31/05/2026
د پاچاخان خصوصي ښوونځي ګلالیو زده کوونکو او د زده کوونکو قدرمنو والدینو!
نن (یکشنبه شنبه) په رسمي ډول درسونه پیلیږي؛
حاضري او ګډون د تعلیمي افغانستان د هیلو پاللو لپاره لومړنی شرط دی.
پاچاخان خصوصي ښوونځی د پرمختللي، عمراني او تعلیمي افغانستان بې درېغه هڅه...
12/05/2026
موږ د مخکښتوب دعوه نه کوو؛ بلکې ثابتوو یې!
#: د ریاضي اوونۍ
05/05/2026
د وطن_ګهیځ
هر لمر څرک له نویو هیلو او امیدونو سره پیلیږي. د سهار په خاموشۍ کې د وطن هر سړک، هره کوڅه او لاره زړه وړونکو انځورونو نیولې وي. چا بایسکل تر غوږونو نیولی وي او خپل نېږدې ښوونځي ته ځي، ځینې د سړک پر سر د مکتب بس ته منتظر وي او ځینې نور یې پلي روان وي. هو! د وطن هر ګهیځ کټ مټ همداسې پیلیږي.
موږ بختور یو، چې د هغې زمانې د اوسیدو ویاړ لرو، چېرې چې تعلیمي افغانستان په زړونو او ذهنونو کې پلل کیږي. دا هیلې دې ګل شي او د وطن د پرمختګ او سیالتوب ذریعه دې وګرځي.
پاچاخان خصوصي ښوونځی د تعلیمي افغانستان بنسټ