https://www.facebook.com/profile.php?id=100068154404043
د ناصرو ځوانانو ټولنه ـ نهاد جوانان ناصرى ـ Naseri Youth Inistitution دا تولنه دناصرو زوانانو دپرمختگ او بیدارولو (ویشولوو) لپاره اودون شوی
ناصری اتلان
https://www.facebook.com/profile.php?id=100068154404043
د ناصرو ځوانانو ټولنه ـ نهاد جوانان ناصرى ـ Naseri Youth Inistitution دا تولنه دناصرو زوانانو دپرمختگ او بیدارولو (ویشولوو) لپاره اودون شوی
03/09/2024
ځمکه مې خرڅه کړه، زده کړې مې وکړې آن تر (PHD) لاړم، خو ښې زده کړې مې وکړې. وطن ته راغلم کورنۍ، ملګري، خپلوان په تمه وو، چې اوس به زه چېرته په ولسمشر پسې دوهم شخص جوړېږم.
څو ورځې په ډېرو دفترونو وګرځېدم، نتيجه يې ورنکړه اخر مجبوره شوم موټر شويي مې جوړه کړه. د خپلوانو د خندا شوم خو ما د ځان پر ځاى خپلې کورنۍ ته ډاډ ورکوه.
ډېرې عجيبې ورځې راغلې. موټر شويي مې ډېره کمزورې وه، يوه کچه کوټه يې لرله، چې په کړکيو کې مو د ښيښو پر ځاى پلاستيکونه راځړولي وو د کابل هوا خو درمعلومه ده هره ورځ به مو د باد له لاسه نوي پلاستيکونه ورته راوړل.
تربورانو ته زما دې کار سخت خوند ورکوه پاکې موټرې به يې راوستلې او ما به پريمينځلې، ما سره څو کسانو نورو هم کار کوه خو د تربورانو موټرې به مې په وياړ خپله مينځلې.
د ژمي موسم و ساړو سم خوله لګوله، ما د پلاستيکې کړکۍ د طبيعت ننداره کوله، چې يوه مزده موټر مو موټر شويي ته راتاو شو ګورم چې د کاکا ځوى راوستى دى.
ووتلم موټر د غواګانو له خوشيانو ډک و; خداى مې دې غاړه نه بندوي فکر کووم خپله يې پکې اچولي وو ماته يې ويل دا مو د ملګرو موټر دى لږ يې پاک کړه. ما سره لګيا کارکوونکي موټر خواته روان شول ما پرېنښودل، ځکه د تره بچي هيله مې ماتېدله هغه په دې هيله راغلى و، چې موټر زه پرېمينځم او زه ورته خجل شم نو ما هم نهيله نه لېږه.
هغوى ته مې د چاى امر وکړ خپله مې لمنه وتړله او لستوڼي مې رابډ وهل، که رښتيا ووايم په دې کار نو سخت خفه وم سترګې مې له اوښکو ډکې وې خو کار مې ښه په جرات سره کاوه، تره ځوى مې د چاى د ګيلاس سره راووته راته وايي سم يې پاک کړه... رښتيا ووايم ډېر سخت حالت و خو دا يې هيله وه او ما پوره کوله.
څو ورځې وروسته
..
موټر مې مينځه د موټر خاوند وارخطا و ما به هڅه دا کوله، چې موټر ښه پاک کړم تر څو بيا ماته راشي. ما ورته کړه چې ولې دومره ورخطا يې ويل يې محصل يم آزموينه لرم.
دې نو په اقتصاد پوهنځي کې زده کړې کولې او زه د همدې برخې ډاکټر وم.
مال په کوم مضمون کې ازموينه لرې؟ ويل يې اکونټنګ کې ورته مې وويل هغې کوټې ته لاړ شه زه درځم.
ځوان لاړ زه هم ورپسې لاړم، مال پرچې لرې؟
شروع مې کړه د شپږو مياشتو درس مې ورته پنځلس دقيقو کې خلاصه کړ، سړى هک پک و راته وايي هغه موټر تا نه مينځه.
