26/05/2026
عیدکم مبارک 😍
خویندو او ورونو لوی اختر مو مبارک 🌱
همېشه لپاره دې د مسلمه امت پر غمځده مخونو د اخترونو په څېر خوښۍ دوام ومومي.
او د هېوادوالو سربېره دې د هر مؤمن دردېدلی زړه لپاره د خوښیو خانقاه د فطرت په خوښیو خړوبه او شلېدلی ګرېوان د پیوند په بڼه وده ومومي.
نوووووو...!
د قربانیو لپاره اخیستل شوي څارويو له ذبحې مخکې د حسدونو . کرکو . بغضونو . عداوتونو . ترپګنیو . د یو بل نه منلو او د صلهرحمۍ پرېکولو حیوانات ذبح کړئ تر څو قرباني مو د رب ﷻ په وړاندې قبوله وګرځي.
درنښت
ستاسو ورور .
م. سعیدالرحمن (صالح)
#عید
#مبارک
Saeedurrahman salih 👈
24/05/2026
#مشوره
#نظریات
غواړم د ځوان نسل د بیدارېدو او د پخوانیو اتلانو له کړنو سره د بلدتیا په موخه پر غږیزه بڼه یو داستان پیل کړم.
ستاسو په اند کوم یو به د امت مسلمه او راتلونکي نسل لپاره ډېر ګټور تمام شي؟
که هر څه مو په ذهن کې وي ..
مهرباني وکړئ راته یې وړاندیز کړئ.
درنښت.
#کتابخوانی
#تاریخ
Saeedurrahman salih 👈
21/05/2026
دلته یو ځوان سړی دی
ډیـر قـهرمـان سـړی دی
پـه عـقیــده او مـنهـــج
زیـات مهربان سـړی دی
راویښـــوي بــه ملــــت
لکــــه اذان ســــړی دی
په خوله خاموشه خو د کار سړی .
له وینا یې د عمل پر انرژۍ بلها خواري کړې .
تېره ورځ یې پر خپله جامعة کې پر یو څو موضوعاتو د داخل سربیره د نورو جامعاتو تر مابین د طالبانو خپل منځي مسابقه برابره کړې وه چې له دغې مسابقې داسې انګېرل کېدل چې دغه دروند او باوقاره سړي کار کړی او لا یې د کار لپاره مټې رابډ وهلې .
نووووو ...!
تر شا یې ودرېږئ او دغه د دعوت بلې ډیوې تر خپله وسعه په روښانتیا کې ورسره بله وساتئ.
ــــــــ
الشیخ ابوالمغیرة صابرالله (الغنوي) حفظه الله 💝
لا تاند او هسک ووسي
او لا د یو فولادي مورال څښتن شئ.
حفظک الله تعالی من کید الحاسدین 💝
ـــــــــــ
جامعة الاسلامیة السلفیة کنر افغانستان ❤
د علمي او دعوتي پرمختګونو روڼ انځور
د هیواد راتلونکی نسل د علمي بډاینې رڼه بېلګه.
#خدمت
#اتفاق
#سلفیة
#پرمختګ
Saeedurrahman salih 👈
20/05/2026
#النصیحة .
ناهیلی کېږه مه...!
ماتې مه منه ...!
هڅه جاري وساته...!
ستا ورځې هم راځي ...!
Saeedurrahman salih 👈
18/05/2026
ملګرتوب او دوستانه
دا د ملګرتوب تر شا د یو داسې داستان نوم دی چې یا به د ملګرتوب او د دوستانې له امله لکه د صحابه کرامو اوسلفو د جنتونو تر اعلی مقامه رسېږي
او یا به يې له امله د جهنم تر ګړنګونو غورزېږي .
په دوستانه کې مو د دوست او نږدې ملګري تر شا د مصیبت او تکلیف په وخت کې لکه د نړېدلي دیوال د اړم په څېر ودرېږئ .
نه لکه د روان موټر لپاره د ټایرونو د هواکشۍ (هوا ایستونکي) بېبنسټه ازغی او ستنې
چې له امله یې یوازې موټروان نه بلکې ټول سپاره له تکلیف سره مخ کېږي 😔.
