Zehn Plus-ذهن پلس
We are creating contents in technology field and make people learn what is technology and how to use it. stay with us if you want to be aware of technology.
28/11/2025
افلاین ډول ویکيپيډیا څخه ګټه پورته کړئ!
29/08/2025
په نړی کې دا مهال ۴۹۰۰ ساټالایټ موجود دي.
23/08/2025
Docking Devices او Peripheral Devices
کله چې موږ لپټاپ یا کمپیوټر کاروو، ډېری وخت ورته د نورو وسیلو اړتیا پیدا کېږي. دلته دوه مهم نومونه ډېر کارول کېږي:
د Peripheral Devices
دا هغه ټولې وسيلې دي چې د کمپيوټر سره نښلي تر څو يا input ورکړي (لکه Keyboard، Mouse، Scanner) يا output ورکړي (لکه Printer، Monitor). یعنې هر هغه څه چې د کمپيوټر سره وصل کېږي او کار اسانه کوي، peripheral device بلل کېږي.
مطلب زمونږ او د کمپیوټر ترمنځ معامله اسانه کوي.
د Docking Devices
دا یو ډول ځانګړی وسیله ده چې د لپټاپ لپاره ډېرې نورې دروازې (ports) برابروي. مثلاً کله چې ستا لپټاپ یوازې ۲-۳ USB دروازې لري، خو ته Keyboard، Mouse، Printer، او Monitor ټول یو ځای نښلول غواړې – نو د docking station له لارې ټولې وصلېږي. یعنې docking device د مرکز په څېر عمل کوي.
په ساده ډول
مطلب په یو وخت کې ډېر وسیلو نښلولو لپاره موږ دا وسیله کاروو.
د Peripheral: هر هغه وسیله چې د کمپیوټر سره وصل شي.
د Docking: داسې وسیله چې ډېر peripherals په یو ځای سره وصل کړي.
21/08/2025
وایر او بغیر له وایر وصلول
له یو بل سره د الو (ډیوایسونو) کانېکشن په دوو طريقو کیدلای شي چې یو ته یې وایر او بل ته یې بغیر له وایر یا بېسيم هم وایي.
وایر کانېکشن:
دې کانېکشن کې مونږ له ځانګړو وایرونو یا سیمونو کار اخلو لکه ښه مثال یې RJ-11 او RJ-45 دی چې د الو ترمنځ د انټرنټ اتصال لپاره او یا هم د الو تر منځ د شبکې جوړولو لپاره کارول کیږي.
لکه مثال ته دفتر ته ځې او له کمپيوټر سره د کېبل له لارې ځان وصل کوې، دې ته وایر کانېکشن ویل کیږي.
وایرلېس کانېکشن یا بېسېم:
دغه کانېکشن کې مونږ له وایر استفاده نه اخلو بلکې مونږ په هوا کې ډېټا لیږو د سیګنال په واسطه، خو دا کانېکشن یو څه خطر لري، خو د وایر کانېکشن بیا پوره محفوظ دی.
بېسيم کانېکشن ډولونه:
وای فای
بلوتوت
او NFC
یادونه: که محفوظ کانېکشن یا ارتباط غواړی نو له وایر څخه استفاده وکړئ، او که ساحه ډېره وي بیا له بېسېم څخه کا واخلئ ځکه ډېر وایر به مو نه مصرفیږي
19/08/2025
د ازادی ۱۰۶مه کلیزه مو مبارک شه هیوادوالو!
❤️🇦🇫🥰
کېنګ امان الله خان 👑
کله چې په ۱۹۱۹ ۲۰ مه د فروري کې د امان الله خان پلار د لغمان په کله ګوش کې شهید شو، نو په هغه وخت کې امان الله خان د کابل ښار ولي وو. او د کابل د پوځ او خزانې واک ټول دده په لاس کې وو.
د پلار له مرګ وروسته امان الله خان په کابل کې پاچا شو. او د خپلې پاچايۍ له اعلان سره سم یې د انګرېزانو څخه د افغانستان ازادي اعلان کړه. او د انګرېزانو پر ضد یې په ټول هیواد کې د خپلواکی د غزا ډول وغږاوه.
نوموړي ډېر ژر د افغانستان د خلکو او قبایلو ملاتړ ترلاسه کړ، او په همدې توګه لس کاله د افغانستان پاچا پاتې شو.
اعلحضرت امان الله خان دې ته ډېر لیواله وو چې هیواد یې پرمختګ وکړي او د پرمختللو هیوادونو سره یې په کتار کې وویني، او په همدې موخه یې د هیواد په بېلا بېلو ځایونو کې د انجونو او هلکانو ښوونځي اباد کړل.
۱۹۶۰ د اپرېل پر ۲۶ مه یې له دې پاني نړی سترګې پټې کړې.
اروا یې ښاده
19/08/2025
د IP address & DNS اړیکه څیړل:
ای پي ادرس یو داسې پته ده چې هر انټرنیټي اله یې لري او کمپیوټر یې پیژني، او ډي ان اېس بیا مونږ پیژندلی شو.
یعنې، کمپیوټر چې په کومه ژبه پوهېږي، مونږ بیا په هغې نه پوهېږو؛ یا که پوهېږو هم سخت به وي. نو یو سیستم وجود لري چې د ماشین لوستونکي مواد بدل کړي پر انسان لوستونکي موادو باندې، لکه څه ډول؟
مثال:
192.360.122.564 دا یو ای پي پته ده چې کمپیوټر پرې پوهېږي.
www.facebook.com دا بیا هغه نوم دی چې انسانان پرې پوهیږي. لیکن د پاس ای پي سره سمون لري، فرق یې دا دی چې پاس ای پي کمپیوټر پیژني او لاندې نوم انسانان.
نو د DNS سیستم وظیفه دغه ده چې ای پي ادرس مونږ ته په یوه بله بڼه وښایي.
لکه مونږ په موبایل کې ډېرې اړیکې شمېرې لرو، نو پر ځای ددې چې د هر چا شمېره یاده کړو، نوم یې یادوو.
ای پي ادرس یوه پته ده چې هره انټرنیټي اله یې لري. لکه د کور پته.
مونږ د کمپیوټر ساینس په برخه کې او په خاص ډول په معلوماتي ټکنالوژۍ کې انګلیسي معلومات راټولوو، څیړو یې او په ساده او آسانه پښتو یې ستاسې مخې ته ږدو.
IP = internet protocol
DNS = domain name system
ww.yotube.com
www.facbook.com
www.canva.com
نیټورک کلمه به مو اورېدلي وي؛ نیټورک اصل څه دی؟
نیټورک د دوه یا له دوه څخه زیات کمپیوټرونه چې کله یو له بل سره وصل شي او پر خپل منځ کې یو له بل سره اړیکه نیولای شي، د نیټورک په نوم یادیږي. چې په پښتو کې ورته شبکه هم وایي.
08/08/2025
05/08/2025
#کمپیوټر
25/07/2025
سرور څه ته وایي؟
سرور قوي ترین کمپیوټرونه دي چې نورو کوچنیو کمپیوټرونو ته ډيټا یا معلومات وړاندې کوي.
مختلف سرورونه شته چې ځینې یې عبارت دي له:
• سوشل سرورر
• وېب سرور
• مېل سرور
او ډېر نور
Click here to claim your Sponsored Listing.