29/01/2023
د ناسا مشر بېل نېلسن:
مریخ ته د درې چنده چټک سفر لپاره د اټومي ترمل لرونکي راکټونه جوړوو.
په دې سره به ځمکې نه مریخ او مریخ نه ځمکې ته سفر چټک او اسانه شي.
موږ سرعت ، دقت او کیفیت ته ژمن یو.
29/01/2023
د ناسا مشر بېل نېلسن:
مریخ ته د درې چنده چټک سفر لپاره د اټومي ترمل لرونکي راکټونه جوړوو.
په دې سره به ځمکې نه مریخ او مریخ نه ځمکې ته سفر چټک او اسانه شي.
12/01/2023
امریکا
ناسا ځمکې ته ورته سیاره کشف کړه
د متحدو ایالتونو د ملي فضایي ادارې "ناسا" پوهان وایي داسې یوه سیاره یې کشف کړې چې د ځمکې په اندازه لویه ده او د خپل یوه ستوري د زیست وړ سیمې په مدار کې څرخیږي.
دا سیاره TOI 700 e د TOI 700 نظام یوه برخه ده چې ۹۵ سلنه د ځمکې په اندازه ده او داسې ښکاري چې د ځمکې په شان تیږي لري. خو ددې په اړه چې ایا په دې سیاره کې حیات موجود دی که نه، معلومات ندي ورکړل شوي.
ناسا ددې سیارې په اړه معلومات له خپل Transiting Exoplanet Survey سټلایت څخه ترلاسه کړي دي.
د کالیفرونیا په سهیل کې د ناسا د یو لابراتوار یوې مسولې ایملي ګیلبرت چې دا ماموریت رهبري کوي په یوې اعلامیه کې ویلي چې دا یو له هغو محدودو نظامونو څخه دی چې د زیست وړ سیارې لري.
ګیلبرت زیاته کړه چې Transiting Exoplanet Survey د وړو نړیو په موندلو کې مرسته کوي.
د ناسا د علمي ماموریت د ریاست سلاکار پال هیرتز ویلي چې دا سپوږمکۍ په ۲۰۲۰ کال کې طرحه او ولیږدول شوه او دنده یې د ځمکې په اندازه د هغو سیارو موندل دي چې د نږدې ستورو په شاوخوا کې څرخیږي.
د TOI 700 e سیاره په ۲۸ ورځو کې د خپل یوه ستوري په مدار کې څرخیږي، هغه ستوری چې کابو ۱۰۰ نوري کاله له ځمکې فاصله لري.
په ۲۰۲۰ کال کې له نیویارک څخه یو تنکي ځوان چې په ناسا کې عملي کار زده کاوه، یوه سیاره کشف کړه چې ۶.۹ سلنه له ځمکې لویه وه او د دوو ستورو په مدار کې څرخیدله. ناسا وویل هغه سیارې چې د دوو ستورو شاوخوا څرخیږي، معمول ساده کار ندی.
Bakht Nangyal
موږ په کایناتو دحوارا ښکلي او جذابې برخې اوسیدونکي یو!
Bakht nangyal
22/09/2022
جیمز وېب ټېلېسکوپ د نپتون زړه راښکونکي انځورونه خپاره کړي
د جیمز ویب فضايي ټېلېسکوپ چې وروستیو کې فضا ته توغول شوی و د نپتون حیرانوونکي انځورونه خپاره کړې دي.
دغو انفرارېد انځورونو کې نپتون هغو ښکاره ځانګړنو سره لیدلی کېږي چې له دې وړاندې په ۱۹۸۹ کال کې څېړونکو په دې بڼه نه وه لیدلی.
ساینس پوهان همدا راز د وريځو جوړښت ته ډېر لیواله دي چې له مخې یې د نپتون فضايي جوړښت په اړه په ډېر څه پوه شي.
ساینس پوهان وايي له ځمکې پرته په ۱۴ سیارو تر منځ په اوو لویو هغو کې تریتون تر ټولو مهمه سیاره بلل کېږي.
