Ahmad Shah Abdali University احمد شاه ابدالي پوهنتون

Ahmad Shah Abdali University احمد شاه ابدالي پوهنتون

Share

Ahmad Shah Abdali Medical University is dedicated to graduating skilled, ethical & compassionate healthcare professionals. Established in 2012 by Prof.

Ahmad Shah Abdali Institute of Higher Education (AAIHE) stands as a beacon of excellence in the field of medical education in Afghanistan. Badshahzar Abdali, AAIHE operates under the laws and regulations set forth by the Ministry of Higher Education of Afghanistan. With its commitment to providing quality education, AAIHE has become one of the leading institutes in the country. At its inception, A

17/06/2026

دیني او ښوونیز سیمینار وړاندې شو!
نېټه: ١٤٠٥/٠٣/٢٨
د احمد شاه ابدالي پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د دیني او ښوونیزو سیمینارونو په لړ کې، د دعوت او ارشاد آمر محترم مولوي کلیم الله قاسمي له خوا د «د تقلید تأیید او د امام ابوحنیفه (رح) مناقب» تر عنوان لاندې ښوونیز سیمینار وړاندې شو.
په یاد سیمینار کې د تقلید مفهوم، مشروعیت، د اسلامي مذاهبو ارزښت، د امام ابوحنیفه (رح) علمي او فقهي خدمات، او د حنفي مذهب ځانګړتیاوې په علمي او مستندو دلایلو سره ګډونوالو ته تشریح او بیان شوې. همدارنګه د امام اعظم ابوحنیفه (رح) د اجتهادي مقام، د هغه د فقهي مکتب د پراختیا او د مسلمانانو په دیني ژوند کې د هغه د اغېز په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

د نشراتو مديريت

16/06/2026

«رِضَا الرَّبِّ فِي رِضَا الْوَالِدِ، وَسَخَطُ الرَّبِّ فِي سَخَطِ الْوَالِدِ»
ژباړه: د الله تعالی رضا د پلار په رضا کې ده، او د الله تعالی ناراضګي د پلار په ناراضګۍ کې ده.

نشراتو مدیریت


15/06/2026

د وینې یو څاڅکی، د ژوند یوه هیله!
وینه ورکول یو ستر انساني او اسلامي عمل دی چې د ناروغانو او اړمنو کسانو د ژوند ژغورلو سبب ګرځي. د وینې هر څاڅکی کولای شي د یو انسان د ژوند د دوام لپاره هیله او خوښي ور وبښي. راځئ چې د وینې په ورکولو سره د انسانیت، همدردۍ او مسئولیت احساس څرګند کړو او هغو کسانو ته د ژوند نوې هیلې ور وبښو چې زموږ مرستې ته اړتیا لري.

نشراتو مديريت

14/06/2026

لسو تنو محصلینو خپل علمي سیمینارونه وړاندې کړل!

نېټه: ١٤٠٥/٠٣/٢٤
د احمدشاه ابدالي پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي د 2S1 ټولګي لسو تنو محصلینو د امبریالوژي مضمون اړوند خپل علمي سیمینارونه وړاندې کړل. یاد سیمینارونه د ډاکټر سیدالله پکتین او ډاکټر نقیب شاه درمان تر علمي لارښوونې لاندې ترسره شول.
محصلینو په خپلو سیمینارونو کې د امبریالوژۍ له بېلابېلو موضوعاتو څخه هر اړخیز او علمي معلومات وړاندې کړل او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

د نشراتو مديريت

13/06/2026

د علمي کادر غړو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه!

د احمدشاه ابدالي پوهنتون د رهبرۍ او علمي کادر غړو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د پوهنتون رئیس، پوهاند ګل محمد جنت‌زي، د مؤسس مرستیال ډاکټر خیبر عبدالي، د پوهنتون مرستیالانو او یو شمېر اداري مسؤلینو ګډون کړی و.
د غونډې په ترڅ کې د علمي کادر غړو د علمي او تدریسي مکلفیتونو، مسوولیتونو، علمي څېړنو، علمي مقالو، په علمي کنفرانسونو کې د ګډون او د علمي مقالو د وړاندې کولو په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه. همدارنګه، د پوهنتون د لا پرمختګ، کیفیت لوړونې او راتلونکو علمي او اداري پلانونو په اړه اړین معلومات له علمي کادر غړو سره شریک شول.
علمي کادر غړو د دغو همغږۍ غونډو ترسره کېدل اغېزمن او ګټور وبلل او ژمنه یې وکړه، چې د هېواد د ځوان نسل د علمي روزنې او روښانه راتلونکي لپاره به خپلو علمي هڅو او خدمتونو ته لا زیات دوام ورکړي.
د نشراتو مدیریت

11/06/2026

قال رسول الله ﷺ:
"خَيْرُ النَّاسِ أَنْفَعُهُمْ لِلنَّاسِ"
ژباړه:
تر ټولو ښه خلک هغه دي چې خلکو ته زیات ګټور وي.

نشراتو مديريت

11/06/2026

احمد شاه ابدالي پوهنتون تدریسي روغتون
(عبدالي طبي کمپلېکس)

11/06/2026

دامیرالمومنین - حفظه الله - (۱۷)ګڼه فرمان
دریمه ماده:

ځينو سیمو کي له حج او عمرې څخه د راستنېدو پرمهال د مبارکۍ او ستړې مشۍ په مناسبت د سیمې د خلکو او راغلو او رابلل شویو مېلمنو ته درنده مېلمستیا او خيرات برابرول او همداراز لوړ بیه تحفې خلکو ته ورکول ضروري رواج ګرځېدلی دی چي له يوه پلوه کوم شرعي حيثیت نه‌لري او له بله پلوه د زيات لګښت له امله د زیاتو خلکو له حج او عمرې څخه د محروميت او يا د تأخير سبب ګرځيدلی دی، له همدې امله باید ټول حجاج او معتمرین له یادو مصارفو او زیان اړوونکو رواجونو څخه ډډه وکړي.

د نشراتو مدیریت


Want your school to be the top-listed School/college in Khost?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Address

Azadai Meena (1200 Families) Beside Khost Entertainment Park
Khost
2501

Opening Hours

Monday 08:00 - 16:00
Tuesday 08:00 - 16:00
Wednesday 08:00 - 16:00
Thursday 08:00 - 16:00
Saturday 08:00 - 16:00
Sunday 08:00 - 16:00