په دوستانه کې له ځانه ګیدړ ذاتي دوه مخېزه درباريان مه جوړوئ چې د ملګري په اسرارو او رازونو د نورو مجلسونه جوړوﺉ
او په ديُوسه تنه هر ډُول ته لکه د نڅا ګرې ډمي ځان څرخوۍ او د خیانت ککړ لاسونه غورزوۍ
او په خاينه څېره مو د دوست په شخصیت د هر دوه کسیز مجلس شخوند ته زمینه برابروۍ .
په دوستانه کې له احتیاط فکر او سوچ کار واخلئ
نه له لنډ او قاصر فکر چې په راتلونکي کې یې د کړنې له امله لکه د شیطان په سر خاورې شیندۍ او هېڅ نتیجه ترې نه شۍ ترلاسه کولاي.
او دا هم پر یاد ولرۍ چه په دوستانه کې ځینې کړنې آن تر مرګه نه هېریږي
او د هېریدو درمل یې له ازله تر ابده ډېرې خلک بېنتیجې او تاواني کړی .
په دوستانه کې خامیانې او نیمګړتیاوې خامخا کېدونکې دي خو تر دې یې مه رسوئ چې نور ترې ناوړه استفاده وکړي. او خپل بوس د وریښمو په بازار کې پری وپلوری .
احتیاط وکړئ، احتیاط !
دوستانه او ملګرتوب لکه د پېغلې انجلۍ د ښایست روڼ مخ که یو وار د دربدَریو او مشکلاتو خونخواره اثارو یې مخ داغجن کړ بیا یې پخوانۍ ښکلا لکه د سپوږمۍ پر مخ کې د ناز مسکا نشي کولای.
قدمونه مو په احتیاط واخلئ.
د غوره خویونو مالکان واوسئ.
او د مجلسونو لپاره د کنټرول او خپلواکۍ هنر زده کړئ.
نو بناءً زما ملګري ټول زما د سر تاجونه دي، راته درانه او قدرمن دي لکه غرونه. حفظهم الله جمیعاً.
عامه پوهاوی او عامه لیکنه.
هیله ده چې شخصي یې تصویر نه کړئ.
درنښت
ستاسو ورور 👇
📝 م ـ سعیدالرحمن (صالح)
Saeedurrahman salih 👈
11/05/2026
اخ د کنړ دردیدلیه ولسه 💔
د کارغه روژه مو په کوم تعبیر توجیه کړم او کوم نوم ورکړم؟
له چا مو زده کړل او له کومه مو دغه د فرعون دستور د کنړونو تر سینې راورساوه؟
پر کومې نشې اخته یاست ولې مو د وحشي دریندګانو پر قدم قدم کېښود او نړۍ ته مو داسې بېلګه وړاندې کړه چې د ټول افغان ملت سر مو خپو ته ښکته کړ؟
ولې او په څه نظره شوﺉ ؟
د یو ماشوم وژل په داسې بېرحمۍ زړه اره اره کوي،
د کاڼي په څېر زړونه اوبه کوي له خاموشه سینو د درد چغې وباسي حیران یم چې څه ولیکم او له کومه یې پیل کړم.
افسوس بیا هم افسوس.
دغه حیوانات به هم د مسلمانۍ دعوه کوي،
دوی به هم کور کې برېت ښځو ته تاو کړي وي چې ګوندې موږ نران یو،
دوی به هم په کوم جماعت (مسجد) کې دغه دیوسی ککرۍ هغه غیرتي رب ﷻ ته ښکته پورته کړی وی چې د دوی له هر حالته خبردار دی او له څاره یې محفوظ نه دی.
والله چې د فرعون (علیه اللعنة) تېر یاد یې تازه کړ،
ماشوم د مور او پلار سربېره یې بلها مؤمن ولس وژړاوه.
کنړۍ میندو په ذهنونو کې یې یو وار بیا دغه ګنده ذهنیت ترویج کړ چې خپلو بچیو ته دغه سپارښتنه وکړي چې جماعت . مدرسې او مکتب ته مه ځئ دلته د انسانیت تر عنوان لاندې لیوان مو ونه داړي.
دلته د راغلي امن دشمنانو نړۍ ته وښودله چې موږ ته امن مهم نه دی. دلته دې د شهیدانو کورنۍ زنانه په یوازې ځان د یتیم بچي سره یوازې ډاکټر غم او ښادۍ ته نه ځي.