د هو لپاره مې ورته سر وخوځوه، مال ژوند دى، د خپلو زده کړو په هکله مې ورته وويل له سړي خپله آزموينه هېره شوه هک پک و.
راپسې ونښته ويل يې ما سره به پوهنتون ته ځې زه دې رئيس سره کينووم رئيس مې ملګرى دى تر څو د استادۍ کار دې وشي. ورسره روان شوم راته وايي نورې جامې نه اچوې مال نه هڅې نه هم کار مې نه کېږي خو ستا لپاره به لاړ شم.
لوند خيشت د رئيس په دفتر کې يوې خواته ودرېدم په رياست کې ډېر ښه او لوکس کوچونه پراته وو هېڅ مې زړه نه غوښته، چې کينم رئيس راباندې د مستري شک وکړ خو يو جاينماز مې چپه په کاوچ واچوه او کيناستم.
محصل ورته غريو نيولى وپېژندلم رئيس خندان په تمسخر زما خواته راوکتل، د ځان خلاصي په خاطر يې وويل ډېمو ته چمتووالى ونيسه موږ به زنګ درته وکړو.
ما زياته کړه زه ډېمو ته چمتو يم په رئيس مې دا خبره ښه ونه لګېده خو ما تاکيد وکړ، دستي يې ټليفون واخيست، بلې! هغه پاکستانى استاد هغه فلانکى او هغه بيستانکى استاد اتم سمستر ته ولېږئ، چې ډيمو لرو.
د رياست نه يو خيرن جامه او يو سپريدار رئيس روان شول رښتيا يو مارکر يې راکړ ما ترې د دوو نورو غوښتنه هم وکړه سړى هک پک و.
ټولګى(کلاس) ډک و، سلام مې وکړ ټول صنف موسکى موسکى کيده، زه پوهېدم چې زما جامو او د کابل په دومره قوي پوهنتون کې استاد کېدل، په همدې پسې مسکاوې شروع دي.
ماته وايي شروع کړه، مال په څه کې درس درکړم ويل يې ستا خوښه. ما لس د اقتصاد موضوعات په تخته وليکل، خط مې په تخته ډېر ښه ښکارېده، بنګ منګ ورک شو، مال کومه موضوع تشرېح کړم.
ويل يې دا دوهمه هغه مې بيا په څو برخو ووېشه مال دې کې کومه موضوع، ويل يې دا درېمه هغه مې بيا په څو برخو تقسيم کړ مال دې کې کومه، بس ټوله تخته باندې مې د سيمستر د پيل نه تر اخره ټول موضوعات وليکل دوه وصل تختې ډکې شوې.
ناڅاپه د لاسونو پړکا پيل شوه شاته مې مخ واړوه ټول صنف ولاړ دى مخې ته يې يو خيرن ځوان لوند خيشت د ډېرو هيلو سره ولاړ دى.
رئيس غږ وکړ، ځوانه څومره معاش غواړې ډېر هيله من شوم.
ووتلو دستي يې پنځه کلاسونه راته راوسپارل ما لکه ماشين کار کوه فرصت لاس ته راغلى و د مياشت په اخر کې يې راته د پوهنتون د غوره استاد او د جيګ معاش وړونکي په نامه مراسم ونيول جيګ معاش په دې پوهنتون کې تر پنځوس زرو و خو ما ترې يو سل او شل زره افغانۍ واخيستې.
له هغې وروسته په امريکايي پوهنتون، وزارت ماليه، نړيوالو کمپنيانو، نړيوالو پوهنتونونو سره دندې ترسره کړې.
د موټر شويي د قرارداد مې چې کال پوره کېده ما د نړۍ ديرش هېوادونه ليدلي وو.
زه مې تربورانو ته اوس هم ډېره مينه ورکووم، ډېر احترام يې هم کووم، هو هغوى هم پوه شوي دي شاته مې بالښت ږدي اوس مې تخلص سره صيب هم وايي.
له رب مې خوشاله يمه، يوه وړه خاني ده او جوړه ده.
