Alhaj Doctor Jamal Khan Foundation الحاج ډاکټر جمال خان فاونډیشن

Alhaj Doctor Jamal Khan Foundation الحاج ډاکټر جمال خان فاونډیشن

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Alhaj Doctor Jamal Khan Foundation الحاج ډاکټر جمال خان فاونډیشن, Education, Jalalabad.

Founder of:
Shinwari Medical Complex,Shinwari Institute of Technical & Vocational Education,New Sayed Jamaludin Afghan Institute of Medical Sciences,Sarak Educational Center, and multiple private schools ( Shinwari,Gahez,Danish Afghan & Sufyan Al-Sorri).

20/05/2026

د الحاج داکتر جمال خان فاونډیشن تر چتر لاندې د حرفوي او مسلکي زده کړو ستر مرکز ډېر ژر خپل فعالیت پیلوي. 📚🌟

د نن عصر تر ټولو ستره اړتیا یوازې سند نه، بلکې مهارت دی. هغه ځوانان بریالي کېږي چې عملي زده کړې، تخنیکي پوهه او کاري وړتیا ولري. د همدې موخې لپاره د الحاج داکتر جمال خان شینواري فاونډیشن هڅه کوي چې ځوانانو ته داسې معیاري حرفوي زده کړې برابرې کړي، چې د کار، ځان بساینې او روښانه راتلونکې لاره ورته هواره کړي.

په یاد مرکز کې به د وخت له اړتیا سره سم بېلابېلې ګټورې او عملي څانګې فعالې شي، لکه:

✅ د موبایل او کمپیوټر ترمیم
✅ برېښنا او سولر سیستمونه
✅ خیاطي او فیشن ډیزاین
✅ ګرافیک ډیزاین او ډیجیټل مهارتونه

موږ باور لرو چې هر ځوان باید یو مهارت ولري، ځکه مهارت د عزت، کار او پرمختګ اساس دی. همداراز هڅه کوو چې د ځوانانو د غوښتنو او بازار د اړتیاوو مطابق نورې مهمې او عصري څانګې هم پرانیزو.

💬 ستاسو نظر زموږ لپاره ارزښت لري.
تاسو کومو حرفوي او مسلکي زده کړو ته ډېره اړتیا وینئ؟ خپل وړاندیزونه او نظریات له موږ سره شریک کړئ، ترڅو ځوانانو ته لا غوره او اغېزمن فرصتونه برابر شي.

📌 د ثبت نام لپاره په لاندې وټساپ شمېره اړیکه ونیسئ:
📞 0770701515

🤝 راځئ چې د علم، مهارت او یووالي له لارې خپل راتلونکی روښانه کړو.



#مهارت
#ځوانان

Jamal Khan
Alhaj Doctor Jamal Khan Foundation الحاج ډاکټر جمال خان فاونډیشن

Photos from ‎Alhaj Doctor Jamal Khan Foundation الحاج ډاکټر جمال خان فاونډیشن‎'s post 16/05/2026

د الحاج ډاکټر جمال خان فاونډیشن تر چتر لاندې د استقلال ښوونیز مرکز د کانکور آمادګۍ مارکو څانګې د تېرې ورځې د ازمایښتي ازموینې پایلې اعلان شوې.
یاده ازموینه په شینواري نیمه لوړو زده کړو انسټیټیوټ کې اخیستل شوې وه.

آدرس: مارکو بازار، غني خېلو ته غځېدلې سړک، شینواري تخنیکي او مسلکي زده کړو انسټیټیوټ.

