ځوان بدلون خصوصي ښوونځی zwan badloon private school

ځوان بدلون خصوصي ښوونځی                        zwan badloon private school

Share

معارف او نوی نسل زموږ او ستاسو مشترکه پانــــــــګه ده!
د ځوان بدلون خصوصي ښوونځي رسمي فسبوک پاڼې ته ښۀ راغلاست!

Photos from ‎ځوان بدلون خصوصي ښوونځی                        zwan badloon private school‎'s post 28/08/2025

*📚 د ازموینو د بریا لمانځغونډه 🎉*
ځوان بدلون خصوصي ښوونځي د څلورنیمه ازموینو پای ته رسېدلو او د هغې د نتایجو د ښودلو په ویاړ، یوه په زړه پورې غونډه د ۱۴۰۴/۶/۶ نېټه ترسره کړه. چې د غونډې پرانیستونکي وینا استاد عبیدالله ترسره او غونډه د مولوي صاحب اکرام الله دقرآن کریم په مبارک تلاوت سره پیل شوه، وروسته لومړی وینا محترم مدیر صاحب دلاورخان مخبت د ازموینې د شفافیت او ارزښت په اړه مفصلې خبرې ترسره او استاد مولوي صاحب اکرام الله فاتح د جرات،هڅونې او دیني ارزښتونو په اړه ژورې خبرې ترسره او سرمعلم صاحب محمد نظیر ثمر او استاد رومان ګل په ګډه سره د ځوان بدلون اړوند ترانه ترانُم کړه. تر څنګ یې تمثیلي ټوتي، د ناکام او بریالي په اړه مقالې،شعرونه او ترانې د زده کوونکو او استادانو لخوا وړاندې شوې ، چې ګډونوالو ته یې روحیه ورکړه ۰ د غونډې ځانګړی ښکلا د اداري او ښوونکو لخوا تمثیلي صحنه وه،چې ډېر تود هر کلی یې ترسره شو۰ په پای کې بریالیو زده کوونکو ته ستاینلیکونه او اطلانامې ورکړل شوې ۰ غونډه د دعا په کولو سره پای ته ورسېده۰
چې د درېځ چارې استاد عبیدالله ( ابرار) لخوا پر مخ وړل کېدې۰
ځوان بدلون خصوصي ښوونځی د علمي، تشویقي او نوښتګرو برنامو رښتینی ماحؤل!
ځوان بدلون خصوصي ښوونځي فرهنګي او نشراتي کمېټه!

Photos from ‎ځوان بدلون خصوصي ښوونځی                        zwan badloon private school‎'s post 21/08/2025

د قرآن کریم د حفظ او تجوید د سیالۍ په پار پرتمینه راټولېدنه!

نن ورځ پنج شنبه د ۱۴۰۴ تعلیمي کال د اسد میاشتې پر (۳۰) مه نېټه د ځوان بدلون خصوصي ښوونځي په انګړ کې د کلام الله د حفظ او تجوید په اړه سیالي د ښایسته مراسمو په نتیجه کې ترسره شوه، پیل خبرې د پنځم ټولګي زده کوونکي حبیب الله ترسره کړې، د حفظ اوتجوید د اهمیت په اړه وینا سرمعلم محمدنظیر خان ثمر ترسره کړه، سیالي د قاري صاحب اکرام الله فاتح او ورسره د کمیټې ملګري مدیر صاحب دلاورخان او استاد محترم قاذیرالله افغان په ملتیا ترسره شوه، د استاد عبیدالله استاد رومان ګل او استاد افغان د همکاریو تر څنګ بېلابېلو زده کوونکو مقالې او شعرونه وویل، په جمله شلو کسانو کې پنځه تنه زده کوونکي په نوموړي سیالۍ کې بریالي وپیژندل شول چې د اداري لخوا بریالیو زده کوونکو ته انعامات او تحفې په تشویقي فضاء کې وویشل شوې، او دغه خوندؤر مراسم د اکرام الله فاتح په دعا سره پای ته ورسېدل.

درنښت!
نشراتي کمېټه!

18/08/2025

د رخصتۍ په پار آړینه خبرتیا!

