Maryam Amarkhil مریم امرخېل

Maryam Amarkhil مریم امرخېل

Share

Education, HR Activist, Founder of @kegdai.mobile.school for Nomadic Children

Photos from ‎مجمع فرهنگی راه دانایی قوناق‎'s post 04/01/2026

مردم شریف، باعزت و بزرگوار منطقه قوناق!
از محبت، همدلی و حمایت صمیمانه‌ای که همواره نسبت به فرزندان‌تان و روند آموزشی نشان داده‌اید، صمیمانه سپاسگزارم. همراهی شما باعث شده است تا کودکان این منطقه با امید، انگیزه و اعتماد به نفس در مسیر علم و دانایی گام بردارند.
دیدن تلاش و پیشرفت شاگردان عزیز، نشان‌دهنده توجه و باور شما به ارزش آموزش است. این کودکان سرمایه‌های ارزشمند آینده‌اند و بی‌تردید فردای روشن سرزمین زیبا ما از همین کلاس‌های ساده و دل‌های پاک آغاز می‌شود.
سپاس ویژه از استادان پرتلاش که با تعهد، صبر و دلسوزی، در کنار شاگردان ایستاده‌اند و با زحمات بی‌وقفه‌شان نقش اساسی در رشد علمی و اخلاقی آنان ایفا می‌کنند.
امیدوارم با تداوم همدلی و همکاری مردم آگاه منطقه قوناق، شاهد شکوفایی هرچه بیشتر فرزندان‌مان باشیم و آینده‌ای روشن، آگاه و سربلند در انتظار آنان باشد.

با حرمت و امتنان
مریم امرخیل

02/01/2026

علم است شعار ما
با کمال افتخار و خوشی اعلان می‌داریم که در مکتب *کېږدي ګرځنده ښوونځي قوناق* واقع در ولایت بامیان، پروسه اعلان نمرات نهایی شاگردان با موفقیت انجام شد. این روز برای ما و شاگردان‌ ما یکی از روزهای خاص و پر از انگیزه بود، زیرا حاصل تلاش‌های شبانه‌روزی‌شان را به صورت رسمی دریافت کردند.
در این محفل ساده اما با ارزش، جوایز باارزش و تشویقی که از سوی *نهاد محترم کېږدي ګرځنده ښوونځی* وعده شده بود، به شاگردان ممتاز اهدا گردید. این جوایز نه تنها نشانه‌ای از قدردانی از زحمات شاگردان بود، بلکه انگیزه‌ای بزرگ برای ادامه تلاش در مسیر علم و دانایی محسوب می‌شود.
در پایان، *تشکری عمیق و صمیمانه* داریم از نهاد آموزشی و فرهنگی *کېږدي ګرځنده ښوونځی* و خانم *مریم امرخیل* گرامی، که همواره با درک عمیق از اهمیت آموزش، در کنار کودکان و نوجوانان این سرزمین ایستاده‌اند. حمایت شما باعث شده است تا امید، انگیزه و آرزوهای بزرگ در دل شاگردان ما شعله‌ور شود.
باشد که این گام‌های نیکو ادامه یابد و شاگردان امروز به سرمایه‌های درخشان فردا مبدل گردند.
*با سپاس فراوان از همکاری، مهربانی و تلاش‌های دوامدار شما!*
با احترام استادان و اولیای شاگردان کېږي ګرځنده ښوونځي قوناق
یادونه: اړونده پیغام د ویډیو سره د بامیانو د څانګې ادارې له خوا راستول شوی دی.
واقعا دا دوه کاله د کېږدۍ فعالیت له پیل تر دمګړۍ ددغې سیمې د ماشومانو پرمختګ او هڅې ډېرې هیله بښوونکې دي په ځانګړې بڼه ددې سیمې درنو ښوونکو زیار چې ددغو ماشومانو سره یې باسي.

Photos from ‎Maryam Amarkhil مریم امرخېل‎'s post 02/01/2026

د بامیانو څانګې د کلنۍ ازموینې پایلو نمانځغونډه:

