Niaz khan Niazman

Niaz khan Niazman

Share

د هیواد والو صحت د هیلینګ زاوا ریښتینی هدف دی!

31/10/2024

د اسیاجام داسیاپه زړه کې د افغانانوپه کاله کې داتلانو په نامه کې

25/05/2024

پـه تا به ښه لګي او ګران بـه وي دوکـه به درکړي
د پـریښتـې غـونـدې انسان بـه وي دوکـه به درکړي

د پلار په‌ وروڼو خو د هيچا باور پاتې نشو
د مورکۍ وروڼه ماماګان به وي دوکه به درکړي

اوږدې تـسپـې ذکـر اذکـار د خـدای ثنـا به وایـي
د شېخ بزرګ او پـیر په شان به وي دوکه به درکړي

د ننګ غیـرت تــورې مـیـړانـې افسانې بـه وایـي
شډل بـډل پـښتون افـغـان بـه وي دوکه به درکړي

تۀ به ګومان کړې چې بې وسه دي خواران خلک دي
د غلو راهزنو سرداران به وي دوکه به درکړي

خوند د هوجرې جومـات خو ځکه اوس اوبـو وړی دی
د کلي مشر بـه وي خـان بـه وي دوکـه بـه درکـړي

چې ګډې وډې کلیـمـې پـه زوره زوره وایـي
په دا ویـرېږم چې شیطان بـه وي دوکه به درکړي

ما ته یې خوی لکه د تـورو ورېځو ښۀ مـعلـوم دی
اخلاقه شین به شي اسمان به وي دوکه به درکړي

پـه چـا کې ننګ غیـرت پښتـو اخـلاقـه نـه دي پـاتـې
د کـور سړی بـه وي خپـلوان به وي دوکه به درکړي

اخلاق فطرت

16/05/2024

وطن خوږ دی وطن ګران دی ؛ وطن مینه وطن جان دی !

مسافرو او بې وطنه هیوادوالو خدایﷻ مو خپل شیرین وطن ته پخیر راوله ؛ کله چې هم په وطن کې آمن ، مینه او خوشحالئ ګورم تاسو مې په زړه کې یاست چې هرڅوک د همدې خوښیو ارمانجن او هیله مند دي
راځئ خپل خوږ وطن ته راشئ هیڅ کله به پښېمانه نشئ .

02/05/2024

بریا هغه وخت ډیر خوند کوي کله چې ډیری خلک ستا د ماتي په تمه وي ځیني دا فکر هم کوي چې شاید زما له کومک همکاري او همدردي بغیر ستا کامیابي او پرمختګ ناشونی دی
لوړي هیلي لوړي نتیجي لري صرف لږ تعقیب ،صبر اخلاص او حوصلي ته ضرورت لري

09/03/2023

که په لومړي ځل سړی د لاندي لمونځ کوونکو په اړه فکر وکړي، ډیر به خپه ، غوصه او په قهرشي چې ، په لمانځه ملنډي وهي له ګوټو او چپلکو سره په سپین میدان ولاړدې.
خوکه سړی داسې وه انګیري چې په یوه ټولنه کې په لمانځه اداکولو سړی وهل کیږي ، بې عزت کیږي ، رټل کیږي حتا بندي کیږي مسجدونه او د لمانځه ځایونه نه وي ګرمې دومره زیاته وي چې پښې سوځوي د وخت پېغورونه دردونه ور سره مل وي وروسته به فکر وکړې چې ولاړ خلک د قوي ایمان ، ټینګي ارادې او ریښتیني عبادت خاوندان دي . زموږ فرضیه او نظریه د دوی په وړاندي مطلق بې اساسه او نیمګړي وه په دوی پسي څه ویل مو جرم ، ګناه او تیروتنه وه.
لِهَذا د هرچا په وړاندي بې له خپلي څیړني ، تحقیق او معلوماتو غلط فکر کول راتلونکي پښېماني او مایوسي لري.

26/02/2023

په پکتیکا کې چې هر ځل کلداره بنده شوي ؛ ولس یې غټ قیمت پرې کړی او له څه وخت ترویج وروسته یې هټۍ والو بیرته د کلدارو راکړي ورکړي ته ادامه ورکړي ؛ هغه ځکه چې دوکانداران هرځل د کلداري په اندازه د جِنس قیمت افغانۍ اخلي یعني ( که د یوه شي قیمت 10 کلداري وي دوی 10 افغانۍ اخلي چې دې کار د ګټي په ځای زیان در لودلی)
لِهَذا که چیرته مسول چارواکي ؛ لومړی د اجناسو ؛ د کلدارو نرخونه راټول کړي او وروسته یې په افغانۍ تبدیل کړي او سرغړوونکوته ، عاجِله ، لازیمه سزا ورکړل شي ؛ دابه د عامو خلکو لپاره ګټوره او زما په نظر ښه اقدام وي .

02/02/2023
Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Address

Kabul