15/06/2026
نن ورځ د ابو جواد ښوونیز مرکز سره نوي زدهکوونکي یوځای شول. ټولو ته ښه راغلاست وایو او په زدهکړو کې ورته د لا زیاتو بریاوو او لاستهراوړنو هیله لرو.
From Zero to Hero, the Global Way!!
15/06/2026
نن ورځ د ابو جواد ښوونیز مرکز سره نوي زدهکوونکي یوځای شول. ټولو ته ښه راغلاست وایو او په زدهکړو کې ورته د لا زیاتو بریاوو او لاستهراوړنو هیله لرو.
12/06/2026
تيره ورځ په ابو جواد ښوونیز مرکز کې د BCC کلاس پایلې اعلان شوي چې پکې هغه زدهکوونکي وستایل شول چې لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وې. د ابو جواد ښوونیز مرکز اداره د ځوان نسل د سالمې روزنې او علمي ودې لپاره ژمنه ده.
11/06/2026
تيره ورځ د ابو جواد ښوونیز مرکز د BCC ټولګي زدهکوونکو د پېر او پلور (Buying and Selling) تر سرلیک لاندې په انګلیسي ژبه عملي محاوره ترسره کړه. د دې فعالیت په ترڅ کې یو شمېر زدهکوونکي دوکانونو ته ولاړل او هلته یې په خپلو کې د اخیستلو او خرڅولو اړوند خبرې اترې په انګلیسي ژبه ترسره کړې.
د دې عملي درس موخه دا وه چې زدهکوونکي خپلې د خبرو اترو وړتیاوې په واقعي چاپېریال کې وازمويي او د انګلیسي ژبې په کارولو کې لا ډېر مهارت ترلاسه کړي.
10/06/2026
د ابو جواد ښوونيز مرکز له خوا د انګلیسي ژبې، کمپیوټر ، ليک او لوست او رياضي زده کړو لپاره په نویو ټولګیو کې نوم لیکنه جریان لري.
که غواړئ د عصري زده کړو له لارې خپل علمي او مسلکي مهارتونه پیاوړي کړئ نو همدا نن نوم لیکنه وکړئ.
03/06/2026
په ابو جواد ښوونیز مرکز کې درسي بهیر په منظم او چټک ډول پر مخ روان دی. د استادانو د دوامدارو هڅو او اغېزمن تدریس له امله هره ورځ نوي شاګردان له دې مرکز سره یوځای کېږي او د علم پر لور خپل مزل پیاوړی کوي.
30/05/2026
خبرتیا!
د ابو جواد ښوونیز مرکز ټولو ګلالیو زدهکوونکو ته خبر ورکول کېږي چې د نېکمرغه لوی اختر رخصتۍ د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خبرتیا پر بنسټ نن شنبه پای ته رسېږي او سبا یکشنبه چې د ۱۴۰۵/۳/۱۰ نېټې سره سمون لري د یاد ښوونیز مرکز ټولې رسمي چارې بېرته په عادي ډول پیلېږي.
له ټولو مطیعو زدهکوونکو هیله کېږي چې د درسونو د دوام په موخه په ټاکل شویو وختونو خپلو ټولګیو ته حاضر شي.
د لوی اختر مبارکۍ پيغام!
د نېکمرغۍ او برکتونو په دې مبارکو ورځو کې د ابو جواد ښوونیز مرکز اداره او زدهکوونکي د افغانستان غیور او مجاهد ملت ته د لوی اختر مبارکي وړاندې کوي.
هیله ده دا اختر ستاسو لپاره د خوښۍ سولې او بریالیتوبونو پیغام راوړي.
اختر مو مبارک شه! الله ج دې ستاسو ټول عبادتونه او قربانۍ قبولې کړي
د ابو جواد ښوونیز مرکز اداره
25/05/2026
د رخصتۍ خبرتيا !
د ابو جواد ښوونيز مرکز ټولو ښوونکو او ګرانو زده کوونکو ته خبر ورکول کېږي چې د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د یادې ادارې ټولې تدریسي او اداري چارې د غبرګولي (جوزا) میاشتې له ۴مې نېټې څخه تر ۹مې نېټې پورې رخصت دي.
د جوزا په ۱۰مه نېټه (یکشنبه) به اداري او تدریسي بهیر بېرته په عادي توګه پيل شي
د خبرو کولو اصول د ابو جواد ښوونیز مرکز د یو تن شاګرد له خولې واورئ.
21/05/2026
تيره ورځ په ابو جواد ښوونیز مرکز کې د BGC کلاس پایلې اعلان شوي چې پکې هغه زدهکوونکي وستایل شول چې لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وې. د ابو جواد ښوونیز مرکز اداره د ځوان نسل د سالمې روزنې او علمي ودې لپاره ژمنه ده.
آدرس کوټ ولسوالي ډوانو بازار امين الله مارکيټ دوهم منزل.
Contact: 0797135932