Haroon Adeeb

Haroon Adeeb

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Haroon Adeeb, College & University, لیکوال, Kabul.

24/03/2026

هڅه مه کوئ په هغه څه سیالي وکړئ چې نه یې لرئ؛ که پیسې ونه لرئ، نه شئ کولای چې د غریب په جامه کې د یو شتمن انسان رول ولوبوئ، که وهم توانېږئ د موقت وخت لپاره به وي. ځان هغسې خلکو ته ور وپېژنئ چې یئ؛ ځکه د خلکو غوښتنې، توقعات او لیدلوری هم ربط ورسره لري چې تاسې یې بیا په پوره کولو او زغملو کې پاتې یا کم راځئ. که داسې ونه کړئ، نو بیا د خپل اغوستل شوي نقاب د ساتلو لپاره دروغجنو بهانو او کاذبو توجیهاتو ته اړ کېږئ چې دا مو شخصیت در وژني او وجداني عذاب مو ډېروي.

24/03/2026

رښتیا هم چې د ښځو ژوند ډېر سخت دی؛ زما خپلې مور څه باندې اویا کاله عمر وکړ، هر ورځ یې کار کاوه. یوه ورځ یې شاوخوا وکتل، هغه جالۍ ډوله د خوب کمیس چې له پنځه څلوېښتو کلونو راهیسې یې درلود او هیڅکله یې نه ؤ اغوستی، له صندوق څخه راواخېست او وایې غوست. بیا پر کټ اوږده وغځېده، سترګې یې پټې کړې او ویې ویل: پلار مو تاسو ته سپارم، زه نوره ستړې یم...

📚کتاب: گور په گور _ ویلیام فاکنر

24/03/2026

ماشوم په دوو کلونو کې خبرې کول زده کوي او انسان له ۶۰ کلونو وروسته په دې پوهېږي چې ژبه څنګه بنده وساتي. زه نه دوه کلن ماشوم یم او نه ۶۰ کلن بوډا؛ زه د خپل ژوند په منځنۍ مرحله کې یم، چې د وروستۍ مرحلې په پرتله نږدې ده. له همدې امله هغه کلمه چې تر اوسه زما له خولې نه ده وتلې، زما په نظر د ټولو هغو کلمو په پرتله ډېره قیمتي ده چې رانه ویل شوې دي.

24/03/2026

هغه ماشومان چې وهل یې خوړلي دي، وهل کوي. چې ډارول شوي دي، ډارول کوي. چې سپکاری ورته شوی دی، سپکاوی کوي. او هغوی چې روح یې له منځه وړل شوی دی، نور له منځه وړي.

آلیس میلر

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address

لیکوال
Kabul