اسلامی معلوماتو څانگه

اسلامی معلوماتو  څانگه

Share

د اســلامی هر ڋول معلوماتو لپاره زمونږ صفحه درسره لای?

28/03/2022

د کومو عذرونو له کبله روژه خوړل روا ده؟
۸: سوال: د کومو عذرونو له کبله روژه خوړل روا ده؟
ځواب: د لاندي عذرونه له کبله روژه خوړل روا ده:
- د مرګ بېره:
که روژاتي په ناڅاپي ډول سره سخت ناروغه شي او د مرګ بېره وي، او یا د روژې په نیولو سره یې ناروغي زیاتیږي په دغه وخت کي روژه خوړل روا ده.
(هندیه ۱/ ۲۰۷)
- که د حاملې ښځې او یا د ماشوم د له منځه وړلو بېره وي:
که چیري حامله ښځه د یوه داسی مشکل سره مخامخ سي که روژه ونیسي یا دا او یا ئې ماشوم له منځه ځي نو په دغه وخت روژه خوړل روا ده.
(هندیه ۱/ ۲۰۷)
- د تندي له کبله روژه خوړل:
که د یوه کار له کبله روژاتي داسی تږي شو چی هیڅ توان ئې نه کېدی او د مرګ خطره وه نو روژه خوړل روا ده، خو و بل لور ته که ئې په قصد سره ځان تږی کړ او کار ئې وکړ او بیا له تندي سره مخامخ شو نو که چيري روژه و خوری ګناهکاره دئ.
(درمختار مع الشامی زکریا ۳/ ۴۰۰)

اسلامی معلوماتو څانگه. درسره لایک اوشیر ڪڔی

28/03/2022

*📝 د روژې اړوند لنډ مسائل او احکام 🔻
【۱】

✏مسئله: که یو کس د ګرمي له شدت څخه په یوه ورځ کې څو ځلی استحمام (غسل) وکړ جایز دی او روژه یې نه باطلیږی.

✏ مسئله: که یوه روژتي د يوه حوض په اوبو کې داخل شو او غوټه یې پکې ووهله، روژه یې نه باطلیږي.
✏ مسئله: د تنباکو له بویولو سره روژه باطلیږی؛ ځکه د تنباکو اجزاوې حلق او پوزې ته ننوځي.
✏ مسئله: که یو چا د خپل موټر له ماشین ( هغه ځای نه چې تیل او پطرول) نور ماشین ته ځي پایپ په خپله خوله کې کش کړل یایې له ټانکي څخه د پایپ په ذریعه ترې تیل را کش کړل او په دې صورت کې هغه ته د سر تاویدو حالت را منځ ته شو؛ په دې صورت کې که ډیزل یا پطرول یې خولې ته نه وي داخل شوي نو هغه حالت د تیلو د بوی له امله ورته پیښ شوی روژه یې نه ماتيږي؛ خو که تیل یې ستونی یا حلق ته ننوتل په دې حالت کې یې روژه ماتيږي یواځې قضايي پرې لازم ده پرته له کفارې نه.
✏ مسئله: که د روژتی له غاښونو څخه وینه راغله او د ناړو تیرولو پرمهال یې په ستوني کې د وينې خوند او مزه حس کړه، او بیایی چې تو کړه وینه پر لاړو باندې غالبه یا ورسره برابره وه، په دې صورت کې روژه فاسدیږي.
✏ مسئله: که یو روژتي کس په یوه ویاله کې ځان غوټه کړي او په غوږ کې یې اوبه لاړې شي روژه یې نه ماتيږي.
✏ مسئله: که یوه ښځه د روژې پر مهال په حيض یا نفاس کې دچاره شی، روژه یې باطلیږی او وروسته له پاکوالی څخه د روژې قضايي پرې لازم ده .
✏ مسئله: که یو څوک د (نفس تنگی) مرض لری که په روزه کې له اسپرې څخه استفاده وکړي روژه یې ماتيږي، که چیرې مجبور وی چې باید ترې استفاده وکړی یواځې قضايي دي راوړی کفاره نه پرې لازمیږي. البته که چېرې دا کس پرته د سپرې له کارولو څخه چاره نلری او ژوند کول ورته سخت وي، روژه دې نه نیسي فدیه د ورکړي.
✏ مسئله: روژتي د قیلولې په نیت سره ماسپښین مهال ویده شو خو کله چې له خوب څخه را پورته شو ګورې چې پر غاښونو باندې یې وینه ده، خو نه پوهیږی چې آیا دا وینه یې تیره شوې هم ده او کنه، صحیح دا دی چې روژه یې درسته ده.
✏ مسئله: له زنانه مسواک (علک) نه استفاده کول روژه نه ماتوي، خو په روژه کې د هغه استفاده مکروه دی؛ ځکه چې ذائقه او تیز والی لري.
*📙 د روژې احکام او مسائل*

📚(داراﻹفتاء منبع العلوم کوه ون).

