11/01/2026
#ترکيه
د ۲۰۲۶ كال د لېسانس، ماسټرۍ او دوكتورا په کچه د تركيې د تحصيلي سکالرشیپونو لپاره د نوم ليكنې بهير د جنوري په لسمه نېټه پيل او د فېبروري مياشتې تر لسمې نېټې پورې به دوام وكړي، دې سکالرشیپونو ته نوم لیکنه په انلاین بڼه کېږي او هر کال له افغانستان ګڼ محصلان ورته بریالي کېږي.
نوم لیکنه: انلاین
د زده کړو کچه: لېسانس، ماسټري او دوکتورا
نوم لیکنه: د روان کال، فېبروري میاشتې ۲۰ نېټه
عمومي معلومات
تركيه د لېسانس، ماسټرۍ او دوكتورا سربېره په يو شمېر نورو برخو كې هر كال شاوخوا ۵۰۰۰ سکالرشیپونه وركوي. دې سکالرشیپونو ته د نړۍ د ټولو هېوادونو حخه نږدې ۹۰ زره زده كوونكي مراجعه كوي. تركيه په پام كې لري چې سږ كال څه باندې ۵۰۰۰ كسانو ته تحصيلي بورسونه وركړي. داسې اټكل كيږي چې سږ به دې بورسونو ته د نړۍ د ټولو هېوادونو څخه شاوخوا ۱۰۰ زره كسان اپلای وكړي.
هغه زده كوونكي چې د بورسونو په ابتدايي شرايطو برابر وي يواځې د نوم ليكنې د آنلاين فورمې په ډكولو سره ددې چانس لري چې په تركيه كې لوړې زده كړې وكړي.
د تركيې سکالرشیپونو ته د نوماندو كسانو د ټاكل كېدو پروسه ډېره شفافه ده. د ټولو نوماندو د نوم ليكنې فورمې او اسناد په انقره كې د ځانګړي مسلكي ټيم لخوا ارزيابي كيږي. مركه يا انټرويو هم د همدې ټيم لخوا ترسره كيږي. ددې امله د درغليو د ترسره كولو او واسطې احتمال پكې نشته دى.
د سکالرشیپونو ګټونكي، د دوى د اسنادو تر څنګ د نوم ليكنې په فورمه كې د معلوماتو له مخې ټاكل كيږي. پدې لړ كې نږدې ۱۰۰ زره كسان رقابت كوي. ددې امله د نوم ليكنې په فورمه كې د زده كوونكو لخوا ليكل شوې هره جمله ډېره مهمه ده. حتى يوه جمله كيداى شي چې ستاسې د برياليتوب يا پاتې كېدو لامل شي.
د تركيې د تحصيلي بورسونو امتیازات:
د تركيې د تحصيلي بورسونو ټول امكانات وړيا دي. ددې ترڅنګ لاندې خدمات هم په وړيا توګه وړاندې كيږي.
محصلينو ته مياشتنى جېب خرڅ
استوګنه
په تركيه كې سکالرشیپ لرونكي بهرني زده كوونكي په دولتي ليليو كې په وړيا توګه استوګنه كولاى شي. ددې ترڅنګ بهرني زده كوونكي كولاى شي چې په خپل مصرف كورونه هم ونيسي.
د پوهنتونونو فيس
د تركيې د تحصيلي بورسونو ګټونكي د پوهنتونونو د فيسونو نه معاف دي.
وړيا روغتيايي خدمات
د تركيې د تحصيلي بورسونو ګټونكي كولاى شي چې د تركيې په هر روغتون كې په وړيا توګه د خپل ځان هر ډول درملنه وكړي. ګټونكي د وړيا روغتيايي بيمې مستحق كيږي.
د تركي ژبې زده كړه
د تركيې د تحصيلي بورسونو ګټونكو ته په لومړي كال د تركي ژبې وړيا زده كړې وركول كيږي. دا زده كړې يو تحصيلي كال `` ۹ مياشتې`` دوام كوي. پدې موده كې د بورس د ټولو اسانتياو نه برخمن كيدى شي.
