Thanks 🙏
Zaland Scholarship
جوړ غاښونه ستاسو د جوړ صحت ضمانت کوي!
که غواړي چې صحتمنده اوسي،نو هر سهار خپل غاښونه بروش کړي! Win scholarship.
د نړۍ ډیری سکالرشیپونه؛اړین کنفرانسونه؛فیلوشیپونه؛نړيوال او سیمه ییز علمي؛اقتصادي؛سیاسي؛کلتوري او ټولنیز پرګرامونه چې افغانان پکې ګډون کولای شي؛هره ورځ له دې پانې کتلې شئ.د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره په معیاري او عصري علومو سمبال ځوانان چې له نړیوالو کلتور سره بلد وي؛او په نړیواله کچه سیال شي.
خبره🗣️
هر سهار یوه مڼه خوړل د کلک غاښ ضمانت کوي🦷
خبره🗣️
که غواړي چې غاښونه🦷دې روغ پاتې شي، نو د خوږو څخه ځان وساته!
د غاښونو ساتنه خپله وکړئ!
که د غاښ لږ برخه مو خرابه وي،نو ډاکټر ته په وخت لاړ شئ
تر څو د زيات مصرف څخه بچ او ډاډمنه درملنه مو وشي.
ټولو ته یو ځل بیا سلامونه
20/11/2024
CHEVENING SCHOLARSHIPS
چيونېنګ سکالرشیپونه چې د ماسټري لپاره له بېلابېلو هېوادونو محصلان مني، له نېکمرغه سږ کال به ورته له افغانستان هم نوم لیکنه کېږي، که تاسو پخپله څانګه کې مخکښ یئ او غواړئ چې د برتانیا په پوهنتونونو کې ماسټري وکړئ، نو دا یو زرین چانس دی چې ترې ګټه واخلئ.
د نوم لیکنې بڼه: انلاین
د زده کړو څانګې: ټولې څانګې چې د برتانیې په پوهنتونو کې دي.
د نوم لیکنې پای: د راتلونکي ۲۰۲۵ کال د جنوري میاشتې دویمه نېټه
یاد سکالرشیپونه به د ماسټري په کچه په بېلابېلو برخو کې محصلان مني.
دا معلومات د Win Scholarship د ټیم له لوري راټول او برابر شوي دي.
د سکالرشیپ امتیازات:
• د زده کړو بشپړ فیس
• د اوسېدو پوره امکانات
• میاشتنی فیس
• د تګ او راتګ لګښت
• د ویزې اخیستلو لګښت
• د زده کړو پر مهال د څېړنو او علمي کړنو لګښت
کوم کسان د چیونېنګ Chevening سکالرشیپونو ته غوښتنلیک لېږلی شي؟
• افغان وي. (کوم کسان چې په افغانستان کې داوسېږي اپلای کولای شي، اما هغه افغانان چې له هېواد بهر دي د اپلای په هکله یې پوره وضاحت نشته دی؛ کله چې مو ځواب تر لاسه کړ نو شریک به شي. )
• له زده کړو وروسته بیرته هیواد ته راستون شي.
• په اړونده برخه کې د لیسانس سند ولري.
• لږ تر لږه دوه کاله یا ۲۸۰۰ ساعته کاري تجربه ولري.
• په اړونده برخه کې ېې د بریتانېې دریو پوهنتونونو ته د زده کړو غوښتنلیک سپارلی وي او لږ تر لږه له یو پوهنتون څخه یې بې قید او شرطه د افر لېټر یا د منل کېدو لیک تر لاسه کړی وي. ( دا سند دفعتاً پکار ندی، معمولاً د اپرېل میاشتې تر پای پورې سبمېټ کېدای شي).
• د آیلټس (۶.۵) یا ټافل (۷۹) نمرې ولري او یا هم وکولای شي دا نومرې د راتلونکي کال تر اپرېل پای پورې تر لاسه کړي، دا شرایط ځینې وخت د افغانانو لپاره د اړوند پوهنتون له لوري ممکن معاف شي او یواځې د پوهنتون له شرایطو سره سم د انټرویو له مخې د انګلیسي ژبې په هکله قضاوت وشي.