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سبا د سه شنبې ورځ د زمري/اسد میاشتې(۲۸)مه نېټه د افغانستان د خپلواکۍ د (۱۰۶)مې کليزې په مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړي ده.
په همدې اساس دځوان بدلون خصوصي ښوونځي ټول زده کوونکي سبا ورځ رخصت دي.

په ډېر احترام!
د ځوان بدلون نشراتي کمېټه📷

16/08/2025

د حفظ او تجوید د سیالۍ په پار!
د ځوان بدلون خصوصي ښوونځي په انګړ کې د راتلونکي پنج شنبې په ورځ د درېیم نه تر شپږم ټولګي پوري د حفظ او تجوید اړوند تدریس شويو معلوماتو کې په انفرادي ډول سیالي ترسره کیږي، درانۀ والدین کولای شي پکې ګډون وکړي،څو زموږ مراسمو ته لا ښکلا ور وبخښي، د خپلو بچیانو زده کړه اوخواري له نږدي تعقیب کړي او لا یې تشویق کړي.

سهار ۶:۳۰ بجې

درنښت!
نشراتي کمېټه! 📝

01/08/2025

د ګرمۍ رخصتۍ وروسته د درسي لړۍ د پیل په پار اطلاعیه!
د ځوان بدلون خصوصي ښوونځي د معارف دبڼ ځلانده ستورو!
هیله ده چې رخصتۍ مو په خیر، سلامتیا او د اذهانو په پوره آرامتیا سره سرته رسولي وي، او څه ناڅه مطالعه به مو پکې کړي وي.
#قدرمنو: د ۱۴۰۴ تعلیمي کال د اسد (زمري) میاشتنې په (۱۱) مه نېټه د شنبې په ورځ زموږ درسي بهیر پیلیږي، هیله ده چې په ټاکلي وخت په پوره اماده ګۍ سره ښوونځي ته د درس لپاره حاضر شئ، څو د زده کړې بې برخې نشئ.

په ډېر وقار او متدین احترام!
د ځوان بدلون خصوصي ښوونځي اداره! ✒️🎤📝📷

Photos from ‎ځوان بدلون خصوصي ښوونځی                        zwan badloon private school‎'s post 22/07/2025

#ځوان
#بدلون
#څارندوی
د نظم او دسپلین څخه ډکه فضاء.
د مثبت ذهن شیندنې پر لور.

په ډېر وقار او متدین احترام!
د ځوان بدلون خصوصي ښوونځي فرهنګي او نشراتي کمېټه! ✒️🎤📝📷

21/07/2025

#د #څلورنیم #میاشتنۍ #آزموینې #وروسته #د #ګرمۍ #په #مناسبت #رخصتۍ!

د ځوان بدلون خصوصي ښوونځي قدرمنو ښوونکو، او زده کوونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د پوهنې وزارت د لایحې مطابق د زیاتې ګرمې هوا له سببه د (۱۴۰۴/۵/۱) اولې نېټې څخه تر اسد د (۱۰) مې نېټې پورې رخصت یاست، هیله ده چې له رخصتیو سالمه استفاده وکړئ،هغه څه ته اولیت ورکړئ، چې راتلونکی مو ور پورې تړلی دی، او د اسد میاشتې پر ( ۱۱) مه نېټه په ټاکلي وخت ښوونځي د درسونو لپاره حاضر شئ، څو له زده کړې بې برخې نشئ.

په ډېر وقار او متدین احترام!
د ځوان بدلون خصوصي ښوونځي فرهنګي او نشراتي کمېټه! ✒️🎤📝📷

Photos from ‎د پوهې روڼ سباوون‎'s post 19/07/2025
19/07/2025

#څلور #نیم #میاشتنۍ #آزموینه

د ځوان بدلون له کورنۍ د معارف د بڼ ځلانده ستوری د خپل ځان آرزؤنې په درشل کې !
#نن #خواري #سبا #پاچاهي

په ډېر وقار او متدین احترام!
د ځوان بدلون خصوصي ښوونځي فرهنګي او نشراتي کمېټه! ✒️📝🎤📷

Photos from ‎ځوان بدلون خصوصي ښوونځی                        zwan badloon private school‎'s post 17/07/2025

#راتلونکی #سیر #راتلونکي #نوښتونه!