24/03/2022

ایا پوهېږئ؟🌹
ددې کلیمې (جَزاكَ اللّٰهُ خيْرًا) څه معنی ده؟🌹

(جَزاكَ اللّٰهُ خيْرًا) داسې کلمه ده چې دالله تعالٰى په نزد پر هغه غوره او بهتره څېز دلالت کوي.🌷

☜ (جَزاكَ اللّٰهُ خيْرًا) یعني: الله تعالی دي په خپل مهرباني سره تاته جنت او خپل دیدار نصیب کړي.🌷

☜ (جَزاكَ اللّٰهُ خيْرًا) یعني: الله تعالی دي تا د دوږخ (د کافرانو د استوګنځي) څخه وساتي.🌷

☜ (جَزاكَ اللّٰهُ خيْرًا) یعني: الله تعالی دي تاته نېغه او مستقیمه لار وښیي.🌲

☜ (جَزاكَ اللّٰهُ خيْرًا) یعني: الله تعالی دي هیڅکله شیطان پرتا نه مسلط کوي.🌲

☜ (جَزاكَ اللّٰهُ خيْرًا) یعني: الله تعالی دي ستا په عمر او رزق کي برکت واچوي.🌲

☜ (جَزاكَ اللّٰهُ خيْرًا) یعني: الله تعالی دي تا دخپلو والدینو سره نېکي کوونکی وګرځوي.🌻

☜ (جَزاكَ اللّٰهُ خيْرًا) یعني: الله تعالی دي تا دسیِّدالمُرسَلیْن (صلَّى اللّٰه عليه وسلم) د سنتونو تابع وګرځوي.🌻 نو هیله ده له هر ښکلی پوسټ ورسته جزاک الله خیرا ووایی

12/03/2022

رسـول اللهﷺ فـرمـائـي:
د قیامت ورځ به پر مؤمن داسې لنډه وي لکه د ماسپښین او مازیـکر ترمـنځ وخت.
[رواه ترمذي:۸۱۹۳]
دی نورو اسلامی معلوماتو لپاره صفحه لایک کړی.
اسلامی معلوماتو څانگه .

12/03/2022

دنورو اسلامی معلومات لپاره راته ریکویسټ وکړئ

پنځه کارونه هره شپه وکړئ او ویده شی!
یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت علي رضی الله تعالی عنه ته وویل چې اې علي د شپې پنځه کارونه وکړه، بیا وېده شه.
۱.څلور زره دیناره صدقه ورکړه، بیا ویده شه.
څلور ځلې سورت فاتحه لوستل د څلور زره دینارو صدقې برابر ثواب لري.
بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ ﴿١﴾ الْحَمْدُ لِلَّـهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿٢﴾الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ ﴿٣﴾ مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ ﴿٤﴾ إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ ﴿٥﴾ اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ ﴿٦﴾ صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ ﴿٧﴾
۲.یو ځلې ټول قرآن کریم ولوله، بیا ویده شه
دري ځلې د سورت اخلاص لوستل د یو ځلې قرآن کریم برابر ثواب لري.
قُلْ هُوَ اللَّـهُ أَحَدٌ ﴿١﴾ اللَّـهُ الصَّمَدُ ﴿٢﴾ لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ ﴿٣﴾وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ ﴿٤﴾
۳. د جنت قیمت ورکړه، بیا وېده شه.
درې ځلې درود شریف لوستل د جنت د قیمت برابر دی.
اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَآلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَآلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ.
۴. ددوو جګړه مارو ترمنځ سوله وکړه، بیا وېده شه.
لس ځلې استغفار ویل ددوو جګړه کوونکو ترمنځ د سولې برابر ثواب لري.
اسْتَغْفِرُ اللّهَ رَبِّىْ مِنْ كُلِّ ذَنْبٍ اَذْنَبْتُه عَمَدًا اَوْ خَطَاً سِرًّا اَوْ عَلَانِيَةً وَاَتُوْبُ اِلَيْهِ مِنْ الذَّنْبِ الَّذِىْ اَعْلَمُ وَ مِنْ الذَّنْبِ الَّذِىْ لا اَعْلَمُ اِنَّكَ اَنْتَ عَلَّامُ الغُيُبِ وَ سَتَّارُ الْعُيُوْبِ و َغَفَّارُ الذُّنُوْبِ وَ لا حَوْلَ وَلا قُوَّةَ اِلَّا بِاللّهِ الْعَلِىِّ العَظِيْم .
۵. یو ځلې حج وکړه، بیا وېده شه
څلور ځلې درېیمه کلمه لوستل د حج برابر ثواب لري.
کاپی
سُبْحَان لِلّه وَ الْحَمْدُ لِلّهِ وَ لآ اِلهَ اِلّا اللّهُ، وَ اللّهُ اَكْبَرُ وَلا حَوْلَ وَلاَ قُوَّة ِلَّا بِاللّهِ الْعَلِىّ الْعَظِيْم.
نوټ: دا د روحي سکون، ښه خوب او خوشحالۍ تر ټولو غوره درملنه هم ده.
هېله ده دا پرنټ کړئ او د خپل خوب په خونه کې يې په دېوال نصب کړئ.
د ثواب لپاره یی د ملګرو سره شریک کړی صدقه جاریه به بعد د مرګ نه زمونږ او ستاسو پکاریږی.

