د ننګرهار پوهنتون فرهنګي کمیټه

د ننګرهار پوهنتون فرهنګي کمیټه

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from د ننګرهار پوهنتون فرهنګي کمیټه, Academic camp, Daronta Street, Jalalabad.

02/11/2025

د خواشينۍ او غمشریکۍ پیغام!
په ډېرې خواشينۍ خبر شو، چې د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د تاریخ څانګې متقاعد استاد پوهاند مستعلي خان نیازی د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې!
انالله وانا اليه راجعون!
پوهاند نیازي د خپل ژوند زیاته برخه د ښوونې او روزنې په ډګر کې د هېوادوالو په خدمت او د زرګونو مسلکي کادرونو په روزنه کې تېره کړه.
د ننګرهار پوهنتون رهبري هیئت او منسوبین په داسې حال کې، چې د ارواښاد استاد مړینه لویه ضایعه بولي، کورنۍ، خپلوانو او دوستانو سره یې ځان په دې درانه غم کې شريک ګڼي.
د لوى خداى (جل جلاله) له درباره مرحوم استاد ته د فردوس جنت او د کورنۍ غړو او دوستانو ته يې د جميل صبر غوښتنه کوي.
الحکم لله
د ننګرهار پوهنتون اداره

18/08/2025

د ننګرهار پوهنتون د فوق لیسانس برنامو مرکزي بورډ نوبتي غونډه وکړه.

یاده غونډه، چې مشري یې د دې پوهنتون د علمي چارو مرستیال کوله، په کې د بېلابېلو پوهنځیو د ماسترۍ برنامو تېزسونو، تېزس پروپوزلونو، درسي نصاب او روانو تدريسي او اداري چارو ښه والي په هکله بحثونه او پرېکړې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال او د فوق لسانس بورډ مشر پوهنوال م.ولوي احسان الله ناصح په خپله وینا کې ټینګار وکړ، چې د فوق لیسانس په برنامو کې هر په شرایطو برابر استاد په یوه دوره کې د پنځو تنو لارښود پاتې کېدای شي او د بورډ پرېکړې دې یوه ورځ وروسته اړوندو پوهنځیو سره شریکې شي.

ښاغلي ناصح فوق لیسانس برنامې د پوهنتون علمي حیثیت او کچې د لوړولو مهمه برخه یاده کړه او ویې ویل، چې مسؤلین باید نصاب معیاري، د تدریسي بهیر پیاوړتیا لپاره ټاکلي اصول او نورمونه پلي او د محصلینو علمي ـ تحقیقاتي بهیر څخه سمه څارنه وکړي.

د ننګرهار پوهنتون د فوق لیسانس برنامو مسؤلینو په خبرو کې خپل وړاندیزونه، مشورې او ستونزې د علمي چارو مرستیال سره شریکې کړې، چې د هغه له خوا ورته د حل ډاډ ورکړل شو.

د مجلس وروستۍ برخه کې د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو، ژبو او ادبیاتو، اقتصاد او کرنې پوهنځیو د مختلفو څانګو د ماسترۍ برنامو د تېزسونو، تېزس پروپوزلونو او درسي نصابونو په اړه بحثونه او لازمې پرېکړې وکړې.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