په ځوان بدلون خصوصي ښوونځي کې دا صفونه د نظم، اطاعت او تربیې ژؤر پیغام لري.
دا ماشومان یوازې نۀ ولاړ دي، بلکې د سبا رهبران، عالمان او خادمان هم ګڼل کېږي، چې د علم، آدب او اخلاقو په لار روان دي.
هر ګام یې د یو بدلون زیری دی، او هر صف یې د راتلونکي د بریا مقدمه!
هر قدم یې د ښوونځي د نظم او دسپلین رښتینی سمبول دی.
هر قطار یې، د هڅو او هیلو ژوندي تصویر دی؛
دا یوازې زده کوونکي نه، بلکې د سبا رهبران دي!
ځوان بدلون خصوصي ښوونځی نه، بلکې د ذهنونو د روښانېدو یو بهیر دی—
هلته چې هر ماشوم د درناوي، پوهې او بریا پر لور ګامونه اخلي!



#زموږ #ژمنه!

د نوي نسل روزنه، پالنه او ذهن جوړؤنه ده!

#زموږ. #شعار: ژوند او څرګند پرمختګ له ځوان بدلون سره!

په ډېر وقار او متدین احترام!
د ځوان بدلون خصوصي ښوونځي فرهنګي او نشراتي کمېټه! ✒️📝🎤📷

Photos from ‎ځوان بدلون خصوصي ښوونځی                        zwan badloon private school‎'s post 16/07/2025

#پر #نوښتونو #پوښلی #اکاډمیک #ماحؤل!

د ځوان خصوصي ښوونځي اداره تل د بدلون او پرمختګ په هڅه کې ده. #ځکه
اداره د علمي نظم زړۀ دی، چې د زده کړو فضاء رهبري، د شاګردانو ودې او تمدن ته لاره هواروي او ښوونځی د بریا پر لور بیایي.
دا ځل مو د ادارې د کاري ځایونو بګراونډ ته نوی رنګ ورکړ، څو چاپېریال مو لا زیات منظم، پاک، زړۀ راښکونکی او الهام‌بخښونکی شي.
د دې ښکلي ماحؤل هره کړکۍ، هره چوکۍ او هر رنګ د زده کړو نوې فضا انځوروي، داسې فضاء چې زده‌کوونکي، والدین او ښوونکي ټول پکې ځان آرام او درناوی احساسوي.

✅ نوی نظم
✅ ښکلی بګراونډ
✅ فعاله اداره
✅ د نوښت روحیه

زموږ باور دا دی: چاپېریال که پاک وي، ذهن به رڼا وي!
راشئ، زموږ له نوښتونو سره یوځای شئ. خپل اولادونه داسې فضا ته راولئ چې علم او اخلاق پکې یوځای غوړېږي!



#نوښت

#ځوان #بدلون

په درنښت!
د ځوان بدلون خصوصي ښوونځي فرهنګي او نشراتي کمېټه!📝📷🎤

#نشرات: استاد: مخلص

15/07/2025

آفرین دې وي پر دې هوښیار او ذهین شاګرد چې له اخلاقو یې ښوونکي متاثره دي، #خزان #ګل!

د ځوان بدلون خصوصي ښوونځي
دا ځلانده ستوری نۀ یوازې په زده‌کړو کې ځلیدلی، بلکې خپل لوړ اخلاق، نظم، د څارندوی په برخه کې بې مثاله زحمت او درناوی یې د ښوونکو زړونه ګټلي دي.

دۀ خپله خواري، تمرکز، او استعداد په عمل کې ثابت کړی دی او د خپلو همزولو لپاره یو ښکلی مثال دی.
داسې شاګردان د ملت راتلونکي، د ټولنې عزت، او د ښوونځي ویاړونه دي.



#استعداد
#بریا


په ډېر وقار!
د ځوان بدلون خصوصي ښوونځي فرهنګي او نشراتي څانګه! 🎤

Want your school to be the top-listed School/college in Khost?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address

خیراباد کلی
Khost