11/03/2022

زړې جرابې (لنډه کیسه):

د یو مالدار سړي ځنکدن وو، خپل زوی یې راوغوښت او وصیت یې ورته وکړ چې زما تر مرګ وروسته به زما زړې جرابې ضرور زما په پښو کوې.
کله چې مالداره سړی وفات شو، غسل یې ورکړ؛ نو زوی یې د خپل پلار وصیت خلکو او د کلي ملا ته بیان کړ، د کلي ملا یې له وصیت پوره کولو څخه انکار وکړ او په کلکه یې منع وکړه چې مړي ته بې له کفنه بل څه نه ور اغوستل کیږي!
خو د مړي زوی په دې ټینګار کاوه چې د پلار وصیت یې باید پر ځای شي. په پایله کې د مسلې د حل لپاره د ښار علماء راغونډ شول تر څو موضوع ته د حل لاره پیدا کړي خو موضوع د حل پرځای مناقشې ته ولاړه…
بحث او مناقشه روانه وه چې ناڅاپه مجلس ته یو سړی راغی، په لاس کې یې یو کاغذ وو چې د یاد مړي له لوري خپل زوی ته داسي وصیت پکښې لیکل شوی وو:
ګرانه زویه!
ګورې چې د شتمنۍ، باغ، ځمکې، ښکلي کور، ښایسته موټر، کارخانې او ددې ټولو امکاناتو له لرلو سره سره بیا هم اجازه نشته چې یوه جوړه زړې جرابې له ځان سره یوسم.
زما په څیر د یوه ورځ مرګ دروازې ته راځي، هوښیار اوسه، تاته به هم د یو کفن څخه پرته، له ځانه سره د نور څه وړلو اجازه نه وي.
نو زیار وباسه تر څو له دغه شتمنۍ څخه چې، تاته یې پریږدم ګټه پورته کړې او په سمه لاره یې مصرف کړې، د مظلوم او ناچاره سره مرسته وکړې، مسکین او فقیر ته لاس ورکړې، صدقې او خیراتونه وکړې، په ګاونډ کې څوک وږی او لوڅ درڅخه پاته نه شي. تل داسې کارونه کوه چې نورو ته د ګټه ورسیږي او د الله {ﷻ} د رضا سبب وګرځي.!!!

04/03/2022


د دوژخ د⑦طبـــقو په اړه معلومات

د دوژخ هغه ځائ چي اللهﷻدخپلو سرکښه بنده ګانو لپاره له داسی سخت عذاب څخه تیار کړی.چی انسان یی په دې نړۍ هیڅ تصویر هم نشی کولائ ↘
دوزخ⑦ طبقــي لري
په هره طبقه کی به یې دهغې وړ کسانو غــــور ځول کیژی⇣

