Awwabhealthpedia.com

Awwabhealthpedia.com

Share

We are providing Medical Information fo All...

Photos from Awwabhealthpedia.com's post 11/09/2022

:
DEFINITION:
- Human f***s is called as .
- It is the waste residue of indigestible materials of an animal’s digestive tract expelled through the a**s during defecation.
- Meconium is newborn’s first f***s.
- SCATOLOGY or CAPROLOGY is the study of f***s.

COMPOSITION:
• ¾ Water, ¼ Solid
• Undigested and Unabsorbed food
• Intestinal secretions, Mucous
• Bile pigments and Salts
• Bacteria and Inorganic material
• Epithelial cells, Leukocytes

COLLECTION:
• Universal Precautions
• Stool should be collected in a dry, sterilized, wide mouthed container.
• It should be uncontaminated with Urine or any other body secretions.
• Properly named and always a fresh sample should be tested.

MACROSCOPIC EXAMINATION:
• Volume

21/08/2022

What is Tubal ligation?

Overview
Tubal ligation is a medical sterilization procedure for women who are sure they don't want a future pregnancy.
How it works
Tubal ligation blocks the fallopian tubes, preventing s***m from reaching the egg.
Effectiveness: over 99% with typical use
Availability: procedures take place at a clinic or hospital
Effort: some methods require a follow-up X-ray 3 months after the procedure
Sexually transmitted infections: doesn't provide protection
Hormones: none
Benefits & side effects
Headaches: aren't caused by this method
Weight: isn't affected

30/06/2022

د سلواکیا په یوه روغتون کې یوه ډاکټر د خرابې سوې سترګې پر ځای د ناروغ روغه سترګه ايسته کړې ده او ناروغ په بشپړه توګه ړوند سوى دى.
- يو کوچنى تېروتنې يې ټول ليد ته تاوان ورسوى.
د نورو غوره هر اړخيزو معلوماتو لپاره زموږ ایډي درسره فالو یا ریکویست وکړی.مننه
هر اړخيز معلومات

06/06/2022

د عصبي ناروغیو څخه د خلاصون ۱۰ لارې
۱- تل مثبت فکر وکړئ.
۲- هغو کسانو ته چې ورسره مینه کوئ وخت او مینه ورکړئ.
۳- تر څو چې ژوندي یاست زده کړې ته ادامه ورکړئ.
۴- له خپلو غلطیو څخه زده کړه وکړی.
۵- د غوره روغتیا لپاره هره ورځ ورزش وکړئ.
۶- له اړتیا پرته خپل ژوند ځانته سخته مه معرفي کوئ.
۷- خپل شاوخوا خلک تشویق او درک کړئ.
۸- هیڅکله مه ناهیلې کیږئ.
۹- خپل استعداد کشف او وروزئ.
۱۰- ځان لپاره اهداف وټاکئ او خپل خوبونه تعقیب کړئ.
دا هغې لارې دي چې اوسنی ساینس د عصبي ناروغیو څخه مخنیوی لپاره په ګوته کوي. په اسلام کې منع شوي ځینې عادتونه لکه بخل، حسد او کینې څخه ځان ساتل د عصبي ناروغیو مخنیوی کې له اندازې او ګومان څخه زیاته مرسته کوي.

27/05/2022

⭕ سهار کې د یو ګلاس شیدو هغه 20 ګټې چې تر اوسه ترې تاسو خبر نه وي !

◀ د شیدو هغه شل ګټې درته لیکم چې مخکې ترې تاسو خبر نه وي :

