24/04/2026
🌟 د زړه راښکونکو ترانمونو مینهوالو ته ځانګړې بلنه 🌟
د هېواد محبوب ترانم کوونکي
🎤 جاوید دلدار
🎤 ادریس ځواک
په تمدن تعلیمي مرکز د ۱۵مې دورې د فراغت په مراسمو کې ستاسو په منځ کې حضور لري.
راشئ، دا ځانګړې شېبه له موږ سره په خوشحالۍ تیره کړئ،
د ښکلو ترانومونو خوند واخلئ او د خپلو ستورو له نږدې لیدلو فرصت له لاسه مه ورکوئ.
📅 نېټه: شنبه، د اپرېل ۲۵مه
⏰ وخت: ۱:۰۰ بجه ماسپخین
ستاسو راتګ زموږ ویاړ دی ❤️
22/04/2026
د تمدن تعلیمې اداره ویاړې چې شفیق غیرتمل د ۱۵مې دورې د فراغت مراسمو رسمي ویاند او کوربه دی.
د هغه خوږ او اغېزمن غږ، باوري حضور او پیاوړي د وینا مهارتونه هره شېبه لا ښکلې او نه هېریدونکې کوي. د هغه مسلکي چلند او ځانګړی انداز دې مراسمو ته یو ځانګړی رنګ او ښکلا وربخښي.
🎤 یو الهام بښونکی غږ…
🌟 یو ځلیدونکی حضور…
موږ ډاډه یو چې دا ښکلی محفل به د هغه په زړه پورې انانسرۍ سره لا په زړه پورې او یادګاری شي!
22/04/2026
محترم عبدالباسط امید صاحب
په ډېر درنښت سره ستاسو څخه مننه کوو چې د تمدن تعلیمي مرکز د زدهکوونکو د ۱۵مې دورې د فراغت په مراسمو کې مو زموږ بلنه ومنله. ستاسو دروند حضور به زموږ د دې علمي او ویاړلې ورځې ښکلا نوره هم زیاته کړي او فارغېدونکو زدهکوونکو ته به د لا زیاتو هڅو او بریاوو الهام ورکړي.
نېټه: شنبه، د اپرېل ۲۵مه
وخت: د غرمې وروسته ۱:۰۰ بجه
ځای: د ځوانانو پارک
په درنښت
د تمدن تعلیمي مرکز عمومی مدیر
عبدالبصیر اتل
22/04/2026
محترم استاد حیات حبیب صاحب
ډیره مننه چې د تمدن تعلیمي مرکز د زدهکوونکو د ۱۵مې دورې د فراغت په مراسمو کې مو زموږ بلنه ومنله. ستاسو ارزښتناک حضور به زموږ د دې ځانګړې ورځې ویاړ نور هم زیات کړي او فارغېدونکو زدهکوونکو ته به د علم، خدمت او بریا نوې لارې ور وښيي.
نېټه: شنبه، د اپرېل ۲۵مه
وخت: د غرمې وروسته ۱:۰۰ بجه
ځای: د ځوانانو پارک
په درنښت
د تمدن تعلیمي مرکز عمومی
عبدالبصیر اتل
22/04/2026
محترم منهاج افغان
په ډېر ویاړ سره ستاسو څخه مننه کوو چې د تمدن تعلیمي مرکز د زدهکوونکو د ۱۵مې دورې د فراغت په مراسمو کې مو زموږ بلنه ومنله. ستاسو دروند حضور به زموږ د دې علمي او ویاړلې ورځې ښکلا نوره هم زیاته کړي او فارغېدونکو زدهکوونکو ته به د لا زیاتو هڅو او بریاوو الهام ورکړي.
نېټه: شنبه، د اپرېل ۲۵مه
وخت: د غرمې وروسته ۱:۰۰ بجه
ځای: د ځوانانو پارک
په درنښت
د تمدن تعلیمي مرکز عمومی مدیر
عبدالبصیر اتل
22/04/2026
محترم عبدالواسع همدرد صاحب
د کونړ ولایت تکړه ترانم خوان او فرهنګي شخصیت.
واسع جانه ډیره مننه چې د تمدن تعلیمي مرکز د زدهکوونکو د ۱۵مې دورې د فراغت په مراسمو کې مو د ګډون بلنه ومنله.
ستاسو ګډون به زموږ د زدهکوونکو لپاره د روښانه راتلونکي الهامبښونکی پیغام وي.
نېټه: شنبه، د اپرېل ۲۵مه
وخت: د غرمې وروسته ۱:۰۰ بجه
ځای: د ځوانانو پارک
په درنښت
د تمدن تعلیمي مرکز عموم مدیر
عبدالبصیر اتل