ژوند ته مه تسليمېږۍ ژوند اړخونه لري تل د سبا په غم کې شئ. همدا کافي ده چې ځانته خجل نه ياست، او فرصتونه مو په ژوند کې حتمي راځي
16/09/2023
د کوزې ېښتونخوا د ناصرو قوم ستره هستي او ویاړلی شخصیت ،د جرګو او مرکو سړی سردار صېب ناصر خان ناصر هم شهيد شو په یوه ترافیکي پېښه کې خپل ژوند د لاسه ورکړ
شهيد ته دې لایزال رب تعالی جنتونه ورکړي او کورنۍ ته يې صبر جمیل
انالله وانالیه راجعون
20/11/2021
د ناصر قوم دروند مشر ښاغلی عبدالله " سرحدی" ته د بامیان ولایت د والی په توګه د ټاکل کیدلو مبارکی وایو ښاغلی سرحدی یو علمی، کارپوه ،مدبر، او د ښو اخلاقو څښتن ده.
ښاغلی سرحدی د طالبانو په تیر تحریک کی د بامیان ولایت د خاصو ځوانو قمندان په توګه هم دنده اجراء کړی.
داغږ راسره بدرګه کړی ترڅو زمونږ د ویاړلې اتل مړستون جوړ کړی...
06/09/2017
30 اصول دوست یابی و نفوذ بر دیگران و رهبری مؤثر قرار ذیل است:-
1 – خوش اخلاق و خوش رو باشید.
2 - صادق باشید.
3 - در دیگران انگیزه ایجاد کنید.
4 - ذاتاً به دیگران علاقه مند باشید.
5 - همیشه حتی در هنگام مشکلات و سختی ها خنده رو باشید.
6 - به یاد داشته باشید که نام هر فردی زیباترین و مهمترین کلمه است.
7 - شنونده خوبی باشید .
دیگران را تشویق کنید در مورد خود صحبت کنند.
8 - بر اساس علایق دیگران صحبت کنید.
9 - طوری رفتار کنید که دیگران احساس کنند مهم هستند و هر کاری که از دستتان بر می آید صادقانه برایشان انجام دهید.
10-اگر برای کسی کاری انجام می دهید، انتظار جبران نداشته باشید.
11 - به « نظر » دیگران احترام بگذارید. هرگز نگویید
« اشتباه می کنید »
12 - اگر اشتباه کردید، سریع و صادقانه آن را بپذیرید.
13 - دوستانه صحبت کنید.
14 - طوری صحبت کنید که طرف مقابل همیشه در پاسخ تان « بله » بگوید.
15 - اجازه دهید طرف مقابل بیشتر صحبت کند.
16 - اجازه دهید طرف مقابل احساس کند از شما برتر است.
17 - صادقانه همه چیز را از نگاه طرف مقابل ببینید.
18 - با عقاید و آرزوهای مثبت و سازنده دیگران همراه شوید.
19 - با افراد مثبت و انگیزه دهنده دوست باشید.
20 - عقایدتان را به دیگران تحمیل نکنید.
21 - خود را با علائم غیر کلامی طرف مقابل هماهنگ کنید.
22 - صادقانه از دیگران تعریف کنید.
23 - اشتباهات دیگران را غیر مستقیم تذکر دهید.
24 - قبل از انتقاد از دیگران در مورد اشتباهاتتان
صحبت کنید.
25 - به جای دستور سریع، سؤال کنید.
26 - به دیگران احساس امنیت ایجاد کنید.
27 - هر پیشرفت جزیی و هر نکته مثبتی را تحسین کنید.
28 - مشوق باشید و بکوشید اشتباه دیگران را آسان و قابل اصلاح نشان دهید.
29 - بگذارید افراد از انجام پیشنهادات شما خوشحال شوند.
30 - انتقاد، شکایت و محکوم نکنید.
کاپی
12/08/2017
دنوم ورکوشهیدانو د قافلی سالار شهید امر انورخان ناصری،« انورډنګر» یو نایابه تصویر، هغه سالار چه پ خالی لاس به هم ناځوانه دښمن تری داسی یریدلو لکه چغال چه د زمری نه په ویره کی وی.
