27/05/2026
Dua Private School دعا خصوصي ښوونځی
Our aim is spreading knowledge
زمونږ موخه د علم خپرول دی
پدی صفحه کی تاسی کولای شی چی د یاد ښوونځی په هکله او همدارنګه نور علمی مطالب ولولۍ.
27/05/2026
27/05/2026
قدرمنو هیوادوالو اختر مو نېکمرغه او مبارک شه!
د ژوند هره ورځ مو په شان د اختر شه!
24/05/2026
قدرمنو والدینو!
نن دوشنبه، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د جوزا ۳مه، مدرسه رخصت شوه، او د جوزا په ۱۰مه، د یکشنبې په ورځ به تدریسي بهیر بېرته پیل شي.
په درنښت
اداره
22/05/2026
✨ د قرآن له رڼا سره د خپل ماشوم راتلونکی روښانه کړئ!
دعا دینیزده کړو مدرسه — حفظ، ناظره، قاعده، ترجمه او تفسیر په غوره او معیاري ډول.
نن یې ثبت نام وکړئ! 🌙📖
19/05/2026
16/02/2026
🌟 د زدهکوونکو د څلورنیم میاشتنۍ ازموینو د پایلو غونډه – دعا خصوصي ښوونځی 🌟
تېره پنجشنبه، د دلوې ۲۳مه نېټه، د دعا خصوصي ښوونځي کې د زدهکوونکو د څلورنیم میاشتنۍ ازموینو د پایلو غونډه په خورا منظم، اغېزناک او روحیهبښونکي ډول ترسره شوه.
په دې مهمه غونډه کې د قرآن کریم په مبارکو آیتونو سره پیل وشو، وروسته د ښوونځي د ادارې له لوري د زدهکوونکو د تعلیمي پرمختګ، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول. د اجنډا مطابق زده کوونکو ډول ډول مطالب د غونډې ګډونوالو ته واورول. همدارنګه بریالي او کوښښ کوونکي زدهکوونکي وستایل شول او هغوی ته د لا زیاتو هڅو سپارښتنه وشوه.
دا غونډه د والدینو، ښوونکو او زدهکوونکو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا سبب وګرځېده، او د راتلونکو ازموینو لپاره یې د لا جدي کار کولو روحیه نوره هم پیاوړې کړه.
موږ ژمن یو چې د دعا خصوصي ښوونځي د زدهکوونکو علمي، اخلاقي او فکري روزنې ته لا پراختیا ورکړو، څو یو روښانه او بریالی نسل وروزو.
✨ د الله تعالی څخه د ټولو زدهکوونکو د لا زیاتو بریاوو هیله کوو.
📚 دعا خصوصي ښوونځی – د روښانه راتلونکي پر لور ګام
درک: د بی بی حوا لېسې ترڅنګ، جلا آباد ښار
وتسپ: 0772567567
خپل ځان پېژندنه د بریا لومړۍ درجه ده
03/10/2025
*کتابونه د پوهې آسمان ته زینې دي… 📚*
هره پاڼه، یو قدم پورته.
هره کرښه، د بل نوي نړۍ لور ته کړکۍ ده.
علم هغه رڼا ده چې تیارو ته ماتې ورکوي،
او پوهه هماغه کیلي ده چې د حقیقت بې پایانه دروازې پرانیزي. 🌌🚪
13/09/2025
يو څو انځـــورونه!
دعـــا خصــــوصي ښوونځی
22/08/2025
زموږ د ښوونځي یوه برخه!
کار جریان لري.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
Jalalabad