نپتون د ویب په انځورونو کې د ستوري په څېر ښکاري دا ځکه چې نیپتون د ټېلېسکوپ په اخیستل شویو انځورونو کې د انفرارېد څپو په اوږدو کې د میتان ګاز د جذب له امله تیاره رنګه ښکاري.
خو له بل پلوه تریتون بیا په منځني کچه د لمر ۷۰ سلنه رڼا چې د هغې په سړه برخه لګېږي منعکس کوي نو ځکه په ډېر روښانه رنګ کې ښکاري.
د لستر پوهنتون پروفیسر فلچر بي بي سي سره خبرو کې ویلي:"د حیرانۍ خبره ده چې دا ګورو، موږ داسې څه موندلی چې له دې مخکې هیڅ چا نه دي موندلي."
نوموړی زیاتوي:"عالي ده چې ګورم هر څه حیرانوونکي دي"
نپتون د شمسي نظام باندنۍ سیاره ده، له اورانوس او زحل وروسته دا د شمسي نظام تر ټولو لویه سیاره بلل کېږي.
تپتون د ۴،۵ میلیارد لیکومټره په واټن کې د لمر شاوخوا ګرځي او ۱۶۴،۸ کاله وخت نیسي چې د لمر چارچاپېره خپله یوه دوره بشپړه کړي.
د شمسي نظام د نورو لویو سیارو په څېر د دې سیارې اتموسفیر هم هایدروجن او هیلیوم لري خو په زیاته اندازه یخ، اوبه، میتان او امونیاک هم پکې شته.
د نپتون ډبلوالی(قطر) د ځمکې څلور برابره یا نږدې ۵۰۰۰۰ کیلومټره دی.
د جیمز وېب فضايي ټلېسکوپ له دې وړاندې د کایناتو حیرانوونکي انځورونه هم خپاره کړي و چې نړۍ یې حیرانه کړه.
جیمز ویب ټېلېسکوپ چې د ۱۰ میلیارده ډالرو په لګښت جوړ شوی د تېر کال په دسمبر کې فضا ته ولېږدول شو.
دغه ټېلسکوپ د هابل ټېلېسکوپ فضايي میراث تعقیبوي.
هابل ټلېسکوپ د دې لپاره جوړشوی و چې د لیدلو وړ وړانګي روښانه کړي، هغه وړانګي چې موږ یې په سترګو لیدلی شو خو جیمز ویب ټېلیسکوپ د اوږدو څپو وړانګو د لیدلولپاره جوړ شوی. هغه څپې چې له خوا لېري سیارو موږ ته رارسېږي خو موږ یې په سترګو نه شو لیدلی.
جیمز ویب ټېلیسکوپ یو نړیوال ماموریت دی چې مشري یې د امریکا فضايي څېړنو اداره(ناسا) کوي او ورسره د اروپا اوامریکا شریکي فضايي ادارې په غاړه لري.
Bakht Nangyal
15/09/2022
علمي - ټکنالوژي
ناسا د یو ځلېدونکي ستوري د لوري د بدلولو هڅه کوي .
د امریکا د متحدو ایالتونو فضايي اداره «ناسا» وايي چې د «دارت» په نوم یوه فضايي بېړۍ به د «دیمورفوس» (Dimorphos) په نوم ستوري سره جنګوي چې د هغه لوری د لوی اسماني ستوري دیدیموس (Didymos) په لوري واړوي.
ناسا وايي د دې کار په مهال به د دارت د حرکت سرعت په ساعت کې ۲۴۰۰۰ کیلو میتر وي.
ټاکل شوې چې دا فضايي بېړۍ به د سپتمبر په ۲۶ نېټه له دیمورفوس سره وجنګول شي. دا پېښه به د ناسا په تلویزون کې ژوندۍ ښودل کېږي.
