25/06/2026
پکتیا کې دوه کورنۍ له ۳۵ کلنې دښمنۍ وروسته سره پخلا شوې
پنجشنبه ۹ محرم الحرام ۱۴۴۸
د پکتیا ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ په يوه کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه بدي حل و فصل شوه، چې یادې کورنۍ یې له درې نېمو لسيزو راهیسې له ناخوالو او جنجالونو سره لا سه او ګريوان وې.
د دغې بدي د حل په موخه د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو، قومي مخورو او مصلحینو د دوامدارو ناستو او مجلسونو وروسته دواړه لوري روغې جوړې ته راضي کړل او په داسې حال کې يې پخلاینې ته چمتو کړل، چې د خپلمنځي اختلافاتو له امله یې پر مالي زیانونو سربېره د يوې مېرمنې په ګډون درې تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي وو.
د پخلاینې او سولې په مراسمو کې علماء کرامو، مسؤلینو او قومي مشرانو هم ګډون کړی وو، چې د اخوت، ورورګلوی او عفوې په ښېګڼو یې خبرې وکړې. دوی دواړه لوري نېکبخته وبلل چې راتلونکې نسلونه یې له بدبختیو وژغول او د سولې ژوند یې اختیار کړ.
په پای کې په شخړه کې ښکېلو لورو یو بل ته بښنه وکړه او د ورورۍ غېږې یې سره ورکړې. دوی په خپلو تېرو کړنو د پېښمانۍ ترڅنګ ژمنه وکړه، چې پاتي ژوند به په مينه او ورورولي سره تېروي.
25/06/2026
د خوست ولايت د باک ولسوالۍ د دوو کورنیو تر منځ د ۱۷ کلنې اوږدمهاله شخړې په اړه
پنجشنبه ۹ محرم الحرام ۱۴۴۸
د خوست ولايت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو ریاست او د باک ولسوالۍ قومي مشرانو او مصلحینو په هلو ځلو سره د دوو کورنیو تر منځ د ۱۷ کالو هغه پخوانۍ دوښمني چې په ترڅ کې یې دوه کسان په قتل رسیدلي وو حل او فصل شوه.
د دغې دښمنۍ له کبله دواړو خواوو په تېرو کلونو کې څوڅو ځله يو پر بل بريدونه کړي وو او د سختو خپل منځي اختلافاتو سربېره يې ګڼ مالي تاوانونه هم ګاللي وو، چې په وروستيو کې د مسؤلينو په دوامدارو کوششونو په سوله او ورورولي بدله شوه.
مصلحينو او جرګه کوونکو مشرانو له دواړو لوريو څخه د تعهدونو په اخېستلو سره له هغوی وغوښتل، چې تر دې وروسته په سوله وروولي او خوشحالي کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.
پایان دشمنی ۱۷ ساله میان دو خانواده در ولسوالی باک ولایت خوست
پنجشنبه ۹ محرم سال ۱۴۴۸
با تلاش مسئولین ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت خوست، بزرگان قومی و مصلحین ولسوالی باک، دشمنی ۱۷ ساله میان دو خانواده که منجر به قتل دو تن شده بود، برطرف شده است.
به دلیل این خصومت، هر دو طرف در سالهای گذشته چندین بار به یکدیگر حمله کرده بودند و علاوه بر قتل و اختلافات شدید، خسارات قابل ملاحظهای مالی نیز متحمل شده بودند که در این اواخر با تلاشهای مستمر مسئولین دشمنی یاد شده به صلح و برادری مبدل شد.
مصلحین پس از اعلام ختم خصومت از هر دو جانب، خواستند به زندگی خوش ، آرام و برادرانه ادامه دهند.
25/06/2026
د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له ١٧ ګڼې فرمان څخه
24/06/2026
د مرکزي زون له کوچي سرخېلانو سره په کابل کې پراخه ولسي غونډه ترسره شوه
چهارشنبه، ۸ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون لوی ریاست نن له غرمې مخکې د کابل، پروان، لوګر، کاپیسا، پنجشېر، بامیان، غزني او میدان وردګو ولایتونو د کوچي قومي مشرانو، علماوو او مخورو سره د همغږۍ پراخه ولسي غونډه ترسره کړه.
غونډه د کوچي مشرانو په ویناوو پیل شوه. ویناوالو د اسلامي نظام پایښت د افغانستان د ټولو ولسونو د عزت او سرلوړۍ ضامن وباله. ویې ویل چې کوچیان به په هر حالت کې د اسلامي نظام سره په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې خپلې همکارۍ او ملاتړ ته دوام ورکوي. ویناوالو همداراز زیاته کړه چې کوچیان د افغانستان په اقتصادي ودې او پیاوړتیا کې مهم رول لري او د مالدارۍ، لبنیاتو او لاسي صنایعو له لارې د هېواد بازارونو ته ارزښتناک تولیدات وړاندې کوي. هغوی غوښتنه وکړه چې په یادو برخو د پراختیا لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.
همداراز یادې غونډه ته د سرحدي پلټنو معین مولوي عنايت الله شجاع او د کوچیانو چارو عمومي رئیس مولوي محمد بصر صاحبزاده هم خبرې وکړې. هغوی کوچیان هغه وفادار او مجاهد قشر وباله چې د هېواد د وروستیو تحولاتو او انقلابونو پر مهال یې ستر مالي او ځاني زیانونه ګاللي، ګڼې سختۍ او کړاوونه یې زغملي، خو بیا یې هم خپل ایماني عزم او اسلامي روحیه پیاوړې ساتلې ده. دوی وویل چې کوچیانو د خپلو بچیانو د وینو په بیه د دین، وطن او ارزښتونو دفاع کړې او په دې لار کې یې نه هېریدونکې قربانۍ ورکړې دي.
د غونډې په پای کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې کوچیان د اسلامي نظام له هغه وفاداره رعیت څخه دی چې د نورو په څېر یې په هېواد کې پراخ امکانات او شتمنۍ نه درلودې، خو د خپل دین، وطن او ولس د دفاع لپاره یې سر او مال قربانۍ ته وړاندې کړل او د خپلو سترو قربانیو او هلو ځلو په برکت یې هېواد آزادۍ او خپلواکۍ ته ورساوه او افغان ولس ته یې دا زمینه برابره کړې چې له مهاجرت، بې ځایه کېدو او ناخوالو وروسته بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستانه شي.
نوموړي د کوچیانو ستونزو او اړتیاوو ته رسېدنه د اسلامي نظام مهم مسؤلیت وباله او ټینګار یې وکړ چې د خلکو د مشروع غوښتنو اورېدل او د ستونزو حل د نظام د مسؤلینو شرعي وجیبه ده.
24/06/2026
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري کابل ولایت کې غونډې ته:
24/06/2026
د مرکزي زون له کوچي سرخېلانو سره د همغږۍ غونډه