Dawlat Waziri

Dawlat Waziri

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dawlat Waziri, Kabul.

19/06/2026

هیأتی از وزارت اطلاعات و فرهنگ، با حضور شماری از معاونان این وزارت، به منزل استاد حبیب‌الله رفیع، پژوهشگر، تاریخ‌نگار و نویسنده کشور، رفته و در مراسمی به پاس خدمات علمی و فرهنگی او، از وی تقدیر کرده است.

وزارت اطلاعات و فرهنگ در خبرنامه‌ای گفته که عتیق‌الله عزیزی، معین هنر و فرهنگ این وزارت، استاد رفیع را از پژوهشگران برجسته کشور دانسته و بر حمایت از چاپ آثار و ادامه فعالیت‌های پژوهشی وی تأکید کرده است.
#طلوع‌نیوز

19/06/2026

ګرانو او خوږو دوستانو!
په ښکلو ګلونو مو هر کلی کوم.
سهار، ورخ او ټول ژوند مو نیکمرغه اوسه

18/06/2026

په ترکمن دره کې

18/06/2026
18/06/2026

"مخ دې هسې په قبله دی
په زړه کافره یاره ښه دې پیژنمه"
انسان تل د دوو نړۍو ترمنځ ژوند کوي، یوه هغه نړۍ چې خلک یې ویني، او بله هغه نړۍ چې یوازې د زړه په تیارو او رڼاوو کې پټه وي. ډېر وخت انسان خپل مخ د تقدس، اخلاص او نیکۍ پر لور اړوي، خو زړه یې د بلې کیسې شاهد وي. همدا تضاد دی چې شاعر یې په دوو لنډو مصرعو کې داسې انځور کړی چې د یوې لویې ټولنې، یوې زمانې او ان د یوه تمدن انځور ترې راڅرګندېږي.
قبله د عبادت، عقیدې او اخلاص نښه ده. کله چې یو څوک مخ قبلې ته کړي، ظاهراً د بندګۍ او تسلیمۍ اظهار کوي. خو شاعر یوازې ظاهري حالت نه ګوري، هغه د انسان د زړه تل ته ورښکته کېږي. هلته هغه څه ویني چې سترګې یې نه شي لیدلی. ځکه نو وایي:
«په زړه کافره یاره ښه دې پیژنمه.»
دلته کفر یوازې مذهبي معنا نه لري، بلکې د خیانت، بې وفایۍ، دروغو او دوه مخۍ استعارې په توګه کارول شوی دی. شاعر خپل مخاطب ته وایي چې ستا ظاهري بڼه، ستا خبرې او ستا اداوې ما نه شي غولولای، زه ستا د زړه له رازونو خبر یم.
په ټولنه کې ډېر داسې کسان شته چې د نیکۍ جامې اغوندي، د صداقت خبرې کوي، د وطن، ملت، دین او انسانیت نارې وهي، خو د زړه په تل کې یې شخصي ګټې، حرص او ځان غوښتنه پټې وي. دوی د قبله‌نما انسانانو په څېر ښکاري، خو زړونه یې د بل لوري مسافر وي. تاریخ هم د همدې ډول کسانو له کیسو ډک دی، هغه کسان چې په ژبه یې د حق نارې وهلې، خو په عمل کې یې د باطل خدمت کړی دی.
ادب تل د ظاهري ښکلا تر شا پټ حقیقت لټوي. شاعر هم د همدې حقیقت پلټونکی دی. هغه د انسان د جامو، رنګ او ظاهري عبادت پر ځای د زړه تل ته ګوري. ځکه په ادبي نړۍ کې زړه د انسان اصلي هویت ګڼل کېږي. که زړه پاک وي، انسان که هر څومره بې وزلی او بې نومه وي، ارزښت لري، او که زړه تور وي، ظاهري سپینوالی یې هېڅ مانا نه لري.
د انسان تر ټولو لویه شتمني صداقت دی. صداقت هغه ځواک دی چې د ظاهر او باطن ترمنځ واټن له منځه وړي. کله چې د انسان مخ او زړه دواړه په یوه لوري وي، نو شخصیت یې بشپړېږي. خو کله چې مخ قبلې ته او زړه یې بلې خوا ته وي، نو انسان د خپل وجدان، خپلو خلکو او خپل رب پر وړاندې له یوې نه ختمېدونکې جګړې سره مخامخ کېږي.
شاعر په دې بیت کې یوازې یو شخص نه، بلکې د ټولنې هغه درد انځوروي چېرته چې ریا د صداقت ځای نیسي او ظاهري نیکي د باطني فساد پرده ګرځي. هغه په ډېر جرئت وایي: «ښه دې پیژنمه.» یعنې حقیقت، که هر څومره پټ هم وي، یوه ورځ بربنډېږي. د انسان اصلي څېره د هغه په زړه کې اوسي، نه د هغه په مخ کې.
لنډه دا چې انسان باید هڅه وکړي چې د ده ظاهر او باطن یو شان وي. ځکه تاریخ، ادب او وجدان ټول په یوه خبره اتفاق لري: هغه مخ چې قبلې ته وي، باید زړه یې هم قبلې ته وي، که نه، د ظاهر عبادت د باطن د تیارو سیوری نه شي پټولای.
درنښت
دولت "وزیري"