د امریکا د مریلنډ په ایالت کې د جانس هاپکینز پوهنتون د فزیک د برخې پوهان به دا ماموریت مخې ته وړي چې د فضايي بېړۍ لومړۍ دفاعي ازموینه ده چې د مدار د تغیراتو او د اسماني ستوري د خطر د امکان د لېرې کولو لپاره ترسره کېږي.
د ناسا پوهان وايي چې دیدیموس ۷۸۰ مېتر او دیمورفوس ۱۶۰ مېتر ژور دي.
ساینسپوهان وايی چې دا دوه اسماني ستوري له یو بل څخه تاویږي او د تلسکوپونو په مرسته لیدل کېدای شي چې ژر معلومه شي د ستوریو په جنګولو سره د دیمورفوس د حرکت لوری به بدل شي که نه.
ناسا په ۲۰۱۸ کې دا پروژه طرحه کړه. په دې سره به دا هم وازمایل شي چې دا ماموریت به د هغو ستوریو د لوري د بدلولو په برخه کې، چې ممکن ځمکې ته خطر پېښوي، بریالی ثابتېدای شي یا نه. د دارت فضايي بېړۍ کمره هم لري او دیمورفوس ته په نژدې کېدو سره به د دغه ستوري تصویرونه هم اخلي.
دا راپور د ناسا د معلوماتو په اساس لیکل شوی.
Bakht Nangyal
29/08/2022
د اګست ۲۹مه، د افغانستان لپاره د وياړ ورځ
لومړۍ افغان چ فضا ته یې قران کریم د ځانه سره یوړ او هلته یې تلاوت وکړ، ستورمزلی عبد الاحد مومند♥
د نن څخه پوره ۳۶ کاله وړاندې په همدې ورځ (د ۱۹۸۸ کال د اګست په ۲۹مه) لومړني افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند فضا ته خپل سفر پیل کړ او افغانانو ته يې ستر تاریخي ویاړ په نصیب کړ.
Bakht Nangyal
16/07/2022
لويه چاودنه ۱۳.۸ میليارده کاله مخکې وشوه، هبل ټليسکوپ په اټکلي ډول لويه چاودنه( ۱۳.۵ مليارده کاله مخکې) ګوري.
جیمز ویب ټليسکوپ داسي ډيزاين شوی ترڅو د کائناتو هغه شیان چې موږ نه دي لیدلي، ووینو- مثلاً د لومړنیو کهکشانونو منځته راتلل، د لومړنیو ستورو جوړېدل او د لومړنیو تورو سمڅو زېږېدل.
۱۳.۸ مليارده نوري کاله لرې واټن کې ممکن د انساني تمدن په څير پر مختللي تمدنونه شته وي، خو موږ به هيڅکله ونه توانيږو چې له دوي سره مخ شو ځکه رڼا موږ ته په ۱۳.۸ میلیارده کلونو کې رارسېږي. یعنې که چيری موږ بهرني تمدن ګورو يا کوم پيغام ترې ترلاسه کوو دا په دې مانا ده چې موږ د ډېر پخوا وخت يو پيغام ترلاسه کړی. اوس شاید تمدن يا بشپړ له منځه تللی وي او يا هم له موږ ميليونونو کلونه مخکې وي.
یوازې هغه مهال دغه بهرني تمدنونه لیدلی شو چې یا دوي زموږ په خاوره(ځمکه) يرغل وکړي يا هم موږ د دوی په کرې(سیارې) تيری وکړو.
که څه هم تر اوسه یوازې لسګونو د استوګنې وړ سیارې کشف شوي، خو په اټکلي توګه ممکن يوازې د شيدو لاري کهکشان کې ۶۰ میلیارده د استوګنې وړ سیارې شته وي چې د ضعیف سور رنګه ستورو شاوخوا به تاویږي.