ــــــــــ
د داسې وحشي دریندهګانو د جرړو ویستنې لپاره پر امنیتي ارګانونو غږ کوو چې ورځ او شپه پر ځان یوه کړي په پوره دقت او کره څار دغه داړونکي وحشیان د جیل په موقتي دروازو مه محدودوئ بلکې علني یې د رب ﷻ محکمې ته ولېږدوئ څو د راتلونکی نسلونو لپاره د پند او عبرت روڼ انځور وګرځي.
📝 م سعیدالرحمن (صالح)
#وحشت
#ظلم
Saeedurrahman salih 👈
10/05/2026
کیسه ګۍ او دردونکي خاطره💔.
یو وخت د نن ورځې یتیم نارنج باغ د دارالعلوم په دروازه کې یو د لوړ قد او غټو ویښتانو ځوان د یو څه ماډرن او سټایلیش هلکانو سره په دغه انداز را دننه شو چې لومړۍ پوښتنه یې داسې وه.
دا د مفتي سردار ولي مدرسه ده؟
هو مهرباني، خدمت مو؟
راغبرګه یې کړه موږ یې ملاقات ته راغلي یو که مو د ملاقات زمینه ورسره برابره شي؟
له ستړي مشۍ او روغ بړ وروسته د مدرسې دهلېز ته دننه شول. هغه وخت د مدرسې په منځ کې د سیمنټو او اوسني فرش شوي میدان فضا د کرچ بېلحاظه زورونکو تیرو کاڼو نیولې وه.
د دوی د راتګ سره سم د مدرسې ټولو اراکینو او شاګردانو یې مجلس ته په راتګ سره د ملاقات لېوالتیا په مینه ناکو څهرو کی لا له ورایه ښکارېده یوازې د شیخ صیب یې څنګ کاوه (ځان ساته).
د شیخ سردار ولي (رحمه الله) سره د ملاقات په وخت یې ورته کړل قاري صیب مفتي صیب په ځای دی؟
شیخ صیب ورته کړل هو کښېنئ رب ﷻ به خیر کړي.
یوه ملګري ته شیخ شهید و غږ کړه .
وړکیه احمدشاه خان راخبر کړه.
شیخ احمدشاه حفظه الله له راتګ سره سم شیخ سردار ولي رحمه الله ته یې په دواړو لاسونو لکه د سیاسیونو د اشارې په معنا لاس ونیو او ورته یې جَوته کړه چې همدغه شیخ سردار ولي دی رحمه الله.
د لږ خاموشۍ او اوږدې ساه اخیستنې وروسته یې پر سترګو کې د محبت اوښکو لکه د هوسۍ زغلنده او چټک غبرګون له ورایه د مینې او صمیمیت مزل لنډاوه.
بیا یې د احوالپرسۍ خواږه سره تبادله کړل.
وروسته یې د راتګ لامل روښانه کړه چې موږ اسټرالیا کې لوبې درلودې زړه مې یو څه تنګ شو بهر ووتلم د یو اسلامک ډیټا سنټر مې اسلامي ډیټا وغوښته هماغه وه چې ستاسو له هر اړخیزو بیانونو یې مستفید کړو خیر دې یوسي.
له هماغه وخت وروسته مې د ځان سره عهد وکړ که دغه د جادوګر غږ خاوند د هر هیواد وي ملاقات یې راباندې لازم شو او خامخا به ورځم.
د وخت په مدار خبر شوم چې دغه د نرم او مرحمي دریځ څښتن او د هسک مرال او نبوي اخلاقو رڼه هنداره د دردېدلي او کړېدلي خو د غیرتونو او میړنیو د ټاټوبی افغانستان اوسېدونکی دی.
مینه مې ورځ تر بلې زیاتېده هیلې مې غوړېدې او د لقاء لپاره مو د ساعتونو شمار د ګوتو پر څوکو کاوه.
بختور یو چې ستاسو له شتونه مو هیواد برخهمند دی.
شیخ صیب ترې مننه وکړه او ورته یې د دوی له لوبو او تېر ژوند پر تړاو مهم او کره معلومات ورکړل.