17/06/2026

ایا یو کس د څو استخباراتي سازمانونو سره کار کولای شي؟
هو، په نړیوال سیاست کې داسې پېښې شوې دي چې یو شخص په یو وخت کې د څو هېوادونو استخباراتو ته معلومات ورکړي وي. دې ته په استخباراتي اصطلاح کې "Double Agent" او کله کله "Triple Agent" ویل کېږي. خو دا کار ډېر خطرناک وي، ځکه هر سازمان هڅه کوي هغه یوازې خپل کس وساتي.
که یو څوک د څو قدرتونو ترمنځ توازن وساتي او د خپل هېواد ګټې خوندي کړي، ځینې خلک یې مهارت بولي. خو که د شخصي قدرت، پیسو یا مقام لپاره د خپل هېواد ملي ګټې قرباني کړي، تاریخ هغه د خاین په نوم یادوي.
مهارت او که خیانت؟
دلته درې احتمالي حالتونه شته:
۱- ستراتیژیک مهارت
که یو سیاستوال یا مشر د بېلابېلو قدرتونو سره اړیکې جوړې کړي، خو هدف یې د خپل هېواد ژغورل وي، نو دا دیپلوماسي او سیاسي مهارت ګڼل کېږي.
د بېلګې په توګه، ځینو کوچنیو هېوادونو د ختیځ او لویدیځ ترمنځ توازن ساتلی او له دواړو لورو یې ګټې ترلاسه کړې دي.
۲- څو اړخیزه لوبه
کله ناکله یو شخص هڅه کوي چې هر قدرت ته ځان نږدې وښيي. دا ډول کسان لنډ مهاله بریالي ښکاري، خو په پای کې د ټولو باور له لاسه ورکوي.
۳- څو بعدي خیانت
که د یو هېواد برخلیک، واک او ملي ګټې د بهرنیو سازمانونو د غوښتنو له مخې تنظیم شي، نو دا بیا د ملي حاکمیت پر ضد عمل ګڼل کېږي.
د یوه هېواد د واک سپارل، د جګړو تنظیمول، یا د ملي پرېکړو د بهرنیو استخباراتو تر اغېز لاندې راوستل، د تاریخ په محکمه کې د وفادارۍ نه، بلکې د وابستګۍ او خیانت په سترګه کتل کېږي.
ادبي او سیاسي مقاله
د قدرت د ماڼۍ تر شا سیوري
تاریخ تل د هغو کسانو په اړه پوښتنه کوي چې د قدرت په ماڼیو کې ناست وي, آیا هغوی د خپل ولس استازي وو، که د پردیو د ارادو پلي کوونکي؟
کله نا کله داسې ښکاري چې یو سیاستوال د نړۍ له ټولو قدرتونو سره اړیکې لري. له ختیځه تر لویدیځه، له شماله تر جنوبه، هر لوری ځان د هغه نږدې ملګری ګڼي. خو اصلي پوښتنه دا نه ده چې هغه له چا سره اړیکې لرلې، اصلي پوښتنه دا ده چې د دغو اړیکو ګټه چا ته رسېدله؟
سیاست د دوستۍ او دښمنۍ ثابت کتاب نه لري. په نړیوال سیاست کې تلپاتې دوست او دښمن نه وي؛ تلپاتې یوازې ګټې وي. خو د یو ملت لپاره تر ټولو ستره ګټه د هغه خپلواکي، عزت او ملي حاکمیت دی.
هغه مشر چې د څو قدرتونو ترمنځ لوبه کوي، ښايي د شطرنج یو ماهر لوبغاړی وي. خو که د لوبې په پای کې خپل ملت مات شي، خاوره یې کمزورې شي او ولس یې قرباني شي، نو د هغه ټول مهارت د تاریخ په نظر بې ارزښته کېږي.
تاریخ د سیاستوالو شتمني نه شمېرې، بلکې پایلې یې شمېرې. هغه څوک چې د خپل ملت د عزت ساتنه وکړي، که هر څومره کمزوری وي، اتل بلل کېږي. او هغه څوک چې د قدرت د ساتلو لپاره د پردیو دروازو ته ولاړ شي، که هر څومره هوښیار هم وي، د ولس په حافظه کې د پوښتنې نښه پاتې کېږي.
د قدرت تر ټولو ستر امتحان واک ته رسېدل نه دي؛ بلکې دا ده چې واک د چا لپاره او د چا په ګټه کارول کېږي. ځکه ملتونه د اړیکو شمېر نه، بلکې د وفادارۍ وزن سنجوي.
همدا ځکه ویل کېږي:
"هوښیاري هغه وخت فضیلت دی چې د وطن په خدمت کې وي؛ که د وطن د خرڅولو وسیله شي، نو تاریخ یې د مهارت په نوم نه، بلکې د خیانت په نوم یادوي."
نو که یو شخص د څو استخباراتي سازمانونو سره اړیکې ولري، وروستۍ قضاوت د دې پر بنسټ کېږي چې د هغه د کړنو ګټه خپل ملت ته رسېدلې که پردیو ته. که ملت ګټونکی وي، خلک یې سیاست بولي؛ او که ملت بایلونکی وي، تاریخ یې خیانت ګڼي.
په افغانستان کې داسې یو کس چې تخلص ورته د پاکستان "ای اس ای" وټاکلو.
د روس " KGB " یې خو مطلقا تر شا ولاړه وه، او یو قرارداد یې د دې لپاره ور سره وکړ، چې یو پر بل به بریدونه نه کوي، او نور دوه قراردادونه یې خو د حکومت او واک ورسپارلو لپاره وو.
د ایران د امنیت عمومی وزارت چې MOSI او یا د VEVAk
په نامه یادیږی، او یا د اسلامی انقلاب د ساتونکو سازمان" سپاه" مشر "قاسم سلیماني" خو یې سکنی ورور و.
د فرانسي د بهرنی امنیت عمومی ادارې " DGSE " خو یې یوه کوڅه په نامه کړه،
د امریکا " CIA " ادارې خو د مور زوی و ځکه یې واک په کابل کې د هغه پلویانو ته وسپاره.
هم شتون درلود، دې کس ته څه نوم ورکولایرشو؟ اتل او یا خائن؟
"لطفا بې له شخصي عقدې خپل نظر ولیکئ.."