د کېږدۍ ګرځنده ښوونځي ادارې له خوا د بامیانو څانګې زده کوونکو هڅونې په موخه د کلنۍ ازموینو پایلو نمانځنې غونډه جوړه شوه، چې په ترڅ کې یې ممتاز زده کوونکي وستایل شول او همدارنګه نورو ټولو زده کوونکو ته د تشویق او هڅونې په پار وړې ډالۍ ورکړل شوې، څو د راتلونکي تعلیمي کال لپاره په لا زیات قوت، باور او مینه سره زده کړو ته راودانګي.
په دې غونډه کې زده کوونکي، ښوونکي، د سیمې مشران، مخور، میندې، پلرونه او ځوانان راټول شوي وو. د خلکو ګډون او تود هرکلي دغه لرې پرته او محرومه سیمه مې د دوی مینه له علم او پوهوې سره ثابتوي. د همدې ژورې مینې له امله یې ستاینلیکونه او انعامونه میندو په خپلو لاسونو ګلالیو اولادونو ته وسپارل.
د ټولګیو په کچه لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکي په ستاینلیکونو، ماشومانو کیسو، ډالیو او کپونو ونازول شول، او د ښوونځي په کچه تر ټولو غوره زده کوونکی د ستاینلیک، غوره ډالۍ، کپ او نغدي جایزې وړ وګرځېد. دا ستاینې د ماشومانو د هڅونې تر ټولو پیاوړې وسیله وه، څو پر خپل استعداد باور وکړي او د علم لاره په ټینګه ونیسي.
همدارنګه د ښوونکو د صادقانه هڅو، زحمتونو او ژمنتیا قدرداني وشوه. هر ښوونکی په ستاینلیک او نغدي جایزه ونازول شو، ځکه دوی په داسې لرې سیمه کې د علم مشعل بل ساتلی دی. د سیمې له مشرانو او د ماشومانو له میندو او پلرونو څخه هم د زړه له کومې مننه وشوه، چې د خپلو اولادونو تر څنګ یې د تعلیم ملاتړ کړی او د زده کړو ارزښت یې درک کړی دی.
کېږدۍ ګرځنده ښوونځی باور لري چې دا هڅې به دزده کړو محرومیت او تیاره ماته کړي، له همدې کوچنیو ګرځنده کېږدیو څخه د یوه باوري، پوه او هیله‌من نسل راټوکېدلو په هڅه او درشل کې دی.




Photos from ‎Maryam Amarkhil مریم امرخېل‎'s post 02/01/2026

د لوګر څانګې د کلنۍ ازموینو د پایلو نمانځغونډه:

د کېږدۍ ګرځنده ښوونځي د ۱۴۰۴ ښوونیز کال له پای ته رسېدو وروسته د لوګر څانګې د زده کوونکو د کلنیو ازموینو د پایلو د اعلان او د لوړو نمرو ګټونکو زده کوونکو د هڅونې په موخه غونډه ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د ښوونځي ښوونکي، زده کوونکي، د زده کوونکو کورنۍ غړو او د سیمې یو شمېر مشرانو ګډون کړی وه. لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکو زده کوونکو ته ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې او همدارنګه د ښوونځي په کچه تر ټولو غوره زده کوونکی د ستاینلیک، غوره ډالۍ او نغدي جایزې په ورکولو سره وستایل شو.
ادارې د لوګر څانګې ښوونکي هم د تېر ښوونیز کال په ترڅ کې د ښوونې او روزنې د غوره خدمتونو له امله وستایل.
کېږدۍ ګرځنده ښوونځی اداره د هېواد په هغو لرې پرتو سیمو کې ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابروي، چې ښوونیزو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.




Photos from Kegdai Mobile School's post 02/01/2026
Photos from ‎Maryam Amarkhil مریم امرخېل‎'s post 25/12/2025

د کېږدۍ ګرځنده ښوونځي ادارې سږ کال د خپلو ټولو څانګو ممتازو زده‌کوونکو ته، تر زرو افغانیو نغدي انعامونه او دغه شان ستاینلیکونه برابر کړي دي. دا نوښت د دې لپاره دی چې زده‌کوونکي لا ډېر وهڅول شي، پر خپلو زده‌کړو باور ومومي او د علم په لاره کې لا ټینګ ګامونه واخلي.
دلته د خوست څانګې هغه روښانه څېرې وینئ چې د خپلې هڅې، زحمت او هوډ په برکت یې امتیاز ترلاسه کړی او د سیمې له قدرمنو مشرانو څخه یې ستاینلیکونه او انعامونه واخیستل. دا شېبې یوازې د انعام وېش نه دی، بلکې د امید، باور او راتلونکي د جوړولو پیغام خپروي.
په دې غونډه کې د سیمې مشرانو هم خپلې مهمې غوښتنې او خبرې شریکې کړې، چې ان‌شاءالله اړوند ویډیوګانې به یې وروسته خپرې شي.
له کېږدۍ تر سپوږمۍ دا یوازې یو شعار نه، بلکې د هغو ماشومانو کیسه ده چې له ساده امکاناتو سره لوی خوبونه ویني او د رڼا پر لور روان دي