دوی حیران شول او یوه یې یو بل ته له لیدلو وروسته ورغبرګه کړه مفتی سیب لکه چې لوبې هم څارئ...
ــــــــــــــــــــ
دغه راغلی دَ اوس وخت د کرکټ سابقه لوبغاړی او د رنځ پر بستر پروت شاپور ځدراڼ ؤو د روغ صحت څښتن دی شی . او ترڅنګ یې حمید حسن، نجیب ترکی او د کرکټ نور لوبغاړي وو.
هسې مې رایاد شول.
ډېره دردونکې ده چې د یو داسې چا بېبرخې یو چې په نړۍ یې د جادوګر غږ راج او باج ؤو او دی 😭
رحمه الله رحمةً واسعة 💔
📝م سعیدالرحمن (صالح)
#درد
#تاریخ
#خاطره
Saeedurrahman salih 👈
07/05/2026
دسلفی علماؤ تجمع او پر یوه ټغر راټولېدنه .
نن پنج شنبه د 1405/2/17 هـ ش د سلفی دعاتو تر مابین ماهانه ناسته کې د هیواد په کچه د علمی پرمختګونو له راڼه ستورو برخه مند وو .
د مجلس تمرکز او مهم اهداف .
1/ د نویو مهاجرینو راتګ ته ښه راغلاست او هر کلی .
چې په راغلیو مهاجرینو کي د دعاتو په نمایندګۍ شیخ طیب الله پلرني ټاټوبي ته په راتګ د ټولو مهاجرینو په نمایندګۍ د خوښۍ اظهار وکړ او د علماؤ له شوری او نظام یې د پر وخت خدمت مننه وکړه .
2/ د اتفاق، اتحاد او له یوه منبره د راڼه دعوت په لور د نبوي اخلاقو او روڼ مسیر تعقیب .
3/ په اوس وخت کې ټولنې ته متوجې فتنې او مشکلات لکه ځانځاني، الحاد، تردید النصوص، فتنة الشهوة، انتشار الفواحش، د ډلو او جماعاتو ایجاد، د نظام په خلاف د خلکو هڅونه او راپارول ... او داسی نورو فتنو ته د ځوانانو، علماؤ او دعاتو متوجه کېدل وو .
په نوموړي مجلس کې د کنړ سربېره د ننګرهار او کابل له علماؤ او دعاتو هم برخه مند ؤو حفظهم الله جمیعا 💝.
د نوموړي مجلس کوربه توب د استادانو استاد او د سلفی عقیدې ریښتونی ماڼو شیخ ابو ادریس خوشحال خان حلیم حفظه الله علمی مرکز کې وو .
م سعیدالرحمن (صالح)
#اتفاق
#دعوت
#سلفیة
02/05/2026
ملګــــــري او غلیمان 😏
د ورځنیو مصروفیاتو تر څنګ مو خامخا لږ وخت د خارجي کتابونو مطالعې ته ورکړﺉ،
تر څو د ژوند په چارو کې مو کره والی او روڼوالی لا ښه جَوت شي.
د خبرو تسلسل. د خبرې ځای . او د مشروع حاضر جوابۍ له خوږو به په کامله معنا بډایه یاست.
نو له همدې امله دغه کتاب (ملګري او غلیمان) به مو د ملګرتوب په نامه له تاسو سره مله ستاسو بد اعمال درته لکه د وړو او ویښتو جلا کړي.
په ملګرتوب کې به مو لا ویښ کړي او له به د یو ځیرکه ځوان او دوست روحیه خپله کړئ.
له هغه ازغې دارې ونې له سیوري به مو د یو ارام ساحل پر غاړه د یوې داسې ونې تر سیوري دمه کړي چې هم مېوه او هم به د ارام ورکوونکي یخ سیوری برخهمند یاست.
نو هر ځوان یې وګورئ .
ترڅو د ملګرتوب په نامه د بلها ځانخوښو له تورو څېرو درته د مکر او فریب دوهمخیزه توره پرده پورته کړي.
وبه وینئ بلها تورې څېرې چې دوستان نه بلکې ښاماران دي.
صرف موقع د ټَـک درکولو ته مو منتظر او تم دي.
حفظکم الله جمیعاً من الرفاقة الدنیة.
#ملګرتیا
#مطالعه