز مرکز یوازې په درسي کرکولم نه محدودېږي، بلکې تل د خپلو شاګردانو د اړتیاوو او وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره عملي او ګټور فعالیتونه ترسره کوي. نن ورځ د همدې موخې په لړ کې د سیمینارونو یوه زړه راښکونکې لړۍ ترسره شوه، چې زموږ درانه استادان یې وړاندې کوونکي ول:

استاد عطاءالله شینواری د انګلیسي ژبې په اړه د “How to Write a Formal Writing” تر عنوان لاندې مهم سیمینار وړاندې کړ.
استاد فولاد افضلي د ټکنالوژۍ په برخه کې د USB Boot او د ویندوز انسټالېشن تر عنوان لاندې عملي روزنه وکړه.
استاد عبدالباسط د پښتو صنفونو زده کوونکو ته د تعلیم د اهمیت په اړه ارزښتناک سیمینار وړاندې کړ.
او همدارنګه استاد کرزی میرزاخیل د انګلیسي ژبې اړوند یوه بله ګټوره موضوع د شاګردانو سره شریکه کړه.

دا ټول فعالیتونه څرګندوي چې بشپړ ښوونیز مرکز نه یوازې د درسي کتابونو تدریس ته ژمن دی، بلکې د خپلو شاګردانو عملي پوهه، وړتیاوې او راتلونکي جوړولو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

بشپړ ښوونیز مرکز – ستاسو د روښانه سبا لپاره!

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Culinary Team

Attire

Website

Address

Jalalabad