Oqaab Private High School - عقاب خصوصي عالي لېسه

Oqaab Private High School - عقاب خصوصي عالي لېسه

Share

(موږ غواړو چې علم او ادب د ټولنې هر وګړي ته ورسیږي )

عقاب خصوصي عالي لېسه په ( ۱۳۹۴ ) لمریز کال کې تاسیس شوې، چې د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې اړوند د خالد بن ولید مسجد ترڅنک سیمه کې موقیعیت لري.
د عقاب خصوصي لېسې د جوړیدو انګیزه د زیاتو تعلیمي ادارو د ښه فعالیت او ظرفیت نه درلودلو له کبله رامنځته شو او په دغه سیمه کې یوې داسې تعلیمي ادارې ته ضرورت و، چې د ښوونې او روزنې برخه کې په ښه معیار سره برابر د خلکو د بچیانو ضرورت پوره او ټولنې ته د یو ریښتیني

20/05/2026

روباټ بڼه لومړی ځل په عقاب لېسه کې
زده کوونکي یې په لېدو زیات حیرانیږي او بیا د خوښۍ ننداره کوي.
مصنوعي زیرکتیا د ننۍ نړۍ مهم پرمختک او سهولت دی،راځئ چې دا نوی علم او ټیکنالوژي خپلو زده کوونکو ته زده کړو.

(عقاب د نوښتونو کور)

12/05/2026

مصنوعي زیرکتیا(AI) لومړی ځل په عقاب کې

02/05/2026
Photos from ‎Oqaab Private High School - عقاب خصوصي عالي لېسه‎'s post 16/04/2026

نن د عقاب خصوصي عالي لېسې د اووم الف ټولګي زده کوونکو ته د استاد يوسف خان يوسفي پۀ لارښوونه د کيميا پۀ مضمون کې د «هايدروجن ګاز لاسته راوړلو» تجربه پۀ عملي بڼه وړاندې شوه.

پۀ دې تجربه کې زده کوونکو ولیدل چې څنګه د زينک فلز (Zn) د هايدروکلوريک اسيد (HCl) سره د تعامل پۀ پایله کې زينک کلورايډ (ZnCl₂) او د هايدروجن ګاز (H₂) توليدېږي. دا عملي تجربه د استاد يوسفي پۀ لارښوونه زده کوونکو پخپله ترسره کړه او د تجربې پر مهال د هايدروجن ګاز د تولید څرنګوالی، د تعامل نښې او د ګاز د راټولولو ساده لارې پۀ عملي ډول زده کړې.

عقاب خصوصي عالي لېسه تل هڅه کوي چې زده کوونکو ته يوازې نظري معلومات ورنۀ کړي، بلکې هغوی د عملي تجربو لۀ لارې د علم لۀ واقعي نړۍ سره بلد کړي، ترڅو راتلونکي کې يو قوي، پوه او نوښتګر نسل وروزي.

Photos from ‎Oqaab Private High School - عقاب خصوصي عالي لېسه‎'s post 28/03/2026

مضمون: کیمیا
موضوع: داجساموکثافت پیداکول
ټولګی: اووم الف
استاد: یوسف خان یوسفي
لکه څرنګه چې تاسوته بهتره معلومه ده، چې په عقاب خصوصي عالي لېسه کې دنظري زده کړو ترڅنګ عملي زده کړې هم ترسره کېږي، نوپرهمدې اساس نن مو د اووم الف ټولګي ګرانو زده کوونکو ته دمختلفو اجساموکثافت په عملي ډول سره پیداکړ. چې زده کوونکو کثافت په عملي ډول سره مشاهده کړه.

22/03/2026

� خبرتیا – د کوچني اختر له رخصتۍ وروسته

درنو والدېنو او ګرانو زده کوونکو!

هېله ده چې د کوچني اختر رخصت به مو په خوشحالۍ سره ترسره کړی وي نن د کوچني اختر مبارکې رخصتۍ پای ته رسېدلې دي، او د عقاب خصوصي لېسې تدریسي چارې به د سبا ورځې، دوشنبې څخه په عادي ډول بیا پیل شي.

هیله ده چې ټول زده کوونکي سبا پر خپل وخت ښوونځي ته حاضر شي او د خپلو درسونو لړۍ په منظم ډول تعقیب کړي.

په درنښت
اداره – عقاب خصوصي لېس

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Address

Afghanistan-Jalalabad-6th Zone(NajmulJihad Family)
Jalalabad
25000