① د انسان د وجود د ودي او د نمو سبب ګرځي .
② د وجود هډوکي قوي کوي او د ويلي کيدو ( ضعيفه کيدو ) مخه يي نيسي .
③ د ميکروبو په مقابل کي مقاومت کوي او د ناروغيو مخنيوي يي کوي .
④ د اسهال مخنيوي کوي .
⑤ د انسان عصبي سيستم قوي کوي .
⑥ اعصابو ته قوي انرژي ورکوي کوي عصاب آرام ساتي .
⑦ د زخم مخنيوي کوي .
⑧ د غاښو د خرابيدو مخه نيسي .
⑨ د سږو د ناروغي مخنيوي کوي .
⑩ د ويني فشار کشته کوي .
⑪ بي غوړه شيدي کلسټرول کښته کوي .
⑫ د سرطا ن په مخنيوي کي کمک قوي .
⑬ د ويښتانو او نوکانو په غټوالي کي مهم رول لوبوي .
⑭ د ژر زوړ والي مخنيوي کوي او انسان ځوان ساتي .
⑮ د وجو پر پوستکي مثبت تآثير لري . پوست نرم او تازه ساتي .
⑯ د چاغوالي مخه نيسي .
⑰ حافظه قوي کوي .
⑱ عضلات قوي کوي .
⑲ خوب منظم کوي .
⑳ تر ډيره حده د معدي مشکل د منځه وړي .

☜ يادونه بايد وشي چې حيواني شيــــــدي بايد خامي و نه خوړل شي ځکه زيات حيواني ميکروبونه او ناروغي شته چې ددي خامو شيدو د لاري د انسان وجود ته داخليږي او ناروغئ منځته راوړي . ښه او غوره لار يي داده چې شيدي يو واري جوش او بيا وخوړل شي . د شيدو په جوشولو سره ټول ميکروبونه د منځه ځي او انسان يي په ډاډه زړه خوړلي شي . همدا رنګه يوه بله يادونه هم بايد وشي هغه کسان چې د پښتورګي ناروغي لري بايد د نري شيدو څخه استفاده وکړي ځکه پښتورګي ( ګردوکی ) د شيدو سره جوړ ندي او شيدي منفی تاثیر پری لری . شيدي دپښتورګو مسوليت په وجود کی نور هم ور ډير کوي خو هغه کسان چي د پښتورګو ( ګردوکي ) ناروغي نلري هر رقم شيدي چې وخوري او هر څومره چې وخوري مشکل نه ورته پيدا کوي .

↩ پورته لیکنه نشر Share کئ او زمونږ د فیسبوک پاڼه Like کئ .



26/05/2022

دا چی د chicken pox ناروغی واقعات سیمه کی ډیر شوی او لا هم مخ په زیاتیدو دی ومی غوښتل یو لنډ معلومات ددی ناروغی په له تاسو سره شریکه کړم .

هchicken pox یوه ډیره ساری ناروغی ده چی د varicella zoster virus پواسطه مینځته راځی .
ټوخی ،خارښ، اوجلدی بلسټر ( د پوستکي دردناک حالت دی چې مایع د پوستکي د طبقو ترمنځ ځای ډکوي )ئی لمړنی علایم دی
په لمړی سر کی رش دسینی شاوخوا او مخ کی څرګندیږې او بیا ټول بدن ته خپریږي په شومل دخولی دننه پلکونه یا تناسلی برخې
چی بدن کی تقریبآ د 500-250 پوری بلسټر مینځته راوړی chicken pox په ماشومانو، تنکیو ځوانانو ،امیدواره ښځو ، او هغه کسانو کی چی بدن ئي د میکروبونو او ناروغیو سره د مبارزی وړتیا ونلری (د معافیت سیستم ئي کمزوئ وې) د شدید ناورغیو سبب کیږې .
هر هغه څوک چی د chicken pox واکسین ئی اخیستی وی او که نه وی اخیستی کیدایشی پدی ناورغی اخته شی
هChicken poxناورغی معمولآ د 7-4 ورځو پوری دوام کوی
په chicken pox ویروس اخته ناورغ کیدایشی تبه ، ځان درد ، ستړتیا ، د اشتها نشتوالی ، او سردرد هم ولری .
په chicken pox اخته یو ناورغ کولی شې تر %90 پوری هغه خلک چی ورسره نژدی تماس لری او ټیټ معافیت ولری اخته کړې .
هChicken pox
د دجلدی رش د ښکاره کیدو څخه 2-1 ورځی مخکی ډیر ساری وی
ددی ناورغی غوره مخنوی په واکسین سره کیږی ماشومان ، ځوانان ، او لویان په شمول باید دوه دوز واکسین واخلې .

