19/03/2026
نېکمرغه کوچنی اختر مو مبارک شه!!!
زه او همکاران مې، د فرصت ښوونیزو مرکزونو او د افغانستان الکترونیکي زده کړو ادارې مشرتابه او کارکوونکي، ټول افغان غیور ولس، قدرمنو مشرانو، محترمو میندو او پلرونو، ګرانو خویندو او وروڼو، ملګرو او د هغوی کورنیو او د هیواد په ګوټ ګوټ کې د افغانستان نوي نسل ته د نیکمرغه کوچني اختر د رارسېدو له کبله د زړه له تله مبارکي وړاندې کوم.
له شک پرته افغانستان زموږ د ټولو قومونو، ژبو او کلتورونو ښکلی کور دی. یوازې موږ، د یو واحد ملت په توګه، د یو بل ترڅنګ، د خپل وطن د جوړولو لپاره مسوول یو.
په درناوي
شوکت زماني
همکاره کاري ډلې
د فرصت ښوونیزو مرکزونو کارکوونکي
د افغانستان الکترونیکي زده کړو ادارې غړي
03/02/2026
د افغانستان نوي نسل ته:
خوشال یم چې د خپل لومړي کتاب د چاپ اعلان کوم چې ”هېرېې شوې پیړۍ: د اسلام زرین دور“ نومیږي.
ما دا کتاب ستاسې، ستاسې بچیانو او د هغوی د بچیانو لپاره لیکلی دی.
په دې کتاب کې زما موخه دا ده چې تاسې له خپل وياړلي تیر شوي علمي دور او علمي میراث سره ونښلوم.
شاوخوا ۷۰۰ کاله کیږي چې موږ خپل علمي ماضي هیر کړی دی. زما موخه دا ده چې ستاسې په ذهن کې ستاسې په زړه پورې علمي او فکري میراث بیا راژوندی کړم.
ما د دې کتاب د لیکلو لپاره د ۲۱ مې پیړۍ ټول شته وسایل کارولي دي، چې پکې د انګلیسي ژبې لسګونه کتابونو څیړنه هم شامله ده.
اسلامي زرین دور د فکري او کلتوري لاسته راوړنو هغه حیرانوونکی دوران و چې له اتمې څخه تر دیارلسمې زیږدیزې پیړۍ پورې په اسلامي نړۍ کې رامنځته شو. په دې دور کې مسلمانو پوهانو د بیلابیلو علومو لکه ریاضیات، طبابت، فلسفه، ادبیات او معماري په ډګر کې ستر پرمختګونه وکړل.
په داسې حال کې چې اسلامي نړۍ په نوښتونو، اختراع ګانو او نویو پنځونو بوخته وه، لویدیځه نړۍ په ۱۰۰۰ کلن خوب ویده وه.
خو اوس چې موږ خپلې علمي ریښې هیرې کړې دي نو د نړۍ د پرمختګ په کښتۍ کې په خوبولیو مسافرو بدل شوي یو.
په موږ څه وشول؟ او ولې پیړۍ تیرې شوې خو موږ لا هم د غفلت په خوب ویده یو؟
ما په دې کتاب کې هڅه کړې چې دې ډول پوښتنو ته یو څه ځوابونه پیدا کړم.
دا کتاب د دې حقیقت قوي ثبوت دی چې موږ د ختیځ اوسیدونکي د ژور فکر، نوښت ځواک، پنځونې او اختراع خاوندان وو او دا مو د پينځو پیړیو څخه د ډیر وخت لپاره ثابته کړې ده.
په دې کتاب کې، تاسې د افغانستان نوي نسل ته د اسلامي زرین دور د ۱۱ اتلانو کیسې وړاندې کوم. دې ۱۱ مسلمانو متفکرانو نړۍ تغیر کړې ده.
زما کتاب داسې یوه هڅه ده ترڅو همدا متفکران له پراخو تاریخي شرایطو سره ونښلوي. د اسلام زرین دور د نړۍ په کچه پراخ فکري خوځښت و، چې تر مرکزي اسیا، ایران، عراق، سوریې، مصر او اسلامي هسپانیې پورې رسیدلی و.
هیله لرم چې دا کتاب به ستاسې د ذهنونو بدلون ته چټکتیا ورکړي ترڅو زموږ تیرې علمي لاسته راوړنې وڅیړئ او د یو غوره افغانستان جوړولو لپاره لاره هواره کړئ.