Photos from ‎Alhaj Doctor Jamal Khan Foundation الحاج ډاکټر جمال خان فاونډیشن‎'s post 15/05/2026

الحاج ډاکټر جمال خان فاونډیشن تر چتر لاندې د استقلال د معیاري کانکور اماده ګۍ د نوې څانګې د پرانست غونډه په شاندارو او منظم مراسمو سره ترسره شوه.
په یاده غونډه کې ګڼ شمېر زده کوونکو، ځوانانو او د زده کړو مینوالو ګډون کړی و، چې د معیاري زده کړو او کانکور اماده ګۍ په اړه ورته مهم معلومات وړاندې شول.
د غونډې له پای وروسته له ګډونوالو زده کوونکو څخه د کانکور یوه معیاري ازمایښتي ازموینه هم واخیستل شوه، څو د هغوی علمي سویه وارزول شي. د یادې ازموینې پایلې به سبا، د شنبې ورځې مازیګر اعلان شي.
همدارنګه، د استقلال د معیاري کانکور اماده ګۍ رسمي درسونه به د سالانه ازموینو له پای ته رسېدو وروسته پیل شي. د یادونې وړ ده چې د نوو زده کوونکو د شمولیت لپاره داخله اوس هم روانه ده.
پته: مارکو بازار، لویدیځ لوری، جړ غاړه، د اټوما پایې ترڅنګ، د شینواري تخنیکي او مسلکي زده کړو انسټیټیوټ انګړ.

14/05/2026

خبرتیا
د الحاج ډاکټر جمال خان فاونډیشن تر چتر لاندې د استقلال د کانکور مخکښې امادګۍ د پرانیستې ځانګړې غونډه ترسره کېږي.
له یادې غونډې وروسته به له هغو زده کوونکو څخه چې د کانکور ملي ازموینې ته یې ثبت نام کړی، د کانکور ازمایښتي ازموینه واخیستل شي.
له ټولو درنو زده کوونکو، والدینو او فرهنګپالو هېوادوالو څخه په درنښت هیله کېږي چې سبا د پرانیستې په غونډه کې زموږ ترڅنګ ګډون وکړي او په خپل راتګ سره زموږ غونډه لا رنګینه او باوقاره کړي.
وخت: سبا سهار، د جمعې ورځ، ۸:۰۰ بجې
پته: مارکو، د لمر لوېدیځ لور، د جر غاړه، د اټوما پایې ترڅنګ

14/05/2026

خبرتیا!

د الحاج ډاکټر جمال خان فاونډیشن تر چتر لاندې د استقلال د کانکور معیاري امادګۍ د پرانیستې ځانګړې غونډه ترسره کیږي.

په همدې ویاړ، سبا د جمعې مبارکې په ورځ د استقلال د کانکور مخکښې امادګۍ نوې څانګه د مارکو په سیمه کې، د شینواري نیمه لوړو زده کړو انسټیټیوټ کې په رسمي ډول افتتاح کیږي.

همدارنګه د ګډونوالو لپاره د کانکور معیاري ازمایښتي ازموینه هم په وړیا ډول اخیستل کیږي، ترڅو زده کوونکي د کانکور له چاپېریال او معیاري پوښتنو سره لا ښه بلد شي.

له ټولو درنو زده کوونکو، ځوانانو او د علم مینوالو څخه په ډېر درنښت هیله کوو، چې په یادو مراسمو او ازموینه کې زموږ سره ګډون وکړي.

🕗 وخت: سبا، د جمعې مبارکه ورځ — سهار ۸:۰۰ بجې
📍 پته: مارکو بازار، لمر لوېدیځ لور، د جړ غاړه، د اټوما پایې تر څنګ، د شینواري تخنیکي او مسلکي زده کړو انسټیټیوټ انګړ.

13/05/2026

📢 زرین فرصت د کانکور ګډونوالو لپاره!

هغه ځوانان چې د کانکور ملي ازموینې ته یې ثبت‌نام کړی، د الحاج ډاکټر جمال خان فاونډیشن له لوري ورته یو ځانګړی او ګټور فرصت برابر شوی دی.

د دې پروګرام له مخې به د استقلال د کانکور معیاري او مخکښې امادګۍ د تجربه لرونکو استادانو له خوا د کانکور معیاري ازمایښتي ازموینه واخیستل شي.

📚 د ازموینې څخه وړاندې به ګډونوالو ته د کانکور اړوند مهم تخنیکي موضوعات او لارښوونې په عملي او تفصیلي ډول وړاندې شي، ترڅو زده کوونکي وکولای شي د کانکور ازموینې لپاره ښه چمتووالی ولري.