21/05/2022

کولرا ‌‌،Cholera
تعريف:
کولرا دبيړني نس ناستي داسي ناروغي ده چی په ساعتونو کي دژور ډيهايدرشن او مرګ لا مل کيږي ۰
اما دنيکه مرغه دپوره مايعاتو او نورو تقويوي درملني سره دمړيني څخه مخنيوي کيداي شي۰
سببي لامل:
ددي ناروغۍ سببې لاملVibrio cholariدي چي دا يو ګرام منفي بسيل دي۰
په طبيعي ډول مايکرو ب په مالګينو اوبو کي اوسیږي ۰
انسان په ناڅاپي ډول منتن کوي نوهمدا انسان نور انسانان ککړوي زياتره ناروغۍ له ککړو شويو اوبو څخه چي دانسان دډکو متيازو سره په تماس راغلي ليږديږي۰
کلينکي نښی نښانی ۰
دناروغي دتفريخ دوره 24-48ساعته ده په بيړني ډول سره ناروغۍ په اوبلن بي درده نس ناستي سره پيليږي.
په چټکي سره يي اندازه زياتيداي شي چي دير ژر نس ناستي دکانګو په واسطه تعقيبيږي.په هروار ډکو متيازو سره ممکن يو ليتر اوبه ضايع شې.که چيری اوبه او الکترولايتونه پوره نشی نوهايپو واليميک شاک او آن مړينه رامنځته شي.
که د5-8 فيصده وزن ضايع شوي يي نو دفشار وضيعتي ښکته والي.سستي.دزړه دحرکاتو زياتوالي اوپوستکي دTugorکموالي څرګندیږي اوکه دلس نه زيات حجم ضايع شوي وي نو اوليګويوريا.نبض ضعيف ياورک.ننوتي سترګي.که ماشوم وي ننوتيFontanell غونج پوستکي.خوبجن حالات او بالاخره کوما رامنځته کيږي.
اخطلاطات:
د پښتورګو عدم کيفايه.شديد ميتابوليک اسيدوزس.دښږو اذیما رامنځته کيږي.
لابراتواري لاسته راوړيني:
دPacked Blood Cell حجم.دسیروم ځانګړي کثافت اودپروټين لوړوالی موجود وي.
تشخيص:
که چېرې د کلينيک له نظره په رنځور دکولرا شک وی نو ژر دي ډکي متيازې واخستل شي اوDark Fieldمايکروسکوپي دی وشې.
درملنه:
په اسانۍ سره درملنه درسره کيږي ډیر ژر بايد مایع او الکترولايتونه داړتیا په بنسټ اعاده شي.دو ړ درملني سره سره دمړيني خطر ديو فيصد څخه لږدي.
دمايعاتو اعاده په دوه پړا وو کي بشپړيږي يعني د ريهايدرېش پړاو او Maintenance پړاو
مخنيوي:
دپاکو اوبو استعمال.په روغتيايي ډول دډکو متيازو ځای په ځای کول.ښه تغذيه.دکولرا پيښی کمي کړي دي.

17/05/2022

ايډز څه ته وایی؟ اوټسټ یې څومره ضرور دی
ایډز یوه ډیره سخته او نا علاجه ناروغی ده. وجه یی د هیف ( HIV) په نامه ویروس دی. کله هم دا ویروس د ایډز د ویروس په نامه یادیږی .
څه شی دی HIV

