Khan Professional Academy

Khan Professional Academy

Share

Your path to success
ادرس : سرخرود ولسوالۍ مارغونډۍ, موسی پمپ ته مخامخ انس مارکيټ.
⁦☎️⁩ 0781221120 : 0764946980

11/04/2026

خبرتیا!
د خان مسلکي اکاډمۍ د ادارې له خوا ټولو خوږو زده کوونکو او د درس مينه والو ته خبر ورکول کېږي، چې زموږ د اکاډمۍ پخوانی ځای بدل شوی دی. مخکې مو هم په بل ځای کې خپلو زده کوونکو ته په ښه توګه خدمات وړاندې کول ، خو د يوې لا مناسبې او غوره چاپېريال د موندلو په هڅه کې وو.
اوس الحمدلله، موږ يو ډېر مناسب او غوره ځای ترلاسه کړی دی.

نوی ادرس :سرخرود ولسوالۍ، مارغونډۍ، موسی پمپ ته مخامخ انس مارکيټ

زموږ ټول تدريسي خدمات لکه د انګلیسي ژبې زده کړه، کمپيوټر، پښتو ليک او لوست، خطاطي او نور پروګرامونه په منظم ډول روان دي او داخلې هم پيل شوې دي.
که غواړئ خپل مهارتونه پياوړي کړئ، نو زموږ له اکاډمۍ سره يو ځای شئ.

په درنښت
د خان مسلکي اکاډمۍ اداره
د اړيکو شمېرې: 0781221120 - 0764946980

24/03/2026

د اختر رخصتي پای ته ورسېده، هیله ده چې اختر به مو په خوښۍ او خوشحالۍ تېر کړی وي.

د خان مسلکي اکاډمۍ د ادارې له لخوا ټولو قدرمنو زده‌کوونکو او درنو ښوونکو ته خبر ورکول کېږي چې سبا، چهارشنبه د حمل میاشتې په (۵مه) نېټه، درسي بهیر بېرته په منظم ډول پیلېږي.

مهرباني وکړئ پر وخت خپل درسونو ته حاضر شئ. بریالي اوسئ!.
په درنښت
د خان مسلکي اکاډمۍ اداره.

18/03/2026

اختريز پيغام!
Eid greetings!

18/03/2026

د خان مسلکي اکاډمۍ د ادارې له خوا، درنو زده‌کوونکو، د افغانستان دردېدلې ولس، او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وړاندې کوو. الله تعالی دې زموږ روژې، لمونځونه او ټول عبادتونه قبول کړي، زموږ ګناهونه دې وبخښي، او زموږ زړونه دې له مینې، یووالي او ورورولۍ څخه ډک کړي. موږ له لوی خدایه هیله لرو چې په ګران هېواد افغانستان کې تلپاتې سوله، ثبات او سوکالي راولي، او زموږ
ولس ته یو روښانه او باعزته راتلونکی په نصیب کړي.

18/03/2026

د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت، د خان مسلکي اکاډمۍ ټول زده کوونکي او قدرمن ښوونکې دې خبر وي چې د ۱۴۰۴ کال د حوت میاشتې له ۲۸مې نېټې څخه تر د ۱۴۰۵ کال د حمل میاشتې تر ۳مې نېټې پورې به د اکاډمۍ ټول خدمات رخصت وي.
له ټاکلې مودې وروسته، د ۱۴۰۵ کال د حوت په ۴مه نېټه
د چهارشنبې په ورځ به ټول درسونه او فعالیتونه بېرته
په عادي ډول پیل شي.
په درنښت
د خان مسلکي اکاډمۍ اداره

18/03/2026

هېوادوالو ته د خواخوږۍ او تسلیت پیغام!
په هېواد کې د وروستۍ غمجنې او خواشینوونکې پېښې له امله زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان شوي او یو شمېر نور ټپیان دي، چې موږ پرې ژوره خواشیني او دروند غم څرګندوو. دا زړه بوږنوونکې پېښه نه یوازې د اغېزمنو کورنیو لپاره، بلکې د ټول ملت لپاره یوه لویه او نه هېرېدونکې غمیزه ده.
موږ د دې دردناکې پېښې په تړاو د شهیدانو درنو کورنیو ته خپله ژوره خواخوږي او صمیمانه تسلیت وړاندې کوو. د لوی الله تعالی له درباره شهیدانو ته جنت الفردوس، ټپیانو ته عاجله او بشپړه شفا، او د هغوی درنو کورنیو ته صبر جمیل او استقامت غواړو.
په دې سختو او غمجنو شېبو کې موږ ځان ستاسو ترڅنګ شریک بولو. ستاسو درد زموږ ګډ درد دی، او ټول ملت په دې دروند وخت کې درسره ولاړ دی.
الله تعالی دې زموږ هېواد ته تلپاتې سوله، ثبات او امنیت په برخه کړي

16/03/2026

Khan Professional Academy : Your path to success.




13/03/2026

Today our student (MADYAN) shares his experience at Khan Professional Academy.
At our academy, students learn to speak English with confidence and clarity.




17/02/2026

د خان مسلکي اکاډمۍ له خوا ټولو مسلمانانو ته د روژې مبارکې مياشتې د رارسېدو په مناسبت د زړه له کومي مبارکي وایو.

رمضان المبارک د برکتونو، بښنې او عبادت میاشت ده. دا هغه مبارکه میاشت ده چې انسان کولی شي خپل ژوند، فکر او عمل مثبت لوري ته بدل کړي.

الله تعالی دې زموږ ټول عبادتونه، روژې، لمونځونه او دعاګانې قبولې کړي او موږ ته دې د تقوا، صبر او نېکو اعمالو توفیق راکړي.

Photos from Khan Professional Academy's post 07/01/2026

Khan Professional Academy is a foundation for growth.

Photos from Khan Professional Academy's post 22/12/2025

دا بريا يوازې د زده کوونکو نه ده، دا د باور بريا ده.

کله چې یو زده‌کوونکی پر ځان باور وکړي
او تعليمي اداره پر زده‌کوونکي باور ولري،
نو پایله یې حتماً بریا وي.

د خان مسلکي اکاډمۍ ښوونکي د هر زده‌کوونکي تر څنګ ولاړ دي
له لومړي قدم څخه تر وروستۍ لاسته راوړنې پورې.

موږ پر خپلو زده‌کوونکو ویاړو
او د هغوی راتلونکي ته هیله‌مند یو.

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Address

Jalalabad