Khulufa-e-Rashideen Private School خلفاء راشدين خصوصي ښوونځی

Khulufa-e-Rashideen Private School خلفاء راشدين خصوصي ښوونځی

Share

ستاسې د اولادونو د سالمې ښوونې او روزنې ډاډمن مرکز.
آدر?

04/06/2023

خلفاء راشدین خصوصي ښوونځي تقويتي دوره
دا چې (۱۴۰۱-۱۴۰۲) تعليمي کال د جوزا مياشتې په ۱۵مه نېټه پای ته رسيږي ، خلفاء راشدین خصوصي ښوونځي اداره په پام کې لري چې د اوړي/دوبي په رخصتيو کې ځانګړې تقويتي دوره پيل کړي ، نو ټولو دولتي او خصوصي ښوونځيو زده کوونکو ته خبر ورکول کيږي چې له دغه زرين چانس څخه ګټه واخلي او خپل راتلونکی روښانه کړي.
تقويتي دورې مضامين
پښتو ليک لوست، انګليسي ليک لوست، عمومي رياضيات ، کمپيوټر عملي زده کړه، ديني او عربي برخه
نوټ:د نورو ښوونځيو زده کوونکو لپاره ځانګړی تخفيف په نظر کې نيول شوی دی.
هر زده کوونکي څخه په لومړي سر کې او په اخر کې ځانګړی ټيسټ اخيستل کيږي.
د پيل وخت : د جوزا مياشتې ۲۰مه نېټه شنبې ورځ
نوم ليکنه د جوزا مياشتې له ۱۵مې نېټې څخه جريان لري.
د اړيکو شمېرې:0778351835/0776108218

15/03/2023

د ښوونځي دروازې په پرانيستلو ، لوېدلی ملت را پورته او د ښوونې او روزنې په ګاڼه سمباليږي.
خلفاء راشدین خصوصي ښوونځی د شخصيت جوړونې پر لور يو ستر ګام!

29/11/2022

څلورم ټولګي د عقرب مياشتې اسمبلي / ورځني سهارني تربيتي پروګرام کې د استاد رفيع الله صافي په نګرانۍ کې لومړی مقام تر لاسه کړ، هغه ګډون کوونکو ته چې خپل ټولګی يې لومړي مقام ته رسولی ؤ ؛ په ډاليو ونازول شول.
خلفاء راشدین خصوصي ښوونځی ستاسې د اولادونو جرأت لوړونې ته ځانګړې پاملرنه کوي.

Photos from ‎Khulufa-e-Rashideen Private School خلفاء راشدين خصوصي ښوونځی‎'s post 22/05/2022

نن يکشنبه د خلفاء راشدین خصوصي ښوونځي د لومړۍ ازموينې صحنې انځورونه.

14/02/2022

خبرتيا!
سبا سه شنبې ورځ ۱۴۰۰/دلوی/۲۶ هـ ش نېټه د شوروي ځواکونو د وتلو په مناسبت په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي ده!
ټول ګران زده کوونکي دې خبر وي .
اداره

Photos from ‎Khulufa-e-Rashideen Private School خلفاء راشدين خصوصي ښوونځی‎'s post 24/11/2021

نن د چهارشنبې ورځ د قوس/ ليندۍ مياشتې 3مه د تيرې (عقرب) مياشتې د ارزيابۍ پايلې اعلان شوې ، چې په لومړي ، دوهم او دريم نمبر راغلو زده کوونکو ته د ادارې له لوري برابرې شوې ډالۍ ورکړل شوې.
#سالم تربيت له مونږ سره تجربه کړئ.
خلفاء راشدین خصوصي ښوونځی

18/10/2021

سبا سه شنبه د ۱۴۰۰ هجري شمسي کال د میزان (تلې) میاشتې ۲۷مه چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د ربیع الاول ۱۲مه سره سمون خوري، د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه و سلم د زوکړې نیکمرغه ورځې سره برابره ده ؛ نو په همدې مناسبت سبا عمومي رخصتي ده .
ټول ګران زده کوونکي او قدرمن والدين دې خبر وي.