24/07/2025

د طب پوهنځي منسوبینو ته د کیفیت لوړاوي د معیارونو تفسیر او پوهاوي یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو معاونیت په لارښوونه او د دې پوهنتون طب پوهنځي د کیفیت لوړاوي کمېټې په همکارۍ د یاد پوهنځي مسؤلینو، استادانو او اداري کارکوونکو ته د کیفیت لوړاوي د اصلي او فرعي معیارونو د تشریح، تفسیر او تطبیق په موخه یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.
جوړ شوي ورکشاپ کې ګډونوالو ته د کیفیت لوړاوي مسایل او مفاهیم په بشپړه توګه روښانه او په کاري ساحو کې د معیارونو عملي تطبیق لارې چارې ور وښودل شوې.
د ښه راغلاست وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي رئیس پوهنمل ډاکتر زلمي صاحبزاده د ورکشاپ جوړېدل مهم ګام وباله او زیاته یې کړه، چې په چارو کې د اکاډمیکو معیارونو پلي کول د ګډ کار، بشپړ تعهد او د کیفیت لوړاوي معیارونو اړوند ژورې پوهې ترلاسه کولو په پایله کې شونې ده.
د ورکشاپ پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال مولوي احسان الله ناصح وویل،کیفیت لوړاوي ته کامله ژمنتیا او اړونده برخه کې بنسټیزې هڅې ترسره کول، نړیوالو معیارونو سره د پوهنتون د برابرولو لامل ګرځي او یاده چاره د یوې ادارې قوت څرګندوي.
ښاغلي ناصح همدارنګه د ورکشاپ روزونکي استاد او د طب پوهنځي د کیفیت لوړاوي کمېټې آمر پوهنوال ډاکتر شکیب زلمي څخه مننه وکړه او د کیفیت لوړاوي پروسې په اهمیت او په کې د استادانو او اداري کارکوونکو پر ونډې یې خبرې وکړې.
ګډونوالو د ورکشاپ په دایرېدو خوښي وښوده، هغه یې د علمي او اداري چارو د لا شفافیت او پرمختګ لپاره اړین وباله او ژمنه یې وکړه، چې د تضمین کیفیت ټول معیارونه به په خپلو اړوندو برخو کې په سمه توګه تطبیق کړي.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

14/07/2025

د علمي چارو معاونیت په لارښوونه د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي استادانو او اداري کارکوونکو ته د تضيمن د کيفیت او اعتبار لوړونې په برخه کې يو ورځنی روزنيز ورکشاپ وړاندې شو.
دغه روزنيز ورکشاپ چې د دوشنبې په ورځ د چنګاښ پر (۲۲مه) نېته د قرانکريم په څو مبارکو آيتونو پيل شو، د ښه راغلاست او پيل وينا يې د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي مرستيال پوهمنل سيد عباس سادات وکړه، نوموړي په خپلو خبرو کې د تضيمن د کيفیت او اعتبار لوړونې بهير د علمي مراکزو د پرمختګ، د چارو روڼتيا، د کيفيت د ښه والي او د اعتبار لوړونې له امله مهم او اړين وګاڼه او ټينګار يې وکړ چې په دې برخه کې بايد دغه ډول روزنيز ورکشاپونه لا ډېر شي څو د استادانو (علمي کادرونو) او اداري کارکوونکو ظرفيت لوړ او چارې يې رڼې شي. هغه له ټولو ګډونوالو وغوښتل چې د دغه روزنيز ورکشاپ په جريان کې خپلې نيمګړتياوې او منفي ټکي په نښه او د اصلاح لپاره يې لاس په کار شي.
ورپسې د دې پوهنځي د تضيمن د کيفیت او اعتبار لوړونې کمېټې مشر پوهنمل احمد جميل پوپلزي د يو پرېزنټېشن له لارې د تضيمن د کيفیت او اعتبار لوړونې پروسې پر ټولو خواوو هر اړخيزه رڼا واچوله او د پوهنځي د رياست، څانګو او کمېټو اړوند ټول ټکي يې په ښه ډول روښانه کړل. د دې روزنيز ورکشاپ په اوږدو کې د ګډونوالو پوښتنې او نظريات هم په ورين تندي واورېدل شول او د ښاغلي پوپلزي له خوا ورته ځوابونه او وضاحت ورکړل شو. دغه راز د دې پروسې په برخه کې نوي رامنځته شوي اصلاحات او اړين ټکي هم ګډونوالو ته په ګوته او د هغوی د لا ښه پوهاوي په موخه پرې د پوښتنې او ځواب په بڼه بحثونه وشول.
په دغه يو ورځني ورکشاپ کې د پوهنځي د رييس او مرستيال په ګډون، د درې ګونو څانګو آمرينو، د بېلابېلو کمېټو مشرانو، استادانو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

14/07/2025

د علمي چارو معاونیت په هدایت په ساینس پوهنځي کې د کیفیت لوړونې کمېټې له لوري یو ورځنی ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

یاد ورکشاپ، چې د پوهنځي د بېلابېلو څانګو آمرینو، کمېټو مسؤلینو او استاذانو لپاره ترتیب شوی و، پکې د خودي ارزونې (Self-Assessment) اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې شول. ګډونوالو د ارزونې پروسې، د اړینو اسنادو د ترتیب، او د کیفیت لوړونې له مختلفو برخو سره عملي بلدتیا وموندله.

