ژباړه

ژباړه

Share

ژباړه ستاسو د زوق او خوښې ژباړې کوي
مونږ سره يوځای شئ

23/05/2024

شايد له دغسې ماشومانو سره ډېر مخامخ شوي ياست
دېته په انګليسي کې breath hold spell/attack ويل کيږي
او په عامه پښتو کې ورته د ماشوم شنه کيدل ويل کيږي
کله چې ماشوم ډېر غوسه،نااميده يا وډار شي او يا ووهل شي ماشوم خپله ساه بندوي
۲۵٪ جنيټيکي وي هغه څوک چې په فامیل کې داسې نور ماشومان ولري په نوي زيږيدلي ماشومانو کې همدا مشکل موجود وي
بعضې خلک د ماشوم مخ ته پوکی ورکوي چې ګويا ښه به شي
دا اصلا غلطه ده
فقط دومره وکړی چې ماشوم سم ځای باندې قرار ويده کړئ ترڅو ونه غورځيږي
يوې څخه تر دوه يا درې دقيقو دوام کوي
کوم مشکل ماشوم ته نه پيښوي او نه کوم خطر منځته راوړي
خو چې له پينځو دقيقو ډېر دوام وکړي بيا يې د ماشومانو متخصص ته ور وړی.

22/11/2023

17/11/2023

ډېره بده ده!😶‍🌫️

17/11/2023

کاڼۍ چې وويشتل شي
خبره چې وشي
موقعیت چې له لاسه وځي
وخت چې تېر شي
زړه چې مات شي
هيڅکله نشو کولای چې بیرته يې راوګرځوو.

فکر مو وي!

16/11/2023

🌺Vitamins🌺
(🌷ویټامینونه🌷)
بسم الله الرحمان الرحیم

د ویټامین تعریف: ویټامین د دوو کلمو څخه اخیستل شوی دی, vita د ژوند او Min د ضرورت په معنا پس ویلای شو چې ویټامین یعنې د ژوند بقا لپاره ترټولو ضروري مواد ګڼل کیږي.

د ویټامینونو تاریخچه: په لومړي ځل Eikman هالنډي کیمیا پوه په ۱۸۹۷ کال کې کشف کړل

ویټامینونه په عموم کې په دوو بخشونو ویشل شوي.

۱: په شحم (غوړو) کې منحل ویټامینونه لکه: (A-D-E-K)

۲: په اوبو کې منحل ویټامینونه لکه: (B1-B2-B3-B5-B9-B12-B16) او ویټامین (C-H)

په غوړو کې منحل ویټامینونه د خوړو په غوړو قسمتونو کې پیدا کیږي. د مثال په ډول که مستې له شیدو څخه وباسی نو د هغه ویټامین د خوړو غوړو سره یوځای جذب کیږي
که چیرې کیسه ای صفره د غوړو جذب توان ونلري نو په غوړو کې منحل ویټامین هم نشي جذب کيدلای نو په هغه صورت کې باید ویټامین پیچکاري شي.
ځکه که خوراکي وي نو اول باید جذب او بيا په مصرف ورسيږي او که پيچکاري شي جذب ته ضرورت نلري همداسې د ويني په جريان کې په مصرف رسيږي
خصوصا ویټامین کا K چې د کمبود په صورت کې د له بدن څخه د وینې جریان شروع کیږي.
په یاد ولری چې A,K,D ویټامینونه په جګر (ینه) کې ذخیره کيږي خو ویټامین اي E د بدن په ټولو شحمي حجرو کې ذخیره کیږي.

مخکې يې نوم vitilamine وو ددې په خاطر چې دوی په دې فکر وو چې ټول ويټامين د امين له کورنۍ څخه دي
وروسته کله چې معلومه شوه چې بعضی ويټامينونه د امين له کورنۍ څخه ندي نو د نوم څخه په اخره کې E ړنګه شوه د ويټامين vitamin په نوم وپيژندل شول.

نو ويټامينونه د بدن سوخت او ساز لپاره ډېر جزی مواد ګڼل کيږي لکه تندرستي د اندامو تناسب او داسې نور...
يعنی هغه امين چې د زندګي د بقا لپاره ترټولو ضروري مواد شميرل کيژي.

