18/06/2026
پاکستان
شهباز شریف وای، زه د امریکا او ایران ترمنځ د سولې منځګړی یم.
شریف هم ځانته د تړون یوه برخه جوړه کړې او لاسلیک کړې یې ده.
وياړم چې د حضرت مُحَمَّد(ص) امتي يم. ❤️😍
18/06/2026
پاکستان
شهباز شریف وای، زه د امریکا او ایران ترمنځ د سولې منځګړی یم.
شریف هم ځانته د تړون یوه برخه جوړه کړې او لاسلیک کړې یې ده.
17/06/2026
ټرمپ:
اسراییل د لبنان په ملکي ساحو بریدونو کې ډېر مخته تللی او زیات ملکیان یې وژلي چې زه پرې راضي نه یم.
وایي، که زه نه وای اسراییل به نه وای.
17/06/2026
پاکستاني دفاع وزیر:
د بلوچستان او پښتونخوا نا امنۍ اصلي رېښې په افغانستان کې دي.
ډېره هڅه مو وکړه خو افغانستان همکاري نه کوي.
افغان لوری د همکارۍ ژمنه کوي خو عمل کې بل څه وینو.
15/06/2026
ایران د خرمشهر بندر له لاري افغانستان ته د مایع ګازو صادرات پیل کړل،ممکن د ګازو نرخونه هم راټیټ سي.
15/06/2026
پاکستان پخوانی وزير انوارالحق کاکړ ویلي، چې د «لرو او بر» د شعار تر شا د افغانستان اوسني حاکمان ولاړ دي نوموړي زیاته کړې، چې د پښتنو لویه برخه په پاکستان، په ځانګړي ډول کراچۍ ښار کې ژوند کوي، نه په کندهار او ننګرهار کې.
#پاکستان #افغانستان #پښتانه #خبرونه
15/06/2026
د پاکستان په راولپینډۍ کې د غیر اخلاقي فلمونو جوړولو یو مرکز کشف شوی دی.
مسولینو ویلي چې یاد ځای کې 3 چینایي نارینه او 7 پاکستاني انجونې وې چې غیر اخلاقي ویدیوګانې به یې جوړول د نړۍ په مشهورو ویبسایتونو به یې خرڅول.
14/06/2026
بنو کې د پوځي موټر پېښه؛ درې پاکستاني پوځیان وژل شوي👇
د بنو–میرانشاه پر سړک یو پوځي موټر د ټایر د چا.ودنې له امله چپه شوی، چې له امله یې د یوه افسر په ګډون درې پاکستاني پوځیان و.ژل شوي او پنځه نور سخت ټپیان شوي دي. د ځایي سرچینو په وینا، د ټپیانو روغتیايي وضعیت هم نازک ښودل شوی دی.
14/06/2026
راپورونه وایي چې د هرات د جبر"ئیل سیمې وروستۍ مظاهرې، چې د ا/سلا-مي حجاب په اړه د اعتراضونو په توګه یادې شوې، د امنیتي ځواکونو له مداخلې وروسته پای ته رسېدلې دي.
د ځینو سرچینو په وینا، ادعا شوې چې دغه اعتراضونه یوازې خودجوش نه وو، بلکې له هېواده بهر ځینو کړیو هم د تنظیم او هڅونې رول درلود.
همداراز په ځینو راپورونو کې د امرالله صالح په مشرۍ د «روند سبز» نوم یاد شوی او ادعا شوې چې د اعتراضونو په تړاو یې پر ټولنیزو رسنیو ځینې پیغامونه خپاره شوي وو.
بل لور ته، د شیـ...عه ټولنې یو شمېر اغېزمنو شخصیتونو د وضعیت د ارامولو او د اعتراضونو د پراخېدو د مخنیوي هڅې کړې دي.
14/06/2026
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ویلي، د هېواد په
ناامنۍ او ځینو امنیتي پېښو کې بهرني عوامل لاس لري.
نوموړي ادعا کړې چې ځینې ګاونډي هېوادونه د پاکستان پر امنیت منفي اغېز کوي، خو د کوم ځانګړي هېواد نوم یې نه دی اخیستی.
هغه ټینګار کړی چې د پاکستان حکومت به د امنیتي ګواښونو پر وړاندې خپل اقدامات او تګلارې دوامداره وساتي.
14/06/2026
میرویس عزیزي وائي د افغانستان بانکي نظام په خوندي
ډول ساتل شوی او د ده په وینا دا وضعیت د پام وړ دی
د راپورونو له مخې، نوموړي ادعا کړې چې د افغانستان
بانکي خوندیتوب د نړیوالو پام ځانته اړولی او په ځینو
نورو هېوادونو کې د ورته بدلونونو پر مهال بانکي نظامونه له سقوــ ط سره مخ شوي دي.