که غواړئ چې دا کتاب په PDF بڼه ترلاسه کړئ، نو هیله ده چې په کمینټ کې خپله وټساپ شمیره یا هم بریښنالیک ادرس ولیکئ
دا کتاب په لاندې لیکل شویو ادرسونو او ولایتونو کې هم ترلاسه کولی شئ:
۱ – په زابل ولایت کې له ښاغلي مسعود رښتین سره. اړیکشمیره: 0700002757
۲ – په زابل ولایت کې له ښاغلي سردارولي سرحدي سره. اړیکشمیره:
0700939300
۳ – په پکتیا ولایت کې له ښاغلي معروف افغان سره. اړیکشمیره: 0777012320
۴ – په کونړ ولایت کې له ښاغلي سمیع الله صافي سره. اړیکشمیره: 0764968676
۵ – په کابل ولایت کې له مازیګر خپرندویه ټولنې سره، په میرویس میدان مینه یار مارکیټ کې. اړیکشمیره: 0782424566
۶ – په کابل ولایت کې له اکسوس کتاب پلورنځي سره، د دهبوري پارک جنوبي لوري ته. اړیکشمیره: 0798989696
۷ – په جلال اباد ښار کې له مازیګر کتاب پلورنځي سره، په اسحاقزي مارکیټ زیرزمیني (ځمکتلي) کې. اړیکشمیره: 0782424566
۸ – په جلال اباد ښار کې له ګودر کتاب پلورنځي سره، په اسحاقزي مارکیټ زیرزمیني (ځمکتلي) کې. اړیکشمیره: 0789474729
۹ – په کندهار ولایت کې له صداقت کتاب پلورنځي سره، په ارګ بازار کتاب او قلم مارکیټ کې. اړیکشمیره:0700309244
۱۰ – په هلمند ولایت کې له تاج منور کتاب پلورنځي سره، مرکزي ماموریت ته مخامخ انصاف مارکیټ دوهم پوړ کې. اړیکشمیره: 0700412428
۱۱ – په خوست ولایت کې له سباوون کتاب پلورنځي سره، په افغان پلازه د کتاب پلورنځيو بازار زیرزمیني (ځمکتلي) کې. اړیکشمیره: 0731551928
۱۲ – په ګردیز ښار کې له ماشاء الله کتاب پلورنځي سره. اړیکشمیره: 0789631424
۱۳ – په غزني ولایت کې له عبدالله انصاري کتاب پلورنځي سره، جاده برق ته څیرمه سرای پشم کې. اړیکشمیره: 0706092209
۱۴ – په پکتیکا ولایت کې له مجاهد کتاب پلورنځي سره، په ښرنه کې. اړیکشمیره: 0799092365
په درناوي
شوکت زماني
د افغان فرصت مرکزونو بنسټګر
07/06/2025
لوی اختر مو مبارک شه!!!
شوکت زماني او همکاران یې، د فرصت ښوونیزو مرکزونو او د افغانستان الکترونیکي زدکړو ادارې کارکوونکي، ټول افغان غیور ولس، قدرمنو مشرانو، محترمو میندو او پلرونو، ګرانو خویندو او وروڼو، ملګرو او د هغوی کورنیو او د هیواد په ګوټ ګوټ کې د افغانستان نوي نسل ته د لوی اختر د رارسیدو له کبله د زړه له تله مبارکي وړاندې کوي.
هر هیواد له ناخوالو او بحرانونو سره مخ کیږي خو نیکمرغه ملتونه هغه دي چې بحرانونه په فرصتونو بدل کړي.
له همدې کبله ده چې موږ د یو هوسا او سوکاله افغانستان رامنځته کولو لپاره یوه اوږدمهاله مبارزه په مخکې لرو.
ان شاء الله یوه ورځ به وتوانیږو چې یو ملي لیدلوری او د ملي ارمانونو ټولګه رامنځته کړو چې د پرمختګ، هوساینې، سوکالۍ، ټولنیز عدالت، غوره کاري فرصتونو او مساوي موقفونو درلودلو لپاره به زموږ د هیلو ترجمان او منعکس کوونکي واوسي.
له شک پرته افغانستان زموږ د ټولو قومونو، ژبو او کلتورونو ښکلی کور دی. یوازې موږ، د یو واحد ملت په توګه، د یو بل ترڅنګ، د خپل وطن د جوړولو لپاره مسوول یو.