د پوهنتون او څانګې ټاکنه:
د پوهنتونو د ټاکنې لپاره تاسو درې انتخابونه لرئ چې کولای شئ په یو پوهنتون کې درې بېلابېلې څانګې وټاکئ او یا هم یوه څانګه په دریو بېلابېلو پوهنتونو کې وټاکئ، د دې تر څنګ هغه کورسونه وټاکئ چې د مني سمستر کې پیل کېږي او پوره یو کلن پروګرام وي، که له یو کال یې موده کمه وي نو له هغه پروګرام تېر شئ.
دا معلومات د Win Scholarship د ټیم له لوري راټول او برابر شوي دي.
ریفرېنسونه References:
دوه ریفرېنسونه References ضروري دي، چې ریفرنس لېټر به په انګلیسي ژبه لیکل شوی وي او ستاسو په هکله باید پوره معلومات ولري، او د اړیکې پر وخت باید دوی ته ځواب ورکړي.
کاري تجربه:
د کاري تجربې په هکله ویلای شو چې تجربه له زده کړو وروسته مکمله ورځ يا د زده کړې پر وخت نیمه ورځ کېدای شي، همدارنګه که مو کوم داوطلب خیریه کارونه تر سره کړي وي او یا هم کوم انټرنشیپ مو اخیستی وي نو د هغه اسناد هم ولرئ او ضمیمه یې کړئ.
د نوم لیکنې لپاره پوره وخت لرئ په پوره ډاډ او ځیر سره نوم لیکنه تر سره کړئ، لومړۍ د لاندې لېنک په کلېک کولو سره بشپړ معلومات ولولئ او وروسته مو د اپلیکېشن تیارولو او لېږلو لپاره اقدام وکړئ، موږ به د نورو مراحلو لپاره نورې معلوماتي لیکنې هم ولرو.
کره او دقیقه نوم لیکنه ستاسو د بریا لومړۍ ستن ده.
یادونه: موږ به د دې سکالرشیپونو په هکله نورې معلوماتي لیکنې هم وړاندې کړو او هڅه کړو تر څو انلاین پروګرام جوړ کړو چې ستاسو پوښتنو ته ځوابونه وویل شي.
په دې هکله د نورو معلوماتو او نوم لیکنې لپاره لاندې لېنک کلېک کړئ.
لېنک:
https://www.chevening.org/scholarship/afghanistan/
20/11/2024
#ټایلنډ
#سکالرشیپونه
د ټایلنډ سکالرشیپونه چې د VISTECH تر نامه لاندې دي د ماسټري او دوکتورا په کچه محصلان مني، دا سکالرشیپونه چې ډېر تمرکز یې په څېړنه او ریسرچ دی د نورو هېوادونو تر څنګ ورته له افغانستان هم نوم لیکنه کېږي؛ هغه کسان چې غواړي په راتلونکي کې څېړنه او ریسرچ وکړي نو دا ورته یو ښه چانس دی.
هېواد: ټایلنډ.
پوهنتون: Vidyasirimedhi Institute of Science and Technology
سکالرشیپ: بشپړ وړیا.
کچه: ماسټري او دوکتورا.
د غوښتنلیک د پای نیټه: د 2025ز کال د جنوري میاشتې 31مه نیټه.
د سکالرشیپ امتيازات:
تحصیل او د ریسرچ بشپړ لګښت.
د اوسیدلو لپاره اسانتیاوې او ځای.
د ترانسپورت لپاره اسانتیاوې.
