درنومینه والو!
نیکمرغه کوچنی اختر مو مبارک شه
تقبل الله منا ومنکم صالح الأعمال
بیت الحکمة
بیت الحکمة یوه علمي، تربوي او ادبي ویب پاڼه ده چې د مسلک
12/05/2021
د کوچني اختر د لمانځه طریقه
د شوال يا کوچني اختر د میاشتي اول تاریخ ته عید الفطر او د ذو الحجة يا لوى اختر د میاشتي لسم تاریخ ته عید الاضحی ويل کېږي، یادو دوو ورځو ته په اسلام کي د اختر یا خوښی ورځي هم ویل کیږي او دوه رکعته لمونځ پکښي د شکرانې په ډول اداء کیږي.
د وجوب تاريخ:
د اختر لمونځ د هجرت په دوهم کال واجب سو.
د اختر د لمانځه د اداء کولو وخت:
د اختر د لمانځه وخت تر لمر راختلو وروسته بیا د زوال تر وخته پوري دئ.
د اختر د لمانځه حکم:
د اختر لمونځ پر هر هغه کس باندي واجب دی پر کوم کس چي د جمعې لمونځ واجب وي.
د اختر د لمانځه نیت:
که څه هم اصلاً نيت د زړه کار دئ خو که چيري يې څوک په خوله ووايي نو ښه خبره ده، نو د نيت الفاظ دا دي:
(نیت کوم د زړه له اخلاصه، لمونځ کوم دوه رکعته واجب د اختر، سره د شپږو تکبیرونو زوائدو، په دې حاضر وخت د څاښت، خاص خدای تعالی لره، اقتداء مي ده په دې حاضر امام پسي، مخ مي دی پر لوري د کعبې شریفي، الله اکبر!)
د اختر د لمانځه طريقه:
د اختر د لمانځه دوه رکعته واجب دئ، کله چي نیت وتړي امام او مقتدایان به ثناء (سبحانه) ووايې، بیا به امام او مقتدى دواړه درې (٣) تکبیره پرله پسې ووايي، د هر تکبیر سره به لاسونه غوږوته پورته کوي او بیا به لاسونه ایله کوي، تر دریم تکبیر وروسته به لاسونه تر نامه لاندي نیسي. امام به قرآئت شروع کړي او مقتدیان به چوپه خوله دریږي. دغه اول رکعت به نور د عادي لمونځونو په طریقه سره ادا کړي.
کله چي امام او مقتدیان دوهم رکعت ته را پورته سول امام به قرائت ووايې تر قرآئت وروسته به بیا درې (٣) تکبیره پر له پسې ووايي د هر تکبیر سره به لاسونه غوږو ته پور ته کوي او بیا به لاسونه ایله کوي، د څلورم تکبیر په ويلو سره به امام او مقتدیان رکوع ته ځي او نور پاته لمونځ به د عادي لمونځونو په طریقه سره اداء کړي.دا ډول د اختر په لمانځه کي د سورة الاعلى او سورة الغاشية ويل مستحب دي.
12/05/2021
د فطر د صدقې احکام.
05/05/2021
د لیلة القدر شپې اووه نښې:
۱ـ د شپې وروسته د سهار وخت لمر وړانګې نه وي ، ګرد به هم نه وي ، ځکه ګڼ شمیر ملائکې چې ځمکې ته راغلی وي ، د ختلو په حالت کې وي.
عیني شرح بخاري ـ ۵ ـ ۶۵.
۲ـ دغه شپه صفا ستره او پاکه وي ،
مسند احمد ابو یعلی ـ ۳۶۵.
۳ ـ پدې شپه نه زیاته ګرمي وي او نه یخني.
ابن کثیر ـ ۴ ـ ۴۳۱.
۴ ـ پدې شپه اسمان کې ستوري نه ویشتل کیږي.
ابن کثیر ـ ۴ ـ ۴۳۱.
۵ ـ امام ابن جریر طبري د ځینو بزرګانو څخه نقل کړی دی ، چې پدې شپه هر شی ځمکې ته ټیټیږي ، او الله ته سجده کوي ، او بیرته عادي حالت ته راګرځي ، مګر هر څوک یې نه ویني کیدای شي دیر ورباندې پوه هم نه شي،
عیني ـ ۵ ـ ۳۲۵.
۶ ـ د ځینو علماوو تجربه دا ده ، چې پدې شپه د سمندرونو او کوهیانو بی خونده اوبه خوندوري وي.
العرف الشذي ـ ۳۲۷.
۷ ـ پدې شپه ملائکې د هغه مسلمان سره میلاویږي ، چې بخشش ورته شوی وي ، او د دغه مسلمان زړه نرم وي ، ژړا ورځي
چا چې تر اخیره ولوسته سبحان الله ولیکﺉ
# الهي پروردګاره دغه شپه مو په نصیب وګرځوي
آمین را سره غبرګ کړی دوستانو
آمین یا رب العالمین
رمضان:
رمضان د توبې او مغفرت میاشت.
بیت الحکمة یې وړاندې کوي
وخت: ۲ دقیقې او شپږ ثانیې
07/02/2021
(19) حديث
14/12/2020
(18) حديث
النحو
الدرس السادس عشر(16)
الموضوع:
-أنــــواع الإعـــــــــراب
-أهمية الإعـــــــــراب
المقدم : الدکتورمحمدقسیم آخندزاده
المدة : 17 دقیقه و 54 ثانیة
03/12/2020
(17) حديث
النحو
الدرس الخامس عشر(15)
الموضوع:
الإعـــــــــراب
المقدم : الدکتورمحمدقسیم آخندزاده
المدة : 20 دقیقه و 26 ثانیة
25/11/2020
(16) حديث
14/11/2020
(۱۵) حديث
Click here to claim your Sponsored Listing.