ويټامين A: په غوړو کې حل ويټامين دی چې د ماشومانو په غټيتډو،بوی،د ړنديدو څخه مخنيوي کوي، د ايميون سیستم، د مری زخم،د فوليکول هیپوکراتوز ( يوه بیماری چې د جلد د وچيدو لامل کيږي) د ويښتو او پوستکي په سلامت ساتلو کې،د بعضی سرطانونو د مخنيوي لپاره لکه د پروستات کنسر، د بې اولادې مخنیوی، د زړه او ګردې سالم ساتلو لپاره ضروري دي.
او بل ويټامين اېA سبوم (په پوستکي او ويښتو کې يو قسم غوړ مواد دي چې پوستکی او ويښته نرم ساتي) توليدوي.

د ويټامين A ډولونه او د هغوی منابع چې په کومو شيانو کې شتون لري
په درې ډوله دي 👇
۱: رټينول: په غوښه، په جګر، په ماهي، شيدې، پنير او هګۍ کې شتون لري
۲:کارټنوئيد: يو رقم نارنجي دانې دي چې د سبزيجاتو او ميوه ګانو په رنګ کيدو کې کمک کوي
لکه ځمکني توت، مڼه، کدو،سره دورمه، زردالو او داسې نورو کې شتون لري
۳:بټاکروټن

ويټامين B1:
يو په اوبو کې حل ويټامين دی چې د تيامين په نوم ياديږي د نورو ټولو ويټامينونو په رقم B کمپلکس پورې مربوط دی
دغه ويټامين په بدن کې کاربوهايډرېټ د انرژی په شکل استفاده کوي او ددې باعث کيژي چې په بدن کې انزايمونه تولید شي او د ويني قند تنظيم کړي.

ويټامين B3 :
يو په اوبو کې حل ويټامين دی چې د ريبوفلاوين Riboflavin په نوم ياديږي B کمپلکس پورې مربوط ويټامين دی بايد روزانه مصرف کړای شي ځکه چې بدن نشي کولای له حده زيات ذخیره کړي.
په وړو کولمو کې جذب کيږي د حجري بهبود او د پروټينو تجزيه کيدو لپاره په بدن کې استفاده کيږي‌.

ويټامين B3:
يوه په اوبو کې حل ويټامين دی چې د نياسين په نوم ياديږي د B په کمپلکس پورې مربوط دی
کوم خواړه چې مونږ او تاسو خورو هغه په انرژي اړوي.
د زخم او اکسيدان ضد ويټامين دی او د ويني کلسترول په راښکته کولو کې ترټولو مهم ويټامين بلل شوی‌.

نورې برخې په راتلونکي پوسټ کې درته خپروم انشالله

ژباړه: ډاکټر قريب سيف يعقوبۍ
Qarib Saif Yaqoobi

16/11/2023

سلام بعد له ډېره وخته
يو ورور د ويټامين په باره کې معلومات غوښتي وو
انشاالله بيګاه ته به يې په مفصله توګه درسره شريک کړم

25/05/2023

This patient has neurofibromatosis
This disorder cause tumors that grow in the nerves and produce other abnormalities such as change in the niet or pain in the legs🥹

که سالم یاست شکر وباسئ.

14/05/2023

د ښځې وفاداري هغه وخت معلومیږي چې سړی هیڅ هم ونلري
او د سړي وفاداري هغه وخت معلومیږي چې هرڅه ولري

03/03/2022

د نورو خلکو په خبرو مه خفه کیږه!
هر کس حق لري چې خپل نظر وړاندې کړي
اما تاسو حق نلری چې ناراحته شی
په عین حال کې تاسو حق لری چې نظر یې نادیده ونیسئ.

♡ ✍

26/02/2022

زه همیشه خوښ وم؛
پوهیږی ولې؟
ځکه چې د هیچا څخه د څه انتطار نلرم.
انتظار هر وخت صدمه ورکوي
زندګی لنډه ده، نو په خپل ژوند د میین اوسه، خوښ اوسه، وخانده او فقط د خپل ځان لپاره د ژوند وکړه
همدا ژوند ده!

👤شکسپیر

♡ -ژباړه ✍

26/02/2022

د ښو او بدو ورځ توپیر په دې کې دی چې
په بدو ورځو همغه موقع پوهیږو
چې بدې ورځې دي…
اما په ښو ورځو نه پوهیږو!
کله چې تیرې شي پوهیږو چې ښې ورځې وې…

♡ -ژباړه✍

26/02/2022

بعضې وختونه باید یوه نقطه کیږدی، بیا یې شروع کړی بیا وخاندئ، بیا وجنګی، بیا وغورزیږی او محکم تر جیګ شئ بعضې وختونه بیا یوه ښکلې خانده وکړئ ټولې ترخې کیسې په سوک ووهئ او ورته ووایاست:«مننه چې د قوي کولو هوډ د رایاد کړ»

♡ -ژباړه✍

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address

Kabul