واجـــــد"بهار"
14/07/2022
«جېمز ویب فصایي تلسکوپ» د 4.6 میلیارده نوري کاله لرې کهکشاني وږي انځور اخیستی، که دقت وکړو:
1- دغه انځور د فضاء له اړخه، له موږ 4.6 میلیارده نوري کاله لرې دی. موږ پوهیږو چې فضاء انبساط کوي(پراخیږي)، نو دغه کهکشاني وږی همدا اوس باید 4.6 میلیارده نوري کاله لرې نه وي. یا باید تر 4.6 میلیارده نوري کاله زیات لرې وي یا کم.
2- دغه انځور د وخت له اړخه، د 4.6 میلیارده کاله پخواني حالت انځور دی. پوهیږو چې په طبیعت کې هر شی زیږي، وده کوي او بالاخره په بل شکل اوړي. دا انځور د 4.6 میلیارده کاله پخواني حالت انځور دی. نو همدا اوس دغه کهکشاني وږی باید په دغه حالت کې نه وي. په بله ژبه له دې حالت باید بدل حالت ولري او په بل شکل اوښتی وي.
دا اصل موږ یوې مهمې مسئلې ته متوجه کوي، هغه دا چې: هر څومره چې کیهاني څېړنې کوو د کیهان د تېر په هکله یې کوو، نه د اوس او راتلونکي په اړه یې. د فضاء بې حده پراخوالی او د وخت بې حده کموالی(زموږ د عمر محدودیت) د دې لامل شوی چې تر آخره به کیهان درک نه کړو. همدا وجهه ده چې کیهان پیژندونکي او نظري فزیکپوهان ډېر مات، بې مدعا او شکسته نفسه انسانان دي. هغه کسان چې د کیهان د درک ادعا لري او په دې برخه کې ځان له نورو لوړ ګڼي، په ځان میین وي او بې ځایه تکبر کوي، یوازې د خندا وړ دي او بس! بیدل دغه ډلې ته وایي:
نبری گمان که یعنی به خدا رسیده باشی
تو ز خود نرفته بیرون به کجا رسیده باشی
نــــگه جــــهان نــــوردی قدم زخود برون آ
که زخود اگر گذشتی همه جا رسیده باشی
لیکنه کافي له استادFahim spinghar څخه
Bakht
12/07/2022
د کائناتو تر ټولو ژور انځور تر دا مهاله چې انسان ته رسېږي.
یاد انځور د جیمز ویب ټلېسکوف په مټ د یوې ورځې په کمه موده کې اخېستل شوي دی.
په داسې حال کې چې هابل ټلیسکوف دې ته ورته انځور د هفتو په جریان کې اخېستئ وو. په انځور کې چې کوم کهکشانونه او توکي ښکاري دا د ۱۳.۸ ملیارده کلونو مخکې حال دی. دا دکائناتو د شروع څخه تقریباً څو سوه میلیونه کاله ورسته انځور دی.
دخدای ﷻعظیم کمالات پکې له ورایه ښکاري.
له کایناتو پرده پورته کیدونکي ده.
22/06/2022
په هرو ۳۰ ثانیو کې یوه زلزله کېږي، خو هغه چې زورورې وي، لړزوي مو.
د ځمکې خارجي ښایست ته مه ګورئ، زړه یې له وحشت او اوره ډک دی.
13/06/2022
ستورپوهنه یو مهم علم دی چې انسان پکې د کایناتو،ښه لید کړلی شي.
دابرخه حورا جالبه ده.
او موږ غواړو چې په نشت امکاناتو لا پرمختګ ورکړو.
ترڅو زده کوونکي په نوي فکر سمبال،او له دودیز علم څخه راووزي.
دعبدالحی حبیبي ښوونځي دستورپوهني کلب غړو دتیر په څیر یوځل بیا دستورپوهني سیمینارونه پیل کړل.او لابه هم دوام ورکړو.
موږبه هڅه وکړو ترڅو زموږ زده کوونکي په دې برخه پوه او لابریاوي ولرو.
01/04/2022
تازه!!!
سبا شنبه د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ده.