د ماسټري او دوکتورا څانګې:
School of Biomolecular Science and Engineering (BSE)
هغه محصلان پورته څانګې ته اپلیکېشن لېږلی شي چې په لاندې څانګو کې لېسانس ولري او یا د لېسانس دورې د وروستي کال محصلان وي.
degree in Chemistry, Biochemistry, Biotechnology, Biology, Physics...
degree in Chemical, Biological, Environmental, Mechanical and related areas or bachelor degree in applied sciences (B.A.Sc.). such as pharmacy, medical technology, and related areas...
School of Energy Science and Engineering (ESE)
هغه محصلان پورته څانګې ته اپلیکېشن لېږلی شي چې په لاندې څانګو کې لېسانس ولري او یا د لېسانس دورې د وروستي کال محصلان وي.
Degree in Materials Science and Engineering, Chemical Engineering, Science (Chemistry, Physics, Biology, Mathematics, etc.), Polymer Science, Polymer Engineering, Ceramic Engineering, Metallurgical Engineering, Electrical Engineering, or other related fields.
School of Information Science and Technology (IST)
هغه محصلان پورته څانګې ته اپلیکېشن لېږلی شي چې په لاندې څانګو کې لېسانس ولري او یا د لېسانس دورې د وروستي کال محصلان وي.
degree in Physics, Mathematics, Computer, Mechanical, Electrical, Information Technology, ICT and related areas.
School of Molecular Science and Engineering (MSE)
هغه محصلان پورته څانګې ته اپلیکېشن لېږلی شي چې په لاندې څانګو کې لېسانس ولري او یا د لېسانس دورې د وروستي کال محصلان وي.
degree in Materials Science and Engineering, Chemical Engineering, Chemistry, Physics, Biology, Mathematics, Polymer Science, Polymer Engineering, Ceramic Engineering, Metallurgical Engineering, Electrical Engineering, as well as other related fields.
اړین اسناد:
• د سوانحو خلاصه CV.
• ترانسکریپټ او ډیپلوم.
• انګیزه لیک یا SOP، که له مصنوعي ځیرکتیا استفاده کړئ نو هیله ده وروسته یې خپله په ښه او مکمل توګه ایډیټ کړئ.
• درې ریکمنډېشن لیکونه چې د انټرویو تر ورځې پورې یې اپلوډ کړئ.
• MOI or English Proficiency Certificate scores such as TOEFL, IELTS.
نوټ: که د زده کړو، عملي کار، انټرنشیپ او یا نورو داوطلبانه کارونو سرټیفیکېټونه ولرئ نو اپلوډ یې کړئ، هیله ده دا سرټیفیکېټونه مو د خپلې تحصیلي څانګې اړوند وي.
د پورته سکالرشیپ مهالویش:
• د ۲۰۲۵ کال فبروري میاشت کې به د انټرویو لپاره ایمیلونه واستول شي.
• د فبروري تر پای پورې به انټرویو تکمیل شي.
• وروستۍ پایلې به د مارچ میاشتې تر پای پورې اعلان شي.
د نوم لیکنې او نورو معلوماتو لپاره لاندې لېنک کلېک کړئ.
https://www.vistec.ac.th/education/admission
08/10/2024
د ثبت نام لپاره واټساپ ته شي 0770292823
Registration for the 2026 Diversity Visa Program will open from October 2 to November 5, 2024. This program allows people from countries with low U.S. immigration rates, who meet eligibility requirements, to enter for a chance to apply for a U.S. immigrant visa. dvprogram.state.gov is the ONLY way to enter. Read the program instructions at travel.state.gov/dv.
Diversity Visa Program - Submit an Entry There is a limited time period when you can register for the Diversity Immigrant Visa (DV) Program during each fiscal year. Each year, the Department of State publishes detailed instructions for entering the DV Program. Instructions include the dates of the registration period during which you will....
Registration for the 2026 Diversity Visa Program will open from October 2 to November 5, 2024. This program allows people from countries with low U.S. immigration rates, who meet eligibility requirements, to enter for a chance to apply for a U.S. immigrant visa. dvprogram.state.gov is the ONLY way to enter. Read the program instructions at travel.state.gov/dv.
Click here to claim your Sponsored Listing.