16/04/2026
د ماشوم د تعلیمي بریا تر شا د والدینو ونډه تر ټولو مهمه ده. هغه والدین چې له خپلو ماشومانو سره وخت تېروي، د هغوی د درسونو پوښتنه کوي او په تعلیمي بهیر کې یې ملګرتیا کوي، د ماشوم پر راتلونکي ژور او مثبت اغېز لري.
د کورنۍ دندې (هوم ورک) کې لارښوونه، د زده کړې لپاره ارامه او منظم چاپېریال برابرول، او دوامداره هڅونه هغه ساده خو اغېزمن ګامونه دي چې د ماشوم د زده کړې کچه لوړوي او پر ځان باور پیاوړی کوي.
همدا کوچنۍ هڅې د لویو بریاوو بنسټ اېږدي. راځئ چې د خپلو ماشومانو تر څنګ ودریږو، هغوی وهڅوو او د بریا پر لور یې لار هواره کړو.
#تعلیم
#بریا
16/04/2026
یو ماشوم یوازې د خپلې کورنۍ نه، بلکې د ټولنې د راتلونکي هیله ده. که موږ نن د هغوی پر تعلیم پانګونه وکړو، سبا به یو روښانه، بااستعداده او بریالی نسل ولرو.
راسا خصوصي ښوونځی له درنو والدینو او کورنیو څخه په درنښت غوښتنه کوي چې د خپلو ماشومانو زده کړو ته ځانګړې پاملرنه وکړي. ځکه تعلیم یوازې د یو فرد بریا نه تضمینوي، بلکې د یوې پرمختللې، باثباته او سوکاله ټولنې بنسټ هم جوړوي.
راځئ چې په ګډه خپلو ماشومانو ته د معیاري او اغېزمن تعلیم زمینه برابره کړو، تر څو هغوی وکولای شي خپل خوبونه حقیقت ته واړوي او د هېواد په جوړونه کې رغنده ونډه واخلي.
#تعلیم
#ماشومان
19/03/2026
دمبارکۍ پيغام!
دراساخصوصي ښوونځي اداره ټول امت مسلمه او په ځانګړي ډول دافغانستان باغيور او مجاهد ولس ته د نېکمرغه کوچني اختر درارسېدو په مناسبت مبارکي وړاندې کوي اللّٰه تعالی دې دغه اختر په ټول هېواد کې د تل پاتي امن او خوښيو پيل وګرځوي
ديو آباد سوکاله او پرمختللي افغانستان په هيله
14/03/2026
دراساخصوصي ښوونځي ادارې له خوا ښوونکو ته اختریزه ډالۍ
دراساخصوصي ښوونځي ادارې د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د ياد خصوصي ښوونځي زحمتکښ اوهڅاند ښوونکي په اختريزه ډالۍ ونازول
12/01/2026
رسمي خبرتیا
د تعلیمي بهیر د سردسیرو څخه ګرمسیرو ته د لېږد په اړه
د پوهنې وزارت د منظور شوې تعلیمي تګلارې او ټاکلي مهالوېش پر بنسټ، د راسا خصوصي ښوونځي ټولو قدرمنو ښوونکو، ګرانو زدهکوونکو او محترمو اولیاء کرامو ته خبر ورکول کېږي چې د روان تعلیمي کال درسي بهیر د سردسیرو سیمو څخه ګرمسیرو سیمو ته لېږدېږي.
همدارنګه، په درنښت خبر ورکوو چې نوی تعلیمي کال د جدې میاشتې په ۲۱مه نېټه په رسمي توګه پیل شوی دی او د ګرمسیرو سیمو اړوند ښوونځي به د پوهنې وزارت د لارښوونو او ټاکلي مهالوېش سره سم خپل تعلیمي او درسي فعالیتونه پر مخ وړي.
له درنو اولیاء کرامو څخه هیله کېږي چې خپل ماشومان پر ټاکلي وخت ښوونځي ته ولېږي، څو د غیر حاضرۍ مخه ونیول شي او تعلیمي بهیر په منظم، اغېزمن او دوامدار ډول روان پاتې شي.
په درنښت
د راسا خصوصي ښوونځي اداره
10/01/2026
*زموږ د ښوونې کور ته نوې علمی څېره، تجربه لرونکی او بااخلاقه سرښوونکي دمعرفت زېری!*
په ویاړ سره ټولو محترمو والدینو، زدهکوونکو او استادانو ته زېری ورکوو، چې *راسا خصوصي ښوونځي* ته مو یو بااستعداده، مسؤل، او د ښوونې د ډګر پیاوړی سرښوونکی وروپېژاند.
ښاغلی شریف الله(لعلزی)
یو خوشاخلاق، مهربان، پر کار پوه، او د اوږدې تجربې څښتن ښوونکی دی.
د تعلیم او تربیې پوهنځي د بیولوژي څانګې څخه فارغالتحصیل دی.
داسې شخص چې نه یوازې مضمون، بلکې زدهکوونکو ته ژوند، اصول او شخصیت هم ورزده کوي.
د ده راتګ به د ښوونځي د علمي معیارونو، انضباط او تربیې فضا لا ښکلې، مثبته او اغېزمنه کړي.
موږ باور لرو، چې دراساخصوصي ښوونځي زدهکوونکي به له داسې سرښوونکي سره نه یوازې مفاهیم زده کړي، بلکې الهام به واخلي، هدف به ومومي او روښانه راتلونکی به جوړ کړي.
راسا خصوصي ښوونځی له خپلو درنو استادانو، سرښوونکو او مدیرانو سره د باکیفیته زدهکړې ژمنه لري!
راځئ چې ددې نوې علمي څېرې هرکلی کړو او د علم او تربیې په لاره کې یو بل ته لاس ورکړو.
په درنښت
دراسا فرهنګي کمېټه
24/12/2025
راسا خصوصي ښوونځی دقرآن کريم دزده کړې وړيا مرکز.
22/10/2025
📚 د ریاضي نوې هیله – د پرمختګ تازه پیل
نن ورځ زموږ په ښوونځي کې د ریاضي ځانګړی تقویتي صنف په رسمي ډول پیل شو. دا صنف مو د زدهکوونکو د استعداد لوړولو، د مفاهیمو ژور درک، او د ازموینو لپاره پیاوړي چمتووالي په هدف جوړ کړی دی
✅ د عصري طریقو په مرسته
✅ د باکیفیته تدریس
✅ وړیا ګډون
✅ تشویقي فضا
د زدهکوونکو ښکلي ګډون، هڅاند حضور او د علم سره مینه زموږ د دې نوښت تر ټولو ښکلی انځور دی
📸 لاندې عکسونه د نن ورځې د تدریسي فضا او پیل یوه کوچنۍ هنداره ده.
راځئ یوځای دا علمي خوځښت پیاوړی کړو
#زدهکړه_بریا_ده
#تماس 0773020504/0773132360