دا یو ډول ویروس دی چه بوره نوم یی Human Immunodefficiency Virus دی
دا ویروس ډیر ډولونه لری او د ایډژ د ناروغی عامل دی، ددی ویروس کار دادی چه د وجود دفاعی سیستم له کاره وغورځوی او انسان ډول ډول مکروبونو ته کمزوری کوی.
د ۱۹۸۱ کال را هیسی چه دا ویروس پیژندل شوی دی، په میلیونونو انسانان ددی له وجی مړه شوی دی.
څوک چه د هیف ویروس په وینه کښی لری د هیف پوزیټف کسانو په نامه یادیږی. او دا کسان کومی ځانګړی نښی نښانی نلری چه و پیژندل شی. دیر کسان تر اوږدی مودی پوری (کله هم تر لسو کلو زیات)لدی ویروس نه پخپله کوم تکلیف نلری خو نورو خلکو ته یی ورکولای شی او پدی توګه د ډیرو بد بختیو وسیله کیدای شی. مګر کله چه د هیف ویروس دوجود پر دفاعی سیستم حمله وکړی او هغه له کاره وغورڅوی نو بیا د ایډز ناروغی منځته راوړی.ايډز څه ته وایی؟ اوټسټ یې څومره ضرور دی
ایډز یوه ډیره سخته او نا علاجه ناروغی ده. وجه یی د هیف ( HIV) په نامه ویروس دی. کله هم دا ویروس د ایډز د ویروس په نامه یادیږی .
څه شی دی HIV

دا یو ډول ویروس دی چه بوره نوم یی Human Immunodefficiency Virus دی
دا ویروس ډیر ډولونه لری او د ایډژ د ناروغی عامل دی، ددی ویروس کار دادی چه د وجود دفاعی سیستم له کاره وغورځوی او انسان ډول ډول مکروبونو ته کمزوری کوی.
د ۱۹۸۱ کال را هیسی چه دا ویروس پیژندل شوی دی، په میلیونونو انسانان ددی له وجی مړه شوی دی.
څوک چه د هیف ویروس په وینه کښی لری د هیف پوزیټف کسانو په نامه یادیږی. او دا کسان کومی ځانګړی نښی نښانی نلری چه و پیژندل شی. دیر کسان تر اوږدی مودی پوری (کله هم تر لسو کلو زیات)لدی ویروس نه پخپله کوم تکلیف نلری خو نورو خلکو ته یی ورکولای شی او پدی توګه د ډیرو بد بختیو وسیله کیدای شی. مګر کله چه د هیف ویروس دوجود پر دفاعی سیستم حمله وکړی او هغه له کاره وغورڅوی نو بیا د ایډز ناروغی منځته راوړی.

17/05/2022

د شکرې ناروغ ته سپارښتنې :
1_ د وینې د ګلوکوز اندازه باید په نارمل حدودو کې وساتي
2_ په خپله د وینې د ګلوکوز څارنه کول او معاینه کولو طریقه باید زده کړي
3_ د Hb A1c ټیسټ په کال کې د 2_4 ځله ترسره کول
4_ د وینې د فشار معاینه کول او کنترول ساتل
5ـ هر کال د سترګو ډاکتر ته یوځل او یا دوه ځل د سترګو د معاینې په خاطر مراجعه کول
6_ هرکال د پښتورګو د ناروغیو لپاره سکریننګ ترسره کول
7_ د پښو معاینه کول هره ورځ خپله د ناروغ په واسطه او په کال کې يو ځل د ډاکتر په واسطه
8_ حد اقل په کال کې يوځل د وینې غوړ او کریاټنین معلومول
9_ ناروغ باید هرکال د شکرې ناروغۍ د درملنې په اړه پوهاوې ترلاسه کړي
10_ ناروغ باید په کال کې يوځل د غذا په باره کې معلومات او صحي تعلیمات حاصل کړي
11_ ناروغ باید د وینې نرۍ کوونکې درمل (antiplatelets) په نظر کې وساتي
12_ ناروغ باید د پښو پاک ساتلو ته پام وکړي ترڅوزخمونه پکې جوړ نشي
13_ ناروغ باید په منظم ډول تمرین وکړي
14_ ناروغ باید سګریټ استعمال نکړي
15_ناروغ باید توصیه شوی درمل په خپل وخت استعمال کړي اود ډاکتر د هدایت پرته په خپل سر درمل قطع نکړي

14/05/2022

وړیا درملنه
که سټریس لرې؟! مالټه بوی کړه!
څېړنو ښودلې چې د مالټې بوی کول یا خوړل کولای شي تر ۷۰ سلنې ذهني فشار یا سټریس راکم کړي.

25/04/2022

⭕ څو طبي نصیحتونه ، لوستل یې ضروري دي !