17/06/2026

«چې په دښمن ګمان د دوست کړی،
د هغه سر به د بیابان ګیدړان وخوري.»
مانا دا چې که یو څوک خپل دښمن د دوست په توګه وپېژني او پر هغه بې‌ځایه باور وکړي، نو پایله به یې زیان، ناکامي او تباهي وي. د «بیابان ګیدړان» دلته د بد انجام، بې‌وسۍ او هلاکت سمبول دی.
په ادبي ډول ویلای شو:
انسان باید د دوست او دښمن ترمنځ توپیر وپېژني، ځکه تاریخ ښيي چې ډېرې ماتې د ښکاره دښمن له لاسه نه، بلکې د هغه چا له لاسه رامنځته شوې دي چې د دوست په جامه کې یې د دښمن نیت پټ کړی وي. بې‌احتیاطي په باور کې کله ناکله داسې پایلې زېږوي چې بیا یې د جبران لاره نه پاتې کېږي.
د دې وینا ورته مفهوم په بل ځای کې هم راغلی:
«له دښمنه غافل کېدل، له خطره سترګې پټول دي.»
او شاعر وايي:
د دوست په جامه که دښمن درسره مل شي،
له زهرجنه مار نه به هم ډېر خطرناک شي.
درنښت
دولت " وزیري"

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address

Kabul