همدا راز، د ورکشاپ په ترڅ کې رغنده بحثونه وشول، مهمې پوښتنې مطرح شوې او د ګډونوالو له لوري ورته قناعت‌بخښونکي ځوابونه ورکړل شول. په پای کې ګډونوالو د دې ډول علمي پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه او د کیفیت لوړونې کمېټې له هڅو څخه یې مننه وکړه .

01/07/2025

د ننګرهار پوهنتون د الکترونیکي زده کړو کمېټې نوبتي غونډه وکړه.
د ننګرهار پوهنتون د الکترونیکي زده کړو کمېټې د دې پوهنتون د علمي چارو مرستیال په مشرۍ غونډه وکړه، چې پر مهال یې د یادې کمېټې د روانو چارو او پرمختګونو ارزونه وشوه او راتلونکي لپاره د چارو منظم والي او لا ښه والي په موخه تدابیر ونیول شول.
د مجلس د پرانیستې وینا پر مهال د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح له مسؤلینو د لومړۍ ربعې د کړنو راپورونه وغوښتل او د کمېټې غړو له خوا ورته د کورسونو ثبت برخه کې د روانو چارو په اړه وضاحت او معلومات ورکړل شول.
د غونډې پر مهال د اجنډا مطابق په بېلابېلو مسایلو د بحث سربېره د پوهنځیو مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه، چې د نویو کورسونو ثبت لپاره استادان معرفي کړي.
د غونډې په پای کې اړونده برخه کې د ستونزو د حل او چارو بهبود په اړه بحثونه او نظریات شریک شول.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

29/06/2025

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې چنګاښ میاشتې په ۸ مه نېټه د پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه او د پوهنتون مشرتابه سربېره په کې د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو، استادانو او اداري آمرینو برخه لرله، د علمي او تدریسي چارو، علمي ترفیعاتو، انفکاک کیسونو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئيس شـ.یخ انعام الله مدني د مجلس د پرانیستې وینا پر مهال د شورا غړو ته د لوړو زده کړو وزارت د اصولو، مقرراتو او لارښوونو سره سم د علمي، اداري او تدریسي چارو د ترسره کولو سپارښتنه وکړه، چې د هغوی له خوا ورته د لازمو اجرااتو ډاډ ورکړل شو.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح په تېره یوه میاشت کې د پوهنتون د علمي او تدریسي لاسته راوړنو ګذارش د شورا له غړو سره شریک کړ او دغه راز یې د راتلونکې ارزونې لپاره د بشپړ چمتووالي او تدابیرو نیولو په خاطر مسؤلینو ته بېلابېلو برخو کې سپارښتنې وکړې.

د محصلانو چارو مرستیال شـ.یخ شاکرالله وحدت، د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار او د اداري او مالي چارو مرستیال حافظ ناکیم ځدراڼ د مجلس نور ویناوال وو، چې د شورا غړو ته یې د نصاب اصلاح، کمېټو فعالیتونو چټکیا، الکترونیکي زده کړو ترویج او استادانو کورسونو ثبت، د HEMIS سیستم بشپړ تطبیق، د استادانو چاپ شویو اثارو شریکولو، محصلینو ته د دیني، علمي او روزنیزو ورکشاپونو جوړولو او د پوهنځیو اړوند یو لړ متفرقه مسایلو په اړه لارښوونې وکړې.

ورپسې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو نوی مرستیال شیخ شاکر الله وحدت، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي نوی رئیس پوهنیار حافظ سید محمدقاسم هاشمي او د پوهنتون د دعـ.وت او ارشاد نوی آمر مولوي خلیل الله معصوم د پوهنتون مشرتابه له خوا د شورا غړو ته معرفي شول.