نوځکه خو یی خالی لاس په داسی حال کی په شهادت ورسولو چه خپل رب ته خالی لاسونه د قیام او رکوع په حالت کی وه.
قافله دی رب خپل منزل ته ورسوه، او ناځوانه دښمن دی رب د خپلو کرغیړنو اعمالو په جزا ورسوه، دښمن دی رب تل نیست او نابود لره.
20/04/2017
ځینې څېرې وي د پرانيستو کتابونو په شان!!!
دا په عمر زلمی خو په فکر، وړتیا، استعداد،پوهه او تفکر پوخ انسان ډاکټر عبدالمقتدر ناصري نومیږي.
ناصري صيب په سیمه ییزو ارګانونو کې د پلان او پالیسۍ رئيس دی.
د شرافت، انسانیت او اخلاقو یوه بې سارې بېلګه ده
سیاسي بصیرت او د منطق و استدلال ژبه يې خورا پخه او غني ده.
په ملګرتیا کې نو بیا بیخي بې جوړې سړی دی
هېڅکله به ډاکټر صیب داسې ونه وینئ چې خوله يې له خندا ډکه نه وي
که یوه شخړه، مبهمه موضوع او یا یوه جنجالی خبره دې ورسره د حل لارې لټولو لپاره شریکه کړه داسې طرحې او لارې چارې به دخپل استعداد پر مټ درپه ګوته کړي چې هک حیران به پاتې شي.
په اداره او ډيپلوماسۍ کې مخکښ زلمی دی او د خپلې ادارې پر کارونو خورا برلاسی دی.
هرې ادارې ته چې په ټيټ بست تللی نو په ریاست ضرور مقرر شوی دی
هغه د پښتنو په اصطلاح د مچیو په دم د مارانو نیولو هنر يې ښه زده دی.
فساد، رشوت، بډې، غلاوې او دوه مخیتوب يې په خټه کې نشته او هر هغه څوک چې دا کارونه کوي نو ناصري صیب بیا د ملګرتیا په لار نه ورسره ځي.
زه هیله مند یم چې ډاکټر صیب ناصري به یوه ورځ د هېواد د یو لوی مخلص، دیانتدار، بااستعداده، پاک او مدبر مشر په حیث د خپلو خلکو د خدمت مصدر وي.
راتلونکی يې ډېر روښانه وینم او په دې کې دا وړتیا شته چې ځان یو لوړ مقام ته ورسوي د همداسې یوې ورځې په هیله يې...
په پای کې دومره وایم چې د ډاکټر صیب په شخصیت، حیثیت، مقام او منزلت که هرڅومره خبرې وشي کمه ده کتابونه کتابونه خبرې يې په اړه کېدلی شي خو هغه د پښتنو ټپه ده چې:
ستا د ښایست ګلونه ډېر دي
ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه
ډاکټر صیب ناصري ته د لا بریاوو او پرمختګونو هیله کوم او د ژوند په هره بلا يې لاسبری غواړم.
