10/04/2026
د پکتیکا ولایت اطلاعاتو او فرهنګ رياست له اقراء حبيب تعليمي اکاډمي سره د علمي همکاريو هوکړهليک لاسليک کړ
تېره سه شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - پکتیکا / باختر
د پکتيکا اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند، ځوانانو چارو آمر محمد ذاکر ناياب وایي، د ياد هوکړهليک له مخې به اقراء حبيب تعليمي اکاډمي ته د (قرآنکريم او تجويد، ويناوالي، انګلېسي زده کړې، إملا او ماشومانو) په برخو کې (۱۰۰) تنه بې وزله ماشومان او ځوانان په پنځوس سلنې تخفيف ور معرفي شي.
د اقراء حبيب تعليمي اکاډمي مسؤل مدیر انجنير عزت الله حبیب له اطلاعاتو او فرهنګ رياست مننه وکړه، چې د بې وزلو ماشومانو او ځوانانو په برخه کې يې خپلې هڅې روانې ساتلې دي.
د ياد هوکړه لیک له مخې به بې وزلو ځوانانو او ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شي.
اړیکو شمېرې: 0779758491 - 0799758491
وټس آپ شمېره: 0772230437
04/04/2026
دا ځل مو د ویناوالۍ برنامې کې د مسلکي او باتجربه استاد ښاغلي سیف الرحمن "ذکي" ملتیا کوي.
ان شاءالله د ټولنې لپاره د وینا والۍ برخه کې مسلکي او فعاله شخص دی.
زمونږ ادارې مو راتګ په لیمو.
25/01/2026
د ژمنۍ تقویتي برنامې لومړۍ ازموینه!
نن ورځ د ګلونو زده کوونکو څخه میاشتني ازموینه واخیستل شوه.
ازموینه د ښاغلي جمیل احمد "نوري" په رهبریت د محترمو ښوونکو لخوا واخیستل شو چې زده کوونکو په پوره چمتوالي او شوق سره ګډون کړی و.
د محترمو والدینو څخه ځانګړې مننه چې خپلو اولادونو سره زحمت او تکلیف وباسي.
الله ج دې د محترم رهبریت، ګرانو ښوونکو او قدرمندو والدینو خدمتونه قبول کړي.
!
12/01/2026
د انګلیسي ژبې نوی ټولګی پیلوو.
د باتجربه استاد: عزت الله "حبیب" سره
#وخت: سهار او مازدیګر
29/12/2025
د ژمنۍ برنامې نوي ټولګي!
لیک او لوست د استاد لخوا
د کوچنیو ماشومانو څانګې ته ځانګړی پام.
زمونږ سره یې تجربه کړئ.
16/12/2025
ډیرو محترمو والدینو او د پوهې مینه والو!
د ژمنۍ رخصتیو څخه په استفادې؛ خپل ماشومان مو اکاډمي کې شامل کړئ ترڅو د زده کړو څخه لرې پاتې نشي.