✅ له ټولو هغه زده کوونکو څخه چې دا مهال په یوولسم او دولسم ټولګي کې زده کړې کوي، په درنښت هیله کیږي چې په دې مهمه ازموینه کې ګډون وکړي.
ازموینې وخت: راتلونکي جمعې ورځ سهار اته بجې.
📍 پته:
د شینوارو ولسوالۍ مارکو بازار، جړ غاړه، د اټوما پایې ترڅنګ،
د شینوارو تخنیکي او مسلکي زده کړو انسټیټیوټ انګړ.

12/05/2026

خبرتیا!

د الحاج ډاکټر جمال خان فاونډیشن تر چتر لاندې د استقلال د کانکور مخکښې امادګۍ له لوري د جمعې په ورځ د ازمایښتي کانکور معیاري ازموینه اخیستل کېږي.

له ازموینې وړاندې به د استقلال د کانکور امادګۍ تجربه لرونکي استادان ګډونوالو ته د کانکور اړوند تخنیکي او مهمو برخو عملي روزنه او لارښوونې وړاندې کړي، او وروسته به ترې د ازمایښتي کانکور معیاري ازموینه واخیستل شي.

دا د شینوارو او مومندو ځوانانو لپاره یو غوره او ارزښتناک فرصت دی؛ نو له ټولو هیله کېږي چې د جمعې ورځې په ازموینه کې ګډون وکړي او له دې علمي پروګرام څخه ګټه واخلي.

07/05/2026

زېرې!

د الحاج ډاکټر جمال خان فاونډیشن تر چتر لاندې د (استقلال کانکور امادګۍ) معیاري مرکز ډېر ژر په مارکو کې افتتاح کېږي.

د الحاج ډاکټر جمال خان فاونډیشن بنسټګر، ډاکټر جمال خان شینواري، د شینوارو او مومندو ځوانانو هغه اوږدمهاله هیله هم پوره کړه چې د معیاري زده کړو لپاره به ښارونو ته تلل.

اوس به د استقلال کانکور امادګۍ په همدې سیمه کې د خپلو درنو زده کوونکو لپاره معیاري او باکیفیته تدریس وړاندې کوي، چې درسونه به یې د مرکزي څانګې تجربه لرونکي استادان پر مخ وړي.

په نږدې راتلونکې کې به د افتتاح رسمي مراسم هم ترسره شي.

14/04/2026

🌟 د انسانیت خدمت، زموږ لومړیتوب 🌟

د الحاج ډاکټر جمال خان فاونډیشن بنسټګر له خوا د خپلو بیوزلو او اړمنو وطنوالو لپاره یو لوی نېک ګام پورته شوی دی. د همدې موخې لپاره، د الحاج ډاکټر جمال خان فاونډیشن تر چتر لاندې، په شینواري میډيکل کمپلکس کې وړیا طبي کمپ پیل کېږي.

💚 دا کمپ د هغو کسانو لپاره یو طلایي فرصت دی چې د غوږ، پوزې، ستوني او سترګو له ستونزو سره مخ دي او د درملنې توان نه لري.

په دې وړیا کمپ کې به لاندې خدمات وړاندې کېږي:
🔹 د غوږ، پوزې او ستوني ټول جراحي عملیاتونه
🔹 د سترګو هر ډول جراحي عملیاتونه

👨‍⚕️ دا ټول خدمات به د مجربو او متخصصو ډاکټرانو له خوا په ډېر مسلکي ډول ترسره کېږي.

📅 د کمپ موده:
له ۱ ثور څخه تر ۱۵ جوزا پورې

⏰ وخت:
هره ورځ (له شنبې تر پنجشنبې)
سهار ۸:۰۰ بجې څخه تر مازدیګر ۳:۰۰ بجو پورې

📍 ځای:
مارکو غنی‌خیلو ته غځېدلی سړک، د فرش پوستې ترڅنګ، د دانش افغان خصوصي ښوونځي مخامخ، شینواري میډيکل کمپلکس

📞 د اړیکې شمېرې:
0774125999
0785495485

🤲 هیله ده دا زېرى له خپلو دوستانو او خپلوانو سره شریک کړئ، څو هر اړمن ورور او خور ترې ګټه واخلي.

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address

Jalalabad