10/04/2025
Sayed Jamaluddin Afghani University,Kunar
Kunar University
10/04/2025
05/05/2024
د مبارکۍ په پار
د سيدجمال الدين افغاني پوهنتون-کونړ د کمپیوټر ساینس پوهنځي د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې فارغ، ښاغلي سمسور منظر وکولای شول چې د سویلي اسیا (South Asia) نړیوال پوهنتون، کمپيوټر ساينس پوهنځي د ماسترۍ دورې لپاره په اخيستل شوي ازموینه کې د افغانستان په سطحه دوهم مقام ترلاسه کړي.
په همدې پار د کمپيوټر ساينس پوهنځي رهبري ، اداري کارمندان او محصلین ښاغلي منظر ته د زړه له کومې مبارکي وایي او په راتلوونکي کې ورته د لابرياو پار لاسونه لپه کوي.
25/04/2024
د انځور کیسه
دا په جاپان کې د بس تمځای دی، دوه څوکۍ لري، حتی که خلک د بس په انتظار کې ناست وي، دوی د بس په انتظار کې درې کارونه کولی شي.
لومړی: د دې پیډلونو سره یو څه تمرین وکړي.
دوهم: دا پیډل کولی شي د سړک د څراغونو لپاره بریښنا تولید کړي.
17/04/2024
*پسرلني سمستر د درسونو د پيل خبرتیا!*
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ټولو برحاله محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې د لوړو زدهکړو محترم وزارت له پرېکړې سره سم به د ۱۴۰۳ تحصيلي کال د پسرلني(جفت) سمستر درسونه د راتلونکې شنبې په ورځ چې د ۱۴۰۳/ثور/۱ هــ . ش نېټې سره سمون لري، پیلېږي؛ نو گران محصلين دې پر ټاکلې نېټه په منظم ډول خپلو درسونو ته حاضر شي.
06/04/2024
دکمپيوټر ساينس پوهنځي محصلانو او استادانو د قران عظيم الشان ختم ترسره کړ!
نن شنبه ۲۷ رمضان ۱۴۴۵ چې ۱۴۰۳/۱/۱۸ نېټې سره سمون خوري، دکمپیوتر ساينس پوهنځي محصلانو او استادانو د روژې مبارکې مياشتې په برکت او په بریالي ډول د سمستري ازموينو د پاې ته رسیدو په شکرانه کې د قرآنکريم ختم ترسره کړو. رب ج مو د هېواد او ولس په حق کې دعاوې قبولي او په هېواد کې د تل پاتې سولې، یووالي او ورورولۍ ټغر خپور کړي.
27/02/2024
د عالميې مرحلې د ازموينې خبرتیا!
د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د ديني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست، چې د عالميې مرحلې د اسنادو ارزونې په موخه له ټولو هغه علماء کرامو څخه چې په کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې يې نوم ليکنه کړې وه، خبر ورکول کېږي چې ازموينه به يې د شعبان پر 26 نېټه د ننگرهار پوهنتون په انگړ کې اخیستل کېږي.
په درنښت
*غوره او د پند وینا :*
*د اِنسان د اِصلاح لپاره همدا یوه جُمله بسنه کوي ،*
*چې الله ﷻ مو ویني !*