درنښت
شمس الرحمن مسلمیار
د شمس ملګري ټيم په استازولۍ
22/11/2016
یوڅوک سپیره افغانستان نومیږي
ټــولې نـــړۍ ته ســــلامـــونه کــــوي
یوڅـــوک سپــیره افغانسـتان نومیــږي
لا پـــرهــــرونــه يې دردونــــــه کوي
لاپه ملامات دى لاجيګ شـــوى نه دى
داهـــــم ترتاســــې پـــورې راوســـتلو
کې ديموکراســــۍ لکـه امســــاپه لاس
څــــادريې واغــــوســـتلو شو راروان
څو ځل راولويـــدو راپــــــورته شـولو
خوپـــه نامـــه يې هرســـړى پيـــــژني
چابه ليــــدلى وي اوچـــــابه نـــــه وي
هغه هم وخت پیــــژني ځـــــاى پیـژني
هغـه راغلـــــى څــــه ويـــل غـــواړي
هغـــه يو ځان پیـــژني خـــداى پیـژني
هغــــه دهیچـــا پیـــژنــده نه غـــواړي
دا غــــزېــــــــدلې فاصــــلې لنــــــډوم
زه نورې ســــتاسې اودهـــــاغه ترمنځ
دانتـــظار تــــرخـــــې شیبــــې لنـــډوم
هغـــه راغلـــى دى راغــــواړمـــه يې
زما خبــــرو پـــورې و نـــه خـــــاندئ
دغــــه دې ودرېـــدمــه غــــوږ ونيسئ
پدې ســــندرو پـــورې و نه خــــــاندئ
خدايږوچې ټول به له ايمانه خلاص شئ
خپل دپیــړيو پیــــړيو کتاب پرانيــــزم
له ســـلامـــونو نـــه بــه تیرشـــــوسره
اوس ننـــى پـــرونى بــاب پــرانيــــزم
وروســـته خبرې به بيـــاوروسـته کوو
چیــرته رېدى چیــــرته ګلاب پرانيـزم
باديمه په غــــــرونو ګــرځم دسحـــــر
اوس يې دهغـــې په ځـــواب پرانيـــزم
تــړلې دچا يوســــوال وه راته خــــوله
ګنې پاڅیـــــږم انقــــــلاب پرانيـــــزم
زمــــاويــده زخمــــــونه مه ويښــــوئ
د څــــه ويلــــو اجـــــازه غـــــــواړمه
دا د بيـــــــــــــــــــان د ازادۍ دور دى
يا نـــــوره خپلـــــه جنـــــازه غــواړمه
يا بــــه دنـــورو جنــــــازې وباســــــم
زه بيــــا هماغسـې مـــــزه غـــــواړمه
زه بيـــا ابدال اوميـــرويس خان زېږوم
زه پـه جیـــلم کــې دروازه غـــــواړمه
زه بُخــــارا او سمـــرقنـــــد ته ځمــــه
خيرکه دلتــه ودرېـدل زما تـــوهين دى
کیــږي دننه زړه مې شـين دى نوره نه
هغه اس مې هـم بهــرولاړدى زين دى
فتحـه کړى هغـه ماچې پرې ملکــــونه
نن يې وزرونــه کـــړي بـــر ولاړ دى
مخکې مې پيـــداشو پـــرون هاغه چې
نن همـــاغــه زمــا پـه ســــر ولاړ دى
ښــــودې هغـــه چې مـــاورته خبـــرې
ولاړ، سپــين غر ولاړدى زما پاميــــر
زما شمـــله ســـرنه لـــــوېــدلې نــه ده
ولاړدى دلتــــه شمـــشاد ولاړ خيــــبر
دوى سره پورې اباســين نه څـوک دى
ولاړدى خـو نن لـــه تاســــره لښــــکر
پـــرون لـه ماســـــره لښـــــکر ولاړ و
ما دغـــــه لــوبې په اکثـــــرو کـــــړي
چـــاروانې کـــړي لــــوبې دانن چـې
خو ماپه تــــورو او په زغـــــرو کړي
دوي په وســــلو او الــــوتکو سمــــبال
هرڅـــــه په ســـندرو کـړي خومـــا دا
دوي تاريخــــونه په فلمـــــونو جـوړئ
کـــړي څانګې مُماڼو او ګـــورګـــورو
راځـــه چې اوس دې پکې وګــرځـــوم
چغـــې يې زرکــــو او تنـــزرو کــړي
زما دا ټـول غــــرونه له مينې ډک دي
دلتـــه ظالــــم پــاچـا چنـــګیز راغلــى
توبـه ګارشـــوى که انګـــرېــز راغلى