① ګازي مشروبات لڪه پیپسي ، ڪوڪاڪولا ، ډیو او داسې نور ... هډوڪي او غاښونه ڪمزوري ڪوي ، د زړه او ګُردو مرضونه پیدا ڪوي ، وزن زیاتوي ، د شڪر مرض پیدا ڪوي ، له زیات استعمال څخه یې ډډه وڪړئ .

② زخم بغیر له پټۍ څخه خلاص پریښودل یوه غلطي ده ، سمه خبر دا ده چې زخم صفا او بیا پټۍ شي ، چې زر جوړ شي .

③ په پوزه چې ڪله وینه راماته شي نو سر په عادي حالت ڪې پریښودل پڪار دي ، تر څو وینه په سالمه طریقه خارج شي .

④ د ماشوم لپاره د طاقت دواګانې ضرر لري ځڪه دغه دواګانې د ماشوم په نبض ڪې سرعت پیدا ڪوي او دغه سرعت ڪله د ماشوم د ناڅاپي مرګ سبب شي .

⑤ د درد د ڪنټرول دواګانې لڪه ( پیناډول ، بروفین ) قوت سامعه ( د اورېدلو قوت ) ڪمزوری ڪوي ، په خاص ډول د ښځو .

⑥ په شین چای ڪې داسې مواد دي ، چې د سرطان مخنيوی ڪوي .

⑦ ماهی ، مڼه ، انګور ، الوچه او پالڪ داسې خواراڪونه دي چې دماغ او د یادښت قوت زیاتوي .

⑧ په غوږونو ڪې ډڪي وهل اڪثره د انسان د مرګ سبب ګرځي ځڪه دې سره د غوږونو پرده سورۍ ڪېږي او په دماغو ڪې التهابات ( سوزخ ) پیدا ڪېږي .

⑨ دا خبره غلطه ده چې د خوراڪ په منځ ڪې اوبه څښل خېټه غټوي او هضم نه راځي ؛ بلڪي صحيح خبره دا ده ، چې اوبه هیڅ ډول تڪلیف نه پیدا ڪوي .

⑩ هره ورځ دېرش ( ۳۰ ) دقیقې پیاده مزل د زړه د مرض او د شڪر مرض مخنيوی ڪوي . او هم د وینې د فشار مخنيوی ڪوي او ڪولیسټرول ختموي .

⑪ اوږه او پالڪ قوت مدافع په بدن ڪې زیاتوي او د سرطان مخنوی ڪوي .

⑫ د ماشومانو لپاره د جاولو ( ژاولو ) تېرول ، زیاتره وخت د ڪولمو د بندیدو سبب ګرځي ، چې د آپرېشن څخه بغیر یې بل علاج نه وي . هڅه وڪړئ چې ماشومان له ژاولو څخه لرې وساتئ .

⑬ د خوب په وخت ڪې چې فعال ( چالان ) مبایل سر ته نژدې وي ، نو شل سلنه ( ۲۰٪ ) د مازغو د سرطان سبب جوړېږی .

⑭ د شپې لخوا چی ادرڪ په اوبو ڪې وجوشول شي او بیا وڅښل شي ، نو ڪولیسټرول ختموي او ضرري غوړي له بدن څخه خارجوي .

⑮ سهار په نهاره یو ګلاس اوبه څښل د هغو ویټامینونو د ڪمي ځای نیسي ، چې د خوب په دوران ڪې بدن ته نه دي رسېدلي او دغه شان د ضرري غوړو نه بدن صفا ڪوي .

↩ شیر یې ڪړئ چې هیوادوال ترې خبر شي .

☜ په تیلیګرام کي داسی نورو معلوماتو لپاره دا پوسټ share نشر کئ او زمونږ د تیلیګرام طبی او اسلامی معلوماتو ګروپ یا چېنل لینک :

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Address

Jalalabad
2601

Opening Hours

Monday 06:30 - 17:15
Tuesday 06:30 - 17:00
Wednesday 06:00 - 17:00
Thursday 06:00 - 17:00
Saturday 06:00 - 17:00
Sunday 06:00 - 17:00