Shaikh Zayed University BBA Department

Shaikh Zayed University BBA Department

Share

Faculty of Economics, Department of Business and administration, SZU, official page.

13/10/2024

خبرتیا
د اداره او تجارت څانګې محترمو محصلینو د پام وړ!
د شیخ زاید پوهنتون اقتصاد پوهنځی اداره او تجارت څانګه په پام کې لري چې د محصلینو رقابتي برنامه د تیرو کالونو په څیر تر سره کړي. د اداره او تجارت څانګې د څلورم او دریم ټولګیو محصلینو ته خبر ورکول کیږي چې د لاندې دوه موضوعاتو څخه یوه د ځان لپاره انتخاب کړي او خپل رقابتي سمینار د څانګې استادانو او ګرانو حاضرینو په وړاندې ترسره کړي.
سمینار موضوع: د ګاونډیو هیوادونو د اقتصادي فشار څخه د خلاصون لارې چارې
سمینار موضوع: د کونړ سیند د اوبو مدیریت کول او اقتصادي اغیزې
محترم محصلین دې د سمینار موضوعاتو ته په کتو ځانونه د اداره او تجارت څانګې امریت ته حاضر کړي.
په درنښت
د اداره او تجارت څانګې امریت

07/10/2024

ارزښتونه (Values)
• په اسلامي او ملي روحیه سره د کادرونو روزل
• معیاري او باکیفیته لوړې زده کړې
• د څیړنې کلتور رامنځ ته کول
• د اکاډمیکې ازادۍ رامنځ ته کول
• سالمه اغېزمنه رهبري
• حساب ورکول
• په چارو کې شفافیت او د فساد پر وړاندې مبارزه کول
• د هر نوع تبعیض څخه ډډه کول

07/10/2024

لرليد (Vision)
اداره او تجارت څانګه به په اسلامي او افغاني روحیه سمبال ځوان کهول د افغانستان او سیمې هیوادونو د ضرورتونو رفع کولو لپاره وروزي.
مأموريت (Mission)
اداره او تجارت څانګه د خپلو علمي، څیړنیزو او تدریسي چارو په اساس او همداشان د یو داسې علمي چاپیریال رامنځته کولو سره؛ کوشش کوي، چې په لوړ کیفیت تدرسي او څیړنیز خدمات وړاندې کړي؛ ترڅو د ګاونډیو هیوادونو سره د رقابت جوګه وګرځي.

Want your school to be the top-listed School/college in Khost?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Address

کابل عمومي سرک 1200 فاميلي شمال لورى
Khost
2501