که بې نظيــــره کــه پـــروېـــز راغلى
ماترېنــــه هیــڅ ګټــــــه لیــــدلې نه ده
اول کې هـــــريو ســـړى تیـــز راغلى
لـــږ پــــه ارام شئ لـــږه ســــا واخلـئ
ماتــه داوښـــکو غـــاړکـۍ مـــه تــړئ
دغـــم په پـړي مې مــــرۍ مه تــــړئ
ماپه ځنځــــيرد غـــــلامۍ مـــه تـــړئ
زه د نــــړۍ د بـــادارۍ لايـــــق يـــــم
ستاسې شملې نشـــته، پګړۍ مه تــړئ
ستاسې په منځ کې پښـــــتونواله نشــته
داورپــه خیــــټه کې نــــړۍ مه تـــړئ
ټــــوله نــــړۍ به ترېنـــه اور واخلــي
زما په د ښتـــوکې کیـــږدۍ مـه تــړئ
زماکوچى غـــرور په زمکــه لوېــږي
ما ترډيلي پورې حــکومت کـــړى دى
ما د سروشــــونــډو محبت کـــړى دى
ما د هنــــدوانــو امـــــامت کـــړى دى
داســــې بې لاســـو بې پښـــــونه ومــه
ما څومــره اوږد سلطـــنت کـــړى دى
آن د ايــــران تـــراصفــــهانه پــــورې
نورپه زوال يـــم د بچــــو لــــه لاســـه
اوس په دې حـــال يم د بچــــوله لاسـه
داختـــــر ټــال يم د بچـــو لـــه لاســــه
مړه بس هرســـړى په مــاکې ګـــرځي
اوبــال اوبـــال يم د بچـــــو لـه لاســــه
خیردى په ماغـــريب لږ زړه وســیزئ
درته په ســــــوال يم د بچــولـه لاســـه
نورې دا خـــرې لغتــې مـــه راکـــوئ
په لار روان خلک لــه خپـــو نه نيسي
زمـا دښــــار واړه واړه ماشــــومــــان
خو يتيـــــمان خلک له خپــــو نه نيسي
قومنــــدانان په لنــډکروزر کې ګـرځي
که نه؛ نومرګ غـواړي زندۍ غـواړي
سوالګرډېر شـــوي دي ډوډۍ غـواړي
خــواران يــــوه يـــوه روپۍ غـــواړي
مشــــران ډالرو بانــــدې نه مـــړېـږي
هيڅـوک دې خپل وطن ته کورنه وایې
بچــي مې تښـــتي راتـه مـــور نه وايې
يوافغـــان بل افغـــان ته ورور نه وايې
دمــــلايــانــــو درتــــه هيـــڅ نه وايــم
چې سپين ته سپين اوتورته تورنه وايې
د شــــاعـرانــو دې هم مــــلا ماته شي
پــــاکـــه سپیـــڅلـې عقيــــده لـــــــرمه
زه لــــوى تاريـــخ لويه کيـــسه لـــرمه
خـــداى ته پينځـــه وخته سجـــده لـرمه
په اســـماني کتـــــاب ايمـــــــان لــرمه
د چـا کــورونــو ته دشــــپې مه ورځئ
زما کلتـــــور تــه درنـــــاوى ولــــرئ
بلو اورونــــو تـه دشـــپې مــــه ورځئ
چیرته به شپون راغه کې ځـان تودوي
بندو ورونو ته دشـــــپې مـــه ورځـــئ
څوک به مــو روغ په مرکنـــډۍ وولي
رقيـــبان ډېردي؛خــوياران مې نشــــته
زه دښمـــنان لرم خپــــلوان مې نشـــته
يم په ټوټو وېشـــــلي ځـــان مې نشـــته
زه دخپل ځان يوځــــاي کیده غــواړمه
تڼــۍ تڼــۍ يمــــه ګـــرېوان مې نشـــته
خوښه موهرڅـــه چې کــــوئ راباندې
هیڅـــوک د ګټې او تــاوان مې نشـــته
په خداي باور وکـــړئ ګيــله مې وشي
ځنـــګل ځنګل نښـــترمې چــــا يوړل؟
اوس داپوښـــــتنه زه له تــاسې کــــوم:
چامې له غـرونو نه په غــــلا يـــوړل؟
هغه ياقـــوت اوزمرودمې څــه شـول؟
په کـــې انســــان پاڅـي انســـان وژني
بس دا دنيـــا راتـه ځنــــګل ښــــکاري
چې مې په خپـــلو کـــې بچيـــان وژني
دابـه د چـــــا آزار د چـــا ښیـــرې وي
هرڅـــوک چې مـــا افغانســـتان وژني