د تګ - راتګ او ترانسپورټ لګښتونه
د تركيې د تحصيلي بورسونو ګټونكو ته د تګ راتګ لپاره د الوتكې ټكټ وركول كيږي. د يادولو وړ ده چې دا ټكټ، تركيې ته د لومړي ځل لپاره د راتګ او د زده كړو په پاى كې هېواد ته د بېرته د ستنېدو پر مهال وركول كيږي. د زده كړو پرمهال په رخصتيو كې هېواد ته د تګ راتګ لپاره د الوتكې ټكټ نه وركول كيږي.
ښاري ترانسپورټ
د تركيې په بېلابېلو ښارونو كې د اړوندو ښارواليو لخوا د ښاري ترانسپورټ په برخه كې زده كوونكو ته تخفيف وركول كيږي. ددې تخفيف نه بهرني زده كوونكي هم ګټه پورته كولاى شي. حتى په ځينو ښارونو كې د بهرنيو زده كوونكو لپاره ښاري ترانسپورټ وړيا دى.
د تركيې د بورسونو لپاره د نوم ليكنې شرايط:
۱- د لېسانس د پروګرامونو لپاره د نوم ليكنې پرمهال د نوماند عمر بايد تر ۲۱ كلونو پورته نه وي. سربېره پر دې د لېسې د دورې د درې كلنو نمرو اوسط يې لږ تر لږه تر ۷۰ سلنې لوړ وي.
۲- د ماسټرۍ د پروګرامونو لپاره د نوماند عمر بايد تر ۳۰ كلونو پورته نه وي. سربېره پر دې د لېسانس د دورې ډيپلوم بايد هم ولري.
۳ - د دوكتورا د پروګرامونو لپاره د نوم ليكنې پرمهال د نوماند عمر بايد تر ۳۵ كلونو پورته نه وي. سربېره پر دې د ماسټرۍ د دورې ډيپلوم بايد هم ولري.
۴- داسې روغتيايي ستونزې و نه لري چې د نوماند د تحصيل مخنيوى وكړي.
د تركيې تحصيلي بوسونو ته د برياليتوب پروسه
د تركيې تحصيلي بورسونو ته د نوماندو زده كوونكو د برياليتوب پروسه دوه مهم پړاوونه لري.
۱ – د نوم ليكنې د شرايطو د پوره كولو او د نوماند د اسنادو د ارزوونې پړاو او ازموينه
۲ – د مصاحبې ( انټرويو) د ترسره كولو پړاو
يادونه:
د نوم ليكنې د پيل نه وړاندې د لاندې اسنادو سكن شوې كاپي بايد په USB یا كمپيوټر كې ولرئ.
۱ – ډيپلوم يا شهادتنامه
۲- د آزموينو د نمرو سند (د کانکور ازموینه مو که ورکړې وي؛ د ټافل یا ایېلټس ازموینې سند که ولرئ، البته دا حتمي ندي)
۳ – د نمرو ترانسكرېپټ
د لېسانس د بورسونو لپاره د لېسې د درې كلنو نمرو ترانسكرېپټ، د ماسټرۍ او دوكتورا لپاره د لېسانس د دورې د څلور كلنو نمرو ترانسكرېپټ بايد له ځانه سره ولرئ.
۴ – پاسپورټ يا د هويت تذكره.
كه چېرې پاسپورټ لرئ نو د پاسپورټ سكن شوې كاپي او كه يې نه لرئ نو د هويت د تذكرې سكن شوې كاپي تياره كړئ.
۵ – يوه قطعه سكن شوى عكس
كه چېرې مو پورتني اسناد تيار كړي وي نو د نوم لیکنې لپاره تیاری وکړئ.
د نوم لېکنې پتهٔ: لوګر ولایت،محمدآغې ولسوالۍ،زاهدآباد بازار،شفق مارکیټ ځلاند د آنلاین خدمتونو مرکز
28/08/2025
12/08/2025
05/07/2025
12/04/2025
02/04/2025
23/02/2025
14/02/2025
30/01/2025