Photos from ‎Khulufa-e-Rashideen Private School خلفاء راشدين خصوصي ښوونځی‎'s post 18/10/2021

ن ورځ په خلفاء راشدین خصوصي ښوونځي کې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم نبوي سيرت غونډه تر سره شوه ، چې پيل يې د زده کوونکي قاري عبدالرحمن له لوري د قرآن عظيم الشان په مبارکو اياتونو تر سره شو بيا د خلفاء راشدین خصوصي ښوونځي محترم استاد محمد کمين له لوري د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د پېداېښت څخه تر هجرت پورې د مبارک پيغمبر په ژوند رڼا واچوله ؛ ورپسې د خلفاء راشدین خصوصي ښوونځي مؤسس او مدير مفتي صاحب فضل ربي وحدت د خوږ پېغمبر صلی الله عليه وسلم د هجرت ژوند ، غزاګانو او تر وفات پورې معلومات او هم د نوموړي يو شمېر هغه غوره خويونه چې ګران زده کوونکي بايد په ورځني ژوند کې عملي کړي ګډونوالو ته وړاندې شول.
خلفاء راشدين خصوصي ښوونځی ستاسې د اولادونو ديني ، تعليمي او اخلاقي تربيت ته ژمنه اداره.

Photos from ‎Khulufa-e-Rashideen Private School خلفاء راشدين خصوصي ښوونځی‎'s post 06/10/2021

ښوونکي ورځ ولمانځل شوه!
د ښوونکي ورځ نن د ميزان د مياشتې په څوارلسمه د خلفاء راشدين خصوصي ښوونځي په انګړ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه، غونډه د قاري عبدالرحمن لخوا د قرآن عظيم الشان په څو مبارکو اياتونو پيل شوه ورپسې ښوونځي د ترانې ټيم لخوا پوهنې ترانه وړاندې شوه
د کامې ولسوالۍ تعليم او تربيې آمر قدرمن دلاور خان مومند له لوري ګډونوالو د ښوونکي مقام او ارزښت په هکله وينا وړاندې کړه او د ښوونکو د کوښښونو قدرداني وکړه او هغوی ته يې مبارکي وړاندې کړه ، بيا د خلفاء راشدين خصوصي ښوونځي موسس او مدير مفتي فضل ربي وحدت له لوري ښوونکو ته مبارکي د ښوونکي د مقام او ښوونکو ته د درناوي په اړه ارزښتناکې خبرې او لارښوونې وشوې ، ورپسې د زده کوونکي محمد نسيم او شبير احمد لوري د معلم ترانه ، د عمران ، مرتضی ، عبدالرافع ، جواد ، او يو شمېر نورو زده کوونکو له لوري د علم او معلم په اړه په پښتو ، عربي او انګليسي ژبو برابرې شوې مقالې ولوستل شوې ، وروسته د ډاليو برخه پيل شوه د ادارې او زده کوونکو له لوري ګران ښوونکي اداري او خدماتي پرسونل په ډاليو ونازول شوه چې د ښوونکو لخوا د خوښۍ په ښکاره کولو هېواد او خلکو ته لا ژمنتيا ،غوره تدريس او خدمت ډاډ ورکړل شو غونډه د استاد محمد کمين وحدت له لوري د دعا په کولو پای ته ورسېده .
د خلفاء راشدين خصوصي ښوونځي ټول اداري ، تدريسي او خدماتي پرسونل د ښوونکو ورځ په مناسبت د هېواد ټولو ښوونکو ته مبارکي وايي او په چارو کې ورته د لا بريا هېله کوي.
په درنښت
د خلفاء راشدین خصوصي ښوونځي فرهنګي کميټه.

28/09/2021

مه پریږدئ چې ماشومان مو د علم د روښنایي څخه ليرې پاتې شي زده کړه د ټولو بدبختيو څخه د خلاصون يواځينۍ لار ده، نو راځئ خپل ماشومان د علم په ګاڼه سمبال کړو.
#داخله وړيا جريان لري.
پته: کامې ولسوالي ماماخېلو ته غځېدلی سرک ګهيک قريه.

Want your school to be the top-listed School/college in Kama?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address

K**a