په درناوي
شوکت زماني
همکاره کاري ډلې
د فرصت ښوونیزو مرکزونو کارکوونکي
د افغانستان الکترونیکي زدکړو ادارې غړي
30/03/2025
اختر مو مبارک شه!!!
شوکت زماني او همکاران یې، د فرصت ښوونیزو مرکزونو او د افغانستان الکترونیکي زدکړو ادارې کارکوونکي، ټول افغان غیور ولس، قدرمنو مشرانو، محترمو میندو او پلرونو، ګرانو خویندو او وروڼو، ملګرو او د هغوی کورنیو او د هیواد په ګوټ ګوټ کې د افغانستان نوي نسل ته د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو له کبله د زړه له تله مبارکي وړاندې کوي.
هر هیواد له ناخوالو او بحرانونو سره مخ کیږي خو نیکمرغه ملتونه هغه دي چې بحرانونه په فرصتونو بدل کړي.
له همدې کبله ده چې موږ د یو هوسا او سوکاله افغانستان رامنځته کولو لپاره یوه اوږدمهاله مبارزه په مخکې لرو.
ان شاء الله یوه ورځ به وتوانیږو چې یو ملي لیدلوری او د ملي ارمانونو ټولګه رامنځته کړو چې د پرمختګ، هوساینې، سوکالۍ، ټولنیز عدالت، غوره کاري فرصتونو او مساوي موقفونو درلودلو لپاره به زموږ د هیلو ترجمان او منعکس کوونکي واوسي.
له شک پرته افغانستان زموږ د ټولو قومونو، ژبو او کلتورونو ښکلی کور دی. او یوازې موږ د یو واحد ملت په توګه د یو بل ترڅنګ په همدې توانیدلی شو او تر ټولو اړینه دا چې یوازې موږ د خپل وطن د جوړولو لپاره مسوول یو.
په درناوي
شوکت زماني
همکاره کاري ډلې
د فرصت ښوونیزو مرکزونو کارکوونکي
د افغانستان الکترونیکي زدکړو ادارې غړي
26/07/2024
د تعلیم له ډګره یو بل د خوشالۍ خبر!
دا مې د امن خوښولو څومره لوی ثبوت دی
چې دې ټوپک ټوپک ماحول کې هم قلم ګرځوم
د تل په څېر یو ځل بیا د افغانستان الکترونیکي زدکړو ادارې د انګلیسي ډیپارټمینټ له یو کلن درسي پروګرام څخه ۴۱۰ تنه، چې د دوی له جملې څخه ۱۲۷ تنه ښځینه او ۲۸۳ تنه نارینه زده کوونکي شامل وو، د زده کړو په ګاڼه سمبال او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل.
د افغانستان الکترونیکي زدکړو اداره، چې د بهر مېشت افغان سوداګر ښاغلي شوکت زماني په مالي لګښت تمویلېږي، له ۲۰۲۰ کال راهیسې په هېواد کې په وړیا ډول فعالیت کوي، چې تر دې دمه یې د ژورنالیزم، انګلیسي، کمپیوټر او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې زرګونه نارینه او ښځینه زده کوونکي فارغ او ټولنې ته د خدمت د مصدر په توګه وړاندې کړي دي.
ددې اداره موخه د هېواد په ګوټ ګوټ کې فرد فرد ته د تعلیم زمینه مساعدول دي، ترڅو هر هېوادوال مو په خپل دفتر، کار ځای او کور کې په اسانۍ سره له زده کړو برخمن شي.
د افغانستان الکترونیکي زدکړو اداره خپلو هېوادوالو خویندو او وروڼو ته ډاډ ورکوي، چې د تل په څېر به د تعلیم په ډګر کې د دوی ملتیا کوي او په وړیا ډول به د زده کړو بېلا بېل فرصتونه رامنځته کوي.
تعلیم مو له هرې بدبختۍ څخه د ژغورنې یوازینۍ لاره ده.
راځئ، چې په ګډه سره یو باثباته، علمي او اقتصادي افغانستان رامنځته کړو.
د افغانستان الکترونیکي زدکړو اداره
26/05/2024
ایا تاسې د نړیوالو موسساتو جاب اپلیکېشن فارم په سمه توګه ډکولی شئ، ترڅو شارټ لست شئ؟.