د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار، لغمان او نورستان پوهنتونونو د علمي ترفیعاتو ۲۶ او انفکاک ۱ کیس مطرح او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو آمریت

23/06/2025

ساینس پوهنځي کې د محصلینو د څېړنیزو پروژو د دفاع غونډو لړۍ پیل شوه.
د ننګرهار پوهنتون ساینس پوهنځي د ریاضي، فزیک، کېمیا او بیولوژي څانګو د محصلینو څېړنیزو پروژو او مونوګرافونو څخه د دفاع غونډو لرۍ پیل شوه، چې د مسؤلینو په وینا، د درې ورځو په لړ کې به د یادو څانګو (۱۰۴) تنه محصلین د فراغت په موخه خپل تحقیقاتي موضوعات د ټاکلو منصفه غړو، پوهنځي رهبرۍ او استادانو په حضور کې وړاندې کړي.
د یادې پروسې په پرانیسته کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو او څېړنو او علمي مجلو مرستیالانو، پوهنځي مسؤلینو، د بېلابېلو ډیپارټمنټونو استادانو او محصلینو ګډون کړی و.
د ښه راغلاست وینا پر مهال د ساینس پوهنځي مرستیال پوهندوی محمد جواد نیازي د محصلینو کوښښونه وستایل او زیاته یې کړه، چې یادو محصلینو په هغو موضوعاتو تحقیقات ترسره کړي، چې ارزښت یې خورا لوړ دی او د ټولنې علمي برخه ورسره غني کېدای شي.
د نوموړي په وینا ساینس پوهنځی تل هڅه کوي، چې محصلین د تیوري زده کړو تر څنګ په عملي توګه د څېړنیزو فعالیتونو او نویو لابراتواري تجربو په وسیله داسې وروزي، چې له مسلکي پلوه پیاوړي او د ټولنې اړتیاوو او ستونزو ته ځواب ویونکي وي.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح او د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار په خپلو ویناوو کې محصلینو لپاره د څېړنیزو فعالیتونو په اهمیت خبرې وکړې او ورځ تر بلې د څېړنیز ظرفیت پراختیا او څېړنو سره د ځوان نسل علاقې زیاتېدو باندې یې خوښي وښوده.
نوموړو ژمنه وکړه، چې په علمي او څېړنیزو برخو کې به د استادانو او محصلینو لا ځواکمنتیا ته کار کوي او ټینګار یې وکړ، چې د معیارونو مطابق ترسره شوې څېړنې دې د استفادې په موخه سکتوري ادارو او علمي مراکزو سره شریکې شي.
د غونډې په دويمه برخه کې د محصلينو د ترسره کړیو تحقیقاتو د دفاع لړۍ پيل شوه، چې د بېلابیلو څانګو محصلینو خپل موضوعات ارایه کړل.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

18/06/2025

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۴ تحصیلي کال کانکور ازموینې د اخیستنې بهیر پیل شو.

یاده ازموینه، چې نن د جوزا په ۲۸ مه نېټه پیل شوه او درې ورځې دوام کوي، په ترڅ کې به یې د ننګرهار ولایت د دولسمو او څوارلسمو ټولګیو له نږدې لس زره تنو فارغانو څخه ازموینه واخیستل شي.

په همدې پار د ننګرهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې د پرانیستې مراسم جوړ شوي وو، چې د پوهنتون رهبرۍ او استادانو سربېره په کې د ازموینو ملي ادارې عمومي مشر، د یادې ادارې د پوښتنو بانک د تنظیم چارو رئیس او ورسره مل پلاوي، د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس، علماء کرامو، اداري کارکوونکو او یو شمېر محصلینو برخه لرله.

د غونډې ښه راغلاست او پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی م.ولوي احسان الله ناصح او د ختیځ زون ام.ارتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د دع.وت او ارشاد ریاست استازي او د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال شـ/یخ شاکر الله وحدت راغلو مېلمنو ته هرکلی ووایه، د ازموینې د شفافیت او نظم اړوند یې استادانو ته سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه، چې ننګرهار پوهنتون به د وړ او با استعداده ځوانانو پېژندنې او د هغوی علمي پالنې برخه کې خپله مسؤلیت په سمه توګه ترسره کړي.

