21/02/2026
باور ښوونیزه اکاډمي په ډېر ویاړ سره د انګلیسي ژبې مینه والو او زده کوونکو ته یو ځانګړی فرصت اعلانوي. موږ دا مهال د انګلیسي ژبې دزده کړې په ټولو کورسونو کې د فیس ۵۰ سلنه تخفیف وړاندې کوو. دا ګام زموږ د هغې ژمنې ښکارندویي کوي چې غواړو په لوړ کیفیت د اړیکو ټینګولو مهارتونه په ټولنه کې هر چا ته د لاسرسي وړ وګرځوو. که تاسو غواړئ په انګلیسي کې مهارت ترلاسه کړئ او یا خپله ورځنۍ روانه خبرې اترې پیاوړې کړئ، اوس د نوم لیکنې لپاره غوره فرصت دی.
Bawar Educational Academy is proud to announce an exclusive opportunity for aspiring linguists and students alike. We are currently offering a 50% tuition reduction on all English language courses. This initiative reflects our commitment to making high-quality communication skills accessible to everyone in our community. Whether you are looking to master business English or improve your daily fluency, now is the perfect time to enroll and invest in your future
13/02/2026
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د باور ښوونیزې اکاډمۍ ځوان، ژمن او بااستعداده کدر استاد بلال جان د يوې دردناکې ترافیکي پېښې له امله د شيګل ولسوالۍ د شينکوړک په سیمه کې په حق ورسېد.
ارواښاد بلال جان يو مهربان، هڅاند او د علم او زدهکړې ريښتينی خدمتګار و، چې د خپلو زدهکوونکو د روزنې او د ټولنې د روښانه راتلونکې لپاره يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کولې. د هغه ناڅاپي مړینه نه يوازې د باور ښوونیزې اکاډمۍ لپاره، بلکې د علمي ټولنې لپاره يوه ستره او نه جبرانېدونکې ضايعه ده.
موږ د هغه درنې کورنۍ، دوستانو، زدهکوونکو او ټولو همکارانو ته د زړه له کومې تسليت وايو، د لوی اللّٰه (ج) له درباره ورته د فردوس جنت، او کورنۍ ته يې جميل صبر غواړو.
روح دې ښاد او ياد دې تلپاتې وي.
03/02/2026
Educational Academy
Bawar English Language Academy,
Improve your English speaking, writing and communication skills with experienced teachers and modern methods.
Join us today and build your future with English!
committee
02/02/2026
ځوانانو ته زېرى!
ایا غواړې د کمپیوټر مهارتونه زده کړې او خپل راتلونکی روښانه کړې؟
باور ښوونیزه اکاډمي تاسو ته د کمپیوټر د زدهکړې معیاري او عملي کورسونه وړاندې کوي، تر څو له صفره تر ښه مهارته ځان ورسوۍ.
زموږ پروګرامونه:
✔ بنسټیز کمپیوټر
✔ MS Office
✔ ګرافیک ډیزاین
✔ انټرنېټ او عصري ټکنالوژي
د تجربهلرونکو استادانو تر لارښوونې لاندې، په مناسب فیس او دوستانه چاپېریال کې زدهکړه وکړئ.
Learn Computer Skills – Empower Your Future
📍 پته: کونړ، اسعداباد، زوړ بازار، د سره میاشت ریاست ته نږدې
📞 اړیکه:
+93 776 371 408
+93 771 491 798
𝑩𝒂𝒘𝒂𝒓 𝑬𝒅𝒖𝒄𝒂𝒕𝒊𝒐𝒏𝒂𝒍 𝑨𝒄𝒂𝒅𝒆𝒎𝒚/باور ښوونيزه اکاډمي
12/01/2026
د ګمارنې رسمي خبرتیا
په ډېر ویاړ او درنښت سره ټولو محترمو استادانو، کارکوونکو، زدهکوونکو او قدرمنو والدینو ته خبر ورکوو، چې ښاغلی عرفان الله د خپلې علمي وړتیا، مسلکي تجربې او اداري وړتیاوو له مخې د باور ښوونیزې اکاډمۍ د مدیر په صفت په رسمي ډول وګمارل شو.
نوموړی د اقتصاد پوهنځي څخه د لیسانس تحصیلي درجه لري او د ۵ کلونو کاري تجربې څښتن دی، چې په دې موده کې یې د ادارې، مالي تنظیم، پلان جوړونې او اداري چارو په برخه کې اغېزمن او مثبت رول ادا کړی دی. ښاغلی عرفان الله د منظم مدیریت، شفاف اداري سیستم او پایلهمحوره کار پر ارزښتونو ژور باور لري.
موږ ډاډه یو چې د نوموړي تر رهبرۍ لاندې به باور ښوونیزه اکاډمي د اداري پرمختګ، مالي نظم او علمي کیفیت په برخه کې لا نورې بریاوې ترلاسه کړي.
اداره له ټولو استادانو او کارکوونکو څخه هیله لري چې له نوي مدیر سره بشپړه همکاري وکړي، تر څو په ګډه د معیاري زدهکړې او سالم اداري نظام موخې پلي کړو.
په درنښت
د ادارې مشرتابه
باور ښوونیزه اکاډمي
12/01/2026
*د راسا خصوصي ښوونځي اوباور ښوونیزې اکاډمۍ ادارو ته ځانګړی زېری او تود هرکلی !*
*موږ په ویاړ سره معرفي کوو:*
ښاغلی استاد واحدالله(ګوجروال)
راساخصوصي ښوونځي اود باور ښوونیزې اکاډمۍ عمومي مدیر او کنټرولر په توګه معرفي شو.
هغه څوک چې پوهه، تجربه، رهبري او اغېزمن مدیریت سره یوځای کوي.
*زده کړې سابقه:*
- د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی (اداره او دپلوماسي څانګې) فارغ
- د عالي دارالمعلمین پښتو څانګې فارغ
- د مدیریت او ادارې (منجمنټ)یو کلنې ځانګړې برنامې نه فارغ
- د محاسبې شپږ میاشتنی مسلکي کورس نه فارغ
*کاري سابقه:*
- ۱۲ کاله: د تنویر پوهنتون د حقوقو پوهنځي عمومي مدیر
- ۵ کاله: د افغان شمشاد خصوصي ښوونځي استاد
- ۵ کاله: د دام لقراعالي لیسې سر ښوونکی
- ۲ کاله: د تورخم کمرک دبر رسۍ عمومي مدیر
- ۱ کال: د مخابراتوریاست سره د اداري مدیر
- او له ګڼو ادارو سره بډایه تجربه!
*د ښاغلي واحدالله (ګوجروال)راتګ به دراساخصوصي ښوونځي او باورښوونیزې اکاډمۍته شفافیت، نظم، پرمختګ او زدهکوونکو ته د ودې فرصتونه برابر کړي.*
راسا او باورهلته چې پوهه، تجربه او ژمنتیا سره یوځای کېږي.
په درنښت
دراسا او باور فرهنګی کمېټه
10/01/2026
باور ښوونیزه اکاډمي ستاسې د اولادونو دروزنی ریښتینی انځور.