23/12/2025

د کېږدۍ ګرځنده ښوونځي د خوست څانګې د ګلالیو هوښیارو زده کوونکو له خوا د علم ترانه، د رڼا، هیلو او بدلون یو ژوندی خوندور انځور وړاندې کوي.
تر ټولو هیله‌بخښونکې شېبه راته داده چې ددې خوږو ماشومانو په کوچیاني غرني غږ کې د علم ترانه اورېدل کېږي او د سیمې مشران پلرونه، ګلالي زده کوونکي ورته په مینه راټولېږي.
دوی ورځ تر بلې د پوهې پر لور روان دي، ذهنونه یې روښانیږي او د علم په ګاڼه سمبالېږي. دا هڅه، دا یووالی او دا پرمختګ د ویاړ، خوښۍ او نمانځنې وړ ده.






#کېږدۍ مو کېږديو ته د پوهې رڼا راوړي

22/12/2025

سولې خور مې دلته ورور نه ګیلې کولې چې مبایل نه ورکوي او زما نه خوښه ده.
سولې به مې مبایل کور کې رانه واخیست څو چې به کار ته تلم نو صرف هماغه وخت به یې راکاوه نو همدې لپاره به کرۍ ورځ راته په تمه وه چې خور یې راسي، هم مې باید هر مازدیکر یا ماښام کې چکر ورکړی وای او هم د خوښې شیان ورته اخېستل هم به یې بیا نور زما مبایل کې کارتون کوت ان ما هم د ې ماشومتوب کې ټول هغه کارټون ویډیوګانې ولیدلې چې زه ترې خپل ماشومتوب کې بې برخې ومه زما په اوږه به یې سر ایښی وه او ویډیوګانې به یې کتلې چې رامسافر شولو نو هم دې او هم موږ ته هغه سختۍ بیخي درنې تمامې شوې.
***
پوره څلور کاله ووتل چې د سولې خور او مورجانې ابا جان نه مې لرې یو.
دا چې ددې څلور کاله هره شپه او ورځ د دوی پرته په موږ ټولو څنګه تیره شوې یو خدای خبر دی.
تر ټولو سخته دا وه چې ابا مې ناروغ وه او بیا بیا یې د پښو ګوتې ډاکترانو ورته پرې کولې. مورکۍ مې یوه ساده کلیواله ښځه چې نه یې لیک زده او نه هم یوازې چیرته یو قدم د دروازې اخیستلی شي، له دوی سره د کوچنۍ شهزادګۍ زموږ نازولې سولې پرېښودل او زموږ د نازونو بې برخې کیدل هم د دوی او هم زموږ د زغم وتلي وه خو خدای ج دا دی دا څلور کاله تیر کړل. خدای دې هغه ورځ راولي چې هره افغانه نجلۍ د خپل وطن په خاورو تر لوړو زده کړو او لوړو دندو حق ولري، هیڅوک له مجبورۍ خور کور کلي پرېښودلو ته اړ نسي.

16/12/2025

کله کله یوه ښکلې خیالي دنیاګۍ جوړول هم خوند کوي او هغه چې بیا زموږ د پښتنو ښایستونه په کې ګډ وي. زموږ ښکلې د ښځو ټپې، جامې، اتڼونه، د سړیو پګړۍ، کېږدۍ، اوښان، غرونه، غالۍ، میلمه پالنه او ډېر نور هغه ښایستونه چې موږ یې لرو خو له بده مرغه دا اوسنیو بندیزونو زموږ ډېر ښایستونه رانه واخیستل او ورځ تر بلې زموږ ارزښتمن دودونه زیانمن کیږي چې دا واقعا زموږ لپاره د خواشینۍ وړ خبره ده.

04/10/2025

په ماشومتوب کې به مې انا ویل:
تاسې نوي غوړیدلي ګلان یئ، باید داسې وپالل شئ لکه د ګل پالنه د مهربان باغبان په لاسونو؛
خو خدای مه کړه، که دا تنکي ګلان د بې‌پروا او نامهربان باغبان لاس ته ورشي،یا به یې د چا بدرنګه لاسونه نوي غوړیدلي ګلونه له تنه راجلا کړي او یا به د بې اوبه کېدو نه مړاوی شي.
اوس داسې فکر کوم چې د وطن په ځمکو یو بې رحمه باغبان حاکم دی چې په بې پروایئ یې ټول فصلونه او غوړیدلي ګلونه وچ او مړاوي کیږي.

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address

Kabul