نوموړو ژمنه وکړه، چې د پوهنتون اداره او استادان به د همکارو ادارو سره په ګډه د کانکور روانې ازموینې شفافیت، نظم او قانوني ترسراوي لپاره جدي هڅې وکړي او ټینګار یې وکړ، چې ازموینه باید له هر ډول شخصي، قومي او سمتي تمایلاتو وساتل شي، چې ګډونوال یې په ډاډمنه فضا کې د خپلې وړتیا له مخې ازموینه ورکړي.

د ازموینو ملي ادارې عمومي رئيس شـ/یخ دوکتور عبدالباقي حقاني په خپله وینا کې وویل، د هېواد راتلونکی د تحصیل کرده، باشعوره او مومنو ځوانانو پورې تړلی او زیاته یې کړه، د خوښۍ ځای دی چې هېواد مو له شل کلن اشغال وروسته یو ځل بیا خپلواکي ترلاسه کړې او د دې خپلواکۍ د ساتنې، ابادۍ او هیوادني پرمختګ لپاره د شفافیت په اساس د ځوان نسل ټاکنه او علمي روزنه ډېره مهمه ده.

نوموړي زیاته کړه، نظام په دې هڅو کې دی چې یو داسې تعلیمي او تحصیلي چاپېریال رامنځ ته کړي، چې اساس یې له شفافیت، عدالت او اسلامي ارزښتونو جوړ وي او یاده برخه کې یې د ټولو اړوندو ادارو، مسؤلینو او استادانو همکاري اړینه وبلله.

د غونډې په پای کې د ټولو ګډونوالو په حضور کې د پوښتنپاڼو د بکسونو قلفونه خلاص او رسماً ازموینه پیل شوه، چې د غونډې یو شمېر ګډونوالو مېلمنو د ننګرهار پوهنتون د رئیس او مرستیالانو په ملتیا د ازموینې له صحنو لیدنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د کانکور پيل شوې ازموینه به دوه نورې ورځې (پنجشنبه او جمعه) چې د روانې جوزا میاشتې له (۲۹ او ۳۰) مې نېټې سره سمون لري، دوام وکړي.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

29/04/2025

د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ د التقوای لوړو زده کړو مؤسسې له خوا جوړ شوي نړيوال کنفرانس کې ګډون وکړ.

التقوای لوړو زده کړو مؤسسې ( د افغانستان په دوامداره اقتصادي وده کې د کورني اقتصاد رول) تر سرليک لاندې ۳ ورځنی نړيوال کنفرانس د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه، اقتصاد وزارت مسلکي معين، د ننګرهار ولايتي ادارې مسؤلينو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو رئيسانو، داخلي او بهرنيو استادانو، متخصصينو او څېړونکو په حضور کې پیل کړ.

یاد کنفرانس کې د ننګرهار پوهنتون رئیس شـ/یخ انعام الله مدني، د علمي چارو مرستیال پوهندوی م/ولوي احسان الله ناصح، د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي، د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار او د اداري او مالي چارو مرستیال حافظ ناکیم ځدران هم ګډون کړی و.

کنفرانس ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د التقوای لوړو زده کړو مؤسسې د یاد ابتکار ستاینه وکړه او د ملي او نړیوالو کنفرانسونو جوړول یې د هېواد علمي بهیر او څېړنو اړخ د ودې او د داخلي او بهرنیو پوهنتونونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره مهم وبلل.

نوموړي زیاته کړه: د افغانستان اقتصادي وده د علم او تخصص له لارې ممکنه ده او د کورني اقتصاد پیاوړتیا کولی شي، د هېواد د اقتصادي ثبات، ځان بسیاینې او پرمختګ بنسټ کېږدي.

نوموړي په کنفرانس کې ګډونوالو استادانو څخه غوښتنه وکړه، چې د خپلو څېړنو له لارې واقعي حل لارې وړاندې کړي، تر څو د هېواد اقتصادي وضعیت ښه لور ته مخه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د یاد کنفرانس لومړۍ ورځ د جلال اباد په رویال پایلیس تالار کې تنظیم شوې وه، چې پر مهال یې داخلي او بهرنیو څېړونکو ۵ مقالې ارایه کړې او د کنفرانس ۷۸ نورې مقالې به د کنفرانس پاتې دوه ورځو کې ارایه شي.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

10/04/2025

ننگرهار پوهنتون؛ د ښکلا نندارې

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Address

Daronta Street
Jalalabad