①ـ په لومړئ طبقه کې به مسلمانان
ګناه ګاران اچول کیــــژي!↷

②ـ په دویمه طبقه کی به عیسویان اچــــول کیــــژی!↷

③ــ په درېــمه طبقه کی به هیودان اچول کیژی! ↷

④ــ څلورمه طبقــه کې به. اور پرستان اچــــول کیژي!↷

⑤ــ په پنځمه طبقه کې به،دلمر اوسپژمۍ،عبادت کونکی اچول کیژی!↷

⑥ــ په شپژمه طبقه کې به مشرکین اچول کیــــژی!↷

⑦ــ په اوومه تر ټولو لاندېنۍ او سخته طبقه کې به منافقین اوملحدین اچول کیژی!↷⇊

د دوزخ( جهـــنم )هره طبقه له یو بل څخه له ډیر سخته اوله درناکه عذاب ډکه ده،د دوزخ داوو⑦طبقو بیان(عضرت جبرائیل (ع) زموژ ستـــر لارښود.محمد مصطفیﷺ
ته وکړه. جبرائیل (ع) ورته له اوو طبقو ورته راپیل کړ. ↷
کله چی لومړۍ طبقي ته ورسیده نو جبرائیل(ع) غلی شو. ⇊
محمد ﷺ ورته وویل ولی غلی شوی جبرائیل(ع)ورته وویل چی په لومړۍ طبقه کې به ستا اُمت ګناهګار اچول کیــــژي!⇉
ددي خبروپه آوریدو محمدﷺ ډیر غم جن اوخفه شو...

☜شیر یی کڔی

27/02/2022

هغه خلګ چی ږیره خریې او یا یې لنډوي او بیا دلایل هم لټوي د هغوي لپاره همدا کافي ده👇

وايي حضرت مولانا عبدالله درخواستي رحمه الله د یو مصري عالم څخه پوښتنه وکړه چې دا ږیره ولې لنډوې؟!
مصري عالم په جواب کې ورته وویل: (الايمانُ فِي القلب لا فِي اللحية) یعنې ایمان په زړه کې دی، په ږیره کې نه دی.
علامه درخواستي رحمه الله په جواب کې ورته وویل: چې حيأ هم په زړه کې ده، نو قمیص او پرتوګ دي هم وباسه!😁 مصري عالم چې کله جواب واورېد، خاموش او سرکښته ترې روان سو.

23/02/2022

[سُوۡرَةُ المَائدة : 2]

يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا تُحِلُّوا شَعٰٓئِرَ اللَّهِ وَلَا الشَّهْرَ الْحَرَامَ وَلَا الْهَدْىَ وَلَا الْقَلٰٓئِدَ وَلَآ ءَآمِّينَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّن رَّبِّهِمْ وَرِضْوٰنًا ۚ وَإِذَا حَلَلْتُمْ فَاصْطَادُوا ۚ وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَـَٔانُ قَوْمٍ أَن صَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَن تَعْتَدُوا ۘ وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوٰى ۖ وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوٰنِ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۖ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ

اې مؤمنانو! د خداى پالني د نښو نښانو بې حرمتي مه كوئ، مه له حرامو مياشتو څخه كومه يوه حلالوئ، مه د قربانۍ څاروېو ته لاس غځوئ، مه هغو څاروېو ته لاس ور وړئ چي د هغو په غاړو کښي خداى ته د نذرانې په توګه پټۍ اچول شوې وي، مه هغه خلك ځوروئ چي د خپل رب د فضل او د هغه د خوشالۍ په لټه کښي د (كعبې) د محترم كور په لوري ځي. هو، كله چي د اِحرام حالت ايسته شي، نو تاسي ښكار کولای شئ. او ګورئ يوې ډلي چي ستاسي لپاره د مسجد حرام لاره بنده کړېده، نو پر هغې ستاسي غوسه دي تاسي دومره تاؤجن نه کړي، چي د هغو پر خلاف تاسي هم په ناروا تېرېو لاس پوري کړئ. نه! كوم كارونه چي د نېکۍ او خداى پالني دي، په هغو کښي له ټولو سره مرسته وکړئ؛ او كوم كارونه چي د ګناه او تيري وي، په هغو کښي د هيچا ملاتړ مه كوئ. د الله څخه ووېرېږئ، د الله عذاب ډېر سخت دى.

23/02/2022
22/02/2022

رسول الله (ص) علیه وسلام فرمایلي
له ۷ تباه کونکو ګناهونو څخه ځان وساتئ
یو اصحابي تري پوښتنه وکړه
یا رسول الله (ص) علیه وسلام
هغه کومي ګناوي دي؟
رسول الله(ص) علیه وسلم وفرمایل..
شرک جادو ناحق قتل سود د یتیم مال خوړل
د جهاد له میدانه تیښته پۀ پاک لمنو ښځو تهمت لګول
صحیح بخاري حدیث نمبر 2766)

22/02/2022

ای انسانه!
نـرم اوسـه، مُتکـبُر
او مغـرورهَ مــه اوسـه!
دا دي نه دې اوریدلئ
ڪُلُّ نَفْـسٍ ذَائِـقَةُ الْمـَوْتِ

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address

Kabul