Hewad Yoon English and Computer center
موږ تقعیب کړی او راتلونکی مو روښانه کړی،
🥰❤️🫶
مجهز سیستم،
قوي تدریسي ډله،
ارام او پاک چاپیربیال.
✌️
Abdul Qasim Badloon
Qudratullah Noorzai
Nasib Zwak
انجینر ابرار
Hewad Yoon English and Computer center
وطن او خلکو ته خدمت مو د ژوند له لومړنيو رولونو څخه دی��
10/05/2026
Hewad Yoon English and Computer center
درانه قومي مشران زموږ د سترګو لېمه🫠✌️❤️
06/05/2026
هیواد یون تعقیب کړی🥰❤️
01/05/2026
داچې نن ورځ د هېواد یون د انګلیسي ژبې ښوونیز مرکز له لوري یوه ستره او باعظمته غونډه په بریالیتوب سره ترسره شوه، چې پکې د سیمې ګڼ شمېر مشرانو، ځوانانو، زده کوونکو او د علم مینه والو په پراخ ګډون سره برخه اخیستې وه. دغه غونډه د علم، پرمختګ او روښانه راتلونکي په موخه جوړه شوې وه، چې د ګډونوالو له تود هرکلي او مثبت حضور سره لا نوره هم ځانګړې او ارزښتناکه شوه.
په دې درنه او یادګاري مراسمو کې د مرکز ۴۰ تنه زده کوونکي فارغ شول، چې دا د یاد مرکز لپاره لویه لاسته راوړنه او د سیمې لپاره د ویاړ ځای ګڼل کېږي. فارغانو د انګلیسي ژبې په زده کړه کې د پام وړ پرمختګ کړی او هیله ده چې په راتلونکي کې به د هېواد د خدمت، تعلیم او پرمختګ په ډګر کې مهم رول ولوبوي.
موږ د هېواد یون د انګلیسي ژبې ښوونیز مرکز ټولو مسؤلینو، استادانو او په ځانګړي ډول ټولو فارغانو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوو. ستاسو زیار، هڅې او نه ستړې کېدونکې هلې ځلې نن په ښکلي بریالیتوب بدلې شوې دي.
همدارنګه له هغو ټولو قدرمنو میلمنو، مشرانو او ګډونوالو څخه هم ژوره مننه کوو، چې په خپل حضور سره یې دغه غونډه لا ښکلې، لا باوقاره او لا بریالۍ کړه. ستاسو ملاتړ د علمي بنسټونو لپاره ستره سرمایه ده.
هیله ده چې د هېواد یون د انګلیسي ژبې ښوونیز مرکز به په راتلونکي کې هم د علم، پوهې او روزنې دغه سپېڅلی سفر لا پیاوړی پرمخ یوسي او زموږ ځوان نسل ته به د بریا نوې لارې هوارې کړي.
Abdul Qasim Badloon
Qudratullah Noorzai
Nasib Zwak
Hewad Yoon English and Computer center انجینر ابرار
30/04/2026
له خواښیو ډک خبر❤️✌️
سبا ورځ زموږ د هېواد یون د انګلسي او کمپیوټر ښوونیز مرکز ځانګړې غونډه ترسره کېږي. له ټولو دوستانو، ملګرو او ګډونوالو څخه په درنښت هیله کېږي چې زموږ سره په دې غونډه کې ګډون وکړي. ستاسو حضور به د غونډې ارزښت لا زیات کړي او د یووالي او همغږۍ سبب به شي.
په درنښت، ستاسو راتګ ته سترګې په لار یو.
Abdul Qasim Badloon@
Qudratullah Noorzai
Nasib Zwak@
Hewad Yoon English and Computer center
انجینر ابرار
25/04/2026
#دخوشحالیو #ډک #خبر
یو ځل بیا د Hewad Yoon English and Computer کورس د ۲۰۲۶ کال عونډه راروانه ده، دا یوه ځانګړې او له خوښیو ډکه موقع ده چې پکې به موږ ټول زاړه ملګري، استادان او د کورس غړي یو ځل بیا سره یوځای شو.
دا غونډه یوازې د لیدنو کتنو لپاره نه ده، بلکې د هغو یادونو د تازه کولو لپاره ده چې موږ د انګلیسي او کمپیوټر زده کړو پر مهال له یو بل سره تېرې کړې دي. د زده کړو هغه وختونه، ګډې هڅې، خنداوې او لاسته راوړنې به په دې ورځ بیا راژوندي شي.