په دې ویډیو کې مې درته د نړیوالو موسساتو په ځانګړي ډول د DRC موسسې د دندې/وظیفې/ جاب اپلیکېشن فارم د ډکولو بشپړه طریقه ښودلې ده.
ددې ویډیو په کتلو سره به تاسې وکولی شئ، چې د نړیوالو موسساتو د وظیفې اخیستلو فارم په مسلکي ډول ډک کړئ، ترڅو د وظیفې لپاره شارټ لست شئ.
ویډیو وګورئ، لایک او کومینټ وکړئ او له نورو ملګرو سره یې شیر کړئ.
د دندې/وظیفې/فورم درخواست/ جاب اپلیکېشن فارم څنګه ډک کړو. How to fill out job application form
په دې ویډیو کې د دندې/ وظیفې/جاب اپلیکېشن فورم یا هم فورم درخواست وظیفه د ډکولو مکمله طریقه ښودل شوې ده. ددې ویډیو په کتلو سره به تاسې په دې وتوانېږئ، چې د ل...
17/05/2024
د دندې لپاره ولې نه شارټ لست کېږې؟
ایا ستاسې سي وي (CV) مسلکي ده او که غیر مسلکي؟
په راز یې خبر شئ‼️
په دې ویډیو کې مې د مسلکي او اپډیټ سي وي د جوړولو او همدارنګه هغه مهمې نقطې، چې ستاسې سي وي ( CV/Resume ) ته د HR توجه راجلبوي، تر څو تاسې شارټ لست کړي، ذکر کړې دي.
https://youtu.be/hWIbtmppMQ0
ددې ویډیو په کتلو سره به تاسې په دې وتوانېږئ، چې یوه مسلکي سي وي څنګه جوړه کړئ او د دندې لپاره شارټ لست شئ.
ویډیو تر پایه وګورئ او ټول مهم نقاط په خپله کتابچه کې نوټ کړئ.
همدارنګه زموږ یوټیوب چینل درسره سبسکرایب کړئ، ویډیوګانې لایک او له نورو ملګرو سره هم شریکې کړئ، ترڅو ټول ترې برخمن شي.
درنښت!
How to make a professional resume (2024)/مسلکي سي وي (CV) څنګه جوړه کړو.
How to make a professional resume (2024)/مسلکي سي وي (CV) څنګه جوړه کړو. په دې ویډیو کې تاسې ته د مسلکي او اپډیټ سي وي (CV) د جوړولو طریقه او مهم نقاط ذکر شو...
21/04/2024
ښه خبر!
هغه کسان چې غواړي په لوکل او نړیوالو موسساتو کې دندې ترلاسه کړي، نو په لاندې یوټیوب چینل کې یې ټول تخنیکونه او ټریکونه په عملي ویډیویي بڼه ښودل کېږي.
که تاسې غواړئ، چې په لوکل او نړیوالو موسساتو که د خپلې خوښې بست/پوزیشن پیدا کړئ، نو دا لاندې زما د (Jobs Skills) په نوم یوټیوب چینل لینک دی.
https://youtu.be/XrOWbduFGn4?si=ZzF05QfkAkq95sIo
په دې چینل کې د ACBAR ویب سایټ له لارې په داخلي او نړیوالو موسساتو/این جي اوګانو کې د وظیفو/بستونو پیدا کولو، هغې ته د اپلای کولو، بستونو د امتحان او انټرویو اړوند سوالونو، هر پوزیشن ته د جلا سي وي جوړولو او د دندې د پیدا کولو مهارتونو اړوند ویډیوګانې خپرېږي.
ددې ویډیوګانو په تعقیبولو سره به تاسې وکولی شئ، چې په داخلي او نړیوالو موسساتو کې شارټ لست شئ او دنده پیدا کړئ.
ملګرو!
تاسو هم اخلاص وکړئ او زما پوسټ شیر کړئ، تر څو هم مو هېوادوال او هم زه له دغه ګټې مستفید شم.
How to find job in ACBAR/ څنګه کولی شو، چې په ACBAR سایټ کې د خپلې خوښې وظیفه پیدا کړو؟.
څنګه کولی شو، چې په اکبر سایټ کې د خپلې خوښې وظیفه پیدا کړو؟څنګه جولی شو، چې په لوکل او نړیوالو موسساتو کې وظیفه پیدا کړو؟له ویډیو تر پایه کتلو وروسته به تاس...