هیله لرو چې ټول ملګري په دې مهمه عونډه کې ګډون وکړي، ترڅو دا ورځ لا ښکلې، په زړه پورې او نه هېرېدونکې شي. زموږ د یووالي، پرمختګ او راتلونکو لاسته راوړنو لپاره دا ډول غونډې ډېر ارزښت لري.
راځئ چې د Hewad Yoon English and Computer کورس دا عونډه په ګډه په مینه، احترام او خوشحالۍ ولمانځو
❤️🫠🥰
Hewad Yoon English and Computer center
انجینر ابرار
Abdul Qasim Badloon
Qudratullah Noorzai
Nasib Zwak
06/04/2026
هيواد یون تعقیب کړی او خپل راتلونکی مو روښانه کړی❤️❤️
FOLLOW US AND LEARN ENGLISH
انجینر ابرار
Abdul Qasim Badloon
Qudratullah Noorzai
Nasib Zwak
Hewad Yoon English and Computer center
23/03/2026
📢 د ۱۴۰۵ نوي کال لپاره د نوو شاګردانو داخلې پیل شوې! 🎉
🎓 که غواړې خپل راتلونکی روښانه کړې، نو همدا اوس د هیواد یون تعلیمي مرکز سره یو ځای شی
05/03/2026
نن ورځ مو د د هیواد یون انګلیسي ژبې او کمپیوټر ښوونیز مرکز د تیرې ازموینې پایلې اعلان کړې. هغو زدهکوونکو ته چې بشپړې ۱۰۰ نمرې یې ترلاسه کړې وې، د ستاینې او هڅونې لپاره سرټیفیکټونه ووېشل شول. چې پکې د خوست ولایت د پوهنې ریاست د شمال دوه منده ولسوالۍ د پوهنې آمر حضرت مومین هم ګډون کړی و. او شاګردان یې لا تشویق کړل. او د علم د ارزښت په اړه يي خبرې هم وکړې.
علم او زده کړه د پرمختګ بنسټ دی؛ هره بریا د هڅې نتیجه ده، او هره هڅه مو راتلونکی روښانه کوي. ټولو زدهکوونکو ته د لا بریاوو هیله لرو .
Nasib Zwak
Abdul Qasim Badloon
Qudratullah Noorzai
Hewad Yoon English and Computer center
انجینر ابرار
25/02/2026
Hewad Yoon English and Computer center
نن ورځ د هېواد یون انګلیسي ژبې او کمپیوټر ښوونیز مرکز چې دسيمې او زون په سطحه حدامات وړاندې کوې. نن ورځ د خوست ولایت شمل دومنده والسوالی د پوهنې آمریت غړي د هيواد يون دکورس تالار ته راغلی و چې دشاګردانو د لاهڅې په موخه یې دشاګردانو ارزیابی واخیستله. موخه یې دشاګردانو دزده کړی لا پوهوي وو.
Nasib Zwak
Abdul Qasim Badloon
Qudratullah Noorzai
انجینر ابرار
20/02/2026
علم د انسان د ژوند رڼا ده. هغه څوک چې علم لري، د ژوند په تیارو کې لار مومي او د ستونزو د حل توان پیدا کوي. علم انسان ته شعور، پوهه او درک ورکوي او هغه له ناپوهۍ او جهالت څخه ژغوري.
علم یوازې د ښوونځي او پوهنتون تر دیوالونو محدود نه دی، بلکې د ژوند هره برخه رانغاړي. د دیني، عصري، تخنیکي او ټولنیزو علومو زده کړه انسان ته دا توان ورکوي چې ځان او ټولنه دواړه اباد کړي. کوم ملتونه چې علم ته ارزښت ورکوي، هماغه ملتونه پرمختګ کوي او د نړۍ په کچه لوړ مقام ترلاسه کوي.
علم انسان ته عزت او درناوی وربښي. یو عالم انسان تل د خلکو په منځ کې محترم وي، ځکه چې هغه د نورو لارښود وي. همدارنګه علم د انسان شخصیت پیاوړی کوي او د سم او ناسم ترمنځ د توپیر کولو وړتیا ورکوي.
په پای کې ویلی شو چې علم د بریا، پرمختګ او روښانه راتلونکي بنسټ دی. که موږ غواړو چې خپل ژوند او هېواد مو پرمختګ وکړي، نو باید علم ته لومړیتوب ورکړو او د زده کړې هڅه وکړو.
ځکه چې بې علمه ژوند لکه بې رڼا تیاره ده.
Nasib Zwak
Abdul Qasim Badloon
Qudratullah Noorzai
Hewad Yoon English and Computer center
انجینر ابرار
هیوادېون درسره فالو کړی
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
1000